Apr 20, 2024 14:53 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کې

د تهران د پښتو خپرونې او انـترنیټي پاڼې خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د ایران د ځینومهمو پيښو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې یوو،په پیل کې د ایران دتیرې اونۍ دځينو مهمو پیښو په باب یوه لنډه شان خلاصه درآوروو،او بیا مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .نو هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

*******************

*/*/*/

د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران د وري د میاشتې په ۲۶سهار وختي د صهیونیسټ رژيم پر ځینو هوائي ډګرونو او پو ځي مرکزونو د ډرونز  او کروز او بالسټیک توغندیو  پړَک پروک  او درز دروُز.....

*/*/*/

د ملګروملتو په امنیت شورا غونډې کې د ایران د خارجه وزیر روښانونې

*/*/*/

 او د امریکا له خوا په امنیت شورا کې د فلسطین دغړیتوب په سپين سترګیتو سره ویټو کول او د ایران له خوا ئې سخته غندنه ،  په تیرې اونۍ کې د ایران ځیني مهمې پيښې  وې چې  البته اوس مو هم رابولوو، دځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته .....

********************

Image Caption

 

  دوستانو لکه څنګه چې خبر ئۍ د  وري د میاشتې په ۲۶نیټه سهار وختي د ایران داسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو مبارزانو ،د یوشمیر بالسټيک او کروز  توغندیو او همداراز په ډيرو ډرونز  الوتکو سره  د  صهیونیسټ رژيم د ایف -۳۵ډوله جنګي الوتکو د ساتونکي نواتیم هوائي ډګر پشمول ددغه وحشي او جنایتکار رژيم پوځي او امنیتي بیخ بینائي تاسیسات او پوځي مرکزونه په شیشت کې په راوستو سره  په لوخَړو کې پټ کړل. 

د سپاه پاسدارانو په دې اړه په اعلامیې کې راغلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت د سټراټژيکو سیاستونو په پيروئ کې د امریکا ترهه ګرحکومت ته خبرداری ورکول کیږي د ایران په ګټو په ګوزار کې هرډول ګډون او پشتیباني،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ پښمانه کونکی او پریکنده ځواب  په ځّان پسې لري؛ همداراز امریکا د جنایتکار صهیونیسټي رژيم له شرارته د ډکو اقداماتو په باب مسئولیّت لري او په سیمې کې ددغه ماشوم وژونکي رژيم د نه کنټرولولو په بڼه کې دې ددغو اقداماتو نتیجې هم ومني.

Image Caption

 

 د ایران خارجه وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره روښانه کړې ده؛د ایران د اسلامی جمهوریت وسلوال ځواکونه په سورئې کې د دغه هیواد د حکومت په رسمي بلنې سره د پوځي سلاکارانو د شهادت په غبرګون کې او د صهیونیسټي وحشي رژيم د بیابیا پوځي تیریو په ځواب کې او ورسره د  ملګروملتو د منشور په ۵۱ مادې کې د مطرح روا دفاع د شخصي حق په اعمالولو کې  په دمشق کې د ایران په ډيپلوماټیکو  ځایونو باندې د اپریل په لومړۍ نیټه د جنایتکار صهیونیسټي رژيم د پوځي حملې په په ځواب کې  ددغه رژيم د پوځي مرکزونو او هوائي ډ ګرونو په ضد یولړ پوځي  عملیات ترسره کړل.

په دغې اعلامیې کې راغلي دي،د ایران اسلامی جمهوریت  د نړیوالو حقوقو او د ملګروملتو د منشور د موخو او اوصولو په باب  پر خپلې پابندۍ  په بیا په ټينګار سره له زور او تیریو د هرډول غیرقانوني استفادې په وړاندې د خپلو ملی ګټو،حاکمیّت او مځکنۍ بشپړتیا څخه د پریکنده دفاع لپاره پر خپل کلک هوډ ډنګتیا کوي.

