Feb 16, 2016 17:18 Asia/Kabul
  • اسلامی وحدت
    اسلامی وحدت

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو دخپرونې په دې شیبو کې داسلامی نړۍ دوحدت اویووالی په باب دسید جمال الدین اسد آبادي دلیدتوګو په باب درسره غږیږو نو په دې هیله چې داستفادې وړ مو وګرځي له مونږ سره ووسئ .

  دوستانو  داسلامی وحدت  دلړۍ   په نننۍ برخې کې یوځل بیا ستاسو په خدمت کې یوو .  په تیر پروګرام کې مو اشاره وکړه  چې  اسلامی نړۍ ته  د استعمار ورتګ  په اسلامی نړۍ کې د تفرقې ،درز اوتاؤتریخوالي  د زیاتیدو لامل  شو ، خو دیووالی او اتحاد  غواړو ځینومثبتو غبرګونونو زمینې ئې هم برابرې کړي دي .له دغه بهیر سره دبلدتیا لپاره   په راتلونکو څو  پروګرامونو  کې داسلامی مسلحانو دلیدتوګو اوتفکراتو  او داسلامی امت پر اتحاد  دهغو داغیزو باندې غور او څيړنو ته مخه کوو  . په اوسني برخې کې   هم  په اسلامی نړۍ کې  د وحدت پالو لیدتو ګو دبیرغوال او جارچي  یعني سید جمال الدین اسد آبادي سره  بلدیږو  نو له مونږ سره ووسئ
  سید جمال الدین  اسدآبادي  په وروستیو پیړیو کې  داسلامی اتحاد  یو لومړنی  جارچي او  خورا مهم دینی اصلاح غواړی  دی .  هغه دهغې  دیني اصلاح غواړي ډلې  غړی دی چې  دنولسمې پيړۍ  په وروستیو او دشلمې پيړۍ په لومړنیو کې ئې  هڅه کوله ، دیني عقاید  له انحرافاتو اوخرافاتو  وژغوري او  اصیل اسلام ته ئې وروګرځوي،  څو  دستنیدو  له دغې لارې ، دیني تعلیمات  په عقل او  دوخت  دغوښتنو په اساس  برابر  او لارښونې ئې د نوي زمانې دانسان لپاره غوټه پرانیستونکي  کړي .په دغه اصلاح غواړي بهیر کې،له لودیځ سره  مقابله کونې  ځانګړی ځاي درلود او دختیځي ملتونو  په تیره بیا داسلامی ټولنې  دوروسته پاتیوالي   دیوه خورا مهم علت په توګه  دلودیځ په نظر کې په نیولوسره د مسلمانانو یووالی او وحدت د دغه مشکل نهائي حل لاره ګڼل کیدله .سیدجمال الدین اسد آبادي  په دغه فکري او سیاسی بهیر کې   هم نظریه وړاندې کونکی رول درلود او  هم کله چې  شرائطو ایجابوله  دیوه احساس لرونکي په توګه ئې ډګر ته دنګل  او  داسلامی هیوادونو  له مشرانو سره په مکاتباتو، داونیزې په خپرولو ،په خلکو کې په ویناؤ سره ئې  داسلامی اتحاد پلان تعقیباوه .
     هغه  په داسې پړاؤ کې  دمسلمانانو اوختیځي ملتونو   ویښولو ته مخه کړه چې  ایران ،عثماني  حکومت او هند  دانګلستان ،روسیې ، اوفرانسې  په څير داروپائي حکومتونو  له پلوه د سیاسی ، پوځي او نیواک له خطرې سره  مخامخ شوي وو  او  نوره اسلامی ټاټوبي  هم  په مستقیم یا غیر مستقیم ډول  د لودیځي  حکومتونو د استعمار او سلطې  لاندې  او له ټولو زیات  د نوموړو درو اروپائي  حکومتونو او دهند  تر سلطې  لاندې  ورغلي وو . د سید جمال الدین  ذهن  په لومړنۍ مرحلې کې   په افغانستان  هندوستان ، مصر ،ایران  اوعثماني ټاټوبو کې  خپل  فعالیتونه  دهیوادونو کورنیو مسئلو ته متوجه  کول  او خپله زیاتره هڅه ئې په دغو  هیوادونو کې په سیاسی ،اقتصادي اوټولنیزو  اصلاحاتو کې لګوله خو سوکه سوکه   او  له بهرني استعمار سره د هیوادونو داخلی مشکلاتو دپيوند په لیدو سره  دې نتیجې ته ورسید چې  داستعمار له سلطې  دهغوی له ژغورنې مخکې  د هغوی دداخلی وضعیّت اصلاح  ناممکنه او  بې نتیجې   او یوازي  داسلامی یووالی او اتحاد  په پوره کیدا او  دمسلمانانو او دملتونو دمذهبونو  ترمینځ دتفرقې او اختلافاتو  په ختمیدو سره  ده چې  دلوديځي استعمار  په وړاندې مقاومت کولی شي .
