Jan 28, 2024 14:18 Asia/Kabul
  • د افغانستان او پاکستان بدلونونه په تیرې اونۍ کې

د  تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینوالو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د ځینو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو، د دغه ننني مطلب په پیل کې درته په دغو هېوادونو کې په تیرې اونۍ کې د ځينو بدلونونو یوه لنډه شان خلاصه درآورو او بیا مو هم رابولوو، د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته، نو هیله ده د استفادې وړ مو و ګرځي.

***************

*/*/*/

د افغانستان او ایران ترمینځ د بندیانو دمبادلې  د بهیر  ګړندیوالی

*/*/*/

په افغانستان کې د زده کړې ستونزې او د نړیوالې ټولنې اندیښنې

*/*/*/*/

د ایران او پاکستان د ورورولۍ په باب د پاکستان دلومړي وزیر څرګندونې

*/*/*/*/

او د ایران او پاکستان د سفیرانو بیرته خپلو ځایونو ته ګرځيدا په تیرې اونۍ کې ځیڼي مهمې پيښې وې ، البته اوس مو رابولوو ،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته.              *********************

= دوستانو په تیرې اونۍ کې  د ایران د اسلامی جمهوریت  قضایه قوې  او د افغانستتان  عدلیې د شرائطو لرونکو بندیانو د منتقلیدا لپاره د تفاهم په ترڅ کې د خپل مینځیو  قضائي ملګرتیاؤ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ایران د عدالیې وزارت د نړیوالو  چارو د مرستیال عسکر جلالیان کابل ته په سفر کې په قضائي حوزې کې د دوواړخیزو ملګرتیاؤ پر پیاوړتیا او د شرائط لرونکو  بندیانو د منتقلولو لباره د لازیاتو آسانتیاؤ پر برابریدو ټينګار وکړ.  عسکر جلالیان  ددې  خبرې په منلو سره چې  خپل هیواد ته د د زندانیانو  دمنتقلولو لپار ه د دوي راضي کیدا لازم شرط  دی،تائيد کړه ،تهران او کابل  افغانستان ته د شرائط لرونکو بندیانو دمنتقلولوپه باب  تفاهم ته رسیدلي دي . د عسکرجلالیان په وینا،په عین حال کې په ایران کې ډیری بهرني بندیان ګروهمن نه دي ،خپل هیواد ته بیرته وګرځي.د ایران دعدالیې وزارت د نړیوالو چارو مرستیال  همداراز روښانه کړه، ترڅو چې افغان بندیان خپل هیواد ته د منتقلیدا لپاره  خپله ګروهنه  په کتبی توګه اعلان نه کړي، د هغوي د منتقلولو لپاره هیڅ اقدام نه کیږي.

جلالیاان ووئيل ،دمګړئ د ایران په زندانونو کې ټول ټال شپږزره  شپږسوه شل  افغان بندیان شپې سبا کوي. په همداوروستیو کې د ایران د قضایه قوې مرستیال  کاظم غریب آبادي د افغانستان د طالبانو د حکومت د عدلیې  وزارت  له مرستیال عبدالغني فایق سره په تهران کې په کتنې او خبرواترو کې افغانستان ته د افغان بندیانو دمنتقلیدا پشمول په مختلفو موضوعګانو م شورې او بحث  کړی دی . په دې   کتنې کې هم ټينګار شوی چې تهران  له ایرانه افغانستان ته د  بندیانو منتقلولو او  د افغان کډوالو لپاهر د مناسبو آسانتیاؤ برابرولو  ته کلک هوډ لري.تیر کال د افغانستان دطالبانو د لوئې څارنوالۍ یو پلاوی ایران ته راغلی او د  تهران او کابل د چارواکو ترمینځ د خبرواترو په  دغه پړاؤ کې د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا  ۸۵۷  افغان بندیان  افغان چارواکو ته وسپارل شول.

 په تیرې اونۍ کې  په افغانستان کې د  ملګروملتو د نمایندګۍ د پلاوي مشرې ټينګار کړی دی د افغانستان طالبان باید درک کړي ، عمومي زده  کړې د ټولنې د سولې او هوساینې لپاره حیاتي دي. رُزا  اوتنبایوا پخپل پیغام کې روښانه کړې ده،طالبان باید درک کړي چې زده کړې یوازې یو اخلاقي ضرورت نه دی ،پر دې اساس دنده لري ، جنسیّت ته له پامه پرته دې د ټولو د زده کړې د حقوقو ساتنه او ملاتړ و کړي. میرمن اوتنبایووا  په دوام کې روښانه کړې ده ،په اوسنۍ لارې دباؤ یوازې درستو افغانانو ته د لازیات تاوانونو سبب کیږي او افغانستان له اسلامی نړۍ او نړیوالې  ټولنې په انزوا کې ساتي. هغې ووئيل،د میرمنو او انجونو د زده کړې حقوقو ته احترام یوازې د لویدیځي هیوادونو  غوښته نه ده ،بلکې د اسلامی نړۍ غوښتنه هم ده . د یوناما مشرې  ټينګار وکړ، په افغانستان  کې زده کړې  دټولو لپاره  یو لامهم  حق ګنل کیږي ، ځکه  د افغانستان د راتلونکي لپاره یو اساس دی . هغې زیاته کړې ده ، له زده کړې د میرمنو او انجونو د محرومیّت دوام تل پاتې نه دی ، ځکه هره هغه ورځ  چې تیریږي،د ټولنې ښه  او برابر اساس لا کمزوری کیږي.

تیره اونۍ د ملګروملتو له جرمونو او نشه ایزو موادو سره د مبارزې ادارې  اعلان کړی دی ، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت له ممنوعیّت وروسته، په دغه هیواد کې د کروندګرو عایدات کم شوي دي.ددغې ادارې مشر انو باسود ټينګار کړی دی،دغې چارې په افغانستان کې د کورنیو د خوراکي موادو پر تامینیدا ئې ډیرې اغیزې شیندلي دي.د ملګروملتو د نشه ایزو توکو او جرمونو سره د مبارزې د ادارې مشر  په وینا،په افغانستان  کې د نشه ایزو موادو استعمالونکي ، کروندګر او تاوان موندونکي ټولنې د بحران له له بیلابیلو ترنیګلتیاؤ سره لاس او ګریوان شوي دي چې  دهغوي اړتیاوې لازیاتوي .ځکه  په درست افغانستان کې د په ۲۰۲۲کال کې د طالبانو په وسیله د کوکنارو د کښت له منع  کولو وروسته  کروندګر د عایداتو له دیر کمښت سره مخ شوي دي.د کوکنارو د کر له منع کیدا وروسته،یو شمیر کروندګرو د خپل آمدن د کمیدا او ددغه فصل په ځاي د بل فصل کرلو ته په نه لاس رسي شکایت لري. دوي له سرپرست حکومته غواړي،څو د کرهڼې د ودې او د بل فصل د کښت د خرڅلاؤ د اندازې د زیاتیداپه زمینې کې دې  له دوي سره ملګرتیا وکړي.د افغانستان کروندګر وائي ، له دوي سره باید ښې مرستې وشي . مثلا د غنمو  تخم او سَرّه ورکړل شي چې وکرل شي،افغان طالبانو وئیلی وو چې کوکنار دې ونه کړي ، ددغه فصل په بدل کې  ورته اصلاح شوی تخم او کیمیائي سَره ورکوو چې تر دې د مه ئې نه ده ورکړې.

Image Caption

تیره اونۍ  پاکستان له یوشمیر  مختلفو بدلونو سره مخ ؤ  چې په هغو کې ترټولو مهمه موضوع ، د مختلفو  مسئلو په باب د پاکستان د موقته لومړي وزیر انوارالحق  کاکړد دریځ اعلانول وو. انوارالحق کاکړ  د ایران له اسلامی جمهوریت سره د پاکستان د دوستۍ پر تاریخي مخینې په ټينګار سره  په تیره بیا د  د خبل ګاونډي  د امنیتی اندیښنو دختمولو لپاره د اسلام اباد د هڅې په باب ټينګار کړی دی ، ایران هماغه شان د پاکستان یو دوست ،ګاونډی او ورور هیواد دی . هغه ووئيل،  پاکستان تل   په سیمه ایزو او نړیوالو ټيټو هسکو کې  له خپل ورور او ګاونډي هیواد ایران سره کلک ولاړ دی  او هیڅکله هم ددغه هیواد  په ضد له جنجال جوړونې او شخړو سره یو ځای شوی نه دی  . د کاکړ صیب په وینا،پاکستان په تیر وخت کې تهران ته د ترهه ګرو عناصرو دبیرته ګرځولو  پشمول د ایران  دامنیتی اندیښنو  د ختمولولپاره  یو لړ اقدامات کړي دي  او اوس هم  د دواړو هیوادونو ترمینځ په تیره بیا  دامنیتی او اطلاعاتي  ملګرتیاؤ پیاوتیا پشمول د ډیرو ارتباطي زمینو څخه په استفادې سره به په خپلو سرحدونو کې   له ګډو  چیلنجونو او مشکلاتو سره  دمقابلې جوګه وو.  د پاکستان موقته لومړي وزیر  ووئیل، ایران  هماغه شان د  مونږ یو دوست ،ګاونډی او ورور هیواد دی  او له نیکه مرغه  ددواړو ګاونډيانو ترمینځ  هیڅ دول سټراټژيکه ډغره یا اصولي اختلافات  نشته .  انورار الحق کاکړ  له فلسطینه په ملاتړ کې د پاکستان پر د ریځ  یو ځل بیا په ټینګار سره  ووئیل،  چې د یوه هیواد په توګه د  اسرائيلو د  به رسمیّت پیژندل د پاکستان لباهر هیڅ ډول سیاسی،اخلاقي او یا اقتصادي توجیه  نه لري او مونږ  پخپل دغه کړچار ټينګ ولاړ یوو. هغه زیاته کړې ده ،  د اسرائیلو له نیواکګر رژيم سره  داړیکو د عادي کولو لپاره  هڅې په مصر کې د انور سادات له وخت راهسې د پيړۍ  تر معاملې  یا د ابراهم لنکن تر موافقې پورې ټوله  د هغو د بې نتیجه کیدا ثابته کړې ده .

          تیره ونۍ په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفیر رضا امیري مقدم  ددواړو هیوادونو ترمینځ ژورو او تاریخي اړیکو ته په اشارې سره  ټينګار کړی دی ، د ایران  او پاکستان د  دوو وروڼو هیوادونو تاریخي او ژورې اړیکې، د  اړیکو د خړپړیدا  د حل لپاره زمینه برابروي. امیری مقدم له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ددواړو هیوادونو په دوواړخیزو ملګرتیاؤپه ټينګار سره زیاته کړې ده ،ترټولو وروستی بدلون  د ترهه ګرۍد ګډ ګواښ کیدا له امله ؤ. هیله مند یوو چې په دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په پیاوړتیا سره  له ترهه ګرۍ  مقابله وکړو.

په تیرې اونۍ کې د ایران او پاکستان سفیرانو په یوه وخت  دخپل ماموریت په ځایونو کې یعني په اسلام اباد اوتهران کې خپل کارونه بیرته پیل کړل. د ایران اسلامی  جمهوریت او پاکستان اسلامی جمهوریت  د تیرې جمعې په ورځې  اعلان کړی،خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې  د سفیرانو په لیږلو سره بیا پيلوي،په ایران کې د پاکستان سفیر محمد مدثر ټيپو تهران ته له واریدیدا مخکې پخپل ایکس پاڼې کې لیکلي دي،د پاکستان د رهبرۍ په ښو او په زړه پورې هیلو سره ،زه د تهران په لور روان  یم څ و د یوې لا پیاوړي او له سولې ډکې رابطې  لپاره کار وکړم، پياوړی پاکستان او ایران، د دواړو لورو د ولسونو دتاریخي  اړیکو د لوړتیا  او دسیمې لپاره یوه حیاتي  چاره ده.د یوۀ نوي سپرَکي د پارنیستو وخت  دی . په عین حال کې د پاکستان او  ایران د خارجه وزیرانو ترمینځ له ټيلیفوني  خبرواترو وروسته د شوي موافقې په اساس ، په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت  سفیر رضا امیري مقدم  هم  دخپل ډيپلوماټيک ماموریت د بیرته ترسره کیدا لپاره  اسلام اباد ته تللی دی.په پاکستان  کې د ایران سفیر ، اسلام اباد ته د ایران د  اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د رسمي سفر په درشل کې په یوه پیغام کې ددواړو هیوادونو  اړیکې تاریخي او ریښه لرونکې بللې او  هیله ئې ښودلې ده چې تهران او اسلام او اسلام اباد  په متقابلې ملګرتیا سره د ترترهه ګرۍ  له سپيرې بلا سره مقابله وکړي.  

Image Caption

د ایران او پاکستان خارجه وزارتونو تیره اونۍ په یوې ګډې اعلامیې کې هم د خپل ماموریت ځایونو ته  ددواړو هیوادونو د سفیرانو  د بیرته ستنیدا په اعلان سره زیاته کړې ده،د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان د خپل پاکستاني همڅنګ په بلنې سره ددوشنبې په ورځ په رسمي سفر اسلام اباد ته تللی څو د دواړو هیوادونو ترمینځ ورور ګلویزې او  ښې اړیکې او راشه دیرشه لازیات پیاوړی او دغه راز ناسم اخستونونه هم له مینځّه یوړل شي.  

              دوستانو  ددغه  مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بلې اونۍ پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو......

(سیماب)

******************************************************************************************************************************************************

 

 

ټیګونه