Dec 13, 2023 09:19 Asia/Kabul
  • د رڼا سرچینې

د قرآني آیتونو شانِ نزول-۵۷ د دروغجنو مدعیانو سزا

د تهران راډیو قدرمنو اوریدونکو د قرآني آیتونو د شانِ نزول په هکله (د رڼا سرچینې) نومې لړۍ له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یوو. په دې نننۍ لیکنه کښې د سوره انعام د ۹۳ آیت شانِ نزول جاجوو، هیله ده چې ښه ګټه ترې واخلئ

*/*/*/*/*

د اسلام د مبین دین په راتګ او د وحي په نازلیدو سره، د قرآن کریم د لیکلو ضرورت ورځ تر بلې ډیر احساسیده. په هم دې وجه هرکله به چې یو آیت نازلیده، پیغمبر اکرم به له مسلمانانو څخه سواد او تعلیم لرونکي کسان ورغوښتل چې هغه آیتِ شریف ولیکي. د مسلمانانو دغه ډله «کُتّاب وحی» نومول کیدل.

په وحي په مشهورو کاتبینو او لیکونکو کښې امیر المؤمنین  علي بن ابیطالب (ع) او له دوي وروسته په ترتیب سره اُبَیّ بن کَعب او زید بن ثابت دي. البته مورخانو د  سعد بن عبید، ابوالدرداء، معاذ بن جبل او د معاویه بن یزید په شان یو کس ته هم اشاره کړې ده. په دغو کسانو کښې ځیني په علم، ادبیات او په خطر وغیره کښې مشهور وو او ځینې نور بیا د هنر خاوندان وو. ځیني په ایمان او حکمت مشهور وو، ځینې بیا په ایمان باندې پابند پاتې شول او ځینې پاتې نه شول.  په دغو کښې ځیني کاتبین تش په ظاهره مسلمانان وو او ایمان یې زړه ته نه و کوز شوی.

معاویه بن ابي سفیان له دغه ډول کاتبینو و چې نه یوازې ترې رسو ل الله مبارک راضي نه و بلکې په خینو وجوهاتو یې ترې کرکه هم کوله. لکه څنګه چې امام باقر علیه السلام په یو حدیث کښې فرمايي: کله چې معاویه د رسول الله مبارک په شتون کښې په لیکلو بوخت و، پیغمبر اکرم په خپلې تورې او لاس سره د معاویه تشي او پهلو ته اشاره وکړه او ویې فرمایل: که څوک هغې زمانې ته ورسیږي چې دا کس د خلکو امیر او واکمن وي نو حق لري چې د هغه تشی په توره پرې کړي».

په دې وجه یوازې کاتبِ وحي کیدل، د خلکو د فضیلت نښه نه ګڼله کیږي. د دې په ترڅ کښې چې پیغمبر اکرم(ص) به قصداً او په ځانګړې توګه له دغو کسانو کار اخیسته ترڅو دښمنان پوه کړي چې د خدای تعالی کلام هر ځل بې له هیڅ ډول بدلونه عین اوّل کلام دی. او د قرآن کتابت که حضرت علي بن ابیطالب په غاړه واخلي او که یو بل کس، قرآن د خدای خبرې دي او هیڅ ډول تحریف په کښې نه شي کیدې.

یو بل کس چې کله کله به یې وحي لیکله، د «عبد الله بن سعدبن ابی سرح» په نوم یو کس و. عبدالله د مور له اړخه یماني او د پلار له خوا قیسي و. دغه وجه وه چې هغه د اصیلو قریشو نه ځانګړی و، داشان چې عبدالله به دهغوي په مینځ کښې د وړوکوالي او سپکاوي احساس کوه. د پیغمبر اکرم(ص) په بعثت سره عبدا الله هم له عثمان سره د خپلولۍ او هم د خپل سپکاوي د جبیره کولو لپاره مسلمان شو. د عبدالله بن ابی خط ډیر ښایسته و او په خوشطۍ مشهور و. په هم دې وجه کله به چې په رسول اکرم(ص) باندې وحي نازلیده او د وحي نور کاتبین به نه وو نو پیغمبر به دی ورباله او وحی به یې ورته تلاوتوله او ده به لیکله. خو عبدالله به په خپل ذاتي شیطنت سره کله کله «یا» په «تا» بدلوله، کله به یې د «سمیع بصیر» پر ځاې «سمیع علیم» او با به یې د «بما تعلمون خبیر» په ځاې «بما تعملون بصیر» لیکه. خو پیغمبر اکرم(ص) چې د کلماتو دغه بدلون ته یې پام و، فرمایل به یې: «هُوَ واحد، یعنې هغه (قرآن) یوازې په یوه بڼه دی. مطمئن اوسه قرآن به هم هغه شان لیکل کیږي چې زه یې املا کوم نه هغه شان چې ته یې بدلوې».

