Jan 11, 2024 15:27 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا(56)[د حضرت امام مهدي(عج) ظهور]

د تهران د پښتو خپرونې او نټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د هیلې رڼا نومې لړۍ له ننني ۵۶مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو،په مطلب کې هم د حضرت امام مهدي عجل ا...تعالی  دظهور د څرنګوالي په باب درسره غږیږو، نو هیله ده راسره ملتیا وکړئ.

  دوستانو هماغه ډول چې مو وئيلي،د حضرت صاحب الزمان عجل ا... تعالی فرجه ا لشریف د ظهور د مقدماتو له برابریدا وروسته، هغه بزرګوار به  له مکې  څخه  د نړیوال عدالت د پراختیا د حکومت د ټينګیدا لپاره خپل قیام پیل کړي. دغه اسلامی او ولسي حکومت  به له ډيرو سختیو او پيښو وروسته  او په ډيرو ټيټو هسکو پسې رامینځةشي.خو د حضرت حجت (ع) د قیام په باب ،څو پوښتنې مطرح دي .لومړی دا چې  دمځکې کُره په دغه پراختیا او دمیلیارډونو نفوسو په درلودلو سره  او دغه راز په مختلفو حکومتونو سره  چې ّځيني ئ له سلطه پالنې،فساد او ظلم  او توپیر ختمونې سره سخت مخالف دي ،څرنګه  د زمانې د  ژغورونکي په تسلط کې راځي ؟ په پیل کې باید پوهه شو چې  د هغه بزرګوار  دکار اساس، په جنګ او وینې بهونې  نه دی ولاړ . په همدې دلیل د هرټاټوبی د فتح کولو لپاره،له بل هرشي مخکې خلک او حکومتونه د الهي امرونو په وړاندې تسلیمیدا او د حق منلو ته دعوت  کوي آو دوي د خپل حکومت او دغورځنګ له لوړو انساني اهدافو  خبروي.مختلفو سیمو ته  دهغه بزرګوار نمایندګانو استول  هم په همدې رودې سره ،  له جنګ او شخړو مخکې،خلک پوهوي  او خبروي ئې . په دې توګه  له ماده پالنې ، ظلم او بې عدالتۍ او فساد څخه ستړي ډیری خلکو چې په یوه نجات بخښونکي مصلح پسې ګرځي،د امام مهدي (ع) بلنه مني او ته وا د هغه له لښکر سره یوځای شي، خو حکومتونه ،ډلې ټپلې او  هغه کسان چې  د خلکو معنوي او مادي وده او عدالت او مساوات  له خپلو ګټوسره په توپیر کې ویني نو له هغه حضرت سره به مقابلې ته مخه کړي . قرآن کریم،دوي د کفر او ګمراهۍ مشران بللي  چې باید ورسره جنګ وشي . او په بقرې سورې کې ، په ۱۹۳ ایت کې  فرمائي ؛؛ او له دوي سره مقابله وکړه څو فتنه (او بت پرستي او له خلکو د آزادۍ  زبیښل)باقي پاتې نشي؛ او دین  خداي ته مخصوص شي:::  

د  حضرت امام مهدی علیه السلام د پاڅون په باب یوه بله پوښتنه  دا ده  چې  دغه لوي انقلاب د انسان په معمولي اوا مادي امکاناتو او ځواک سره ترسره کیږي یا  الهی مرستې او نه لیدونکي ځواکونه هم ورسره مرسته کوي. په دې زمینې کې  هم،د کار اساس،د چارو په طبیعي قواعدو سره او دانساني ځواک او تجهیزاتو او د عادي او معمولی امکاناتو  په اساس  دی . خو خداوندمتعال هم   له حق سره له ملګرتیا کونکو سره په مرستې مشتمل  پخپل قانون او سنت  عمل کوي . په قرآن کریم کې د حج سورې په ۴۰ایت کې لولوو؛ او قطعا خدای هغه چا ته چې  ورسره ملګرتیا کوي، مرسته کوي ، ځکه  چې خدآي ډیر  ځواکمن او ماته نه خوړونکی دی :: پر دې اساس  له حضرت امام مهدي سره د خداوندمتعال مرسته چې په دنیا کې دخداي ددین دپراختیاپه لار کې او د  الهي عدال د حکومت په ټينګولو کې قیام او هڅه کوي . قطعي ده ، لکه  څنګه چې  د اسلام ګران پیغمبر (ص) فرمائي؛زما داهلبیّت قایم (مهدي) په الهي مرستې سره تائيدیږي::: البته  دغه مرسته او مساعدت به څرنګه وي،؟  تاریخ ته کتنه ښئ چې خداوندمتعال  خپل پيغمبران چې د خلکو په لور ئې د حق غوښتنې  او د معنویّت او ددین ددودولو او تبلیغ کولو لپاره لیږلي،په ډول ډول حیرانونکو معجزوسره،ئې ملاتړکړی دی.پیغمبر اکرم (ص)هم په کرتو له الهي  مخصوصو او ډیرونه ښکاره کیدونکومرستو برخمن شوی.په هغو مرستو کې د بدرد برخلیک ټاکونکي  جنګ  کې،هماغه شان چې په آل عمران سورې کې په ۱۲۴ او ۱۲۵ آیتونو کې روښانه شوې ده، خداوندمتعال  دوي سره د فرښتو په یوه لښکر سره مرسته وکړه.په همدې لړ کې،د امام بزرګوار د نیکۀ په شان،په مختلفو حدیثونو کې د فرښتو له مرستو د حضرت امام الزمان علیه السلام د  آزادي غواړي لښکر برخمنیدا ته ا شاره کولی شو.

  په آخرالزمان کې  د خپل  حجت  له پاڅون سره د پروردګار عالم د مرستو یو بل ډول، د هغه بزرګوار د سرکشو او ستمګرو دښمنانو په زړونو کې  د ویرې او وحشت رامینځةکول دي .دغه کار هم دقیقا هماغه مرستې دي چې  خداوندمتعال په جنګونو کې له خپل وورستي پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) سره  کولې. په آ ل عمران سورې ۱۵۱آیت کې لولوو،؛ ډير زر به د کافرانو په  زړونو کې،ددې په خاطر  چې له بې دلیله،ځيني شیان   له خداي سره شریکول.نو مونږ ویره او وحشت خوروو،  او د هغوي ځائيګی جهنم دی ، او د ستمکارانو ځائيګی (په  جهنم کې ) څومره بد  ځائيګی دی ،::: حضرت امام محمد باقر علیه السلام ددښمنانو په زړونو کې د ویرې اوا وحشت د رامینځةکولو له لارې،له بقیةا...العظم  علیه السلام  سره د خداوندمتعال  مرستې په باب  فرمائي؛زمونږ له قایم (ع)ّ سره  د ویرې او وحشت  په وسیله مرسته کیږي او په بریالیتوب سره تائيد کیږي::  البته دې ټه ته باید پام وشي، چې  امام الزمان او دهغه لښکریان  هم  چې بې نظیره او شجاع مبارزان دي ، په هیبت او عظمت سره او همداراز پخپلو بې وقفې  او سختو حملو سره ،  د دښمنانو او د عدالت، انسانیّت او پتمنۍ د مخالفانو په کیمپونو کې  ویره او وحشت  خوروي او د هغوي روحیّه او  واکمنئ کمزوري کوي . دغه ویره او سټریس سبب کیږي،د هغو ډيری عسکر،له جنګه ډډه  وکړي او له صحنې وتښتي . په کلي توګه ،د امام مهدي  یارانو په تیره بیا  د هغه بزرګوار د 313 خاصو یارانومقاومت ،شجاعت او ایمان،  دهغه امام بزرګوارپه بریالیتوبونو کې  مهم عوامل دي. دوي په حضرت امام مهدي(ع)    او دهغه په  لوړو موخو او  لارې باندې عقیده او باؤر لري  او په دغې لارې کې شهادت  څخه نه یوازې ویره نه لري، بلکې  هرکلی ئې هم کوي او  هر یو ددښمن له څو عسکرو سره  د مبارزې توانمنۍ لري ،لکه څنګه   داسلام په سرکینو وختونو کې  هم  دغه شان وه . خداي تعالی  دبدر په جنګ کې  د پیغمبر اکرم د ایماندارو او مقاومت  کونکو یارانو په باب په انفال سورې کې په 65  آیت کې فرمائي ؛ ائ پیغمبره !  مومنان  (له دښمن سره )  جنګ ته وهڅوه ،  هرکله  چې  له تاسو شل کسان  کلک مقاومت وکړي، نو  د(هغوی ) پر دوو سوو کسانو بریالي کیږي : او که  سل کسان وي ، نو   له هغو کسانو  څخه  چې کافر شوي دي ،پر  زرو کسانو بریالي کیږي.، ځکه چې دوي  هغه ډله ده  چې نه پوهیږي::::

یوبل ټکی دا دی چې په ډيرو روایتونو کې ،له دښمنانو سره د مقابلې لباهر له شمشیره   د  مقابلې لپاره د صاحب الزمان او دهغه  بزرګوار د یارانو استفادې ته اشاره شوې ده .  آیا، په اوسنۍ زمانې کې چې  ډیرې پرمختللي جنګي وسلې لري  او هماغه شان په بشپړتیا دي ، له تورې او پخوانیو جنګي  آوزارونو سره، د  انسانیّت او عدالت  د مخالفانو له سنبالې او قدرتمنې  جبهې سره  مقابله کیدلی شي؟، بې شکه  حضرت مهدي (ع) به د  خپلې زمانې  له ترټولو پرمختللو اوبرلاسه  وسلو  استفاده ووکړي او په روایتونو کې د تورې  د تورې  د کلمې کارول ، په دې دلیل ؤؤ  چې  په هغه مهال کې   خلک داوسنیو  ج نګي اوزارونو څځه  خبر نه وو، نو ځکه مونږ هم د ظهور د پړاؤ  له وسلو څخه کوم درک نه لرو ، پر دې اساس دتورې له کلمې استفاده، دهغه پوځي قدرت په معنا ده چې  هغه بزرګوار او دهغه یاران په ترټولو ښه رودې سره  دخداي د دین له دښمنانو سره په جنګ کې

               خوږو دوستانو اوس هم لاس په دعاکیږو او له خداوندمتعاله  غواړو چې حضرت امام الزمان عجل ا...تعالی فرجه الشریف سره  د هغه د لوي قیام په وخت  له هر پلوه وسره مرسته وکړئ.

نو راځئ  چې  د خداي تعالی  په درګاه دعا ته لاسونه  په ګډه سره پورته کړو او زمزمه کړو!٬  ... وَانْصُرْهُ بِنَصْرِکَ الْعَزیزِ، وَ اَیِّدْهُ بِجُنْدِکَ الْغالِبِ، وَ قَوِّهِ بِقُوَّتِکَ، وَاَرْدِفْهُ بِملائِکَتِکَ، وَ والِ مَنْ والاهُ، وَ عادِ مَنْ عاداهُ، وَ اَلْبِسْهُ دِرْعَکَ الْحَصینَةَ، وَ حُفَّهُ بِالْمَلائِکَةِ حَفّاً، اَللّـهُمَّ اشْعَبْ بِهِ الصَّدْعَ، وَ ارْتُقْ بِهِ الْفَتْقَ، وَاَمِتْ بِهِ الْجَوْرَ، وَ اَظْهِرْ بِهِ الْعَدْلَ، وَ زَیِّنْ بِطُولِ بَقآئِهِ الاَْرْضَ، وَاَیِّدْهُ بِالنَّصْرِ، وَانْصُرْهُ بِالرُّعْبِ ، ...

او (یویه خدایه!)د حضرت امام مهدي سره پخپلې ځواکمنې مرستې ملګرتیا وکړه. پخپل ځواکمن لښکر سره ورسره مرسته وکړه،او پخپل ځواک سره ئې پیاوړی کړه، او خپلې فرښتې د هغه پشتیبانې کړه،او هرڅوک  له هغه سره مینه لري،ته ورسره مینه ولره، او دهغه دښمن سره دښمني وکړه او خپله مضبوطه زغره ورواغونده او پخپلو فرښتو سره  ئې محفوظ وساته،ائ لویه خدایه !  دهغه (امام لزمان) په وسیله،په دین کې درز  جوړ کړه  او پيوند ئې مضبوط کړه،او  دهغه په لاس ظلم او ستم نابود کړه  او عدالت رابرسیره کړه او مځکه  دهغه عمر ته ښکلا ورپه برخه کړه او هغه سره په بریالیتوب کې  مرسته وکړه او ددښمنانو په زړنو او کې د ویرې په رامینځةکولو سره  ورسره مرسته وکړه . ته ډیر مهربان او لوي ساتونکی ئې ::::  

(سیماب)

*****************************************************

 

 

ټیګونه