د امریکا کورنیو حالاتو ته کتنه
د تهران راډیو د انټرنیټ پاڼې درنو مینه والو د سلام په وړاندې کولو سره، د خپرونې په دې برخه کې په تېره اونۍ کې د امریکا مهمو سیاسی، اقتصادی او ټولنیزو بدلونونو ته کتنه کوو.
اوباما ټینګار وکړ چې پر هر دین برید، زموږ پر ټولو باورونو بریدګڼل کېږی.
داسې ښکاری،دینی ناصبریو زیاتېدو ته د اوباما اشاره، په حقیقت کې تر ډېره په امریکا کې د نورو دینونو په ځانګړې توګه اسلام او د امریکا په ټولنه کې د اسلام ځپنې پراختیا ته ددښمانه دریځ زیاتېدو ته متوجې ده چې په اروپا او امریکا کې وروستیو ترهګرو پېښو، یعنې په پاریس کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر ۱۳مې پېښې ته په پام سره چې له امله یې ۱۳۰کسان ووژل شول او همدارنګه د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۲مه نېټه د کلیفرنیا په سن برناردینو کې هم ترهګره پېښه چې پکې ۱۴ کسان ووژل شول، بې مخینې تاتریخجنې پېښې دی.
ددې بریدونو رامنځ ته کېدل ددې لامل شول چې په اروپا او امریکا کې ښی اړخه سخت دریځو د خپلو موخو د پرمخ بیولو لپاره له اسلام سره ددښمنۍ او د مسلمانانو پرضد د روانی فضا د رامنځ ته کېدو لپاره له هغو څخه ناسمه استفاده وکړی.
په دې منځ ومان کې،د امریکا جمهوری غواړی میلیارډر نوماند، ډونالډ ټرامپ ددغه هېواد د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره هڅه وکړه چې د مسلمانانو پرضد د وړاندیزونو په وړاندې کولو سره د امریکا د خلکو نظر خپل کړی او د خپلې خواخوږۍ له زیاتېدو سره مرسته وکړی.
ویاند:
د سن برناردینو له ترهګرې پېښې وروسته د ډونالډ ټرامپ اسلام ضد دریځ، د هغه په اړه د جمهوری غواړو ګوند د پلویانود عمومی هرکلی او د هغه د خواخوږۍ د زیاتېدو لامل شوی دی.
په کالیفرنیا کې د سن بر نارډینو له پېښې وروسته، ټرامپ له اسلام سره په خپلو دښمنانه څرګندونو کې، امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ د بشپړ بندېدو غوښتونکی شو.
ددغه جنجالی جمهوری غواړی نوماند څرګندونې له نړیوالو غندنو سره مخ شوې دی.
البته د ا د لومړی ځل لپاره نده چې هغه د مسلمانانو پرضد دریځ نیسی.
ټرامپ له دې مخکې هم د لاډېرې څارنې لپاره د امریکا له مسلمانانو څخه د یو اطلاعاتی بانک د جوړېدو غوښتونکی شوی و.
باید وویل شی چې په لویدیځو رسنیو کې له اسلام سره ددښمنۍ ډک تبلغات او د سخت دریځو اقدامات دواړو د اسلام له مبین دین څخه د زیږې او غیر انسانی څېرې وړاندې کولو او له اسلام څخه د لویدیځوالو په ځانګړې توګه امریکایانو د کرکو د زیاتېدو لپاره عمل کوی.
په دې منځ ومان کې، امریکایی جمهوری غواړی میلیارډر نوماند، ډونالډ ټرامپ هم په پوره موکې سره، د اوسنی موقعیت څخه د ګټې اخیستنې په لټه کې دی او له اسلام سره په خپلو د ښمنانه څرګندونو سره، د هغو امریکایانو د رایو خپلولو په لټه کې دی چې د امریکا خاورې ته د مسلمانانو د ورتګ د مخنیوی غوښتوونکی دی او له سنۍ وضع څخه د ویره لری.
په امریکا کې د دینی ناصبریو د زیاتېدو په اړه د بارک اوباما وروستۍ څرګندونې په حقیقت کې د نورو دینونو په ځانګړې ټوګه اسلام او مسلمانانو پرضد اقداماتو او څرګندونو د زیاتېدو او وروستیو پېښو ته په پام سره شوې دی.
ویاند:
د امریکا ولسمشر بارک اوباما ددغه هېواد په مقدماتی ولسمشریزو ټاکنو کې د هیلری کلنټن څخه په ضمنی ډول ملاتړ وکړ.
دغه څرګندونې د ډیموکراټ ګوند د مقدماتی ټاکنو له پیلېدو مخکې د له کلنټن څخه د اوباما د تلویحی ملاتړ په معنا ګڼل شوې دی.
په دودویز ډول د امریکا ولسمشران د خپل اړونده ګوند په مقدماتی ټاکنو کې، بې طرفی مراعاتوی.
په همدې دلیل سپینې ماڼۍ څو میاشتې وړاندې اعلان وکړ چې بارک اوباما د ډیموکراټانو د ګوند په خپل منځی ټاکنو کې، ددې ګوند د هیڅ نوماند څخه ملاتړ نه کوی.
دغه موضوع هغه وخت ډېره پیاوړې وشه چې د اوباما مرستیال، جوبایډن اعلان وکړ، د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې به ګډون ونکړی.
په دې توګه، د ډیموکراټانو د ګوند دننه ټاکنیزو مبارزو په بهیر کې همدا اوس په د اسې پړاو کې دی چې اوباما یې هڅولی چې د خپلې بې طرفۍ په سیاست کې په یوډول له سره غور وکړی.
د روان کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټانو د نهایی نوماند د مقام خپلولو په توګه د سنډرز د بریالیتوب احتمال پیاوړتیا ته په پام سره ده چې اوباما نیت لری، د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې د کلنټن ماتې، په ۲۰۱۶ کال کې له هغه څخه د ملاتړ په اعلانولو سره جبران کړی.
ویاند:
تر دې مهم دلیل،د ډیموکراټ ګوند د منځ لاری نوماند، هیلری کلنټن سره ددغه ګوند د کیڼ اړخه نوماند، سنډرز لیدتوګې توپیر لری.
سنډرز په امریکا کې پر ګیڼ اړخه مشهور دی او آن د ورمونټ اوسېدونکی دغه امریکایی سناتور له دې څخه هم ویره نه لری چې د سوسیال ډیموکراټ سیاستوال په توګه یاد شی، هغه لغت چې د امریکا په سیاسی فضا کې عموما سپکاوی ګڼل کېږی.
په وروستیو میاشتو کې د سنډرز انتخاباتی شعارونو هم تر ډېره ایډیال پالی رنګ او بوی لرلی دی.
که څه هم چې اوباما اته کاله مخکې هم د ایډیال پالی سیاستوال پېژندل کېدو چې د امریکا د بدلون نیت یې درلود.
په دې توګه اته کاله واکمنۍ بارک اوباما بدل کړ او په عمل کوونکی کس یې بدل کړ.
اوسمهال د ډیموکراټ ګوند پّ ځینو اغیزمنو څېرو کې دا اندېښنه شته چې د ګوند نهایی نوماند په توګه د ایډال او کیڼ اړخه کس معرفی کېدل، بالاخره د محافظه کارو د وحدت لامل شی او کېدای شی د ډډونالډ ټرامپ په شان کس ولسمشرۍ ته ورسېږی.
البته په امریکا کې کیڼ بهیرونه او بدلون غواړی، هیلری کلنټن او آن اوسنی اوباما تر اندازې ډېر منځ لاری ګڼی چې نشی کولای د ښی اړخو محافظه کارانو د تېری پرضد ملی خوځښت په لار واچوی.
دغه ډله پردې باور ده چې د اوباما وخت تېر شوی او له هیلری کلنټن څخه دهغه ملاتړ هم نشی کولای د ډیموکراټانو د ګوندی اوسنی داخلی سیالیو په بهیر کې بدلون رامنځ ته کړی.
ویاند:
د امریکا لوی څارنوال، لورټا لینچ د پولیسو تاوتریخوالی په د غه هېواد کې جدی ستونزه بللې او قانون ته د امنیتی ارګانونو د پابندۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.
مېرمن لینچ پرون د سویس په داووس کې د نړیوالې اقتصادی غونډې په څنډه کې ویلی، د امریکا د پولیسو ناسم چلندونه نن تر پخوا ډېره ښکاره دی.
د امریکا لوی ځارنوال، ټینګار کړی، چې د امریکا د پولیسو چلندونه نا مناسب او په ډېرو مواردو کې غیر انسانی دی.
د امریکا د لوی څارنوال په وینا، په امریکا کې د غلامۍ د لغوه کېدو له وخت څخه ۱۵۰ کاله تېرېږی چې ټاکل شوې وه دې ناوړه ښکارنده ختمه کړی، خو هماغه شان د امریکا د پولو په داخل کې د نوې مریه توب یا غلامۍ شاهدان یوو.
د رنګین پوستانو په ځانګړې توګه د تور پوستو پرضد د امریکا د پولیسو د پراخ او بې حده تاوتریخوالی او سپکاوی په اړه د امریکا ددولت د یوه لوړ پوړی مقام اعتراف په حقیقت کې د امریکا د پولیسو د سرکشه چلند ښودنه کوی چې ددغه هېواد د خلکو په ځانګړې توګه تورپوستان پرضد د هغوی د غیر انسانی چلند آوازه د امریکا له پولو څخه هم وتلې او د نړۍ د عامه افکارو په نزد ښکارنده پېژندل شوې ده.
هغه تاوتریخوالی چې د امریکا په ټولنه کې د پولیسو له خوا د لږکیو پروړاندې ترسره کېږی، په جرړه ییزه توکم پالنه کې مخینه لری چې په امریکا کې له ډېر پخوا څخه واکمنه پاتې شوې ده.
په دې توګه په وروستیو کالو کې د امریکا په ټولنه کې د پولیسو د بې رحمانه او تاوتریخجنو چلندونو پرسر په ځانګړې توګه د ۲۰۱۴ کال په اګست کې په فرګوسن ښار کې د یوه سپین پوستی پولیس له خوا د تور پوستی امریکایی زلمی، مایکل براون د وژلو په پیښې سره د د امریکا په ټولنه کې تاوتریخولی لا ډېر شوی دی.
ویاند:
اصولا له امریکایی ښاریزو په ځانګړې توګه تور پوستانو سره ددغه هېواد پولیسو تاوتریخجن چلندترسره کېږی او په ډېری مواردو کې د هغوی له دلیل پرته ځورول کېږی.
فعالین وایی له تورپوستانو سره د پولیسو د توپیری چلند احتمال دوه چنده ډېر احتمال لری چې په محکمو کې محکوم شی.
په دې برخه کې د نظرسنجیو د نظر سره سم، ۷۰ سلنه تور پوستی امریکایان احساس کوی چې په امریکا کې د پولیسو د افسرانو په اړه بد چلندونه ترسره کوی پر وړاندې یې د قانون اجرا ډېر کمزوری عمل کوی.
د تور پوستو پر ضد د پولیسو د تاوتریخوالی مسئلې، په ځانګړې توګه ددغه هېواد د تور پوستی ولسمشسر، بارک اوباما د و لسمشرۍ په پړاو کې دوه چنده ارزښت پیدا کړی دی.
ځکه ډېرو داسې فکر کاوه چې اوباما به د پولیسو د تاوتریخوالی له زیاتېدو څخه په قانونی اقداماتو سره مخنیوی وکړی، خو هغه عملا په دې اړه اغیزمن اقدام ندی کړی.
په عین حال کې، په امریکایی ټولنه کې د رنګین پوستو (یعنې، تور پوستان او لاتین توکمه) جمعیت زیاتېدو ته په پام سره، چې د وړاندوینو له مخې، تر ۲۰۵۰ میلادی کال پورې ددغه هېواد د جمعیت ۵۰ سلنه جوړه کړی، د هغوی په اړه د پولیسو مخ پرزیاتېدونکې مسئله، له ډېر ازښته برخمنه شوې ده، ځکه د جمعیت په زیاتېدو سره، د رنګین پوستانو پرضد د پولیسو د تاوتریخجنو اقداماتو موردونه به هم زیات شی.
ویاند:
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګی لاوروف د امریکایی چارواکو له خوا د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین پرضد د فساد د ساختګی تورونو د طرحې په اړه خپله سخته نا رضایتی په ډاګه کړې ده.
