دړنا سرچینې، ۶۷ د منافقانو تېرایستوونکی ظاهر
په دغه برخه کې غواړو تاسو ته د هود د مبارکې سورې د ۵ ایت د شان نزول په هکله معلومات درکړو
راځو د هود د مبارکې سورې د ۵ ایت شان نزول او ورسره اړوند حکایت ته، چي د ځینو منافقانو د تېرایستوونکی یا غلوونکی ظاهر په هکله دی،
ځینې منافقان په ظاهر کې دېر ښه ښکاري، یعني ظاهر یې غلوونکی دی،
له دې جملې څخه اخنیس بن شریق ته اشاره کولایشو، د هغه انسان دوستانه څېره دومره ښه ښکارېده، چي د هغه په ضد هر ډول خبرې او شکونه به یې له مینځه وړل، هغه ویل چي زه مسلمان یم لیکن ستاسو په څېر په خپل مسلماني باندې فخر نه کوم، له بې عقل او نادان کسانو سره، جنجال نه کوم، زما مستقیم صراط همهغه د حضرت محمد ص مستقیم صراط دی. هغه داسي ډېره ښه ښایسته څېره درلوده، د عربانو په وېنا، دومره ښه ښایست خدای پاک ورکړی وو، لکه سپوږمۍ، نو هغوی ویله چي سپوږمۍ دوه برخې شوې یوه یې په اسمان کې ده او بله همدغه اخنس دی.
اخنس هر چیرته چي به تلی، په ډېر ښه خندا او ښه ظاهر سره، څرګند به شو، له ځوانانو نیولې بیا تر سپین ږیرو او ماشومانو له ټولو سره، یې ناسته ولاړه درلوده، که یې خبرې کولې، نو د بې سواده خولې، له حیرانتیا څخه خلاصې پاته کېدلې، په خوږو خبرو به یې د خلګو زړونه جلبول. هغه د ناروغانو پوښتنې ته ورتلل او له بې وزلو سره یې مرستې کولې. اخنس له حد نه زیات د حضرت رسول اکرم ص سره یې د مینې اظهار کول او نورو ته یې ځان یې د حضرت پیغمبر ص نژدې ملګری معرفي کول. کله چي به چا سره مخامخ شو، سر به یې ځوړونده کړ، او ویل یې، استغفرالله، مونږ هم د خدای بنده یو!!! مګر داسي نه دی چي په قران کې له ټولو نه پرهېزناکه، له ټولو نه غوره انسان بلل شوی دی.
اخنس د حجرات د مبارکې سورې ۱۳ ایت ته یې اشاره کول، إِنَّ أَکْرَمَکُمْ عِنْدَ اللهِ أَتْقاکُمْ ...
اخنس بیا به ویل: ښکلي او بدرنګه ټوله د خدای بندګان دي، خواږه ژبي او ګونګي مونږ ټوله باید د خدای د پیغمبر خدمتګزار ووسو!!! هغه به په جومات او کلي کي په بار بار په زوره به ویل چي مادې په خدای قسم وي چي زه د محمد ص په خدای باندې زیات ایمان لرم او له خپل ځان، اولاد او شتمني څخه له محمد سره زیاته مینه کوم. هر کله چي به حضرت پیغمبر ص سره مخامخ شو، نو په موسکی به شو، خلګو به ویل چي اخنس څومره خوښ قسمته دی!! هم ښکلی دی، هم یې ژبه خوږه ده، او هم پرهیزناکه مسلمان دی!!!
«اَخْنَس بن شَریق بن عَمْرو ثَقَفی» د مکې شریفې له مشرانو او د بني زهرې په ټبر کې د زیات نفوذ خاوند وو، د پیغمبر ص بزرګواره مور، حضرت آمنه، هم له بنې زهرې څخه وه. اخنس له دې مخکې چي اسلام راوړي، له حضرت پیغمبر ص سره په دښمنۍ کې مشهور وو، هغه په پټه د حضرت پیغمبر ص قرائت ته کښېنستل او خوند یې ترې اخیستل لیکن د ځېل او دښمنۍ په خاطر اسلام نه راوړل.
د تاریخي سرچینو له مخې، اخنس، ابوسفیان او ابوجهل له یو بل نه په بې خبرۍ کې د شپې ناوخته له کوره وتل او د حضرت پیغمبر ص کورته نژدې پټېدل، څو د شپې د نفلونو پر مهال د پیغمبر مبارک ص تلاوت واوري، یوه ځلي چي درې واړه شپې مهال د پیغمبر مبارک ص تلاوت اورېدو ته وتلي وه، د راستنېدو پر مهال له یو بل سره مخامخ شول، او یو بل ته رسوا شول، نو هغوی یو بل ملامت کړ، او وویل چي که خلګ په دې باندې خبر شي، نو بیا به څه ووایي! په دا سبا شپه بیا درې واړه د پیغمبر ص د کور په شاوخوا کې پټ شول څو د قران تلاوت ته غوږ کښېږدوي، بیا سهار مال یو بل سره مخامخ شول، بیا یې همهغه خبرې تکرار کړې، چي دا به اخري ځل وي، نور به را نه شو، دریمه شپه بیا هغوی د پیغمبر مبارک ص د تلاوت د اورېدو لپاره ووتل، او د راستنېدو پر مهال له یو بل سره مخامخ شول، اوبیا یې له یوبل سره ژمنه وکړه چي دا کار به نور تکرار نه کړي.
د دریم ورځ سهار مال اخنس بن شریق په داسي حال کې چي په لاس کې یې لکړه نیولې وه، د ابوسفیان کور ته ورغی او ورته وویل: اې ابوحنظله!!! د محمد د تلاوت په هکله څه نظر لرې؟؟؟ هغه وویل: په خدای دې مې قسم وي داسي څیزونه مي واورېده چي پرې له مخکې پوهېدم او داسي څیزونه مي هم واورېده چي ورڅخه ناخبره وم او په مقصد یې نه پوهېدم. اخنس ورته وویل چي زهم داشان نظر لرم.
اخنس د ابوسفیان له کوره ووتی او د ابوجهل کور ته ورغی، ابوجهل د قریشو تر ټولو لوی سوداګر وو، ډېر چالاک او ډېر زړه ور هم وو، په دې خاطر خلګو ورباندې د ابوالحکم نوم اېښی وو، لیکن پیغمبر مبارک ص سره سخت دښمن وو، او په دې خاطر مسلمانانو د ابوالحکم پر ځای ورباندې د ابوجهل نوم اېښی وو. اخنس د ابوجهل کور ته ورغی او ورته وویل: یوازې یې؟؟ اې ابوالحکم ماته ووایه چي ایا محمد په خپل قول کې صادق دی او که دروغجن دی؟؟؟ ابوجهل ورته وویل: کادې په خدای قسم وي چي محمد صادق دی او هیڅکله یې دروغ نه دی ویلی!!! لیکن پوه شه چي مونږ د عبدمناف له اولادونو سره، په مقام او شرافت کې سیالي لرل، تر دې چي هغوی اوس وایي مونږ پیغمبر لرو او ورباندې له اسمانه وحی نازل شوی دی، په خدای دې مي قسم وي هیڅکله ایمان نه پرې راوړم او د هغه تصدیق نه کوم. د محمد د نبوت په منلو سره، د قریشو نورو ټبرونو څه پاتې کیږي؟؟؟ اخنس د دې خبرې په اورېدو سره، د ابوجهل له کوره ووتی.
مدینې ته د پیغمبر اکرم ص له هجرت وروسته، اخنس د مکې د خلګو په ملتیا، د بدر جنګ ته لاړل، لیکن کله چي د مکې سوداګریز کاروان خوشي شو، د هغه او ابوجهل تر مینځ اختلاف راغی، ابوجهل د جنګ غوښتنکی وو او ویل : په خدای باندې دې مې قسم وي، نه راستنیږو مګر دا چي د بدر له اوبو سره، درې ورځې پاتې نه شو، دا کار چي وکړو نو د عربو په زړونو کې به تل لپاره له مونږ څخه ویره پاته شي. لیکن اخنس د دغه شان جنګ سره مخالف وو، په دې خاطر د ابوجهل په ځواب کې وویل: تاسو د خپل سوداګریز کاروان د ژغورلو پسې راوتلي واست، نو اوس دا دی مالونه بچ شول. جنګ څه لپاره کوو، اخنس له دې خبرې وروسته د بني زهرې له ټبر سره یو ځای مکې ته راستون شو.
اخنس د هجرت تر اتم کال پورې د پیغمبر ص دښمن پاته شوی وو، تر دې چې د مکې له فتحې نه وروسته، تسلیم شو او د مسلمانانو په جرګه کې حاضر شو. په همدغه وخت کې د هوازن قبیله د یو شمېر نورو قبایلو سره په یو ځای کېدو سره، د پیغمبر ص په ضد د جنګ اعلان وکړ، پیغمبر مبارک ص د مدینې د مسلمانانو او د مکي د نویو مسلمان شویو په ملګرتیا د حنین جنګ ته ور ودانګل. اخنس هم په دغه جنګ کې له هغوی سره برخه واخیسته، البته اخنس چي نوی مسلمان شوی وو، د جنګ د پایلو د کتلو او د غنیمت د تر لاسه کولو په هدف سره، د اسلام له لښکر سره یو ځای شوی وو، خو سره له دې د حضرت محمد ص او د هغه د یارانو د ماتې د کتلو ارمان یې درلودل. په دې خاطر اکثره نوي مسلمان شوي کسان د جنګ میدان خالي کړ او تښتېدل. لیکن مسلمانان د متعال خدای په مدد سره، په جنګ کې بریالي شول او له دښمن څخه یې زیات غنیمت ونیول، پیغمبر ص هم د غنیمت د وېشلو پر مهال نویو مسلمانانو ته چي په زړونو کې یې شرک موجود وو، له نورو نه زیاتې برخې ورکولې، څو هغوی د خپلو قبایلو په وړاندې خوښ وي او د هغوی ملاتړ جلب شي، او زړونه یې نرم شي. اخنس هم د ابوسفیان او معاویه په شان په مؤلفة قلوبهم ډله کې وو، یعني هغه کسان چي زړونه یې جلب شوي وه.
یوه ورځ یې حضرت نبی اکرم ص ته خبر راوړ چي د یو شمېر بې ګناه مسلمانانو کروندې په اور کې سوځېدلي دي. ځینو کسانو، اخنس څو ځلې د یادو کروندو په چار چاپېر کې کتلی وو، لیکن هغوی دومره اخنس ته په ښه نظر کتل چي له سره یې شک نه پرې کول. سره له دې، یو شمېر د بصیرت خاوندانو اخنس تر نظر لاندې نیولي وه، له څه مودې نه وروسته، معلوم شو چي اخنس د مسلمانانو کروندو ته اور اچوي او د هغوی څاروي وژني. په دې توګه مسلمانانو د اخنس په بغض او کرکې باندې خبر شول. په حقیقت کې اخنس په ظاهر کې د ښه سلوک په غوره کولو سره، د هر ډول شک او شبهې امکان یې له مینځه وړي وه، او مسلمانان یې په خپل ښه ظاهر باندې تېر ایستلی وو، د هود د مبارکې سورې ۵ ایت، د اخنس او دنورو منافقانو اصلي څېره پیغمبر اکرم ص او مسلمانانو ته څرګنده کړه، په دغه ایت کې متعال خدای فرمایي: أَلا إِنَّهُمْ یثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِیسْتَخْفُوا مِنْهُ أَلا حینَ یسْتَغْشُونَ ثِیابَهُمْ یعْلَمُ ما یسِرُّونَ وَ ما یعْلِنُونَ إِنَّهُ عَلیمٌ بِذاتِ الصُّدُورِ:
خبردار شئ! کله چي پیغمبر خلګو ته قران تلاوت کوي خپلې سینې شاته کوي او سرونه ټیټوي څو ځانونه پټ کړي له دې چي قران یې اورېدلی دی او الهي حجتونه یې تر لاسه کړي دی باید پوه شي چي خدای حتی هغه مهال چی هغوی د خوب جامې په سر اچوي، له هغه څه چي پټوي او له هغه څه چي څرګندوي یې، خبر دی ځکه چي هغه د زړونو په پټو خبرو ښه پوه دی.