  دسید جمال  داسلامی حرکت  اساس او دپيلیدا ټکی  او  دلودیځي  استعمار  په مقابل کې  دمسلمانانو  وحدت ته دهغه پام ،په حیدرآباد او کلکتې  کې  دهغه داوسیدو څلورکلن پړاؤ ته  ورګرځي .  هغه په د غه پړاؤ کې  په حیدرآباد کې  دالعروه په نامه  دیوې پټې او سیاسی ټولنې  په جوړولو سره  بریالی شو چې سوکه سوکه   دمصر،تیونس   او د شمالی افریقا د ځينو نورو سیموپشمول  دنړۍ په زیاتو برخو کې  څانګې جوړې کړې .  د دغې ټولنې  اساسی موخه،دنړۍ په سویه  دمسلمانانو وحدت او  له لویدځي استعمار سره دمبارزې لپاره  هڅه وه .  پر هند د انګریزانو  سلطې  او دغه راز  په دغه هیواد کې له مسلمانانو سره   د ارتباط په ټينګولو کې دسیدجمال محدودیتونو  ته په پام سره  هغه له دغه هیواده بهر شو  او اروپا ته لاړ .   هغه په اروپا کې  د: العروة الوثقی : په نامې سره     په یوې اونیزې کې  داسلامی وحدت  نظریه تعقیب کړه او  ددغې اونیزې  د اتلسو ګڼو په خپرولو سره ئې  چې په هغو کې دلودیځي استعمار په  وړاندې  دمسلمانانو دوحدت   د ضرورت په باب  مهمې مقالې اوسرمقالې  مطرح کیدې ، وتوانید خپلو لیدتوګو ته د  نړیوالو په تیره بیا  دمسلمانانو  پام جلب کړي   ؟
****************
     سید جمال الدین اسد آبادي  په دغو مقالو کې  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې  د مسلمانانو  دمشکلاتو او مصیبتونو  په بیانولو سره  د دغو مشکلاتو او ستونزو ریښه   داسلامی هیوادونو د واکمنانو د داخلی استبداد او  د لودیځي استعمار  په دوو عواملو کې لټوه او له هغو سره دمقابلې یوازینۍ لاره  ئې دټولو مسلمانانو  وحدت او یووالی باله .ددغې اونیزې خپریدا وتوانیدله  دنړۍ د مسلمانو  ملتونو دعمومی افکارو  دپام په جلبولو سره  د اسلامی اتحاد لپاره مهم ګام پورته کړي . په  دې توګه چې  هغه ډ يرې اونیزې او خپرونې  چې   دایران پشمول په اسلامی هیوادونو کې  خپریدې ،د  اسلامی وحدت آئيډیا ئې دود او   په مسلمانانو کې ئې  په بیلابیلو ژبو  د عروةالوثقی  د مقالو په ترجمه کولو سره  د وحدت او انسجام  دټينګولو لپاره  د واکمنانو اوخلکو  دفکرونو  د تیارولو لپاره  هڅه وکړه .  سیدجمال  د خپلې  اونیزې   په لومړنۍ  ګڼې کې  یولړ  جالب  وړاندیزونه مطرح کړل    چې که    داسلامی هیوادونو د و اکوالانو  په وسیله  دغه وړاندیز او دهغه اجرا  ته  جدي  پام   شوی وائ ، نو داسلامی وحدت آئيډیادعمل مرحلې ته لازیاته نزدې کیدله .
         هغه په دغې ګڼې کې   داسلامی نړۍ  د ام القرا په عنوان سره  په مکې کې   د مؤتمر اسلامی  دتاسیس کولو وړاندیز وکړ . سید جمال دخپلو سیاسی نظریاتو په ټولګې کې  د اسلامی نړۍ  د وحدت په باب  او ددغه دیني او سیاسی اتحاد  دپوره کیدا لپاره  دعمل په وخت  دنظر دیووالي ، ددفاع د آوزار  دپيژندګلوۍ ا و دخطرې په نسبت  دګډ احساس درې عوامل ضروري وبلل  او دغه اتحاد ته درسیدو لپاره ئې   پر ځينو اصولو او رودو  هم ټينګار کاوه .  هغه په دې اند ؤ چې  ترڅو   پر اسلامی هیوادونو یوه غیرتمنده ،شجاَّع ،صالحه رهبري او یو خپلواکه  او غوره نظام واکمن نه شي ،  نو د استعمار په وړاندې دمقاومت امکان  وجود نه لري او ، عملا د فاسدو، ویریدونکو  او بې  وسه  رهبرانو  او د لاس پوڅو  حکومتونو پّه شتون سره ، له استعمار سره  مبارزه مشکله ده . . همداراز  سیدجمال  په دې ا ند ؤ چې  د نړۍ مسلمانان  دمقاومت دیوه مرکز په توګه  یو قدرتمند اوستر  اسلامی  هیواد  ومني  څو ټول  دهغه هیواد په چورلیزتوب  داستعمار  په ضد یو ډول متحد  او  سره  غونډ شي او  په مکې کې داسلامی  خلافت  دمرکز   دجوړیدا لپاره د هغه هلې ځلې هم دهمدې په خاطر وې .
       سید جمال  د پردیو په وړاندې دمسلمانانوتعصب  ستایلو ، خو  له فرقه پالنې او   قومیّت  ګرائۍ  سره  سخت  مخالف ؤ  او  دا ئې  د  مسلمانانو  د کمزورتیا، دناکامولو او ویشلو   عامل باله .هغه په دې اند ؤ چې  که مسلمانان  سره یو او متحد شي   او  له فرقه پالنې لاس په سر شي  او خپل ځواکونه  دې  په سپيڅلي غوسې کې  د پردیو په ضد و کاروي ،ستر قدرتونه  دهغو په وړاندې د مقاومت وس  نه لري .سیدجمال   دنړۍ له مسلمانانو دفرقو دناسور  دختمولو لپاره  دخپل ملیّت  له ایشوا کولو ډډه کوله او  خپل مذهب ئې کله  شیعه  او کله هم حنفي سني معرفي کاوه . هغه هیڅکله مسلمانان  ،یوه خاص مذهب ته دپابند کیدا په دلیل نه رټل  او   د محمدي امت  په څير  دعبارتونو په کارولو  او پرې په ټينګار کولو سره ئې   اسلامی ولایت ،  او داسلام اوقرآن په اساس  وحدت  په نظر کې درلود.  او  له هرهغه ډول  دیني ، مذهبی اوملی  دریځ نیونو ئې  چې  د مسلمانانو د وحدت په بهیر کې د خنډ  دجوړیدو لامل کیده ، ډډه کوله .
        د العروة الوثقی  اونیزې  له بندیدا  وروسته  او د ۱۸۸۵کال له هماغه پیله چې سیدجمال لندن ته لاړ او په استانبول کې   په ۱۸۹۷کال کې  دهغه تر مرګ پورې ، اسلامی وحدت  ته  دسیدجمال  بلنې  لازیات  عیني او سیاسی اړخ  وموند. سید جمال  لکه څنګه ئې  عثماني امپراتورۍ  په داخلی ډګر کې  د ټولو عیبونو اونیمګړتیاؤ سره سره  دلودیځ  داستعمار  دیرغلونو خورا ستر خنډ  او خلافت  ئې  په مسلمانانو کې  په یوې  خورا باؤري  حکومتي لیدتوګې  او نفوذ سره  باله ، له دوهم سلطان عبدالحمید  څخه  ئې ملاتړ وکړ څو  دمسلمانانو په  پیاوړي کولو سره   دعثماني خلافت  موقعیَت ،  د لودیځي استعمار   له نفوذه اسلامی هیوادونه  خوندي وساتي . په  عین حال کې  له سلطان عبدالحمید سره ئې  د اسلامی وحدت دپلان په باب  مکاتبه وکړه  او  په یوه مفصل لیک کې ئې  هغه  داسلامی وحدت  دآئيډیا دپوره کیدا په باب  عملی وړاندیزونه وړاندې کړل . هغه چې  له انګریزانو سره د عثمانیانو   له اتحاد او  داسلامی وحدت دآئيډیا  په وړاندې  دانګریزانو پر کارړنګونو پوه ؤ ،  سلطان عبدالحمید ته ئې وړاندیز وکړ ، هندوستان ، افغانستان، بلوچستان ،ترکمنستان او بخارا  دعثماني خلافت تر سیوري لاندې ورولي  څو  دعثماني حکومت په پیاوړي کولو سره ، دروسیې په ضد نوي جبهه جوړه شي . .
دوهم سلطان عبدالحمید  چې  دخپلې واکوالۍ په پړاؤ کې  دنیشنلزم  له سترې څپې سره مخامخ ؤ له دغه پلانه ئې  هرکلی وکړ  څو  دوحدت دیوه اسلامي سیاست  په تعقیبولو سره  د امپراتورۍ  د ننه  دخپلې واکوالۍ  حدود او هم  داسلامی نړۍ محدوده وساتي .  په همدې اساس ، ئې له سید جمال سره  دخبرواترو لپاره  خپل یو استاذی ولیږه  او دهغه نظرونه ئې ترلاسه کړل . هغه  د سیدجمال   او داسلامی وحدت دلیدتوګې  دنورو ملاتړو  له نظرونو  په استفادې  سره ، داستانبول  په مرکزیّت سره  د اسلامی تفکر لرونکو پلاؤ ،ټولنو اوتشکیلاتو  په جوړولو سربیره ، دنړۍ  مسلمانانو  په تیره بیا   دآسیا  دمسلمانانو  دوحدت په لاره کې عملی ګامونه پورته کړل .  هغه  دبیت ا... الحرام  له  حاجیانو ،دآناتولی ټاپووزمې  ، مشاهد متبرکه ، بغداد اوعربستان    ترمینځ دریل پټلۍ  دتاسیس په ملاتړ سره  چې  وروسته وروسته  دهغه داسلامی تفکر  دهلوځلو سمبول  شو ، دنورو ټاټوبو   له مسلمانانو ملاتړ  او داسې نور اقدامات ،  داسلامی وحدت په زمینې کې  د سید  جمال   دآئيډیا  دپوره کیدا لپاره ګامونه  پورته کړل . خو   داسلامی نړۍ د اتحاد د آئيډیا له پوره کیدا د ویرې په خاطر  دانګریزانو  دنظر اعمالول او  ځيني نور عوامل ،  دسید  جمال  داسلامی اتحاد  دتفکر  دپوره کیدا  خنډ شول .
      دسید جمال  همداراز  داسلامی وحدت  دلیدتوګې  دپوره کیدا لپاره  ایران ته هم  څوسفرونه  وکړل  او  دایران دوخت له پاچا یعني  له ناصر الدین  شا او هم  له لومړي وزیر یعني  له  اعتماد السلطنه  سره ئې لیده کاته وکړل. خو  د درباریانو  مخالفتونه  او  له دې لامهمه  دانګریزانو دسیسه   داسلامی وحدت ډګر ته  دایران د ورتلو خنډ  شوه .  سید  جمال  په ایران کې دخپل  اوسیدو په شپو ورځو کې  له هرڅه زیات   داسلامی وحدت د یوه اصلی خنډ په توګه  داخلي استبداد ته متوجه شو  او  د هغو په ضد ئې ډيرزیات فعالیتونه پیل کړل  په دې توګه چې   دتماکو په غورځنګ کې ( یعني  د انګلستان دحکومت یوه کس ته  دتوتون اوتماکو دپيرپلور  دانحصاري  امتیاز  د ورکولو په ضد چې په هغه وخت کې یو مهم تجارتي محصول ؤ،   د ایران دولس پاڅون ) ، چې   بصرې اوبغداد ته  دسید جمال  له جلاوطن کیدا وروسته په لنډ وخت  کې ترسره شو ، دتماکو  دبایکاټولو   دفتوا خاوند   میرزا شیرازي ته  دیوه لیک په لیږلو سره ئې ، دناصر الدین  شاه  استبداد په ضد  اغیزمن رول ولوباوه .
        دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه والو  ددغه نننۍ برخې وخت همدومره ؤ ، انشاا....  په ورپسې بلې برخې کې  به  درسره د اسلامی وحدت  په هکله  د سید   جمال الدین اسد آبادي  دلیدتوګو په باب دسره وغږیږو  ،نو ترهغه وخته مو په نیاؤمن خداي سپارو .

                                                                                                                                                                                                                (سیماب)

******************************************************************************************************