Dec 06, 2023 13:46 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې (۶۲)

. په دې وخت کې حضرت محمد (ص) او علي (ع) یو بل ته غیږه ورکړه او ژړل یې. بيا پېغمبراکرم (ص) علي (ع) په خپل ځاى کې ويده کړ او هغه شنه ټوکر يې چې تل به يې پر سر اچولى و ، په امام علی واچوله او له کوره ووتل.

 

اسلام  ته د پېغمبراکرم (ص)  د بلنې په جوتیدااو د مسلمانانو د شمېر په زياتېدو سره د قريشو او د مکې د اميرانو يوې ډلې پرېکړه وکړه چې په "دار الندوة" کې غونډه وکړي. دارالندوه د رسول ا... صلی ا... علیه  اله و سلم د څلورم نيکه «قصي بن کلاب» له خوا چې کله يې د مکې واک په لاس کې واخيست، د قريشو او مکه د ستونزو د حل لپاره د مشورې او پرېکړو د ځای په توګه جوړ شو. د مکې خلک. د «قصي» اولاد ټول د «دار الندوة» غړي وو، خو د قريشو د قبیلې نور غړي په دې شرط چې څلوېښت کلن وي نو غړی یی کیدلای شي . "دار الندوه" یوه کوټه وه چې د مسجد الحرام په شاوخوا کې واقع وه، خو وروسته د مسجد الحرام په پراختیا سره د جومات دننه کېښودل شوه. "دار الندوه" د مکې د مشرانو په حکم کې د قریشو د قوم د ناستې ځای و. په دې ځای کې د سیاسي او ټولنیزو مسایلو او د جګړې د اعلان، واده او داسې نورو په اړه پرېکړې وشوې. همدارنګه دا ځای د مکې د ټولو سوداګریزو کاروانونو د پیل او تګ ځای و. په هغه شپه د قریشو مشران په دارالندوه کې راغونډ شول تر څو د هغه خطر په اړه فکر وکړي چې د رسول .... مبارک دوی ته ګواښ دی.

په دې غونډه کې د مکې مکرمې د بني عبدالشمس، نوفل، عبدالدر، جمح، سهم، اسد، مخزوم او نورو مهمو کورنیو ګډون کړی و، خو د تهم او بني هاشم دواړو کورنیو ته بلنه نه وه ورکړل شوې. دا ځکه چې دغه دوه کورنۍ په مکه کې د پېغمبراکرم (ص) له اصلي ملاتړو ګڼل کېدې او په دې غونډه کې د هغوى شتون د پېغمبر اکرم د مخالفينو لپاره د خوښې وړ نه و.

په ياده غونډه کې ګڼ شمېر وړانديزونه وشول چې له جملې يې د رسول ... مبارک (ص) د زنداني کېدو او يا جلاوطنۍ ته اشاره کولاى شو. خو دغه وړانديزونه په غونډه کې د حاضرو کسانو له خوا په دې خاطر ونه منل شول چې د رسول ا... او د هغه د صحابه کرامو لاسونه د اسلام د دين د تبليغ لپاره نور هم پرانستل شي. . تر دې چې ابوجهل د رسول ا... د وژلو وړاندیز وکړ. ابوجهل وړانديز وکړ، چې د قريشو هرې لويې کورنۍ ته دې يو يو زړور ځوان په توره وروپېژني، تر څو په ګډه رسول ا... شهید کړی . په هغه صورت کې چې په دې پيښه کې د قريشو د مشهورو کورنيو زياتره برخه اخيستې وه، د بني هاشم کورنۍ د رسول ا...(ص) د وينې تويولو په خاطر له ټولو سره د جګړې اعلان نه شو کولای. د ابوجهل وړانديز په دې غونډه کې د حاضرو کسانو له خوا تصويب شو او پرېکړه وشوه چې د رسول ا... (ص) د وژلو لپاره شرايط چمتو شي.

ټاکل شوې شپه راورسېده. د رسول ا... مبارک  بعثت په څوارلسم کال د ربیع الاول د میاشتې په لومړۍ نېټه مکه او د رسول ا... مبارک  د کور شاوخوا سیمې په تیارو کې ډوب شوې. د قريشو وسله وال استازي له يوې خوا د رسول ا... مبارک  د کور په لور روان شول. دا په داسې حال کې ده چې خدای پاک خپل پیغمبر ته د قریشو له غونډې وروسته د قریشو د مشرانو له پرېکړې خبر کړ. د دې خبرتیا وضاحت د سورت انفال په ۳۰ آیت کې راغلی: « او (د اپه یاد کړه ) هغه وخت چې کافرانو ستا په خلاف مکر او د نیرینګ کوه، تر څو تا ونیسي یا دی  ووژني او یا مو له ښاره وباسي، او همېشه یې چالونه چلول، او خدای هم د دوی د چالونو مقابله وکړه، او خدای له چالونوسره تر ټولو ښه مقابله کونکی دی .

اوس بايد رسول الله (ص) د غافلونکی له رودې په استفادې سره له کوره ووځي او په عين حال کې داسې وښيي چې په کور کې دى او په خپل بستر کې استراحت کوي. د دې پلان د عملي کولو لپاره دا اړینه وه چې یو مړ کس په خپل بستر کې ویده شي ترڅو هغه خلک چې د هغه د وژلو پلان لري فکر وکړي چې هغه لا تر اوسه له کوره نه دی وتلی. ځکه که نه نو د قريشو مشرانو به د مکې ښار د وتلو څارنه کوله او د پېغمبراکرم (ص) پر ضد به يې يوه بله دسيسې جوړولې. پېغمبراکرم (ص) د قريشو دسيسه حضرت علي (ع) ته بيان کړه او ويې فرمايل: آيا ته به  زما په ځاى ويده شې چې زه له دې ځايه لیری شم ؟ امام علی  سمدلاسه وپوښتل: آيا په دې صورت کې به د دښمن له ګوزاره خوندي وی ؟ کله چې د رسول الله  مبارک  له مثبت ځواب سره مخ شو، نو وخندل او په شکرانه یې سجده وکړه او ورته یې وویل: هغه څه چې تاته سپارل شوي، هغه وکړئ، چې زما سترګې، غوږونه او زړه له تا قربان شي! ته چې څه غواړې ماته حکم وکړه، زه به ستا حکم پوره کړم ، زه به هغه څه وکړم چې ته یې وایې، او زما بریا یوازې د خدای له لوري ده. په دې وخت کې حضرت محمد (ص) او علي (ع) یو بل ته غیږه ورکړه او ژړل یې. بيا پېغمبراکرم (ص) علي (ع) په خپل ځاى کې ويده کړ او هغه شنه ټوکر يې چې تل به يې پر سر اچولى و ، په امام علی واچوله  او له کوره ووتل.

 مقرره وه په لومړي سر کې د پېغمبراکرم (ص) پر کور د دغو کسانو بريد د شپې په لومړيو کې وشی . خو ابوجهل ورته سپارښتنه وکړه چې تر سهاره پورې انتظار وباسي او د سهار په وخت کې کار پای ته ورسوي. ځکه چې د ده په اند د شپې بريد به د کور په اوسېدونکو کې وېره او ترهه رامنځته کړي او د دې احتمال شته چې وروسته د بني هاشم د کورنۍ غړي د قريشو په نورو کورنيو باندې د بد اخلاقۍ تورونه ولګوي او د خپل تره د کور د اوسېدونکو حرمت ماتول او د هغوی حرمت نه ساتلو تورن کړی .

