Aug 23, 2016 12:40 Asia/Kabul
  • د امريکې داخلي بدلونونو ته کتنه ۱۳۹۵-۰۵-۳۰

ګرانو او قدرمنو دوستانو د سلامونو په وړاندې کولو سره د امريکې داخلي بدلونونو ته کتنه له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

د تېرو پروګرامونو په شان په دې مطلب کښې هم په تېره هفته کښې د امريکې ډېرو مهمو سياسي، اقتصادي، اجتماعي او فوځي بدلونونو ته يوه کتنه کوو.

د امريکې د تحقيقاتي موسسې د سټراټيجکو او  بودجه اي جاجونو مرکز په يو رپوټ کښې وويل، د امريکې د  اېټمي وسلو د ماډرنولو پروګرام د بودجې له نظره  د امريکې د دفاع د وزارت د وسلو د پوره کولو له پينځويشتو زيات لګښت  لرونکو پروګرامونو څخه دے. په دغه رپوټ کښې اوهايو کلاس اوبتلونه  ځاے پرځاے کول، د بي يويشت سټراټيجکو بم غورزوونو پراختيا، د ټرائيډېنټ دوه براعظم پېما توغنديو چې له اوبتلونو څخه وېشتل کيږي د ځاے پرځاے کولو پروګرام او په زمکه باندې پروت د سټراټيجک مخنيوي توغنده اي پروګرام  د امريکې د دفاع د وزارت د وسلو د پوره کولو راتلونکي  ترټولو زيات لګښت لرونکي ځينې پروګرامونه ياد شوي دي. د امريکې د زمکني،هوائي او سمندري اېټمي مخنيوونکو وسلو د ماډرنولو لګښت په راتلونکو دېرشوکلونو کښې يو ټريلين ډالره دے.

 د اېټمي ډېپوګانو د کمولو لپاره د نړيوالو اقداماتو په  تېره بيا د اېټمي وسلو د کمولو او بالاخره ختمولو لپاره د اېن پي ټي د تړون باوجود امريکه د خپلو اېټمي ډېپوګانو د ساتنې کلکه اراده لري. دغه موضوع د امريکائي متفکرانو د زياتو اعتراضونو سبب شوې ده. منجمله د دوه زره شپاړسم کال د مۍ په وروستيو کښې د امريکې له اوياو نه زياتو متفکرانو او مدني فعالانو د دغه هېواد ولسمشر باراک اوباما ته په يو ليک کښې له هغۀ وغوښتل چې د امريکې د اېټمي وسلو د ډيپوګانو د کمولو لپاره دې په جدي توګه کوشش وکړي. هغوي له اوباما وغوښتل چې له اېټمي وسلو څخه د پاکې نړۍ په اړه دې په دوه زره نهم کال کښې په خپله وعده عمل وکړي. د دغو غوښتنو باوجود د امريکې حکومت هم هغه شان د اېټمي وسلو د ښۀ کولو او نوې کولو په زمينه کښې خپل پراخه پروګرام ته دوام ورکوي. دغه اقدام د روسيې او چين په  شان د امريکې په سيالو يا دښمنو هېوادونو کښې د اېټمي وسلو د نوي کولو په بهانه ترسره کيږي.

د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ري پبلېکن نامزد ډونالډ ټرامپ د دغه هېواد له سياسي نظام سره د جنګ اعلان وکړ. ټرامپ په ويسکانسين ايالت کښې په يوه انتخاباتي غونډه کښې په امريکه کښې په رائج سياسي نظام باندې په بې مخينو لفظي حملو کښې وويل، دغه واکمن نظام په حقيقت  کښې له دهوکې سره اخښل شوے دے. دغه جنجالي نامزد وويل، ما په ابتداء کښې هم دا خبره کړې وه او شايد له ډېرو مودو راهسې مې دا خبره کړې وي چې بالاخره به دا نظام دړې وړې شي. د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په جوړېدو کښې تقريباً درې مياشتې موده پاتې ده. ډونالډ ټرامپ چې په جنجالي او له هيلې په لرې خبرو سره کړې شوي دي د ري پبلېکن ګوند د  نامزد په چوکۍ کښېني اوس کوشش کوي په امريکه کښې له سياسي نظام سره د جنګ په اعلانولو سره له موجوده حالته د ناراضه او قهرجنو ښاريزو رائې ځانته جلبې کړي او په آخر کښې د امريکې ولسمشرۍ ته ورسي. اجتماعي څېړنې او افکار سنجونې ښودنه کوي چې د امريکې اکثر خلق د خپل هېواد له اوسنيو حالاتو ناراضه دي او د پېشه ورو سياستوالانو او  پوهانو پرګنې د ګڼ شمېر سياسي، اقتصادي، اجتماعي او امنيتي بحرانونو هواري ته څه اميد نه لري. په تېرو هفتو کښې له ټرامپ څخه د عمومي هرکلي کمېدو ته په پام سره دغه جنجالي نامزد کوشش کوي چې له مېرمن کلېنټون سره خپله سيالي د سېسټم او د سېسټم په خلاف سيالۍ باندې بدله کړي چې له موجوده حالت څخه د ناراضو او قهرجنو خلقو رائې ترلاسه کړي. هغۀ له دې مخکې  په ري پبلېکن ګوند کښې دننه  په حزبي سياليو  کښې هم د خپلو قدرتمنو هم حزبيانو په مقابل کښې  يوه دا ډول پاليسي غوره کړې وه او پکې کامياب هم شو. همدغه چلند اوس هم يوداسې کس غوره کوي چې د امريکې د ولسمشرۍ چوکۍ ته د رسېدو لپاره هيڅ پوله نه پېژني، حتی که هغه په امريکه کښې د موجوده سياسي نظام د ساتنې يا حتی د انتخاباتو د سم والي او سلامتيا پوله هم وي.

د امريکې د پارلېمان د بهرنيو تعلقاتو د کمېټۍ مشر اېډ رويس د ګوانټانامو د پينځلسو تنو بنديانو د ازادولو لپاره د باراک اوباما د فېصلې په  ردعمل کښې د پارلېمان په وېبپاڼه کښې يوه بيانيه خپره کړه. هغۀ په دغه بيانيه کښې تاکيد وکړ چې د ګوانټانامو د جېل د تړلو  لپاره د اوباما د حکومت بيړه د امريکې د خلقو ژوند په خطر کښې اچوي . رويس په  راتلونکو کلونو کښې د امريکايانو لپاره د دغې فېصلې له نتائجو څخه خپله اندېښنه څرګنده کړه. د ګوانټانامو له قېديانو څخه د يو شمېر کسانو په ازادولو باندې د امريکې د پارلېمان د بهرنيو تعلقاتو د کمېټۍ د مشر سخته نيوکه د کوربا هېوادونو او هم د امريکې لپاره د دغې موضوع پائلو ته په پام سره مطرح شوې ده. د اېډ رويس له نظره د ترهه ګرۍ په اقداماتو باندې د تورنو بنديانو ازادول له ترهه ګرو ډلو په تېره بيا په عراق او سوريې کښې له داعش او جبهه النصره سره د دغو کسانو د يوځاے کېدو او د هغوي لخوا د لويديځ په تېره بيا د امريکې د اهدافو په خلاف د ترهه ګرۍ د احتمالي عملياتو د زياتېدو د زمينې د برابرولو په معنا دي.

په اوس حال کښې باراک اوباما د خپلې ولسمشرۍ په باقي پاتې موده کښې د ګوانټانامو جېل د تړلو په باره کښې د امريکې په کانګرېس کښې له زياتو مخالفتونو سره مخامخ دے. د بشري حقوقو فعالانو په ځلونو د دغه جېل چې په دوه زره دويم کال کښې د پرانېستې له وخت يې ټول دوه سوه اتيا قېديان لرلي دي شکايت کړے دے. باراک اوباما چې د دوه زره شپاړسم کال په جنورۍ کښې يې د ولشمشرۍ دوره ختميږي تاکيد کړے دے چې نه غواړي دغه مشکل د خپل ځاے ناستي لپاره باقي پرېږدي.

باراک اوباما د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتيجې په باره کښې ډېموکرېټ ګوند ته خبردارے ورکړ. هغۀ د تېرې هفتې د ګل په ورځ په ماساچوسټ کښې وويل، ډېموکرېټان پکار نه دی له حقيقته لرې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتائجو په باره کښې خوشبينه اوسي. هغۀ خبردارے ورکړ چې که هغوي تر وروستيو شېبو پورې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د کاميابۍ لپاره کوشش ونکړي نو د دغې غلطۍ نتائجو به نه تلافي کېدونکي وي. داسې ښکاري چې اوباما د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ري پبلېکن نامزد ډونالډ ټرامپ ناڅاپه کاميابيو ته په پام سره دا خبردارے ورکړے وي. په حقيقت کښې د انتخاباتو د مقدماتي سياليو په  دوره کښې کېدې شي ډېر کم چا فکر کوۀ چې ټرامپ د يوداسې کس په توګه چې سياسي فعاليت يې نه دے لرلے او فعاليت يې يوازې د جائېداد، تجارت او تفريحاتو په زمينه کښې  ؤ له نورو ري پبلېکنو نامزدانو مخکې شي او د ري پبلېکنانو په ملي کنونشن کښې  د دغه ګوند د وورستي نامزد په توګه وټاکل شي. خو دغه اتفاق رامنځته شو او همدغې مسئلې د ټرامپ انتخاباتي تاکتيکونو ته په پام سره د اوباما په شمول د ډېموکرېټو مشرانو لپاره د خطر ټالۍ غږولې ده.سره له دې چې په امريکه کښې د ترټولو وروستۍ سروې نتائج ښودنه کوي چې د ډېموکرېټ ګوند نامزده مېرمن هېلري کلېنټون له خپل ري پبلېکن سيال ټرامپه مخکې ده خو دې ته په پام سره چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تقريباً دوه نيمې مياشتې پاتې دي دا اټکل کېدې شي چې ټرامپ د زيات عامه هرکلي د حاصلولو او په مقابل کښې د هېلري کلېنټون د کمزوري کولو لپاره له نويو لارو چارو او تاکتيکونو استفاده وکړي. لکه څنګه چې په وروستيو مياشتو کښې ټرامپ کوشش وکړ د هېلري کلېنټون له کمزوريو څخه تر زياتې اندازې استفاده وکړي.

د امريکې د وېسکانسن ايالت ګورنر سکاټ واکر د تېرې هفتې د ايتوار په ورځ په مېلواکي ښار کښې د خلقو له شورش سره د مقابلې لپاره د ملي ګارډ ځواکونه تيار کړل. په مېلواکي کښې د ملي ګارډ د ځواکونو تياري د دغې سيمې د پوليسو د قوماندان له غوښتنې پس رامنځته شوه. د مېلواکي خلقو د تورپوستکو په يوه سيمه کښې د امريکې د پوليسو لخوا د يو وسله وال تورن کس په قتل باندې په اعتراض کښې په شورش لاس پورې کړ. د مېلواکي پوليسو په دې ادعا سره چې د پوليسو په لاس وژل شوے کس وسله لرله وويل دوو پوليسو افسرانو د دوو تورنو کسانو د موټرو د اودرولو حکم ورکړے ؤ چې يو پکې پياده شو او د تښتېدو په حال کښې ؤ خو په دې وجه چې دغه تورن کس وسله لرله يو تجربه کار افسر په هغۀ باندې ډزو کولو او د هغۀ وژلو ته مجبوريږي. دغه پېښه د امريکې د پوليسو په تشدد ناکه چلند او د هغوي په لاسو د تور پوستکو په وژلې باندې له څو مياشتو احتجاجونو وروسته رامنځته شوې ده. د مېلواکي مظاهرې او تاوتريخوالي په تېر کال کښې د فرګوسن ښار د مظاهرو په څېر دي. د فرګوسن مظاهرې هم د پوليسو په لاسو د يو تورپوستکي سړي په وژل کېدو باندې د احتجاج لپاره وې. رپوټونه دا ښودنه کوي چې په دوه زره پينځلسم کال کښې له يو زر يو سل پنځوسو نه زيات امريکائي ښاريز د دغه هېواد د پوليسو په  لاسو وژل شوي دي.

د امريکې مسلمانانو د تېرې هفتې د ايتوار په ورځ د نيويارک ښار په کوئينز سيمه کښې په راغونډېدو سره د دغه ښار د يو جومات د امام د قتل په غندلو سره د دغه جنايت د عاملانو په اړه د انصاف کولو غوښتنه وکړه. احتجاج کوونکو امريکائي رسنيو ته وويل چې د هغوي له نظره دغه حمله مذهبي انګېزه لري. په کوئينز کښې مظاهره کوونکو د اسلام په خلاف د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ري پبلېکن نامزد ډونالډ ټرامپ  څرګندونې په امريکه کښې له اسلامه د ويرونې په زياتېدو کښې موثره وبللې. په نيويارک کښې  د يو جومات امام علاء الدين آکونجي او ورسره صرام الدين نومې کس د تېرې هفتې د خالي په ورځ  د کوئينز سيمې د اوزون پارک محلې په جامع الفرقان جومات کښې د مازيګر د نمانځه له ادا کولو وروسته له شا نه په ډزو ولګېدل او ووژل شول. د نيويارک د مسلمانانو يو مشر د اسلام په خلاف د ټرامپ څرګندونې په امريکه کښې د دغو دوو مسلمانانو د قتل عاملې وبللې. په وروستي يو کال کښې په امريکه کښې په مسلمانانو باندې د  څو حملو رپوټونه خپارۀ شوی دي چې د دغه هېواد د مسلمانانو جدي اندېښنه رابرسېره کړې ده. د اسلام او امريکې د تعلقاتو د شورا د مسئولانو د وېنا له مخې  د اسلام په خلاف د ټرامپ څرګندونو د امريکې د ښي لاسو او نژاد پرستانو لپاره لازمي بهانه رامنځته کړې ده او د امريکې په اسلامي مرکزونو او مسلمانانو باندې  حملې زياتې شوې دي. د امريکې او اسلام د تعلقاتوشورا څه موده مخکې هم ويلي وو چې د پېرس او د کېليفورنيا د سن برنارډينود حملو له وخت راهسې په امريکه کښې په جوماتونو او مسلمانانو باندې حملې په محسوسه توګه زياتې شوې دي.

