Apr 06, 2024 14:00 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو، په دې هیله  چې تر پایه راسره ملتیاو کړئ.په پیل کې  درته ددغو  دواړو هیوادونو د ځینو مهمو بدلونونو یوه لنډه شان خلاصه درآوروو او بیا مو هم رابولوو د ځینو موردونو په باب دتحلیلي برخې آوریدو ته ،نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

*/*/*/*/

د افغانستان ولس  او د قدس نړیواله ورځ او د خلکو  ولوله او پرتم

*/*/*/*/

په جلال آباد کې د غزې له خلکو سره د ملاتړ په خاظر د شعر شپې ترسره کیدا

*/*/*/*/

د افغانستان د وسپنې د کانونو د فعالیتونو  اوڅاره زیاتیدا

*/*/*/

او د پاکستان د حکومت او ولس د فلسطین  او  غزې تړانګې له مظلومو خلکو سره د پیوستون او همغږئ چغې پورته کیدا،په تیرې اونۍ کې د دواړو هیوادونو ځيني مهمې پيښې وې ،نو اوس مو هم رابولوو، د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته

************************

               په افغانستان کې  سږکال د قدس نړیواله ورځ په ډير پرتم او ولولې سره ولمانځل شوه. په مزارشریف کې د ایران د اسلامی جمهوریت کنسولګرئ  د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوې اعلامیې کې  د فلسطین له آئيډئيل څخه د افغانستان د خلکو ملاتړ وستایۀ. به دغې اعلامیې کې  د فلسطین له آرمان څخه په ملاتړ کې د افغانستان د مسلمان ولس  په قدرونې او مننې سره  په دې باب د طالبانو د حکومت دریځونه  د ستاینې وړ او عزتمندانه وبلل.

Image Caption

 

په تیرې اونۍ کې همداراز د ؛ د غزې خلکو مونږ نه ئۍ هیر کړي؛ په عنوان سره د افغانستان د ننګرهار ولایت په جلال آباد کې د شعر شپه ترسره شوه. دغه پروګرام  چې د ننګرهار ولایت د کلتور او اطلاعاتو د ادارې د مشرۍ  په وسیله د فلسطین له مظلوم  ولس سره د خواخوږۍ او غمشریکئ  په موخې سره ترسره شوی،یو شمیر شاعرانو، فرهنګیانو او لیکوالانو په کې ګډون درلود.د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور د ادارې  مشر ساجد خوګیاڼي په دې باب ووئيل، د افغانستان له ختیخي او نورو ولایتونو څخه شاعران راغونډ شوي  څو د شعرپه ژبې سره  د فلسطین له مظلوم ولس سره خواخوږي څرګنده کړي. په دغه پروګرام کې ځينو شاعرانو د غزې له خلکو سره د همدردئ پر څرګندولو سربیره ، د فلسطین په تیره بیا د غزې تړانګې پر مظلومو او بې څوکه خلکو په ضد د صهیونیسټ رژيم  بې آمانه حملې په سخته وغندلې.

یوه افغان شاعر  ضیاء الدین همت مل  په دې اړه ووئيل،  هلته د کربلا د تمثیل ننداره ده  او دوي  باندې بې آمانه بمبارئ کیږي؛ ماشومان او نوزیږي،سپين ګیري او میرمنې هلته په بې دردئ سره وژل کیږي ، دلته  د هر یوه شاعر له زړه  وینې روانې  دي : یوه بل افغان شاعر عبدالهادي فرهنګ  هم ووئیل، شاعر باید ددرست انسانیّت شاعر وي او مونږ هم د انسانیّت په نامې سره د پيوستون  په خاطر او د غزې له شهیدانوسره د غمشریکئ لپاره دلته غونډ شوي یوو.د غزې د مظلومو خلکو په پشتیبانۍ کې د مشاعرې دغه پروګرام، په ننګرهار ولایت کې په داسې حال کې ترسره  شوی چې  له دې مخکې هم د افغانستان ولس ددغه هیواد په  مختلفو ولایتونو کې د وحشي صهیونیسټي رژيم په ضد سره غونډ شوي او اعتراضیه  لاریونونه او مظاهرې ئې کړي دي.

  تیره اونۍ د ایران د اسلامی جمهوریت د خراسان د اورګاډی د چارو ادارې عمومی مدیر ووئيل،چې د خواف-هرات دریل پټلۍ  له لارې د افغانستان د هرات سیمې د معدني موادو او د وسپنیزو کاڼو د ایران جنوبی بندرونو ته د ټرانزیټ  او بیا ئې نورو هیوادونو ته ئې د منتقلیدا امکان برابر شوی دی . د مصطفی نصیری ورک په وینا ، د ایران بندرونو ته د افغانستان د هرات ولایت له روزنک  تمځایه د وسپنې د ډبرو  د باروَلو او ټرانزیټ  په پيلولو سره  په ټول کال کې ددغې ریل پټلۍ په چوکاټ کې د وسپنې د ډبرو تر پام وړپورې اندازه  ځاي په ځاي کیدلی شي. د ایران د خراسان د ریلي  چارو عمومی مدیر ټينګار کړی دی، اوس  ځينی محصولات  له ترکیې تر افغانستان پورې او بالعکس د سړک او ټریلرو په وسیله وړل کیږي چې دغه شیان،د افغانستان د روزَنک او شمتیق د اورګاډي د تمځایونو  په لاره کې لویدیځ ته د ختیځي ریلي کریډور او سړک له لارې  له ترکیې سره د رازي ریلي سرحد پورې او بالعکس  وړل کیدلی شي.

Image Caption

 

د نصیری ورګ په وینا، د خواف-هرات ریل پټلۍ د خواف تمځاي څخه د افغانستان د روزَنګ تمځاي پورې تر یو سل څلویښت کلومیټرو پورې جوړه  شوې ده چې په ټول کې ددغې لارې د ایران او افغانستان په دوو برخو کې پر شمتیق سرحدي تمځای سربیره  ۳۶۴ واړۀ او لوي پلونه  جوړ شوی دی.

د سیاسی چارو یو کارپوه عارف اکرمي په دې باب وائي؛ دایران اسلامی جمهوریت،د چابهار نړیوال بندر له لارې  له نړیوالو بازارونو سره د افغانستان د بازارونو ترمینځ د ارتباط په رامینځةکولو سره د افغانستان د  مواصلاتي لارو او همداراز د  تجارت  له ودې او پیاوړتیا سره ډيره ستره مرسته کړې ده.د ایران په هلوځلو سره ،اوس افغانستان د سړک،ریلي او هوائي او سمندری مواصلاتي لارو په وسیله،د عمان او هند سمندرونو له الرې  له بازارونو سره  ګَنډل  شوی دی.   

Image Caption

 

  تیره اونۍ پاکستان هم له مختلفو بدلونونو سره  مخ شوی ؤ چې په هغو کې د پاکستان لومړي وزیر، ولسمشر، ددغه هیواد د پارلیمان مشر او مرستیال مشر د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپلو جلاجلاپیغامونو کې د وحشي صهیونیسټي رژیم  د نیواکګرۍ د دوام او  په محکومیّت او د فلسطین د ملت له آرمانونو سره  د ژمنتیا په بیا نوي کولو سره  اعلان کړی دی، د قدس نړیواله ورځ، د بیت المقدس  د آزادۍ او د دغه غاصب رژيم  له منګولو د فلسطینیانو د  نجات لپاره د  مسلمانانو او دنړۍ د ملتونو یوه خولۀ کیدا ده. په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر دفتر د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت ددغه هیواد د لومړي وزیر شهباز شریف  پیغام  خپور کړ.شهباز شریف د غزې د جنګ شهیدانو ته په احترام کولو سره او د اسرائیلو په وسیله د فلسطینیانو د نسل وژنې په وړاندې د خپلې چُپتیا د ختمولو لباره  له نړیوالې ټولنې په غوښتې سره  ټینګار کړی دی، دا یو ښکاره حقیقت دی چې غاصب اسرائیل د فلسطین پر ملت تپل شوی دی او ددغې غمجنې  کیسې  پیلامه د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اومې نیټې څخه  نه ده،بلکې پخوا څه دپاسه اوو لسیزو ته ورګرځي.د هغه په وینا،د پاکستان ولس د روژې دمبارکې میاشتې په وروستۍ جمعې ورځې له نورو اسلامی ملتونو سره مټ په مټ د خپلو فلسطینیو خوئيندو او ووروڼو په ملاتړ کې د قدس نړیواله ورځ لمانځي .   

Image Caption

 

         په تیرې اونۍ کې  د پاکستان دعدلیې وزیر د انسان دوستۍ په کړچار سره د ایران او پاکستان د بندیانو د خوشی کولو پر آستانتیاؤ مشتمل د ایران د اسلامی جمهوریت د عدلیې د مرستیال  وزیر د وړاندیز هرکلی وکړ او  په دې باب  د لازمو ملګرتیاؤ  د وړاندې کولو ډاډ ئې ورکړ..سناتور اعظم نذیر تارړ په اسلام اباد کې له عسکر جلالیان سره  په کتنې کې د ایران او پاکستان  د دوو اړیکو اړیکو په تیره بیا د قضائي،حقوقي او کنسولی حوزې کې له اړیکو سره  د اړونده ترټولو وروستیو بدلونونو په باب  دنظر تبادله وکړه. د ایران د عدلیې د مرستیال وزیر په وینا،همدااوس د ایران په بندونو کې یوسل شپیته پاکستانیان او شپیته ایراني بندیان هم د پاکستان په مختلفو زندانونو کې شپې سباکوي.له دې امله عسکرجلالیان ددواړو هیوادونو د بندیانو د خوشي  کولو د وړاندیز په وړندې کولو سره ووئیل،مونږ تیار یوو،څو په لومړنۍ مرحلې کې په ایران کې پاکستاني بندیان  د انسان دوستۍ په دلیلونو خوشي کړو او متقابلا په پاکستان کې ایراني بندیان هم ایران ته راوسپارل شي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر د اقتصادي ډيپلوماسۍ مرستیال مهدي صفري  تیره اونۍ پاکستان ته په سفر کې ددغه هیواد د ولسی جرګې له مشر آیاز صادق سره کتنه  کړې او دواړو لورو،د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا په اقتصادي او پارلیماني حوزو کې ئې د ملګرتیاؤ  د پراختیا لپاره پر متقابل چمتووالي ټينګار وکړ.سردار آیازصادق پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د پارلیماني او اقتصادي  پلاوي په سفر په خوښۍ  ښودلو سره  ددواړو هیوادونو د زاړو اړیکو په اهمیّت ټینګار وکړ او وې وئيل،  ایران او پاکستان په مختلفو حوزو کې  د خپل مینځیو تخنیکي ملګرتیاؤ لازیاتې پراختیا ته اړتیا لري او باید د دغه بهیر له چټک کولو سره  د مرستې لپاره د پارلیمانونو  له ظرفیّته  استفاده وکړو. د پاکستان د  ولسی جرګې مشر  د ایران او پاکستان ترمینځ د ولسی ارتباطاتو د زیاتولو لپاره د پارلیماني ډيپيلوماسۍ د پرمخ بیولو او  ګډو ګټو ته په رسیدا کې   له حکومتونو سره د  مرستې غوښتنه وکړه.

Image Caption

 

په دغې کتنې کې  مهدي صفری هم ټينګار وکړ،تهران  له خپل دوست او ګاونډي هیواد پاکستان  سره د  خپلو اړیکو لا لوړتیا ته اهمیّت  و رکوي. هغه د ایران او پاکستان  په دوو اړخیزو ملګرتیاؤ کې د نوي  سپَرکو د پرانیستو په تیره بیا د دوواړخیزو تجارتي چارو د اندازې د زیاتولو لپاره د اغیزشیندونکو ګامونو  د پورته کولو په ضرورت په ټینګار سره ووئیل،ایران له پاکستان سره د پارلیماني پلاؤ دراشه دیرشه او ددواړو هیوادونو ترمینځ د پارلیماني دوستۍ د ډ لو فعالیدا هرکلی کوي.

 د سیاسی چارو یو کارپوه محسن رویی صفت په دې باب وائي،ایران او پاکستان پر اسلامی شونې اوګاونډيتوب سربیره،د اکو اقتصادي ملګرتیا موسیسې مهم غړی هم حسابیږی،البته د دوي تجارتي مبادلاتو اندازه  قانع کونکې نه ده او ددغه وضعیّت لوړتیا د ایران او پاکستان  ترمینځ  د تجارتي او اقتصادي ظرفیّتونو لازیاتې پيژندګلوۍ او د اقتصادي ډيپلوماسۍ  پیاوړتیا ته اړتیا لري.

                د تهران د پښتو خپرونې  خوږو مینه والو  د افغانستان او پاکستان د تیرې اونۍ د ځينو مهمو بدلونونو په باب  د اونیز پروګرام  وخت هم همدومره ؤ نو تر بل پروګرام پورې مو په نیاؤمن خدای سپارو ، سوکاله او بریالي ووسئ.

 (سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

 

 

 

 

 

ټیګونه