د عمان  له سفر وروسته د مسعود پزشکیان ټویټري پیغام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i160784-د_عمان_له_سفر_وروسته_د_مسعود_پزشکیان_ټویټري_پیغام
پارس ټوډی - ولسمشر مسعود پزشکیان د عمان په سفر کې د ۱۸ تړونونو او همکاریو سندونو د لاسلیکولو په اړه وویل، د دواړو لورو بنسټ "په ګډه پرمختګ" کې دی او موږ دې اصول ته ژمن یو.
(last modified 2025-05-30T07:21:49+00:00 )
May 30, 2025 11:50 Asia/Kabul
  • د عمان  له سفر وروسته د مسعود پزشکیان ټویټري پیغام

پارس ټوډی - ولسمشر مسعود پزشکیان د عمان په سفر کې د ۱۸ تړونونو او همکاریو سندونو د لاسلیکولو په اړه وویل، د دواړو لورو بنسټ "په ګډه پرمختګ" کې دی او موږ دې اصول ته ژمن یو.

پارس ټوډی د ایسنا له قوله لیکي، ډاکټر مسعود پزشکیان په خپل ایکس حساب کې په فارسي او عربي ژبو پیغام خپور کړی او لیکلي: په عمان کې مې د خپل ورور سلطان هیثم بن طارق سره لیده کاته او خبرې اترې وکړې.

هغه زیاته کړه، د دواړو هېوادونو ترمنځ ۱۸ تفاهم‌لیکونه او د همکاریو سندونه لاسلیک شول.

د ایران ولسمشر  لیکلي: د دواړو لورو بنسټ په ګډه پرمختګ دی او موږ دې اصول ته ژمن یو.

هغه د عمان د  سلطان او د هغه هېواد د خلکو له میلمه‌پالنې مننه کړې.