د رسول الله مبارک دغه خبره د سوره حجر د نهم آیت مطابق وه چې فرمايي: «إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّکْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ»؛ یقیناً چې قرآن مونږ خپله نازل کړی دی او بیشکه چې مونږ خپله یې ساتونکي یوو.

عبدالله چې اول یې په خدای تعالی باندې حقیقي ایمان نه درلود او په مسلمانانو کښې  یې هم د سترتوب او برترۍ احساس پیدا نه کړو نو مکې ته ستون شو او خپله بت پرستي یې څرګنده کړه.

«عبد الله بن سعدبن ابی سرح» له مرتد کیدو وروسته په مکه کښې ادعا وکړه: «ځیني آیتونه به ما محمد(ص) ته ډیکټې کول او هغه به ویل، هیڅ منعه نشته، همداشان چې ته واې، ویې لیکه».

خو لږه موده چې تیره شوه نو عبدالله بن ابی سرح په دې حد هم راضي نه شو او ادعا یې وکړه چې په ما هم وحي نازلیږي! دغه وخت د انعام د مبارکې سوري ۹۳ آیت نازل شو. خدای تعالی په دغه آیتِ شریف کښې فرمايي:

«او تر هغه چا زيات ظالم څوک دی چې په خدای پورې دروغ وتړي يا ووايي چې ماته وحي شوې ده او حال دا چې هيڅ وحي ورته نه ده شوې او چې وايي: ډېر زر به زه هم هاغه شان چې خدای نازل کړي دي نازل کړم او که ته هغه وخت ووينې کله چې ظالمان د مرګ په سختيو کښې پراته وي په داسې حال کښې چې پرښتو خپل لاسونه غځولې وي (او ورته وايي:) خپل روحونه مو راوباسئ؛ نن (د مرګ په ورځ يا د قيامت په ورځ) به تاسو ته د هغه څه په بدل کښې سپکوونکی عذاب درکړی شي چې د خدای په هکله به مو ناحقه وينا ويله او د خدای له آيتونو به مو سرغړونه کوله».

پیغمبر اکرم(ص) به په خپل حیرانونکي صبر او پوهې او په پراخ تندي او خوي او همداشان په عجیبه نرمۍ سره، له خپلو دښمنانو او مخالفانو سره چلند کوه. دوي د مکې د فتحې په ورځ خپلو ټولو دښمنانو ته عمومي بخښنه وکړه، حتی د ابوسفیان کور چې د دوي د دښمنانو  مشر او خونړی دښمن یې وه، د امن کور په توګه معرفي کړ.

دا په داسې حال کښې وو چې د عربو د رسم له مخې، دوي کوې شول چې خپل ټول دښمنان د جنګي غنیمت په توګه غلامان کړي او او هیڅ کومې عرب قبیلې پرې نیوکه نه شوه کولې ځکه چې د هغوي قانون او دود هم دغه و. خو پیغمبر اکرم(ص) د قدرت په اوج او د یو فاتح په مقام کښې، د ابوسفیان، د سید الشهدا حضرت حمزه د قاتل وحشي، مروان بن حکم او د عبدالله بن سعد بن سهل په شمول ټول وبخښل.

خو په دې مینځ کښې څو کسان مستثنی شول او د هغوي د وژلو حکم یې صادر کړ. هغوي د «نرم جنګ» د ډګر جنایتکاران وو چې د مسلمانانو ریښتونو اعتقاداتو ته به یې تاوان رسوه او په اسلامي ټولنه کښې د فتنې د رامینځته کیدو لامل ګرځیدل.

«عبد الله بن سعدبن ابی سرح» د شیطنتونو او بدخصلتیو په خاطر چې یوه یې د وحي د کتابت او لیکلو په کار کښې و، د پیغمبر اکرم د کرکې وړ و. رسول الله مبارک د مکې د فتح په ورځ امر وکړ چې عبدالله که د خانه کعبې په پردې پورې هم نښتی وي، ویې وژنئ. عبدالله د دې خبر په اوریدو سره د عثمان کور ته پناه یوړه. عثمان څه وخت پس هغه د رحمت پیغمبر ته بوتله او ورپاره یې امان وغوښته. د خدای ګران رسول(ص) څه وخت سر ښکته ونیوه او غلی پاتې شو او سر یې پورته نه کړ. عثمان دوباره له پيغمبر(ص) څخه غوښتنه وکړه. رسول الله مبارک بیا هم ځواب ور نه کړ. عثمان بیا هم خپله غوښتنه تکرار کړه تر دې چې پيغمبر په کرکې سره ومنله.

د اسلام ګرانقدره پیغمبر وفات شو او له هغوي وروسته اوبکر او عمر او بیا عثمان خلافت ته ورسیده. کله چې عمثان د مسلمانانو د خلافت مقام ترلاسه کړ نو خپل رضاعي(د شیدو) ورور عبد الله بن سعدبن ابی سرح یې د مصر والي کړ.

عبدالله به په بې شرمۍ سره په خلکو ظلم کوه. د مصر خلکو د هغه له بې حده ظلمونو، عثمان ته شکایت وکړ. خو عثمان ورته نه یوازې پاملرنه ونه کړه بلکې شکایت کونکي یې وځورول. د عبدالله د ظلم او ستم په دوام سره د خلکو شکایت او بلوا زور واخیسته او د مصر نه تقریباً اویا کسان په مدینې کښې عثمان ته ورغلل او د عبدالله بن ابی د څنګته کولو غوښتنه یې وکړه. خلیفه دا ځل په ظاهره د شکایت کونکو خبره ومنله او د هغوي له نمایندګانو یې پوښتنه وکړه: «د مصر د ولایت لپاره کوم کس وړ ګڼئ؟»

هغوي د محمد بن ابي بکر نوم واخیسته. عثمان هم د مصر د ګورنرۍ حکم د هغه لپاره ولیکه خو د یو پلان په جوړولو سره یې کوشش وکړ چې محمد او ټول شکایت کونکي په مصر کښې ووژل شي. له بلې خوا محمد بن ابي بکر او د هغه ملګرو په لاره کښې د عثمان غلام ولیده چې ډیر په چټکۍ سره د مصر په لور روان و. ډیر په ګرانه یې د هغه مخه ونیوله او له تلاشۍ وروسته یې له د هغه له کڅوړې څخه د خلیفه په مهر او لاسلیک سره یو لیک راوباسه. دغه لیک د عبد الله بن سعدبن ابی سرح په نامه و چې په کښې حکم ورکړی شوی و: د بلواؤ مشرانو ته متروکې ورکړه او سر او ږیرې یې وخرایه او زنداني يې کړه. او د ځینو نورو د پانسي کولو حکم یې ورکړی و.

محمد بن ابي بکر او د هغه نور مصري ملګري په قهر د خلیفه ماڼۍ ته ستانه شول. خو عثمان قسم وخوړه چې له داسې هیڅ لیک نه نه دی خبر. د مصر استازو په ځواب کښې وویل: دا لیک که تا لیکلی وي او که بل چا، ښودنه کوي چې ته د واکمنۍ وړتیا نه لرې.

خو عثمان بیا هم خلکو او په هغوي باندې کیدونکي ظلم ته بې پامي جاري وساتله تر دې چې بلآخره د توکمپالنې او د خپلوانو د خیال ساتنې له امله په یوې پراخې بلوا کښې ووژل شو.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی