Jan 06, 2024 11:04 Asia/Kabul
  • ایران په تیره اونۍ کښې

د ایران د تیرې اونۍ د پيښو او حالاتو د څیړنې اونیزه لیکنه

د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامه اي تیره یکشنبه د سردار سلیماني د شهادت د څلورمې کلیزې په درشل کښې، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د غزې درې میاشتی مقاومت د مقاومت د جبهې د شتون په وجه دی، وویل: شهید سلیماني د مقاومت د جبهې د راژوندې کولو لپاره ډیره هڅه وکړه او دا کار یې په هم هغه اخلاص او تدبیر او عقل او اخلاقو سره مخته بوتله.

دوي همداشان ټینګار وکړ: د مقاومت د جبهې د پیاوړتیا لیکه باید هم دغه شان دوام ولري.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر همداشان د تیرې اوۍ په سه شنبې د اهل بیتو علیه السلام له زرګونو مداحانو او آییني شاعرانو سره په کته کښې، په نرم قدرت باندې د ایران د اسلامي جمهوریت تکیه، په وروستیو ۴۵ کلونو کښې د هیواد اصلي سټراټیجي وبلله او ویې ویل: د هیواد د اړتیا مطابق او د دښمنانو د توانمنیو په وړاندې د اغیزناکو پرمختللو وسلو په لرلو باور لرو خو ژور اعتقاد مو دا دی چې نرم قدرت یعنې فکري، ژبنۍ او عقلي وسلې لااغیزناکې او پياوړې دي او باید چې لا پراخې شي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي د غزې بدلوونو ته په اشارې سره هم څرګنده کړه: د غزې خلک نن سبا نه یوازې د صهیونیسټي رژیم په وړاندې بلکې د کفر او طاغوت د دنیا او د استکبار او امریکې په وړاندې ولاړ دي او دا چې د امریکې ولسمشر په زغرده وايي، زه صهیونیسټ یهم، یعنې د صهیونیسټانو هم دغه خباثت او پلید اهداف په هغه کښې هم موجود دي.                             */*/*/*

د تیرې چارشنبې په مازیګر د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني د تلین په دستورو کښې، د کرمان د ګلزارِ شهدا په لور تلونکې لارې باندې د زیارتوالو په میځ کښې دوه ترهګرې چاودنې وشوې چې له امله یې ۹۰ تنه شهیدان او ۲۸۰ کسان زخمي شول.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت ا.... العظمی سید علي خامنه اي د شهید سلیماني د مزار د یوه ډله زیارتوالو له شهادت وروسته ټینګار وکړ: جنایتکاران دې پوه شي چې د سلماني د لارې سرتیري به د هغوي رذالت او جنایت وه زغمي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رییسي هم په یو پيغام کښې د کرمان په ګلزار شهدا کښې د ترهګر جنایت په غندلو سره، دا کار د ایران د دښمنانو او د ټرور او تیارو د مزردورانو جنایت وباله او د دې پيښې زخمیانو ته په رسیدګۍ د چارواکو په موظف کولو سره یې، د دغه ړانده او بزدلاه اقدام د آمرانو او عاملانو په چټک تعقیب او معلومولو ټینګار وکړ.

د ایران د اطلاعاتو وزیر هم د تیرې جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼې کښې د ایران په شپږو ولایتونو کښې د کرمان د ترهګر جنایت د ۱۲ عواملو د نیولو خبر ورکړ.

داعش ترهګرې ډلې د یوې بیانیې په صادرولو سره د دغه جنایت پړه ومنله او مدعي شوه چې د عمر الموحد او سیف ا... مجاهد په نومونو یې دوه غړي په کرمان کښې د شوې ترهګرې حملې عاملان وو.    

    */*/*/*/*/*/*/

په کرمان کښې د چهار شنبې د ورځې ترهګره حمله د نړیوالو سازمانونو او د مختلفو هیوادونو له غبرګون سره مخامخ شوې ده.

په دې لړ کښې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش په یوه بیانیه کښې، د کرمان د ترهګرې حملې په غندلو سره، د دغه برید د عاملانو د ځواب غوښتونکی شو او له غم ځبلو کورنیو او د ایرا له ولس او حکومت سره یې خپله ژوره خواخوږي اعلان کړه.

د روسیې ولسمشر «ولادیمیر پوتین» هم د چارشنبې په ماښام معظم رهبر او د ولسمشر رییسي ته په یو پيغام کښې د کرمان د ترهګرې چاودې تسلیت وایه او هغه یې «بوږنونکی»، ظالمانه او بې پروا» وباله او زیاته یې کړه: روسیه ترهګري د هغې په ټولو ډولونو کښې غندي او له شرارت سره په بې امانه مبارزې ژمن دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼې کښې وویل: چین له دې ترهګرې حملې څخه چې په کرمان ولایت کښې وشوه او درنه مرګ ژوبله یې واړوله، شاک شوی دی. چین د ترهګرۍ د ټولو شکلونو مخالف دی او ترهګر بریدونه په کلکه غندي او په ایران کښې د ملي امنیت او ثبات د ساتنې لپاره د دغه هیواد له هلوځلو ملاتړ کوي.

له بلې خوا د چین ولسمشر شي جین پینګ هم تیره پنجشبه خپل ایراني همرتبه ته په یو پیغام کښې، د کرمان ترهګره حمله وغندله او د خپل ملي امنیت د ساتنې لپاهر یې د ایران په هلوځلو ټینګار وکړ.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست سروس هم وویل: اروپايي اتحادیه د ایران په کرمان ښار کښې بمي چاودنه په سختو ټکو غندي او د ایران له خلکو سره خپل پیوستون څرګندوي. دا ترهګر اقدام د ملکي وګړو د حیرانونکې مرګ ژوبلې سبب شوی دی. زمونږ زړوه اوس له قربانیانو او د هغوي له کورنیو سره دي. د دې حملې ترسره کونکي باید ځواب ورکړي».

د نړۍ اسلامي هیوادونو او د فارس خلیج په غاړه د ایران ګاونډیانو هم دغه ترهګر اقدام ته غبرګون ښودلی دی.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر د دغه ترهګر اقدام په غندلو سره وویل: «د تشدد، ترهګرۍ او جنایتکارانه اقدماتو که هغه په هر دلیل وي، په رد کښې یې په خپل دریځ باندې ټیګار کوو.

له بلې خوا د قطر امیر هم په دې لړ کښې د ایران له ولسمشر آیت‌ا... سید ابراهیم رئیسي سره ټیلیفوني خبرې اترې وکړې.

د سوریې ولسمشر بیا د کرمان د ترهګرې ډلې په غبرګون کښې ټینګار وکړ چې دغه بریدونه چې ملکي وګړي په نښه کوي، د ترګرو او د هغوي د ملاتړو د عاجزۍ د اندازې نښه ده.

د عمان د بهرنیو چارو وزارت هم په تسلیت ویلو سره، د هر ډول تشدد او ترهګرۍ په غندنه کښې د عمان په ثابت دریځ باندې ټینګار وکړ.

همداشان سعودي عربستان دغې ترهګرې حملې ته غبرګون ښودلی او د بهرنیو چارو وزارت یې په یوه خبرپاڼه کښې، د کرمان ترهګر عملیات وغندل او ویې ویل: په دې دردوونکې پیښې کښې یره ایران سره خپل پیوستون او خالصانه غمرازي او تسلیت اعلانوو او د زخمیانو لپاره د عاجلې شفا آرزو لرو».

کویت، بحرین، متحده عرب امارات، اردن او لبنان هم په کرما کښې د ترهګرو چاودنو غندنه کړې ده.

*/*/*/*/*

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د حماس د مرستیال مشر او د القسام کنډکونو د دوو قومندانانو له ټرور وروسته، په نورو هیوادونو کښې د صهیونیسټي رژیم د وژلو د مشین شرارتي فعالیت، د سیمې د امنیت او صلحې لپاره د خطر او خبرداري یوه ټلۍ وبلله.

د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ(حماس) تیره چارشنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولوسره، د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټانو په ډرون حمله کښې د دغه غورځنګ د سیاسي دفتر د مرستیال مشر صالح العاروري او د القسامد دوو قومندانانو شهادت تایید کړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل: دا ډول بزدلانه ترهګر عملیات ثابتوي چې صهیونیسټي رژیم په غزې او لویدیځې غاړې کښې د څو اونیو له جنګي جنایت او نسل وژنې او ویجاړیو وروسته او د امریکې له نیغ په نیغه ملاتړ سره سره، خپل هیڅ کوم هدف ته نه دی رسیدلی.

*/*/*/*/

ترجمه: عبدالماجد درانی

 

 

 

 

 

 

ټیګونه