د قریشو مامورانو په داسې حال کې چې تورې  یی درلودی ، د هغه شېبې په تمه وو چې دوی به ټول د وحی پر کور برید وکړي او د رسول ا... مبارک وینه به توی کړي چې په خپل بستر نماست و. دوی په دروازه کې د درز له لارې د رسول ا... مبارک  د خوب ځای ته کتل او د خوښۍ له امله  په پوستکي کې نه ځاییدل  او فکر یې کاوه چې ډېر ژر به خپل ارمان پوره کړي. خو علي (ع) په ډاډمن زړه او ارام ذهن سره د پيغمبر پر بستر پروت و، ځکه هغه څه چې ورته مهم وو هغه د رسول ... (ص) ژوند و. په روایت کې راغلي دي چې په هغه شپه خدای تعالی جبرائیل او میکائیل ته وحی وکړه چې ما له تاسو دواړو څخه یو کس په مرګ محکوم کړی دی، کوم یو د خپل ملګري لپاره مرګ ته تیار دی؟ نو دوی دواړو ژوند غوره کړ. خداى پاک دغو دواړو ته وحي وکړه چې ولې د علي بن ابي طالب په څېر نه يې؟ ما د هغه او محمد تر منځ ورورګلوۍ جوړه کړه او د یو تن ژوند مې اوږد کړ، نو علي مرګ غوره کړ او د محمد لپاره یې ژوند وغوښته او په خپل بستر ویده شو، اوس ځمکې ته راښکته شه او له دښمنانو یې وژغوره. نو جبرائیل او میکائیل راښکته شول او یو یې د علي د سر په سر او بل یې د علي د پښو لاندې ناست و، چې له دښمنانو یې ساتنه وکړي او له خطره یې ځان وساتي. په همدې وخت کې جبرائیل علیه السلام وویل: د ابی طالب زویه بخ بخ ، زه ستا په شان یم،  د اوو اسمانونو پرښتو وفرمایل: ای د ابو طالب زویه ستا په شان څوک دی؟ خدای ستا په وجه د اوو اسمانونو  په فرښتو مباحات کوی  .

کله چې سهار شو، نو بریدګر د پیغمبر په کور کې دننه د هغه د وژلو امر پلي کولو لپاره ننوتل. کله چې بریدګرو هغه  پوښ لیرې کړ نو حیران شول چې دوی د محمد پر ځای علي ته مخامخ دي. ویل کیږي چې خالد بن ولید تر هر چا مخکې و او خپله توره یې د وهلو لپاره تیاره کړې وه، کله چې علي (ع) د هغه لاس ونیو او په ډیر مهارت یې وغورځاوه. قهرجنو بریدګرو له علي وپوښتل: محمد چیرته دی؟ ويې ويل: ايا تا هغه ماته سپارلی وو ، چې ته له ما د هغه په ​​اړپوښتنه کوی !

ځينو يې د علي (ع) د وژلو هڅه وکړه. خو یو یې وویل: هغه پرېږده. هغه یو ساده ځوان دی چې محمد دوکه کړی او په خپل بستر کې یې ویده کړی دی! په دې سره يې علي خوشې کړ. خدای پاک علی (ع) له دښمن د یوې کلمې په وسیله خوندي کړ.

د اسلام دښمنانو په داسې حال کې چې غوسه وو ، پرېکړه وکړه چې د رسول ا... (ص) د مقام تر کشفولو کې به نه درېږي. دوی د خزاعه له قبیلې د ابوکرز په نوم یو کس چې د خلکو د پښو د نښو په پیژندلو کې ماهر و، وغوښتل چې د محمد ص  د پښو نښې ومومي. هغوی هم هغه ځای ته بوتلل چې ابوبکر ورسره یوځای شوی وو او ورته ویې ویل چې دلته «ابي قحافه» یا د هغه زوی هم ورسره ملګری وو! تر هغه وروسته روان شول  تر څو چې دوی د "ثور" غار ته ورسېدل. خو د خدای په اراده د غار په دروازه کې یوه جولاګی  یوه ځاله جوړه کړې وه او  یوې مرغۍ په ځالې کې هګۍ اچولې وې، په داسې حال کې چې رسول ا... مبارک او ابوبکر په غار کې پټ وو، نو یو بل ته یې وویل چې دا د دې ښکارندويي کوي. دوی غار ته نه دي ننوتلي او باید بل ځای یې ولټوي. په دې توګه د مکې کفارو نااميده او نا هیلي راستانه شول او د خطر له ليرې کېدو وروسته رسول ا... ه (ص) د مدينې په لور حرکت وکړ او مدينې ته په امن او سلامتۍ ورسېد. علي (ع) هم له څو ورځو وروسته له هغه سره يو ځای شو او د رسول ا...(ص) لخوا ټاکل شوي دندې يې سرته ورسولې.

ملګرو د پروګرام وخت پای ته ورسید. تر دې چې د قرانکریم د نزول د عظمت په اړه یو بل پروګرام او یوه بله کیسه  تاسونه بیان کړو ،  ټول عزیزان  په خدای سپارو .

پای

 

ټیګونه