Jan 22, 2024 11:40 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیره اونۍ کې

په تېره اونۍ کې د افغانستان د هرات د فرهنګي میراث یو لوړ پوړی پلاوی مشهد ته تللی و.

د خراسان  رضوي ولایت د فرهنګي میراث، سیاحت او لاسي صنایعو مشرسیدجاوید موسوي په دې لیدنه کې د دغه ولایت د تاریخي اثارو او ودانیو ، سیاحت او لاسي صنایعو د وضعیت په اړه د راپور په وړاندې کولو سره وویل: په خراسان رضوي کې ۲۲۰۰ تاریخي اثار شتون لري. 100 موزیمونه، د ایران  د موزیمونو شاوخوا دریمه برخه او د نړۍ اته ثبت شوي اثار لرو. همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت د هستوګنې د یونټونو ۵۵ فیصده په مشهد کې موقعیت لري او مشهد د نړۍ د لاسي صنایعو د ښار لقب خپل کړی دی.

موسوي همداراز څرګنده کړه چې ایران او افغانستان دوه دوست ، ګاونډیان او هم ژبي هیوادونه  دي او مونږ چمتو یو چې د کلتوري میراث ملموس او غیر ملموس  آثارو د ثبت، د افطار او نوروز مېز په ګډه ثبتولو کې همکاري وکړو. البته، مونږ اوس مهال د تیموریانو د پړاو  د معمارۍ په نړیواله ثبتولو کار کوو، چې ځینې برخې یې په هرات کې دي.

د موسوي په وینا، هرات له خپل ځانه  جلا نه ګڼو، ځکه چې دا د لوی خراسان یو له مهمو ښارونوو و، له همدې امله مونږ ه چمتو یو چې د سیاحت ګډ سفرونه تنظیم کړو.

د افغانستان د هرات ولایت د ټوریزم عمومي رئیس رحمت ا... ګل محمدي هم په دې کتنه کې وویل چې دواړه هیوادونه په ډیرو مسایلو کې سره اشتراکات لري . نن سیاحت په نړۍ کې ترټولو ګټور کار دی، د خراسان رضوي د کلتوري میراث، سیاحت او لاسي صنایعو د عمومي ریاست په همکارۍ کولی شو د نړۍ په کچه ګډ کارونه ثبت کړو.

تېره اونۍ په ننګرهار کې د طالبانو د والي ویاند ملا عادل په وینا د تورخم په پوله د پاکستان د استازي په شتون کې غونډه جوړه شوې وه او د پاسپورټونو او ویزو لرونکو افغانانو د تګ راتګ  او همدارنګه ناروغانو او موټر چلوونکو په  اړه  د نظر تبادله و کړه کومه چې بې پایلې پای ته ورسید.

د هغه په ​​وينا، په دې کتنه کې، چې د پاکستان په بلنه ترسره شوه، د اسلام اباد د حکومت استازي ټينګار وکړ، چې هر څوک بايد پاکستان ته د ننوتلو لپاره پاسپورټ او ويزه ولري. له بلې خوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د مشر خانجان الکوزي په خبره، د پاکستان له خوا د تورخم د لارې تړل کېدو د دواړو غاړو سوداګرو ته ډېر زیانونه اړولي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو په دغو خبرو اترو کې ټینګار کړی چې د تورخم په پوله کې له کومې  خبرتیا پرته د سوداګریزو فعالیتونو ځنډول د ټولنیزو او نړیوالو معیارونو خلاف کار دی، چې سوداګرو، ناروغانو او نورو افغانانو ته یې د ستونزو او ناخوالو لامل شوی دی.

په تیره یوه اونۍ کې پاکستان ته نږدې رسنیو د جیش العدل په نوم د ترهګرې ډلې د فعالیتونو په تړاو پر طالبانو تورونه ولګول چې پاکستاني رسنیو د جیش الظلم په نوم یاد کړل، چې د طالبانو پولیسو غبرګون یې راوپاراوه.

د کابل د پولیسو د ویاند په وینا، د افغان طالبانو او جیش الظلم ترهګرې ډلې تر منځ هیڅ اړیکه نشته. خالد ځدراڼ په دې اړه د یو شمېر کسانو او رسنیو د څرګندونو په غبرګون کې ټینګار وکړ چې افغانستان له جیش الظلم ترهګرې ډلې سره هېڅ تړاو نه لري. هغه د پاکستان حکومت ته د ځینو نږدې رسنیو هغه راپورونه رد کړل چی کوندی  له ایران سره د سرحدي ولایت امنیت جیش الظلم ته سپارلې دی .

تر دې مخکې د پاکستان حکومت ته نږدې ځینو رسنیو په افغانستان کې د جیش الظلم ترهګرې ډلې د شتون د احتمال خبر ورکړی و. د کابل د پولیسو د ویاند دغه څرګندونې هم د یوه پاکستاني خبریال حامد میر د هغې خبرې په غبرګون کې شوې، چې ویلي یې و، افغان طالبان او جیش الظلم نږدې متحدین دي. هغه ادعا کړې وه چې طالبانو د نیمروز، فراه او هرات ولایتونو مسوولیت جیش الظلم ته سپارلی دی.

د افغانستان د مسایلو کارپوه محسن روی صفت وايي: په وروستیو میاشتو کې په سیمه کې د تروریستي ډلو بریدونو زور اخیستی او دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه له ترهګرو سره د مقابلې لپاره جدي سیمه ییزه همکاري نه ده رامنځ ته شوې. تورونه د امنیتی مشملاتو غوټه نه پرانیزی  ځکه ترهګري نه یوازې پوله نه پېژني، بلکې د ټولو هېوادونو امنیت یې په نښه کړی دی.

له همدې امله له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د سیمه ییزې همکارۍ داړتیا په درک کولو  سره، ټول هېوادونه او خواوې باید د ترهګرۍ د له منځه وړلو او له سیمې د هغې د له منځه وړلو لپاره کار وکړي.

په تېره اونۍ کې د طالبانو مشر د ښځو په اړه د دغې ډلې پر سیاستونو نیوکې ته په ځواب کې او د ښځو او نجونو د کار او زده کړې موضوع ته له اشارې پرته یې ټینګار کړی و، چې لوېدیځوال هڅه کوي افغان مېرمنې بې حجابه او  فاسقه کړي. .

د طالبانو مشر هبت ا... اخندزاده په یوه غږیز پیغام کې لوېدیځ هېوادونه د بشري حقوقو په مسله کې په دوه ګوڼی چلند تورن کړل او په افغانستان کې یې د بشري حقوقو د سرغړونو په اړه د غربي هېوادونو د نیوکو په اړه وویل: د ښځو د حقوقو د خوندیتوب په خاطر، دوی شپږ ماده ییز فرمان صادر کړی تر څو چې د ښځو حقوقو ته درناوی وشی او پر وړاندې یې هېڅ ډول بې عدالتي  ترسره نشی .

اخندزاده څرګنده کړه چې د افغانستان په تیرو نظامونون کې هیڅ یو د ښځو حقوق نه دي پلي کړي. دا طالبان دي چې وايي ښځې په زوره  نکاح نشي ، د ښځو مهر مه اخورئ ،  ښځو ته ميراث ورکوئ، د ښځو حقوق  مه ما ضایع کوئ ، خو لويديځ له طالبانو هغه  حقوق غواړي او غوښتنه کوي چې ښځې بې عزته، بې عفته  او  بی پردې  کړي.

په تېره اوونۍ کې پاکستان له بېلابېلو پېښو سره مخ شو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، ترهګري زمونږ ګډ دښمن دی او ترهګرو او د تهران او اسلام اباد د اړیکو دښمنانو ته باید د ناوړه ګټې اخیستو اجازه ورنکړل شي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر امیر عبداللهیان سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په ټیلیفوني تماس کښې د ایران د اسلامي جمهوریت  خارجه وزیر  د ایران په بهرني سیاست او ګاونډیتوب کښې د پاکستان دځای  په مهمو بللو سره  وویل، مناسبه ده چې پر امنیتي او پوځي همکاریو تمرکز وشي، چې په تېرو وختونو کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا پرې توافق شوی او ټینګار شوی، چې دغه هېواد په جدي توګه تعقیب کړي.

امیر عبداللهیان دې ته په اشارې سره چې د ایران امنیتی ځواکونه په خپلو عملیاتی اډو کښې له هرډول ترهه ګرۍ سره مقابله کوی او ترهګرو ته اجازه نه ورکوی چې عملیات وکړی.

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د جیش الظلم ډلې په وړاندې د ایران د ځای  چاوڼې د ترهه ګرۍ ضد عملیاتو ته په اشارې سره چې د راسک د پولیسو په مرکز باندې د وروستۍ حملې په شمول د ډیرو ترهه ګرو عملیاتو مسئولیت په غاړه اخیستی دی ، ټینګار وکړ چې دغه عملیاتی اقدام د سیستان او بلوچستان سیمې د عملیاتی اډې له بیړنیو دندو  سره سم دی او د شواهدو او اسنادو له مخې له پنځوسو زیاتو ترهګرو په دې ځای کې د ایران پر ضد  د عملیاتو  لپاره چمتووالی نیولی وو، چې د ایراني ځواکونو په  وخت   په اقدام سره ناکامه شول.

امیر عبداللهیان د خپل دوست، ورور او ګاونډي هیواد پاکستان ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته د ایران د اسلامی جمهوریت په درناوۍ په ټینګار سره وویل، د پاکستان ملی حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د تهران لپاره ډیره مهمه ده او په پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو له منځه وړلو او شنډولو لپاره  د دواړو هیوادونو ملګرتیا ضروری ده. هغه زیاته کړه په داسې حالاتو کښې چې صهیونیسټ رژیم په فلسطین کښې ښځې او ماشومان وژنی، د اسلامی نړۍ او د سترو او اغیزمنو هیوادونو د یووالی ضرورت تر بل هر وخت زیات محسوسیږی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني هم په دغه ټیلیفوني خبرو کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې د دواړو هیوادونو ګډو ایډیالونو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کښې ګډ چلند د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو اساس دی. او پاکستان تل له ایران سره په وروګلویزو او رغنده اړیکو ټینګار کوي او د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا حق تل د اسلام آباد د جدي توجه  وړ دی.

جیلاني د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره د پاکستان د ملت او حکومت په ځانګړې علاقمندۍ او احترام باندې په ټینګار سره د دواړو هیوادونو ترمینځ په ټولو برخو کښې د ورورګلویزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې مونږ دوه زاړه  ګاونډیان او مسلمانان  یوو ، ترهګرۍ زمونږ ګډ دښمن دی او مونږ باید د تهران او اسلام اباد د اړیکو دښمنانو ته اجازه ورنه کړه چې ناوړه ګټه پورته کړي. همکاري او ورورولي زمونږ د کار اصلي چورلیز دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان ته اسلام اباد ته د رسمي سفر بلنه  هم ورکړه.

د سیاسي چارو کارپوه عباس خټک وايي:«ترهګري د سیمې د ټولو هېوادونو ګډه ننګونه ده او که د دې پر وړاندې د مبارزې لپاره ګډه همکاري ونه شي، ترهګري به د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي. بې له شکه چې ترهګري به د کوربه هیواد امنیت ته زیان ورسوي، او  دا په دې معنی چې هیڅوک به د ترهګرۍ او د هغې له پیاوړتیا ګټه پورته نکړي او افراطیت او ترهګري په ځینو هیوادونو باندې د نورو هیوادونو په وړاندې د فشار اچولو لپاره مناسبه وسیله نه ده.

په تېره یوه اوونۍ کې د طالبانو او پاکستان تر منځ د کړکېچ له زیاتېدو وروسته، د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر جنید اسماعیل اعلان وکړ چې له افغانستان  سره د دغه هیواد د پینځو سرحدي لارو تړل کیدا په نتیجه کی د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پاکستان سوداګري هم بنده شوې ده.

د هغه په ​​وينا، اوسني وضعيت پر ترانزيټ او دوه اړخيزه سوداګرۍ اغېزه کړې او د مهمو سرحدي لارو د تړل کېدو له امله د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره سوداګري هم ټکنۍ شوې ده.

اسماعیل زیاته کړه، که د دغو پنځو لارو تړل دوام وکړي، د پاکستان اقتصادي ثبات به له لوی ننګونې سره مخ شي. له همدې امله هغه له پاکستاني چارواکو وغوښتل چې دا ستونزه ژر تر ژره حل کړي ځکه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې اړیکې له خطر سره مخ دي.

د تورخم لاره له تېرې یوې اونۍ راهیسې د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده. طالب چارواکي وايي، دغه مهمه لار د افغان موټروانانو د ویزو او پاسپورټونو پر سر د شخړې له امله تړل شوې او پاکستاني لوري ته یې خبرداری ورکړی، چې که دوه اړخیزه هوکړې ته ونه رسېږي، د تورخم پوله به د تل لپاره وتړي.

 تېره اوونۍ د پاکستان موقت لومړي وزیر په افغانستان کې د پاتې پوځي تجهیزاتو د خرڅلاو خبره تکرار کړه او ویې ویل چې دا مسله به په سیمه او منځني ختیځ کې پایلې ولري.

انورالحق کاکړ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د بهرنیو ځواکونو پاتې وسلې په افغانستان کې په تور بازار کې پلورل کیږي. کاکړ په ورلډ اکنامک فورم کې وویل چې دا تجهیزات غیر ریاستي لوبغاړو ته سپارل شوي او دا د پاکستان لپاره ننګونه ده.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د ناټو او د امریکا لپاره یوه لغوه شوې پروژه وه. خو زمونږ لپاره یې د پام وړ پایلې درلودې، په ځانګړې توګه هغه تجهیزات چې افغان پوځ ته ورکړل شوي وو، چې له بده مرغه په ​​تور بازار کې پلورل شوي او بیا غیر دولتي لوبغاړو ته سپارل شوي دي.

د پاکستان د موقت حکومت لومړی وزیر په دوام کښې وویل:«هغوی له دغه وسایلو په استفادې سره زمونږ سیمه ننګوی او زما وړاندوینه دا ده چې دغه مسله به د مینځنی ختیځ لپاره هم ناوړه پایلې ولری.

د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پلور د ادعا په غبرګون کې دا تبلیغات بللي وو. مجاهد ټینګار وکړ: د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بشپړې واکمنۍ وروسته، ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هېواد په ګودامونو او ذخیرو کې ساتل کېږي او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې حتی یوه وسله هم قاچاق او خرڅه کړي.

پای

 

ټیګونه