ایرانی اتل ( د سردار سلیماني د شهادت د تلین ځانګړی پروګرام)
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i169022-ایرانی_اتل_(_د_سردار_سلیماني_د_شهادت_د_تلین_ځانګړی_پروګرام)
د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایراني اتل ( د سردار سلیماني د شهادت د تلین ځانګړي پروګرام) سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.
(last modified 2025-12-31T03:52:31+00:00 )
Dec 30, 2025 10:22 Asia/Kabul
  • ایرانی اتل ( د سردار سلیماني د شهادت د تلین ځانګړی پروګرام)

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې د ایراني اتل ( د سردار سلیماني د شهادت د تلین ځانګړي پروګرام) سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

سږکال د قاسم سلیماني د شهادت تلین د رجب له ۱۳ مې، د امیرالمؤمنین امام علي علیه‌السلام د زوکړې له ورځې سره برابره شوې ده؛ هماغه څوک چې خاتم پېغمبر (صلی‌الله‌علیه‌وآله‌وسلم) هغه خپل ورور وباله او بیا یې وفرمایل: «اَنا و علیٌّ اَبَوا هذِهِ الاُمَّه؛ زه او علي د دې امت پلرونه یو».  

ایرانیانو دا ورځ د «پلار» د مقام د درناوي لپاره ځانګړې کړې ده. قاسم سلیماني هم یو پلار وو، خو نه یوازې د خپلو اولادونو پلار؛ بلکې د هر هغه مظلوم لپاره چې د ده فریاد به یې اورېده، د پلار په شان ولاړ وو. هغه ځان د امام خامنه‌یي سرتېری باله او دا پلارانه چلند یې له هغه زده کړی وو. سلیماني د خلکو د چارو د سمون لپاره په ډېرې خواخوږۍ هڅه کوله او دا هغه ځانګړنه وه چې ټولو خلکو نوموړی یې له ماشومتوبه په دې ځانګړنې سره پېژنده.

قاسم سلیماني د قَنات‌مَلِک له کلي راپاڅېده؛ د یوې مالدارې کورنۍ له منځه، چې ژوند یې د فصلونو او کډه کېدو ترمنځ په سختۍ تېرېده. هغه د کم عمر باوجود، له درس او ښوونځي سره یو ځای په کرونده کې هم کار کاوه. هغه کلونه، ژوند د ډېرو خلکو لپاره سخت وو؛ د غنمو ډوډۍ ډېره کمه وه او خلکو به د وربشو او ایږدن (ارزن) ډوډۍ خوړله. داسې فصلونه هم راتلل چې د کورنیو خوراک یوازې د موټرو سبزي وه.

په هماغو کلونو کې، کله چې واورېدل پلار یې د کلیوالي تعاوني بانک پوروړی دی او د بندي کېدو احتمال لري، پرېکړه یې وکړه چې یو کار وکړي. هغه ۱۳ کلن وو چې کرمان ته ولاړ څو کارګري وکړي او د پلار پور ادا کړي. خو د ده وړوکی وجود د دې لامل کېده چې څوک ورته کار ورنه کړي. له څو ورځو هڅو وروسته، بالاخره د یوې نیمه‌جوړې ودانۍ کارګر شو.

څو میاشتې وروسته، په یوه هوټل کې بوخت شو. پنځه میاشتې یې کار وکړ او ټول معاش یې، چې زر تومانه وو، پلار ته واستاوه. هغه د خپل پلار لپاره هم د پلار رول ولوباوه.

د هغه ورور، سهراب سلیماني هم له کورنۍ سره د قاسم د نږدې اړیکې کیسه کوي؛ دا چې د کار لپاره د جبري کډوالۍ باوجود، هر کله چې به یې فرصت پیدا کاوه، د کورنۍ لیدو ته به راتلو. سهراب له کورنۍ سره د قاسم د مینې په اړه وایي:

«له دومره بوختیا سره سره، هر کله به یې چې وخت پیدا کړ، پلار او مور خوا ته به ورغی. د پلار لاس او د مور پښې به یې ښکلولې. ویل به یې: د هغوی دعا زما روزي ته برکت ورکوي».

د سلیماني بله ځانګړنه د هغه زړورتیا وه، چې په خپلو شخصي خاطرو کې یې خپله هم ورته اشاره کړې ده. هغه لیکي:

«لس کلن وم. اوړی وو او د رېبلو موسم. پلار مې یو ډېر خطرناک نر غويی درلود، چې ټول خلک د هغه له ښکر وهلو وېرېدل.

خو زه پرې سپور شوم او ۱۵ کیلومتره د خپل عمه تر کوره ولاړم.

غويي اطاعت نه کاوه؛ په سر به یې زما په پښو باندې وهلې.

خو زه، یوازې، د دښتې په لاره روان وم».

هغه پخپله ټینګار کوي چې:  

«له ماشومتوبه، ویرې زما لپاره رنګ بایللی وو».

د ۱۳۹۸ لمریز کال د مرغومي د میاشتې دیارلسمه، سهار مهال (د ۲۰۲۰ کال د جنوري په ۳یمه)؛ هوا د ژمي بوی ورکاوه. د بغداد نړیوال هوايي ډګر، د هرې شپې په څېر، له تګ راتګه ډک وو؛ الوتکې کښېناستې او پورته کېدې، ټکسي ګانې د ښار په لور په تګ راتګ کې وو او د ډېرو خلکو لپاره دا شپه یوه عادي شپه ښکارېده.  

خو د دې ظاهري ارامښت تر شا، بله کیسه روانه وه. قاسم سلیماني، چې کلونه یې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس ځواک مشري کړې وه، د عراق د حکومت په رسمي بلنه بغداد ته داخل شو. هغه له دمشق څخه عراق ته روان شوی وو؛ هغه لاره چې د داعش پر ضد د جګړو په کلونو کې ورته ډېره اشنا وه.

بل لوري ته، د هغه کوربه، ابو مهدي المهندس، د عراق د حشدالشعبي له لوړپوړو قومندانانو، د کتائب حزب‌الله مشر او د عراق په امنیتي معادلاتو کې یو اغېزناک شخصیت، د هغه د هرکلي لپاره چمتو وو. هغه سړی چې د داعش پر وړاندې جګړو کې یې د عراقي ځواکونو او سیمه‌ییزو متحدانو تر څنګ مهم رول لوبولی وو.

الوتکه د بغداد په هوايي ډګر کې کېناسته. د ډېرو حاضرینو لپاره دا یوه عادي ناسته وه؛ خو د امریکایي ځواکونو لپاره دا د یوه عملیاتو پیل وو؛ د یوه لوی ترور لپاره پټ عملیات.

سلیماني او ملګري یې، له الوتکې څخه له کښته کېدو وروسته، په هغو موټرو کې سپاره شول چې د هوايي ډګر له محوطې څخه یې ایستل. په همدې وخت کې، د اسمان په بل لوري کې، امریکایي بې‌پیلوټه الوتکو، د دې الوتکې د ناستې له دقیق وخت خبرتیا لرله او د کاروان حرکت یې تر څار لاندې نیولی وو.

څو دقیقې وروسته، د هوايي ډګر د وتلو پر سړک، د توغندیو ډزو د بغداد د نیمې شپې چوپتیا ماته کړه. موټرونو اور واخیست او په ډېر لنډ وخت کې د یوې سترې چاودنې خبر خوله په خوله شو.

څو شېبې لا نه وې تېرې شوې چې رسنیو، لومړی غیر رسمي، او بیا د بېلابېلو سرچینو په حواله، راپور ورکړ چې د دې برید هدف د قاسم سلیماني او ابو مهدي المهندس کاروان وو.

څو ساعته وروسته، د امریکا دفاع وزارت په رسمي ډول اعلان وکړ چې دا برید د هغه وخت د امریکا د ولسمشر په مستقیم امر ترسره شوی؛ داسې اقدام چې له هماغه لومړیو ساعتونو په تر ټولو روښانه کلمه، یعنې «ترور»، یاد شو.

له هماغې شېبې وروسته، دا پېښه نور یوازې یوه «پوځي حادثه» نه وه؛ بلکې د ایران پر ملي حاکمیت مستقیم برید او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وه. په عراق کې هم د «ملي حاکمیت» او «د بهرنیو ځواکونو د رول» بحثونه بېرته د سیاست سر ته راوګرځېدل، او په نړیواله کچه شنونکو یوه پوښتنه تکراروله چې: دا برید به سیمه کوم لوري ته بوځي؟

د هماغې ورځې سهار، امریکایانو فکر کاوه چې یو بریالی ترور یې ترسره کړی او په دې سره به په سیمه کې د ایران رول کم کړي، خو وروسته ورځې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو پراخ حضور، ټول معادلات بدل کړل. په لویو او وړو ښارونو کې، له کرمانه تر تهرانه، له مشهده تر اهوازه، د جنازې او ویر ډېر ستر مراسم ترسره شول. دا غبرګون یوازې ایران پورې محدود نه وو؛ بلکې د عراق، سوریې، لبنان، هند، پاکستان او حتی د ځینو اروپایي هېوادونو خلکو هم داسې ولسي غبرګون وښود.

په ایران کې د شهیدانو د جنازې د خلکو د ګڼې ګوڼې انځورونه، د تلویزیون پر پردو او ټولنیزو شبکو خپاره شول. خبري آژانسونو ولیکل چې د امام خمیني (ره) له جنازې وروسته، په نړۍ کې داسې ستر د ویر مراسم نه وو لیدل شوي. د ایران د ټولنې د یوې لویې برخې او د سیمې د خلکو لپاره، سلیماني د مقاومت بېلګه وه؛ هغه څوک چې په سوریه، عراق او د سیمې په نورو برخو کې یې حضور، د خلکو لپاره د سولې او ارامۍ هیله وه.

د سلیماني او د هغه د ملګرو لپاره د خلکو د ویر مراسم، یوازې مذهبي یا ملي مراسم نه وو؛ بلکې د احساساتو، هویت او سیمه‌ییز یووالي یوه ګډه ننداره وه، چې ښودل یې خلک امنیت او ارامي په څه کې ویني.

ډېرو ایراني، عراقي، لبناني او نورو کاروونکو په ټولنیزو شبکو کې، د بېلابېلو هشتګونو او انځورونو له لارې د سلیماني یادونه وکړه او هغه یې «اتل» او یا «د داعش پر وړاندې د سیمې د خلکو مدافع» وباله.

په همدې فضا کې، ورو ورو یو بل مفهوم هم راڅرګند شو؛ داسې مفهوم چې له فردي کچې پورته ولاړ او د چلندونو، باورونو او د ژوند د سبک یوه مجموعه یې د «سلیماني مکتب» په نوم یاده کړه.

دا اصطلاح ورو ورو له یوه احساسي تعبیر څخه واوښته او په یوه پراخ سیاسي ـ کلتوري دیالوګ بدله شوه.

«د سلیماني مکتب» یوازې د یوه پوځي کارنامې مانا نه لري؛ بلکې هغه معنویت دی چې د ایران د اسلامي انقلاب له آرمانونو سره وفاداري پکې شامله ده. دا مکتب سیمې او د مقاومت محور ته له ملي پولې هاخوا نظر لري، پر ساده ژوند، له اقتصادي او تشریفاتي امتیازاتو لرې پاتې کېدو او د «لومړنۍ کرښې» لپاره د عملي چمتووالي ټینګار کوي.

په دې مکتب کې، سلیماني یوازې د جګړې په میدان کې یو قومندان نه دی، بلکې د «څو اړخیزه انسان» د بېلګې په توګه معرفي کېږي؛ داسې انسان چې هم په پوځي ډګر کې فعال دی، هم د سیمې په سیاست کې رول لري، هم له جګړې ځپلو کورنیو سره ژوره عاطفي اړیکه ساتي، او له دې ټولو سربېره، په ټولنیزو بحرانونو کې هم اغېزناک حضور لري.

«د سلیماني مکتب» د داسې یوې «ژمنې» بلنه ده چې له جغرافیایي پولو هاخوا دی؛ داسې ژمنه چې ځان د هغو ډلو او ټولنو په دفاع کې تعریفوي چې ځانونه د جګړې، اشغال یا تبعیض تر فشار لاندې احساسوي.

قاسم سلیماني په یوه لیک کې خپلې لور ته دا ژمنه په خپلو ټکو کې بیان کړې او لیکلي یې دي:

«زه ځان د هر هغه مسلمان د کور مخې ته ولاړ سرتېری ګڼم، چې له خطر سره مخ وي، او غواړم خدای راته دا توان راکړي چې وکولای شم د نړۍ د ټولو مظلومانو دفاع وکړم. زه چمتو یم خپل ژوند ورکړم؛ نه یوازې د ګران اسلام لپاره چې زما ژوند د هغه وړتیا نه لري؛ نه یوازې د مظلوم شیعه لپاره چې زه تر هغه هم کم یم؛ بلکې د هغه وېرېدلي، بې‌پناه ماشوم لپاره چې هېڅ پناه نه لري. د هغې مور لپاره چې خپل ماشوم یې په سینه پورې نیولی او له وېرې ډکه ده، او د هغه کډوال لپاره چې په تېښته او تعقیب کې دی او د وینې نښه تر شا پرېږدي؛ زه جګړه کوم».  

د سلیماني په مکتب کې ډېر ایراني اتلان وروزل شول چې موږ د هغوی ډېری کسان نه پېژنو. له هغوی څخه یو هم شهید تهراني مقدم وو، چې د خپلې هڅې، استقامت او علم له لارې یې ایران د هوافضا د علم تر پولو ورساوه. محسن فخري‌زاده، سردار حسین سلامي، امیر علي حاجي‌زاده، حسین باقري او نور ټول د همدې لویو ایراني اتلانو له ډلې وو. که څه هم په هغه ۱۲ ورځنۍ جګړه کې چې صهیونیسټي رژیم پر ایران تحمیل کړه، موږ د دوی یو شمېر له لاسه ورکړل؛ خو د سلیماني مکتب لا هم ډېر زده‌کړه‌یال لري، چې ښايي له دې وروسته به هغوی نور هم وپېژنو.

ژباړه: زماني