Mar 09, 2024 14:48 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا79)؛د دوستیو دوام

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې  د رڼا سرچینې نومې لړۍ له ننني 79 مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو. په دغه نننی مطلب کې د قرآن کریم د نحل سورې   له 38 تر 40 پورې  او له 41  آیته تر 42 پورې آیتونو د نزول د شأن  په باب درسره غږیږو، نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

وائي چې ...له کلونو کلونو وروسته د دوو مشرکانو دوستانه او نزدې  ارتباط هماغه راز د ټولو په خوله یادیدۀ. ټولو وئيل،چې دوي  دوه بدنونه او یو روح دی . تل دی وه بل کور ته تلل راتلل.که دیوه لپاره کوم مشکل راپنځیدلئ،نو  داسې چې مشکل د بل لپاره هم دی،او هردواړه له زړه او باطنه،دهغه مشکل د حل لپاره  هڅه کوله .هیڅ خنډ نه توانید،دوي سره جدا کړي .هیڅ یو کار ئې له مشورې پرته نه ترسره کاوۀ، تر دې د چې د پیغمبر اکرم ژغورنکي بلنه د خلکو تر غوږو ورسیده . په دې وخت کې د ټولو د تمې په اپوټه،له  هغو یو  مسلمان شو. هغه له دې مخکې چې  اسلام ومني، ځان ئې راڅرګند کړ، د خپل ملګری له ځان سره دملګری کولو لپاره ورغی او له هغه ئې وغوښتل د پیغمبر اکرم وآخوا ته ورشي  او   هردواړه  د همیشه په شان، سره یو ځاي اسلام ومني ،خو هغه  ونه منله . تازه مسلمان شوي کس  د خپل دوست   د پوهولو او هدایتولو لپاره په ټول وجود سره هڅه وکړه ،خو دې ځل  دهمیشه په اپوټه ، هرڅومره ئې چې هڅه وکړه ، لا کمه نتیجه ئې لیدله ،تر دې چې  په  شِرک  باندې په باقي پاتیکیدا سره ،  له خپل  دوسته جدا شو..

  بیا وائي چې  هردواړو تر یوې مودې پورې یو بل نه لیدل.مشرک وګړی د خپل پخواني دوست تر څه حده پوروَړی ؤ او  هرځل  ا یماندار کس هغه د  پیسو د ورکولو پیغام لیږۀ، خو هغه  هغه ورته په راتلونکي کې د پیسو د ورکولو  حوله ورکوله. مسلمان کس د شرک دپړاؤ  له خاطراتو څخه  دتښتې لپاره،نه غوښتل  خپل  دوست وویني  او له هغه سره مخامخ شي. البته  بلاخره  بله چاره نه وه،او مسلمان مجبوره شو،د خپل پور د اخستو لپاره خپل پخواني دوست ته ورشي .هغه مشرک هم چې نه ئې غوښتل خپل پور ورَکړي ،  خپل مسلمان دوست ته ئې د رد ځواب ورکړ او ورڅخه لیرې شو. مسلمان کس چې  په معاد ئې باؤر د هغه په ټول وجود کې خور شوی ؤ، خپل پخوانی دوست ئې د قیامت ورځ ته وسپارۀ او  د محشر په ورځې ئې په قسم خوړلو سره  هغه ته ووئيل؛ ډیر سخت عقوبت  لرې.:::

مسلمان کس ، په دغې خبرې سره  غوښتل ، خپل دوست سمې لارې ته هدایت کړي،خو  د شرک تور ټکی  داسې دهغه  تور بخت لرونکي  کس پر زړه سیوری غوړولی ؤ چې  نور ئې لارښونه ممکنه نه  وه. هغه مشرک کس د خبل مسلمان دوست په خبرو پسې ملنډې ووهَلې او وې  وئيل،له تا بل لا ښه ګمان  کونکی  نه پيژندم .ته له مرګ وروسته د ژوند او د جنت او جهنم  خبرې  راته کوې ، آیا ګمان کوې ، له مرګ وروسته بیا  ژوندی کیږې  او د خداي په نزد حساب کتاب ته وړاندې کیږي؟. هیڅکله به داسې  ونشي.! خدایو مړی هیڅکله هم نشي ژوندی کولی  او مرګ یعني نور  نشته  ئې :: 

 په دې وخت کې د نحل سورې  38 او 39 آيتونو ، د معاد  منکرانو ته ځواب ورکړ چې فرمائي؛ وَ أَقْسَمُوا بِاللهِ جَهْدَ أَیْمانِهِمْ لا یَبْعَثُ اللهُ مَنْ یَمُوتُ بَلى وَعْداً عَلَیْهِ حَقًّا وَ لکِنَّ أَکْثَرَ النَّاسِ لا یَعْلَمُون/ لِیُبَیِّنَ لَهُمُ الَّذی یَخْتَلِفُونَ فیهِ وَ لِیَعْلَمَ الَّذینَ کَفَرُوا أَنَّهُمْ کانُوا کاذِبینَ / إِنَّما قَوْلُنا لِشَیْ‌ءٍ إِذا أَرَدناهُ أَنْ نَقُولَ لَهُ کُنْ فَیَکُونُ:

؛او په  خپلو ترټولو سختو قسمونو سره ئې پر خداي قسم وخوړ چې  خداي   هغه څوک چې  مړ کیږي، بیا به راژوندئ نشي،هو! پر هغه ددغې وعدې (انجام) حق دی ، خو لازیات خلک نه پوهیږي/ تر دې  (خداي ) هغه څه چې  په  (اړه ئې )  اختلاف  لري، د دوي لپاره توضیح  ورکړه ، او هغه کسان  چې کافر شوي دي ، پوهه دې شي چې  دوي دروغ وئيل، مونږ کله  کله د یوۀ شي اراده وکړؤ،نو همدومره ورته وایوو، ؛ وشه؛ بې ځنډه موجودیږي:::

وائي چې ... صهیب بن سنان  د خپل پلار په ښکلي  ماڼۍ کې چې د فرات په ساحل کې د موصل ښار  او جزیرې سیمې سره نزدې ډيره لوړه ودانۍ وه،د نیکمرغۍ او خوشبختئ په کمال کې ژوند وکړ.پلار ئې  د کسری له خوا  د ؛اُبلّه  ؛ ښار حاکم ؤ. په ورځو کې یوه ورځ  د هغوي پر ټاټوبی د رومیانو یرغل وشو . رومي لښکر ډیر زیات کسان ونیول  او له ځان سره بوتلل، ؛صهیب؛ هم د بندیانو برخه ؤ. د مریَتوب  سوداګرو وار د واره  د هغه پيرپلور  کاوۀ، تر دې چې په مکې کې  په عبدالله بن جدعان وپلورل شو. عبدا...  د صهیب  له پاک زړتوب ، هوښیارتیا او تاندوالي خوښ ؤ  او  له یوې مودې وروسته ئې هغه آزاد کړ . هغه همداراز د صُهیب لپاره  لازم شرائط برابر کړل څو  پخپله  د سوداګرۍ او تجارت کار  ته مخه کړي.

د پیغمبر اکرم (ص) او حضرت امام علی (ع) یو وفادار ملګری عمار بن یاسر نقلوي  چې ، یوه ورځ د ؛ارقم ؛ د کور مخې ته چې  پیغمبر اکرم (ص)  هلته   کې ؤ،صُهیب  بن سنان ؛ ته ورسیدم  او ورته مو ووئيل،  دلته څه کوې؟   هغه ووئيل، ته څه غواړې؟، ما و رته ووئيل،  غواړم محمد(ص)  وآخوا ته ورشم او  دهغه خبرې واورم، وې وئیل، زما نیّت هم همدا دی . دواړه سره یو ځای  د کور دننه لاړوو او له پیغمبر(ص) سره مو ولیدل. هغه بزرګوار  د اسلام دین مونږ ته وړاندې کړ او  هردواړه مسلمان شوو،  هغه ورځ  ترشپې مهال  هلته پاتې شوو.

شپه  په پټه  له هغه ځایه بهر راووتو ،  له هغې ورځې څخه صُهیب  د ؛ارقم  ؛ د کور لاره پيژندلې وه،د لوي  او سخت سرښیندنې او هدایت او نور په لور ئې خپله لاره پیژندلې وه،ځکه له هغې لرګینې دروازې تیریدا چې د ؛ارقم ؛  د خونې  داخل  ئې له بهره  جلاکاوۀ، یوازې له  نړۍ بلې نړۍ ته تیریدا یا تلل وو.

            صُهیب د بلال حبشي عمار یاسر،خباب بن آرث په شان د ډیرو مسلمانانو په څير  له اسلام منلو وروسته له ډيرو  دباؤنو سره  مخ شو. هغه د پیغمبر اکرم (ص) له هجرت وروسته  غوښتل ځان هغه بزرګوار ته ورسوي،خو مشرکان دهغه دهجرت خنډ شول. صُهیب مشرکانو ته ووئيل؛زه یو بوډا سړی یم،که  له تاسو سره شم،نو زما پاتیکیدا به د تاسو لپاره هیڅ ګټه ونه لري،او که  له تاسو سره نه وَم ،نو تاسو ته هیڅ تاوان نه رسوَم. پر دې اساس راشئ سره معامله او تجارت وکړو،او دهغه دا چې زما  ټول  مال او دولت  واخلئ  او ما آزاد کړئ  څو مدینې ته هجرت وکړم:::  مشرکانو ورسره موافقه وکړه ،  دهغه ټول مال او دولت ئې واخست او هغه ئې آزاد کړ،صُهیب  د مکې او مدینې ترمینځ  اتیا فرسخ  فاصله  کچ کړه  او ځان ئې رسول ا...(ص) او نورو مهاجرو ته ورساوۀ. ځینیو مسلمانانو ددغې پيښې په آوریدو سره  ووئیل، ائ صُهیب ډیره ګټه وره  معامله دې کړې ده ::

Image Caption

 

د نحل سورې ۴۱ آ يت څخه تر ۴۴ پورې آیتونه،ددنیا پریښودلو مهاجرانو  په دغه ډول ستاینې کې  نازل شول .په دغو آیتونو کې خداوندمتعال فرمائي

؛  وَالَّذِینَ هَاجَرُواْ فِی اللّهِ مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُواْ لَنُبَوِّئَنَّهُمْ فِی الدُّنْیَا حَسَنَةً وَلَأَجْرُ الآخِرَةِ أَکْبَرُ لَوْ کَانُواْ یَعْلَمُونَ/  الَّذِینَ صَبَرُوا وَعَلَى رَبِّهِمْ یَتَوَکَّلُونَ/ وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِکَ إِلَّا رِجَالًا نُوحِی إِلَیْهِمْ فَاسْأَلُوا أَهْلَ الذِّکْرِ إِنْ کُنْتُمْ لَا تَعْلَمُونَ/ بِالْبَیِّنَاتِ وَالزُّبُرِ وَأَنْزَلْنَا إِلَیْکَ الذِّکْرَ لِتُبَیِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَیْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ یَتَفَکَّرُونَ:

؛هغه  کسان چې  دخداي په لاره کې ئې دظلم او ستم له زغملو وروسته هجرت وکړ، په دې دنیا کې ئې  ځائيګی (او  مقام)  ورته ورکوو، او د آخرت جایزه،  له دې هم لا لویه ده  ، که  پوهیدلی / هماغه  کسان چې  ئې صبر وکړ،  او پر خپل پروردګار توّکل  کوي/ او  له تامخکې (هم ) له  هغو کسانو پرته چې  ورباندې مو وحي نازوله  بل چاته نه دی ورکړي نو که نه پوهیږئ نو دآسماني کتابونو له پوهانو اوعالمانو څخه وپوښتئ  څو  د خلکو لپاره هغه څه چې  د هغوي په لور نازل شوي دي،توضیح ورکړه  او هیله ده چې دوي فکر وکړي.:::

د تفسیر په ځینو کتابونو کې  راغلی دي،د خلفاؤ په زمانې کې کله چې د بیت المال  شتمنۍ او مالونه ویشل کیدل او  مهاجرینو ته چې لمبر رارسیدلی،نو دوي  ته ئې وئيل؛خپله ونډه واخلئ،دا هماغه  شی دی چې  خداي تعالی  ئې په دغې دنیا کې له  تاسو سره ژمنه کړې  ده، او هغه څه چې په بلې نړۍ کې  د تاسو په انتظار کې دي ،  له دې لازیات  دي ، نو  بیا به ئې د نحل سورې ۴۱ آیت قرآئت  کاوۀ.

   دوستانو د هیلې  رڼا نومې لړۍ ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ،نو دتربل مطلب پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،هرچرته چې یاست روغ جوړ او سوکاله ژوند ولرئ .

(سیماب)

***********************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه