Dec 09, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د تهران راډیو قدرمنو مینه والو السلام علیکم! ایران په تیره اونۍ کښې د لړۍ له تازه برخې سره مو په خدمت کښې یوو. نن به هم د ایران د تیرې اونۍ د مهمو پیښو او خبرونو په اړه شننې او څیړنې درته وړاندې کړو،

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي تیره دوشنبه د کیوبا د ولسمشر «میګل ډیاز کانل» او ورسره پلاوي په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو پریمانه سیاسي او اقتصادي وړتیاؤ ته په اشارې سره ټینګار وکړ: له دغو وړتیاؤ څخه باید د هغو هیوادونو ترمینځ د یو اتحاد او ائتلاف د جوړولو لپاره ګټه پورته شي چې د امریکې او لویدیځوالو د بدماشیو په وړاندې ورته دریځ لري.

دوي زیاته کړه: دغه ائتلاف په اقتصادي ملګرتیاؤ باندې په تمرکز سره کوې شي د فلسطین د موضوع په شان د مهمو نړیوالو مسائلو په اړه ګډې او اغیزناکې دریځنیونې وکړي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود د فلسطین د مسائلو په هکله هم وویل: د فلسطین موضوع یوازې د غزې تر وروستیو پيښو او بمباریو محدوده نه ده ځکه چې د فلسطین خلک په تیرو ۷۵ کلونو کښې تل له ډول ډول شکنجو، کړاونو او وژلو سره مخامخ وو خو اوس په غزې کښې غمیزه دومره ستره شوې ده چې د نړۍ عامه افکارو ته حقیقت څرګند شوی دی او د پټولو امکان یې نشته.

حضرت آیت الله العظمی خامنه اي د نړیوالو مسائلو په تیره بیا د فلسین د موضوع په هکله د کیوبا د ولسمشر دریځونه د اسلامي ایران دریځونو ته ورته وبلل او په نړیوالو ټولنو کښې د دواړو هیوادونو ملګرتیاؤ ته په اشارې سره یې زیاته کړه: پکار ده چې د علمي ملګرتیا په شمول مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو اړیکې له مخکښې نه زیاتې پياوړې شي او هیله ده، دې ټکي ته په پام سره چې د ښاغلي رئیسي حکومت چې د کار او فعالیت حکومت دی، هوکړې او موافقې مخته بوځي او د اجرا او اقدام مرحلې ته یې ورسوي.

ایران ته د کیوبا د ولسمشر په سفر کښې د دواړو هیوادونو ولسمشرانو او جګ پوړو چارواکو د ملګرتیا ۷ سندونه او هوکړې او د دوه اړخیزو سټراټیجکو اړیکو د ژورتیا یوه ګډه خبرپاڼه لاسلیک کړه.

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د پنجشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر په بلنه، د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ مسکو ته لاړ او له ولادیمیر پوتین سره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو او د سیمې د پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړې.

سید ابراهیم رئیسی د دواړو هیوادونو د اړیکو په پراختیا د خوښۍ په څرګندولو سره له روسیې سره ملګرتیا د ایران د اسلامی جمهوریت د ګاونډیتوب د سیاست په چوکاټ کښې مهمه وبلله او د انرژۍ، کرهڼې او پوه بنسټه شرکتونو په شمول مختلفو برخو کښې یې د ایران او روسیې ترمینځ ښو ملګرتیاو ته په اشارې سره وویل: د دواړو هیوادونو او د دواړو ملتونو د ګټو سره سم د همکارۍ د پراختیا په برخه کې د لا اغیزمنو ګامونو اخیستلو فرصت شته دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر همدارنګ د غزې د بې دفاع خلکو په وړاندې د غاصب صهیونیسټی رژیم جنایتونه، نسل وژنه او د بشریت خلاف جنایت وباله او زیاته یې کړه: د صهیونیسټی رژیم په لاس د څه دپاسه شپږ زره ماشومانو شهادت د غم او افسوس سبب دی خو له بده مرغه دغو جنایتونو ته د امریکا او غربي هیوادونو له خوا ملاتړ او مرسته ورکول کیږي او یا د بشري حقوقو د مدعي نړیوالو سازمانونو  له چوپتیا او بې پروایۍ سره مخ کیږي او د هغوی  د بې کفایتۍ ښودنه کوي".

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ماسکو ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر له سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: د دواړو هیوادونو اړیکې په ښه سطحه روانې دی او باور لرو چې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په ملاتړونو سره دا اړیکې به لا پراخې او متحرکې شی.

د روسیې ولسمشر همدارنګ د سیمه ایزو مسائلو په اړه د دواړو هېوادونو ګډ نظر ته په اشارې سره یې د فلسطین او غزې د مسئلې په هکله د نظر تبادله، د ایران او روسیې د دوه اړخیزو خبرو اترو د محور په توګه وبلله.

*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د فلسطین د بدلونونو په هکله د تماسونو او سفارتي صلاح مشورو په دوام کښې د شنبې په شپه د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره خبرې اترې وکړې.

حسین امیر عبداللهیان په دغه ټیلیفوني تماس کښې د فلسطین د بدلونونو او په غزه کښې د نسل وژنې په لړ کښې د ملګرو ملتو د منشور د ۹۹ مادې په فعالولو کښې د ګوترش له اقدامه په قدرونې سره، هغه ته وویل: د ملګرو ملتو د منشور د ۹۹ مادې کارول، د نړیوالې صلحې او امنیت د ساتلو لپاره یو زړه ور اقدام دی او د نړۍ عامه افکارو یې ملاتړ کړی دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر د غزې په سویل کښې ډیرو بدو انساني حالاتو او د فلسطیني ښځو او ماشومانو کډه په سر کیدو او لالهاندۍ ته په اشارې سره، د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د دفاع په رامینځته کولو او د انساندوستاني مرستو د لیږلو لپاره د رفح سرحد د سمدستي خلاصولو او همداشان یې د غزې د خلکو د شړلو د مخنیوي لپاره د سمدستي اقدام غوښتنه وکړه.

د ایران د بهرنیو چارو له وزیرې «الِنا بربوک» سره هم په ټیلیفوني خبرو کښې په غزه کښې د صهیونیسټي رژيم نسل وژنه وغندله او په غزې او لویدیځې غاړې کښې یې د ملګي وګړو او د ښځو او ماشومانو د وژلو دوام ته په اشارې سره، دغې مهمې او په بشري حقوقو پورې اړونده موضوع ته د نړیوالې ټولنې د ځانګړې پاملرنې په ضرورت ټینګار وکړ.

امیر عبداللهیان همداشان د جمعې په ماښام د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه او د فلسطین د جهادِ اسلامی له عمومي منشي زیاد النخاله سره په ټیلیفوني خبرواترو کښې د فلسطین سیاسي او میداني بدلونونه وجاجول.

د فلسطین د جهادِ اسلامي غورځنګ عمومي منشي په دغو خبرواترو کښې د صهیونیسټي رژيم له بوږنوونکو بریدونو سره د مقابلې د دوام لپاره د فلسطین د مقاومتي ډلو د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ.

د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر مشر هم د فلسطین له ملت څخه په ملاتړ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ثابت دریځ او د فلسطینی ملت په خلاف د صهیونیسټانو د جنایتونو د ختمولو لپاره په سیمه ایزو او نړیوالو ډګرونو کښې د ایران د پراخو ډیپلوماټیکو هلو ځلو له امله مننه وکړه. هغه همداشان دصهیونیسټ رژیم د جنایتونو او د ملکیانو د وژلې د دوام په سیوری کښې په غزه کښې وروستی حالات بیان کړل .

همداشان د سه شنبې په ورځ په ماسکو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیرعبداللهیان په شتون سره د کسپین د ساحلی هیوادونو د پنځو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو کلنۍ غونډه ترسره شوه چې په کښې  د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان او د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف له خوا د یو اړخیزو اجباري اقداماتو د مخنیوي او د هغو د منفي اغیزو او پایلو د کمولو او جبرانولو د لارو چارو په اړه همکارۍ موافقه لاسلیک شوه.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په دغې غونډې کښې همداشان ټینګار وکړ چې د کاسپین سمندر د مسائلو په هکله ټولې فیصلې باید د پنځوواړو ساحلي هیوادونو (ایران، روسیې، آذربایجان جمهوریت، ترکمنستان او قزاقستان) په اجماع او توافق سره وي.

*/*/*/*/

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران د اسلامي جمهوريت په باره کښې د فارس خليج د همکارۍ د شورا د ٤٤مې غونډې د وروستۍ بيانيې د ځينو بندونو په اړه خواشيني څرګنده کړه او هغه يې د نه منلو وړ او رد وبلل.

د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د غړیو هیوادونو مشرانو د قطر په پلازمینه دوحه کښې د خپلې ۴۴مې غونډې په پای کښې د آرش د ګازي میدان او سیمې د مسئلې، د درېو ایراني ټاپوګانود سوله ایزې ایټمي موضوع او د دفاعي په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت په خلاف خپلې دروغجنې ادعاوې تکرار کړې.

د ایران د خارجه وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» د ایران د اسلامي جمهوریت د په ثابتو او اصولي دریځونو باندې په ټینګار سره، د بوموسی، تنب کوچک او تنبِ بزرګ په نامو درې ګونې ایراني جزیرې، د ایران د خاورې ابدي او نه بیلیدونکې برخه وبلله او زیاته یې کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د دغو ټاپوګانو په هکله هر ډول ادعا په خپل قلمرو، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا کښې لاسوهنه ګڼي او په کلکه یې غندي.

د ایران د خارجه وزارت ویندوی وویل د ایران د اسلامی جمهوریت  توغندوی توان د شفافو پوځی اصولو او د مقاومت او د ملی امنیت د ساتلو په چوکاټ کښې دی او هغه څه چې د سیمې د امنیت لپاره اصلی خطر دی، په سیمه کښې د خارجی عناصرو فوځی شتون او د اسلامي هیوادونو او همداشان د شیمه ایز امنیت او ثبات لپاره د ناامنۍ او ګواښ د اصلي سرچینې په توګه صهیونیسټي رژیم دی.

کنعاني د ښه ګاونډیتوب، متقابل احترام او د یوبل په چارو کښې د نه لاسوهنې په چوکاټ کښې له ګاونډیانو سره د اړیکو د پياوړتیا په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي سیاست ته په اشارې سره، یوې امنې، ثبات لرونکې او مترقي سیمې ته د رسیدو لپاره د ایران په هوډ او ارادې ټینګار وکړ.

*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه