Jan 09, 2024 13:00 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې د پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

له معمول سره سم به لومړی د ایران، وروسته به د افغانستان او که وخت وو بهرنۍ ورځپانو ته به هم کتنه وکړو.

په پیل کې د ایران اړوند ورځپاڼې:

کیهان ورځپاڼه:

داعش په غزه کې د صهیونیسټانو په څېر، بې ګناه ښځې او ماشومان موخه ګرځوي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر څرګنده کړه: دغه تکفیري ډله چې د امریکا او صهیونیسټي رژیم لخوا رامنځته شوې، په غزه کې د صهیونیسټانو په شان د بې ګناه ښځو او ماشومانو د وژلو په لټه کې ده.

په همدې حال کې، آیت الله رئیسي د تاجکستان د ملي شورا له مشر«رستم امامعلي» سره په کتنې کې، په تېرو دوو کلونو کې د تهران او دوشنبې د اړیکو پراختیا ګټوره وبلله او د دې په بیان سره چې د پارلماني ملګرتیاوو پراختیا مهمه او د سیاسي او اقتصادي همکاریو ملاتړې ده، د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري اړیکو پر پراختیا یې هم ټینګار وکړ.

هغوی همداراز، له ترهګرۍ، سازمان شویو جرمونو او نشه یی توکو سره مبارزه، د ایران او تاجکستان د همکارۍ له اړتیاو څخه یاده کړه او د افغانستان د ګاونډیانو په توګه، د دواړو هېوادونو ګډو مسایلو ته په اشارې سره،په ​​سیمه کې د داعش ​​په ګډون له ترهګرو ډلو سره د ټولو هېوادونو پر فعالې مقابلې ټینګار وکړ او وویل: دغه تکفیري ډله چې د امریکا او صهیونیسټي رژیم له خوا رامنځته شوې، په غزه کې د صهیونیسټانو په شان د بې ګناه ښځو او ماشومانو د وژلو هڅه کوي.

د تاجکستان د ملي شورا مشر هم په تېرو دوو کلونو کې د ایران او تاجکستان ترمنځ د سوداګرۍ د کچې پرلپسې زیاتوالي ته په اشارې سره، په سیمه کې ناامني د دواړو هېوادونو ګډه اندېښنه او د سوداګریزو همکاریو لپاره خطرناک عامل وباله.

رستم امامعلي هم په دغه کتنه کې د فلسطین د خپلواکه دولت له جوړېدو څخه د خپل هېواد ملاتړ اعلان کړ او په غزه کې یې د څه دپاسه ۲۲ زره فلسطینیانو په شهادت سره، د صهیونیسټانو جنایت وغانده.

ابرار ورځپاڼه:

د لبنان حزب الله: د مرون برید د العاروري د وژنې لومړنی غبرګون وو/ نوي بریدونه په لاره کې دي

په لبنان کې د حزب الله د اجرایي شورا مشر په خپلو خبرو کې وویل، چې په مرون کې برید، د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د مرستیال صالح العاروري د وژنې پر وړاندې د خپل هېواد د مقاومت لومړنۍ غبرګون دی، او د صهیونیسټي رژیم پر مرکزونوله نویو بریدونو خبر ورکړ.

د لبنان د حزب الله د اجراییه شورا مشر سید هاشم صفي الدین وویل: د مرون هوایي اډې په نښه کول، څو پیغامونه لري؛ لومړی دا چې، دا اډه د دښمن جنګیالیو د لارښوونې لپاره یو ځای وو او د اسرائیلو هوایي ځواک لپاره د رادار او ملاتړ سیسټم سره سمبال شوی، چې د بیروت جنوب یې په نښه کړی وو.

د لبنان د اسلامي مقاومت مبارزینو د شنبې په ورځ د بیروت په سویل کې د حماس د سیاسي دفتر د مرستیال صالح العاروري د وژل کېدو په اړه په لومړي غبرګون کې، د مرون هوایي کنټرولي اډې باندې 62 راکټونه وتوغول.

د لبنان د حزب الله په بیانیه کې ویل شوي چې د مرون اډه د اشغال شوي فلسطیني سیمو په شمال کې یواځینۍ د مدیریت، څارنې او کنټرول مرکز دی، چې د هغې لپاره هېڅ بدیل نشته.

دالعهد دخبر له مخې، صفي الدین وویل: د مرون اډې په نښه کول، د نیواکګر رژیم د هوایي ځواک د په نښه کولو په شان دي، چې د بیروت په سویلي سیمه یې په نښه کړې وه او دا دښمن ته مستقیم پیغام دی.

د افغانستان اړوند ورځپاڼې

هېواد ورځپاڼه:

د افغان ـ ايران د ګډو کمېټو غونډې ګټورې دي

د افغانستان او ايران ترمنځ د ټاکل شويو کمېټو په لومړۍ ناسته کې دواړو لورو د سوداګرۍ او ټرانزيټ پر زياتوالي هوکړې کړې دي.

دغه ناسته کې د ايران او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو او ټرانزيټي اړيکو د پراختيا ترڅنګ، دې برخه کې د شته ستونزو پر هواري هم خبرې شوې دي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، چې ياده ناسته ايران ته د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د سفر پرمهال د شويو هوکړو د پلې کولو په موخه جوړه شوې وه.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر څه موده وړاندې ايران ته په يوه رسمي سفر تللی وو او هلته يې د ياد هېواد له چارواکو سره په ځينو برخو کې هوکړې لاسليک کړې وې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند اخند‌زاده عبدالسلام جواد ويلي ، چې دې ناسته کې د اسلام‌کلا، نيمروز او ابونصر فراهي او د ايران د درېیوو ګمرکونو د کاري ساعتونو د غځېدو په اړه هم هوکړې شوې دي.

افغان او ايراني لورو هوکړه کړې ، چې د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد په موخه به په ورځنۍ کچه د باروړونکو موټرو شمېر له ۵۵۰ څخه ۱۲۰۰ ته لوړ شي.

بله‌خوا د اقتصادي چارو کارپوهان وايي ، چې د ورته ناستو جوړېدل به د دواړو لورو د سوداګرو د شته ستونزو او ننګونو د هواري برخه کې ګټورې تمامې شي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو په وينا، تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې افغانستان ايران ته د ۲۵ ميليونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړې دي.

په صادرو شويو توکو کې پنبه، زيره، انرژي او نور سوداګريز توکي شامل دي، چې له ايرانه بيا د۱۷۱۴ ميليونه ډالرو په ارزښت د سون، اومو توکو او نور توکي هېواد ته راوارد شوې دي.

مسیر ورځپاڼه:

پاسپورټ ریاست: په افلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلېږي

د افغانستان د پاسپورټ عمومي ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې په سپينو عریضو یا افلاین بڼه د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیلېږي.

د پاسپورټ عمومي ریاست پر اېکس پاڼه په یوه خپره شوې ویډيو کې، د یاد ریاست مشر ویلي، چې دوی به په افلاین بڼه د پاسپورټ د وېش دغه لړۍ  د روانې مرغومې میاشتې په ۲۰ مه نېټه د چهارشنبې په ورځ پیل کړي. په دغه خپره شوې ويډيو کې دغه راز ویل شوي، چې تر دې وړاندې په آنلاین بڼه کې ځینې ستونزې وې او هغو کسانو چې پاسپورټ ته یې اړتیا درلوده، وار ورته نه‌ رسېده، نو ځکه یې غوره بللې چې دا پرېکړه وکړي.

په دې ویډيو کې دا هم ویل شوي، چې دا بهیر یوازې په کابل کې پیلېږي او په خبره یې که چېرته یې پایله سمه وه؛ نو بیا به یې په ولایتونو کې هم پیل کړي.

شریعت ورځپاڼه:

ملا محمد حسن اخوند: د ګاونډیانو ترمنځ سوداګري باید د سیاست قـرباني نه شـي

د افغانستان د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ګاونډي هېواد پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن او مل پلاوي سره په لیدنه کې د پاکستاني علماوو له پلاوي سره پر بېلا بېلو موضوعاتو خبرې کړي دي.

نوموړي ویلي؛ افغانستان او پاکستان دوه داسې هېوادونو دي، چې په بېلا بېلو برخو کې ګڼ مشترکات لري، دغه ولسونه یو له بله بیلتون نه لري، شاید د حکومتونو تر منځ په مناسباتو کې ستونزې پیښې شي، خو ولسونه او علماء کرام د ګډو ارزښتونو له امله، یو له بله نه شي بېلیدای.

رئیس الوزرا زیاته کړې، افغانستان د پاکستان په ګډون، هېڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پیښولو او ستونزو جوړولو نه اراده لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي، چې زموږ له خاورې نور تهدید کړي.

ملا محمد حسن اخوند د دواړو هېوادونو تر منځ د ستونزو په هواري او د سو تفاهماتو له منځه وړلو کې د علماء کرامو رول مهم او مثبت بللی.

دغه راز یادونه یې کړې، چې پاکستاني چارواکي د افغان کډوالو پر وړاندې له ظالمانه رویې باید لاس واخلي، ځکه دغه ډول چلند ستونزې نه حل کوي، بلکې یوازې مخالفتونه او بدبینۍ زیاتوي.

په دې لیدنه کې ټینګار شوې، چې دواړه هېوادونه باید د ټولو ستونزو د حل لپاره په ګډه لارې چارې ولټوي او له داسې اقداماتو باید ډډه وشي چې د ستونزو د ډیریدو سبب ګرځي.

بهرنۍ ورځپاڼې:

فوربس مجله:

محبوبه سراج ولې د نوبل جایزې ګټلو ته لېواله نه وه؟

فوربس مجلې د ښځو د حقونو د یوې افغان فعالې محبوبې سراج په اړه باندې یوه مقاله خپره کړې.

په دې مقاله کې د طالبانو په اړه د محبوبې سراج د درېځ په خاطر پر هغې د ځینو نیوکو یادونه شوې ده.

په دې مقاله کې راغلي، کله چې محبوبه سراج په فنلنډ کې د جنسیت د برابرۍ په برخه کې یوه نړیواله جایزه وګټله، هغه پوهېدله چې د هغې دا بریا به په افغانستان کې ځینې ناندرۍ ورته راپورته کړي.

محبوبې سراج ژمنه کړې چې د فنلنډ له خوا دا نغدي جایزه چې درې لکه یورو کېږي، د ښځو د امن خونې لپاره کاروي.

د فوربس په مقاله کې راغلي محبوبه سراج له هغو کم شمېر افغان ښځینه فعالانو ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې پاتې شوه او لا د هغو ښځو لاسنیوی کوي، چې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخې دي.

محبوبه سراج تېر کال د سولې د نوبل جایزې له دوو وروستیو کاندیدانو وه، خو په پای کې د هغې سیاله ایرانۍ زنداني فعاله نرګس محمدي جایزه وګټله.

د راپورونو په اساس، یو شمېر ښځو د محبوبې سراج پر ضد د نوبل کمېټې ته شکایتونه کړي وو، چې ګواکې د طالبانو درېځونه پلوي کوي او هغوی ته لابیانې کوي، نو باید دا جایزه ورنه کړل شي.

د فوربس په مقاله کې راغلي، محبوبې سراج ویلي چې له هغو لانجو وروسته یې نور نه غوښتل د نوبل نوم هم واخلي، ځکه د دې په خبره دا د دې خپل خلک او وطنوال وو چې دې ترې ډېر زیان ولید.

هندي ورځپاڼې:

یو شمېر هندي ورځپاڼو د افغانستان او هندوستان د کرېکټ د ملي ټیم په را روانو درېیو شل آورویزو سیالیو مقالې لیکلي دي.

هندو ورځپاڼې لیکلي چې د هندوستان ملي ټیم ته له ډېر وخت وروسته دوه مهم توپ وهونکي لوبډلمشر روهیت شرما او ویرات کوهلي راوستل شوي او د افغانستان پر وړاندې به لوبېږي.

هندو ورځپاڼو لیکلي، دا دوه لوبغاړو د ۲۰۲۲ کال تر نړیوال جام وروسته د لومړي ځل لپاره د شل آوریزو لوبو په لیسټ کې یوځای شوي.

تمه ده د افغانستان او هندوستان درې شل آووریزې لوبې د جنوري په ۱۱مه، ۱۴مه او ۱۷مه وشي.

افغان کرېکټ بورډ د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ یو ټیم هندوستان ته استولی.

په دې ټیم کې راشدخان هم شته خو په غالب ګومان چې د څه وخت مخکې ملا عملیاتو په خاطر ونه لوبېږي.

پر دې سربېره، با تجربه لوبغاړي محمد نبي، مجیب الرحمن، نوین الحق، رحمن الله ګربز، عظمت الله عمرزی او ځینې نور ځوان لوبغاړي هم ټیم ته راوستل شوي.

افغانستان او هندوستان دواړه دا سیریز مهم ګڼي، ځکه دوی د ۲۰۲۴ کال تر نړیوال شل اووریز جام مخکې سره دا لوبې کوي.

ټیګونه