Apr 21, 2024 15:02 Asia/Kabul
  • افغانستان او پاکستان په تیرې اونۍ کې

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې په تیرې اونۍ کې د افغانستان او پاکستان د ځينومهمو بدلونو په باب له اونیز پروګرام سره ستاسو په خدمت کې  یوو. په پیل کې درته د دواړو هیوادونو دتیرې اونۍ د ځينو مهمو پيښو یوه لنډه شان خلاصه درآورو،بیا مو هم رابولوو،د ځينو موردونو په باب دتحلیلي برخې  آوریدو ته ....

******************

**/*/*/

طالبان او افغانستان ته د  افغان کډوالو د بیرته ستنیدا غوښته

*/*//*/

افغانستان او د سیمه ایزو تعاملاتو د رامینځة کولو لپاره هڅه

**/*/*/*/

دپاکستان دفاع وزیر او له  اسلامی ایران سره د غلیمانو ددښمنۍ علتونه

*/*/*/*/

 او د پاکستان تر ټولو زیات نفوس لرونکي بندري ښار  وروستي حالات،  په تیرې اونۍ  کې د دواړو هیوادونو ځیني مهمې پيښې وې البته اوس مو رابولوو،د ځينو موردونو په باب د تحلیلي برخې آوریدو ته

*************************

          دوستانو  د افغانستان  طالبانو حکومت  په تیرې اونۍ کې خپل هیواد ته د افغان کډوالو د بیرته ستنیدا غوښتنه وکړه.د افغانستان د طالبانو دحکومت د حج او اوقافو د وزارت سرپرست  مولوی نورمحمد ثاقب  هغو افغانانو ته چې  په مختلفو  هیوادونو کې ژوند کوي، وغوښتل بیرته دې خپل هیواد افغانستان ته راستانه شي.هغه په اروپا کې له دیره ځينو افغان علمي،کلتوري او ټولنیزو شخصیّتونو او پوهانو سره په کتنې کې چې کابل ته تللي،دغه غوښته مطرح کړه . د مولوي نورمحمد ثاقب په وینا  طالبان توانیدلي دي ،  په افغانستان کې  عمومي امنیت،انصاف اوعدالت تامین کړي. له دې امله هغه د افغانستان په آبادونې  کې د ونډې او خپل هیواد ته په بهر کې ددیره افغانانو د بیرته ستنیدا غوښته کړې ده . طالبان د ځینو هغو کسانو په وینا چې  ځانونه ئې په اروپا کې ددیره  افغانانو نمایندګان معرفي کړي دي، ووئيل،له طالبانو سره  اقتصادي ،علمي او اجتماعي ملګرتیاؤ ته تیار دي . د افغانستان د مسئلو یوه کارپوه اسد ا... بشیر په دې باب ووئيل،  د نړیوالو قوانینو په اساس هغه هیواد  بهرنی  وګړي چې  له داخلی او بهرنیو شخړو سره لاس او ګریوان نه وي، پناه غواړي نه حسابیږي. له دې امله خپل وطن ته د بیرته ستنیدا لپاره له افغان کډوالو څخه د طالبانو غوښته ، نه یوازې د  قانون په اساس ده ،بلکې  افغانستان  د هغو  پناه غواړو تجروبې او مهارت ته ډيره  زیاته اړتیا لري  چې  د ایران د اسلامی  جمهوریت په  څير په هیوادونو کې ئې ژوند کړی او د خلکو ترڅنګ د ژوند په خاطر  ئې نه یوازې زده کړې کړي دي،بلکېډیر مهارتونه ئې هم زده کړي دي  او  دافغانستان په بیارغونې کې  له دوي استفاده کیدلی شي.

              په تیرې اونۍ کې  په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت  د سفارت مرستیال  دافغانستان د طالبانو د حکومت د  سرپرست له سیاسی  مرستیال  سره په کتنې کې ټينګار وکړ،تهران  له افغانستان سره د سیمه ایزو تعاملاتوپه رامینځةکولو پسې دی.سید حسن مرتضوي له عبدالکبیر مولوي سره په کتنې کې د افغانستان په چورلیزتوب سره د سیمه ایزو  تعاملاتو  زیاتیدا ته په اشارې سره  ووئيل،،تهران له کابل سره د سیمه ایزو تعاملاتو د بشپړتیا لپاره خپلې هلې ځلې لازیاتې کړي دي او په دې زمینې کې د ښه اقدامات شوي هم دي. په کابل کې د ایران د سفارت  مرستیال په دغې کتنې کې ووئيل،د ایران اسلامی جمهوریت د هیڅ یو ه ګاونډي حکومت او هیواد په ضد  دحرکت لپاره  هیڅ فضا نه لري  او د افغانستان په باب هم  ددغه هیواد په ضد د فعالیت لپاره هیڅ ډول اجازت نشته.مولوي عبدالکبیر هم د افغانستان له خلکو څخه د ایران د اسلامی جمهوریت د ملاتړونو په مننې او ستاینې سره صهیونیسټي رژیم  ته د تهران  کلک ځواب روا دفاع وبلله.

    تیره اونۍ چې د افغانستان  ولس په نیواکي ټاټوبو  باندې د ایران د اسلامی جمهوریت  د ډرونز او توغندوي حملو  باندې په خوشالۍ ښودلو سره  دغه اقدام  د کافرانو پر لښکر د  ابابیلو حملې ته ورته وبالۀ. د اسلامی انقلاب  سپاه پاسدارانو، د وري دمیاشتې د ۲۶سهار  وختي  دیوې یوې اعلامیې په صادرولو سره  په اسرائيلو د  کې پر ځینو پوځي مرکزونو او هوائي  ډګرونو باندې د ډرونز او توغندیو  دحملو خبر ورکړ.د سپاه پاسدارانو توغندوي او ډرونز حملې  د افغانستان د ښاریزو د خوښئ لامل شوې .سید حسین  هاشمي  پخپله فیس بوک پاڼه د اسلامي انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ستر  انځور په خپرولو سره  لیکلي دي ، دحیدر صادق بچي پخپلو خبرو  عمل وکړ. محمد داؤد شهیدي هم  پخپله فیس بوک پاڼه ولیکل ،خداوندمتعال د مسلمانانو توغندي دد ابرهه پر لښکریانود ابابیلو په څیر وغورځیدل. شهیدي په دوام کې ووئيل، لبیک یا مهدي ، پرسید علی خامنه اي دې درود او سلام وي  چې د صهیونزم له سپیرو منګولو  د مسلمانانو د لومړنۍ قبلې د آزادولو لپاره  مبارزه کوي.  د فیس بوک ټولنیز چینل یوه بل کارؤنکي  علی جلالي  پخپلې پاڼې د ایران داسلامی جمهوریت دبیرغ  د انځور په خپرولو سره لیکلي   دي،ا... اکبر.نجیب ا...رحماني  هم پخپل فیس بوک پاڼې کې لیکلي دي،ا... اکبر ژوندی دې وي د ایران اسلامی جمهوریت.ولی زاده هم لیکلي ديد سلمان فارسی ټاټوبی،قدرتمن  او متمدن ایران د ډګر بریالی دی  ان شاا...::یوه بل افغان ښاریز  عظمت ا... عمري هم لیکلي دي ،ژوندی دې وي  د ایران اسلامی جمهوریت ، کامیاب دې وي د ایران اسلامی جمهوریت. د ټولنیزو چینلونو یوه بل کارؤنکي  فرهاد سروش  هم لکلي دي ،   ا... اکبر ، ژوندی دې وي اسلام ، ژوندی دې وي د ایران اسلامی جمهوریت .  جواد آینی  هم لیکلي دي ،ژوندی دې وي اسلام او ژوندی دې جمهوری اسلامی ایران ، خدای تعالی دې د ایران  پشتیبان اوملاتړی ووسي څو د اسرائیلو لپاره یو داسې سخت  درس ورکړي ، چې هیڅکله  ئې هم هیر نه کړي. 

Image Caption

 

                   په تیرې اونۍ کې پاکستان هم له یولړ بدلونونو  سره مخامخ ؤ چې په هغو کې ترټولو مهم په نیواکي ټاټوبو د ایران د اسلامی جمهوریت له حملو څخه پراخ عمومي ملاتړ  ؤ. د پاکستان  د سیاسی چارو  نامتو کارپوه او تحلیلګر  زاهد حسین  په یوه یاددښت کې ولیکل،ایران د خپلې کونسلګرۍ په ضد له نړیوالو قوانینو سره   توپیري او لمسؤنکي عملیاتوته په  ځواب کې چې د اسرائيلو په وسیله  د سورئې په دمشق کې شوي ، په یوه دفاعي او مناسب ځواب لاس پورې کړ چې  اصلي هدف ئې  صهیونیسټانو ته  یوجوت پیغام لیږل وو. دغه پاکستاني لیکوال د اسرائیلو دایراني ضد اقداماتو په تیره بیا په دمشق کې د ایران په کونسلګرۍ  دحملې  په وړاندې  دامریکا او دهغې دمتحدانو   کړچار  منافقانه وبالۀ او وې لیکل،د اسرائيلو له  تیریو څخه  د لویدیځي جبهې  بې  قید اوشرطه ملاتړ نه یوازې په غزې کې د فلسطینیانو   نسل وژنه زیاته کړې ده، بلکې اسرائیلو ته ئې دغه جراءت ورکړی دی چې به سپین سترګیتوب سره  د تهران د ډيپلوماټيک او پوځي  ګټو په ضد مستقیمه حمله  وکړي. هغه زیاته کړې ده ، که څه هم ایران د اسرائيلو په ضد دپوځي ځواب  وروسته وئيلي دي، چې  ددغه رژیم  رټونکی اقدام پاي ته رسیدلی دی ، خو  داسې ښکاري ، اسرائيل هماغه شان  له ایرانه دغچ اخستنې مدعي او دتاؤتریخجنو  نښتو په زیاتولو پسې دی . زاهد  حسین ټینګار وکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د غچ اخستو په پلمه  د اسرائيلو هرډول نوی تیری به سیمه  د   یوه بل ګړَنګ تر خولې ورسوي  او نور به تل پاتې سولې او آرامښت  ونه وینو. د اسلامی انقلاب سپاه پاسدارانو  د یکشنبې سهار وختي  د یوې اعلامیې په خپرولو سره  د اسرائيلو په لور د سلګونو ډرونز او توغندیو د شړلو خبر ورکړی ؤ .  په  دغې خبرتیا کې راغلي وو، په دمشق کې د  ا یران د سفارت په کنسولي برخې  د حملې او په سورئې کې د ایران دیوشمیر پو  ځي سلاکارانو شهادت پشمول  د صهیونیسټ  رژيم د ډیرو جنایتونو په ځواب کې  د فلسطین  دنیواکي ټاټوبو په داخل کې  ټاکلي موخې په سلګونو ډرونز او توغندیو  سره ټارګټ  کړي دي.

              په عین حال کې د پاکستان دفاع وزیر هم ددې خبرې په منلو سره چې  د ایران له اسلامی جمهوریت سره دغلیمانو ددښمنۍ دلیل د فلسطین له مظلوم ملت څخه  ددغه هیواد  ملاتړ  دی، ټينګار وکړ، د ایران په کنسولګرۍ حمله ،یعني  ددغه هیواد پر مځکنۍ بشپړتیا  حمله  اونو ځکه ددغه اقدام په ضد د تهران  اقدام یو دفاعي او مناسب اقدام ؤ.  خواجه محمد آصف  وئیلي دي  ،   اسرائیلو په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې  په حلمې کې په حیقت کې ددغه خپلواکه هیواد په خاورې حمله کړې ده  چې په نتیجې کې ئې یو شمیر لوړپوړي پوځي افسران او قوماندانان شهیدان شوي دي. هغه  ټینګار کړی دی،د ایران په ډيپلوماټيکو ځایونو د اسرائیلو له حملې وروسته  د تهران غچ اخستل شوني وو. نو ځکه د صهیونیسټ رژیم  په ضد د ایران داسلامی جمهوریت پوځي عملیات د دوي یورواحق  او مناسب اقدام ؤ. د پاکستان دفاع وزیر وئیلي دي ، چې ایران د اسرائيلو په ضد په عملیاتو سره  ددغه رژيم  پوځي جغرافیا او نقشه ترلاسه  کړې ده او دغه درست ټاټوبی  د دوي په وړاندې دی ،نو  ځکه د صهیونیسټانو  له خوا  هر ډول نوی اقدام به  د دوي په تاوان تمام شي.

د سیاسی چارو یوکارپوه امین فرجاد په دې باب وائي،د ایران اسلامی  جمهوریت  د صهیونیسټ رژیم د باؤؤ  د  ماتولو  لپاره پخپلې ژمنې عمل وکړ او  وې ښودله چې  دغه تیریګر رژيم د عنکبوت،یا جلا یا غَڼې  له جاله  هم کمزوری او د شیشې  یو کور دی  چې په یوه جدي   جَټکې سره به ونړیږي.

   دوستانو ددغه مطلب وخت هم دلته پاي ته رسیږي، نو تر بل وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو،بریالي او سرلوړي ووسئ.

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

ټیګونه