Mar 02, 2024 14:23 Asia/Kabul
  •  ورځپاڼو ته کتنه

د تهران د پښتو خپرونې درنو او قدرمنو مینوالو په دې شېبو کې ورځپاڼو ته د کتنې د پروګرام له یوې نوې برخې سره ستاسو په خدمت کې یو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي. له معمول سره سم به لومړی د ایران، افغانستان او که وخت وو بهرنۍ ورځپانو ته به هم کتنه وکړو.

په پیل کې د ایران اړوند ورځپاڼې:

کیهان ورځپاڼه:

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د غزې پروړاندې د جنګ او د نسل وژنې وروستی وضعیت و ارزولو

===========

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د قطر د بهرنیو چارو وزیر په ټلفوني اړیکه کې، د جګړې د بندېدو او په غزه کې د نسل وژنې د مخنیوي لپاره د سیاسي هڅو وورستی وضعیت وڅېړلو.

دواړو لورو په دې اړیکه کې، د ایران او قطر ترمنځ دوه اړخیز مناسبات هم وڅېړل او د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، په دې خبرو کې دواړو لورو همدارنګه د اوربند د ټینګښت، د اسیرانو د تبادلې او د غزې خلکو ته د بشردوستانو مرستو لېږلو په اړه هم د نظر تبادله وکړه.

او بل خبر دا چې:

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویلي: د غزې زخمونه به د ازادو خلکو له حافظې پاک نه شي

=============

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د څه باندې ۱۰۰ فلسطینیانو شهادت او کابو ۸۰۰ نورو ژوبلېدو ته په اشارې سره  ویلي چې د غزې زخمونه به د ازادو خلکو له حافظې او د ډله ایزو وژنو او نسل وژنې پر وړاندې د چوپتیا او ملاتړ شرم به، د بشرحقونو د دروغجنو ادعا کوونکو له تندې پاک نه شي .

د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې لیکلي: څه باندې ۱۰۰ فلسطینیان چې د غزې په الرشید لاره کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې ولاړ وو، د صهیونیسټي رژیم د وحشیانه برید له امله په شهادت ورسېدل او کابو ۸۰۰ نور ژوبل شول .

پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د برید له پیله د نږدې پنځه میاشتو په تېرېدو سره، په داسې حال کې چې د دغه کړکېچ د حل لپاره هلې ځلې دوام لري، نیواکګر ځواکونه همدارنګه خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي او د بریدونو ترڅنګ، په محاصره کولو او د غزې خلکو ته د حیاتي او بشري مرستو په مخنیوي سره، وضعیت نور هم کړکېچن کړی دی.

///////////////

ابرار ورځپاڼه:

د صهیونیسټي جنګي الوتکو په برید کې د سپاه یو قوماندان په شهادت ورسېد.

========

د جمعې په سهار پر بانیاس باندې د اسرائیلي رژیم د جنګي الوتکو د برید له امله، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو یو قوماندان رضا زارعي په شهادت ورسېد.

په دې برید کې د حزب الله دوه سرتېري هم په شهادت رسېدلي دي.

سرچینو اعلان وکړ چې شهید زارعي له پوځیانو څخه د لیدنې په حال کې وو چې د صهیونیسټي رژیم له لوري ترور شو.

او بل خبر دا چې:

جنرال سلامي دښمنانو ته وايي: غچ اخیستنه په لومړیتوب کې ده

==============

جنرال حسین سلامي پر دې باندې په ټینګار سره چې موږ په ښه ډول د ایران د ملت دښمنان پېژنو او د دوی له نقشو خبر یو وویل: له دښمنانو څخه غچ اخیستنه لومړیتوب لري او هېڅکله به زموږ د کار له آجنډا څخه لیري نه شي او اجازه نه ورکوو چې دوی د مسلمانانو پر برخلیک باندې حاکم شي.

د سپاه نیوز د خبر له مخې، د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومي قوماندان جنرال حسین سلامي د شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې وویل: موږ د یوې ټاټوبې خلک یو چې دښمنان پرې راچاپېر شوي دي، ټول شیطاني قدرتونه د اسلام، انقلاب، نظام او د زموږ د خلکو دښمنان دي، ټول باطل قدرتونه له امریکا چې د بشري تاریخ ترټولو ستر شیطاني قدرت دی سرچینه اخلي، ترڅو د هغه غولېدلي، متحدان او تکفیري ډلې د اسلامي په نوم جنایت وکړي او د کوچني ماشومان او خلک وژني.

هغه ټینګار وکړ: موږ د دې ټولو په مقابل کې ولاړ یو او په الهي فضل سره پر دوی باندې لاره تړو.

جنرال سلامي زیاته کړه: ممکن د ډېرو غچ اخیستنو داستان بیان نه شي، مګر د دې ټولو جنایتونو غچ اخیستنه د کار په سر کې ده او هېڅکه له پامه نه غورځول کېږي او موږ اجازه نه ورکوو چې دوی د مسلمانانو پر برخلیک باندې حاکم شي.

////////////////

د افغانستان اړوند ورځپاڼې

مسیر ورځپاڼه:

په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله ۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

===========

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د سختو ورښتونو له امله ۱۵ تنه مړه او نږدې ۳۰ تنه ژوبل شوي دي.

دغه راز شمېرې ښیي چې په وروستیو څو ورځو کې د واورې د ورښت او یخنۍ له امله، نږدې لس زره څاروي هم له منځه تللي دي.

له دې سره سم، سرپرست حکومت وایي چې زیانمنو په ځانګړې توګه، د څارویو لرونکو ستونزو د هواري په موخه یې د بېلابېلو وزارتونو د مسئولینو یوه کمېټه جوړه کړې ده.

تر دې مهاله سرپرست حکومت د وروستیو ورښتونو له امله د مرګ ژوبلې او څارویو ته د اوښتو زیانونو په اړه وروستي مالومات نه دي شریک کړي، خو اټکل کېږي چې په نږدې راتلونکي کې د مرګ ژوبلې او د تلف شویو څارویو شمېر تر دې هم زیات شي.

او بل خبر دا چې:

امریکا د افغانانو لپاره د نړیوالو زده‌کړو د شورا پروګرام پرانیست

======

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغانانو لپاره د امریکا د نړیوالو زده‌کړو د شورا د پروګرام له پرانیستو خبر ورکړی.

د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډېکر پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې پروګرام په پرانیستونکې غونډه کې یې له سلو افغان فارغانو سره یوځای ګډون وکړ.

مېرمن ډېکر لیکلي چې افغان فارغان د اړیکو، همکارۍ او مشارکت په لټه کې دي او غږ یې ډېر مهم دی.

ډېکر د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالو زده‌کړو شورا د پروګرام د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې امریکا د افغانستان د راتلونکې په جوړولو کې له دې ډلې فارغانو سره مرسته کوي.

///////////////////

اطلاعات روز ورځپاڼه:

د درنې واورې ورېدنې له امله د کونړ – نورستان لویه لار د ترافیکو پرمخ وتړل شوه

===========

په نورستان کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د درنې واورې ورېدنې له امله د کونړ – نورستان لویه لار او د یاد ولایت د واما، کانټیوا او وانټ وایکل ولسوالیو لارې د ترافیکو پرمخ تړل شوې دي.

د نورستان د ټولګټو چارو ریاست لپاره د طالبانو مشر مولوي محمد نبي عادل وایي، چې یادې لارې نن سهار مهال د نورستان ولایت په اړوندو سیمو کې تړل شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې د کونړ – نورستان لویې لارې په اوږدو کې یې د واورې پاکولو چارې پېل کړي؛ ترڅو ژر تر ژره یاده لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.

د هغه په خبره، له تېرې پنجشنبې ورځې راهیسې په دغه ولایت کې درنه واوره ورېدنه روانه ده، چې خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.

دغه راز د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت تېره ورځ اعلان وکړ، چې په هېواد کې د واورې د پرلپسې ورښت له امله، د سالنګ لویې لارې ترڅنګ د هېواد د اوو ولایتونو لویې لارې تړل شوې دي.

ځینو طالب چارواکو ویلي، چې په بامیانو، غور، دایکندي، غزني، نورستان، سرپل او بلخ ولایتونو کې یو شمېر مواصلاتي لارې تړل شوې دي.

//////////////////

هشت صبح ورځپاڼه:

د مرموزو وژنو روانه لړۍ؛ ناپېژنده وسله‌والو په خوست کې یو ځوان په ډزو وواژه

============

په خوست کې ځايي سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسله‌والو په دغه ولايت کې يو ځوان وژلی دی.

رسنیو ویلي چې دا ځوان پنجشنبه، د کب پر ۱۰مه د ناپېژانده وسله‌والو له لوري ټپي شوی وو او تېره ورځ یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

دا ځوان عرفان الله نومېده او د ناپېژاندو وسله‌والو له لوري د اسماعيل‌خېلو او مندوزيو ولسواليو اړوند «ډاډوالو» سیمه کې تر برید لاندې راغلی دی.

تراوسه د یاد ځوان د وژنې انګېزه نه ده معلومه او طالبانو هم په دې هکله څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې مرموزې او هدفي وژنې زياتې شوې دي.

دوه شپې وړاندې هم ناپېژاندو وسله‌والو د پنجشیر یو اوسېدونکی په کابل ښار کې په ډزو وژلی وو.

ټیګونه