Image Caption

 

              د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم ریئسي د تیرې پنجشنبې په ورځې په یولړ څرګندونو کې ووئیل،نن سبا اسلامی او درسته نړۍ له  ستمګر صهیونیسټي رژيم سره په ضدیّت او د فلسطین په دفاع کې   ایران د اسلامی جمهوریت ددریځ پر حقانیّت  خبر شوی دی.

د اسلامی ایران ولسمشر د اسر ائيلو د نسل وژونکي رژيم په ضد د سپاه پاسدارانو د رټونکو او سزاکونکو عملیاتو ته په اشارې سره  زیاته کړې ده ، امریکا او صهیونیسټ رژيم ګمان کاوۀد ایران اسلامی جمهوریت  کرامت داغي کولی شی او په همدې اساس  ئې په سورئې کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې  حمله وکړه ، خو  د ایران لوي ملت  دوي سخت سزا  کړل او وې رټل.

 ابراهیم ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې د سرزوري او بدماشۍ دوران ختم شوی دی ، روښانه  کړه ،له ځينو لویدیځوالو  هیوادونو سره په خبرواترو کې هغه که حضوري  وي او که ټيلیفوني،ټينګار شوی چې د ایران ملت  عقلانیّت، تدبیر ، منطق  لرونکی او د مذاکراتو ملت دی . د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار کړی ،که  وغواړي ، په زور او یا بدماشۍ سره  د ایران له ملت سره خبرې وکړئ ، نو د ایران لوي ملت او  حکومت به په قدرت سره ستاسو په مقابل کې ودریږي.

   د ایران د اسلامی جهوریت  خارجه وزیر  د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډې کې پخپلې وینا کې  ووئيل،د اسرائيلو تیریګر رژيم باید  مجبوره شي د ایران د ګټو په ضد د هرډول لازیاتو پوځي ډغرو له تکرارولو لاس واخلي،کني نو ل دې به لاسخت او کوټلی ځواب وویني.

حسین امیر عبداللهیان د تیرې پنجشنبې په ورځې په نیویارک کې د ملګروملتو د امنیت شورا په غونډې کې پخپلو څرګندونو کې  ووئيل،د ایران اسلامی جمهوریت هم  ددغه تیریګر  او نسل وژونکي رژيم د بشپړ او چورلټ پښمانه کونکی  او ورته د فوری، پریکنده او پياوړي ځواب ورکولو کې  له خپل شخقي حقه په استفادې کې  به یوه شیبه  هم شک ونه کړي او دا یوه نه بدلیدونکي فیصله ده .

Image Caption

 

امیر عبداللهیان  همداراز په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې  د اسرائیلو د حملې  دمحکومیّت په باب د ملګروملتو او امنیت شورا په منزوي کیدا په سختو نیوکو سره یادونه وکړه چې امنیت شورا د امریکا، بریتانیا او فرانسې د بشپړغیر مسئولانه  چلند په خاطر ددغې  حملې په غبرګون کې مطلقا په غیرقانوني توګه  یوازې د محکومیّت  د اعلامیې  له صادرولو  هم عاجز پاتې شول.

 د ایران خارجه وزیر  په دوام کې دغزې تړانګې  بدلونونو ته په اشارې سره ااو د په دغې تړانګې کې د صهیونیسټي رژيم په نسل وژنې د لویدیځي هیوادونو په هراړخیزو ملاتړونو په سختو نیوکو سره  ووئیل، د جنګ د فوری دریدا او د فلسطین مظلوم ملت ته د هراړخیزو  مرستو د لیږدولو په باب د درو پریکړه لیکونو او یوې  اعلامیې  له تصویبیدا سره سره اسرائيلي رژيم  په بشپړ  وحشي توب سره وژلو او ویجاړیو ته دوام ورکړی  چې  په نتجیې کې ئې  څه دپاسه ۳۴ زره  عام فلسطینیان  چې زیاتره ئې ښځې او ماشوامن دي ، په بوږنونکي ډول شهیدان شوي دي .

         د  ایران د اسلامی جمهوریت  د خارجه وزارت ویندوي د امریکا په وسیله د ملګروملتو کې د فلسطین د بشپړ غړیتوب د پریکړه لیک ویټو کول په سخته محکوم کړل .

د ملګروملتو امنیت شورا د پنجشنبې په شپه  په ملګروملتو کې د فلسطین دبشپړغړیتوب  د پریکړه لیک  په باب راي واخستې چې  ددغې شورا له پنځلسو غړو څخه  دوولسو غړو  پریکړه لیک ته مثبته رایه ورکړه او  سویس او انګلستان ورته سپینه  رایه ورکړه ، خو امریکایوازینی غړی هیواد ؤ چې  منفي رایه ئې ورکړه او په دې توګه ئې دغه  پریکړه لیک ویټو کړ.

Image Caption

 

  د ایران  د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د تیرې جمعې په ورځې  په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د واشنګټن دغه اقدام  د امریکا د بهرنی سیاست ریاکار ماهیّت او د نړیوالې ټولنې په نزد دسپينې ماڼۍ د دریځ منزوي کیدا،د نړۍ دعمومي افکارو په  وړاندې لازیاته  رابرسیره کړه .

ناصر کنعاني زیاته کړه،په سیاسی،اقتصادي،پوځي،حقوقي او نړیوالو ډګرونو کې له وحشي  صهیونیسټي رژيمه  د امریکا  یو اړخیز او نامحدوده  ملاتړونه،په تیرو څه دپاسه اوو لسیزو کې  د سیمه ایزې او نړیوالې سولې اوامنیت  د قرباني کولو په بیّې  او  د امریکائي ښاریزونو د مالیاتو   په لګښت سره نه یوازې خپلې کړچار له لاسه ورکړی دی،بلکې د امریکا واکوالي ئې  هم ددنیا دعمومي افکارو په نزد بې آبرو  کړې  او ثابته ئې کړې ده،چې امریکا په نړیوالې ټولنې کې کوم مسئول لوری او  بې پلوه لوبغاړې نه ده.

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي  همدرااز له بحره تر نهر پورې د فلسطینیانو په ټول تاریخي ټاټوبي کې یو ځل بیا  د قدس شریف په پلازمینې  د فلسطین دخپلواکه  حکومت په جوړولو کې د فلسطین د ملت  پر نه انکاریدونکي  او روا حق  باندې په  ټینګار سریه  ووئیل، د ایران اسلامی جمهوریت  په دې اند دی چې  د فلسطین د مقاومت کونکي او اتل ملت  اراده  به د فلسطینیانو د دښمنانو  او دهغو په سر کې د  اسرائيلو په جنایتکار، جعلي او اپارټائيډ  رژيم  باندې بریالی شي.

           او د  ایران دا سلامی جمهوریت  د فرنګي او ازادې کشتۍ  یا غیږ نیونې  ملی ټيمونه  د قرقیزستان په پلازمینې بیشکک کې  د آسیا د  اتلوالۍ  په سیالیو کې د  آسیا اتلوالي وګټله. 

 د ایران د اسلامی جمهوریت د آ زادۍ  کشتۍ ملی ټیم   په بیشکک کې د آسیا د اتلوالۍ  د فرنګي کشتۍ  په سیالیو کې  د پنځو سرو زرو او  درو برنزو یا زیّړ میډالونو په ګټلو سره  اتل شو او دغه راز د ایران دفرنګي کشتۍ ملی  ټیم هم  د  څلورو سروزو زرو او  دوو زیّړو  میډالونو په ګټلو سره  د  اسیا اتلوالي  خپله کړه .

قهرما

Image Caption

 

نو خوږو دوستانو  د ایران د  تیرې اونۍ نومې  اونیز  پروګرام وخت هم همدومره ؤنو تربل وخت پورې مو په نیاؤمن خداي سپارو،ښاد او آباد ووسئ.  

( سیماب)

****************************************************************************************************************************************************************************     

 

ټیګونه