لاوروف د جنورۍ په ۲۹مه د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د پوتین د فساد په اړه د امریکایی چارواکو څرګندونې ددواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالی د زیاتېدو لامل شی.
هغه واشنګټن ددوه اړخیزه عمدی تاوتریخوالی د زیاتېدو لامل وباله.
د سپینې ماڼۍ ویاند په دې وروستیو کې، په دې اړه د امریکا د مالیې وزارت د یوه چارواکی د ادعا د تایید ترڅنګ چې د روسیې ولسمشر فاسد کس دی، هغه یې د امریکا ددولت د لیدتوګې انعکاس وباله.
کرملین د سپینې ماڼۍ د ویاند څرګندونې سپکونکې او لړ زونکې وبللې او اعلان یې ،کړ، واشنګټن هڅه کوی چې په روسیه کې کې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې اغیزمنې کړی.
داسې ښکاری چې د امریکا او روسیې ترمنځ تاوتریخوالی د روسیې د ولسمشر، ولادیمیر پوتین پرضد د فساد د بې مخینې تورونو په مطرحولو سره، نوې پړاو ته داخل شوی دی.
ددواړو هېوادونو ترمنځ تاوتریخجنې اړیکې تر اوسه پورې په مختلفو دلایلو سره نه یوازې د آرامښت لوری ته ندی تللې، بلکې ددې پرخلاف، دوخت په تېرېدو سره ددواړو هېوادونو ترمنځ د اختلافونو په نوم لړ کې نوی مسایل وز اضافه کېږی.
که تر اوسه پورې مسکو او واشنګټن د اوکراین د کړکیچ له امله اختلاف سره درلود او او د سوریې د کړکیچ ډګر ته د روسیې داخلېدو ددې اختلافونو ته لمن وهلې وه، اوس تبلیغاتی بریدونه او د امریکا ددولتی چارواکو له خوا د پوتین پرضد د یوې پراخې روانی جګړې په لار اچول ددواړو هېوادونو په اړیکو کې د ښکاره تاوتریخوالی لامل شوی دی.
ویاند:
داسې ښکاری چې د امریکا د غوښتنو په اړه د روسیې نه پخلا کېدونکی دریځ او په دوو مهمو نړیوالو کړکیچونو، یعنې د اوکراین کړکیچ او د سوریې په کړکیچ کې د روسیې فعال شتون ددې لامل شو چې د واشنګټن دولتی چارواکو د بې مخینی تورونو په مطرحولو سره د پوتین د شخصیت ترور هڅه کړې چې هغه د روسیې او نړیوالو په عامه افکارو کې بې باوره کړی.
د امریکایی چارواکو د تورونو د صحت او دروغو څخه ور تېر، چې د سپینې ماڼۍ د تایید وړ هم ګرځېدلی او د سپینې ماڼۍ ویاند، جاش ارنست ددې تورونو د تاییدولو ترڅنګ، ټینګار کړی چې پوتین قدرت قبضه کړی دی، مهمه مسئله داده چې امریکایان دې ته په پام سره چې په سیاسی ډګر کې ندی توانېدلی له پوتین سره موافقې ته ورسېږی، نو ځکه اوس دې نتیجې ته رسېدلی چې باید د هغه باور او مالی او سیاسی سلامتی تر پوښتنې لاندې راولی تر څو په دې توګه پوتین یو خپل سری اوفاسد رهبر معرفی کړی.
د پام وړ ټکی دادی چی واشنګټن په داسې حال کې پردې اقدام لاس پورې کوی چې وخت ناوخت د لویدیځو دولتی مشرانو د مالی او اخلاقی فساد خبرونه خپرېږی.
که رښتیا د سیاسی، مشرانو د کارندوالی په اړه د هغوی قضاوت معیار د هغوی سیاسی او مالی سلامتی و اوسی، پکار ده چې ځینې لویدیځ مشران هم د قدرت له ډګر څخه څنګ ته شی.
سره له دې چې د پوتین په اړه د شک رامنځ ته کولو لپآره د امریکایانو اساسی نیت، تر دې ډېر چې د روسیې د خلکو لپاره د هغوی اندېښنه و اوسی، د لویدیځ د مخالف مشر د قدرت په ستنو کمزوری کول دی.