د نيويارک ښاروال بېل ډوبلازيو په دغه ښار  او همدارنګ په ټوله امريکه کښې د اسلام په خلاف د تعصباتو د ودې په باره کښې خبردارے ورکړ. د نيويارک ښاروال د نيويارک په کوئينز سيمه کښې د يو جومات د امام د قتل په باره کښې وويل، د جومات د امام او د هغۀ د مرستيال د قتل انګېزه لا څرګنده شوې نه ده خو حقيقت  دا دے چې د مسلمانانو غونډې له دائمي تعصباتوسره مخامخې دي. شواهد ښودنه کوي چې ګوزار کوونکي يا ګوزار کوونکو د نيويارک د کوئينز سيمې د مسلمانانو د ټولنې دغه مشهور شخصيت قصداً په سر وويشتو. د دغې سيمې مسلمانان باوري دي چې د اسلام په خلاف تعصبات د دغو دواړو د قتل اصلي عامل دے. د نيويارک ښاروال هم په همدې موضوع تاکيد کړے دے.

د امريکې ټولنه د اسلام په خلاف د سختو افراطي تفکراتو تر درون پيټي لاندې شتون لري. که څه هم په امريکه کښې له اسلامه د ويرونې او له اسلام سره د دښمنۍ مخينه د دوه زره وړومبي کال د ستمبر د يولسمې له پېښې وروسته وړومبيو ورځو ته ګرځي خو په  وروستيو يو دوو کلونو کښې په امريکه کښې د اسلام دښمنۍ څپې يو نوے شکل اختيار کړے دے. په مېنځني ختيځ کښې د داعش په شان ترهه ګرو ډلو په راڅرګندېدو سره په امريکه کښې افراطي بهيرونه کوشش کوي چې د دغو ډلو د اقداماتو نسبت مسلمانانو ته ورکړي. خوامريکائي تند لاري دې ته بې له پامه چې د داعش ترهه ګرو اصلي قربانيان مسيحيان نه بلکه مسلمانان دي، هم هغه شان د اسلام دښمنۍ او له اسلامه د ويرونې نغارې غږوي.

په امريکه کښې د وسله والو تاوتريخوالو د آرشيف د خبري سائيت رپوټ ښودنه کوي چې په هغو وسله ايزو جګړو کښې چې د دوه زره شپاړسم روان ميلادي کال له شروع نه  د اګست تراولسمې پورې رامنځته شوې دي اته زره اته سوه نهه اويا تنه وژل شوي او اتلس زره پينځه سوه نهه څلوېښت تنه ژوبل شوي دي. د امريکې د اساسي قانون  دويم متمم د دغه هېواد د ښاريزو لپاره له ځانه د دفاع لپاره له وسلو څخه استفاده جائزه بللې او دا چاره تر اوسه په دغه هېواد کښې د تودو وسلو له اخېستنې او ساتنې څخه د مخنيوي لپاره د جاري قوانينو د تصويب خنډ شوې ده.

 په امريکه کښې په کال کښې په زرګونو کسان  د وسله والو تاوتريخوالو او د ډزو له کبله مړۀ يا ژوبل کيږي. دا په داسې حال کښې دي چې د دغه هېواد ولسمشر باراک اوباما په ځلونو په دغه هېواد کښې د وسلو ګرځولو د قوانينو د اصلاح  او د وسلو د خرڅولو د محدودولو په لازموالي باندې تاکيد کړےد ے. د امريکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو ډېموکرېټې نامزدې مېرمن هېلري کلېنټون هم په دغه هېواد کښې د وسلې د ګرځولو د قوانينو د اصلاح غوښتنه کړې ده. له بلې خوا د امريکې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ري پبلېکن ګوند نامزد ډونالډ ټرامپ هم په دغه هېواد کښې په نامناسبه امنيتي او اجتماعي حالت او د ډزو له کبله د وژلې د شمېر په  زياتېدو نيوکه  کړې ده.

د امريکې په مختلفو ايالتوننو کښې د وسلې د ګرځولو لپاره د زياتو محدوديتونو او د قانون د جوړولو په اړه د دغه هېواد د ولسمشر او د ډېموکرېټ ګوند د ځينو غړيو هلې ځلې په کانګرس کښې د ري پبلېکنانو په  مخالفت سره څه نتېجې ته نه دي رسېدلې. په امريکه کښې د مدني حقوقو فعالان په دغه هېواد کښې د وسلې قدرتمنه لابې يعنې د وسلو د ملي انجمن آر اېن اے نفوذ په دغه هېواد کښې د وسلو په ازادانه خرڅولو او ګرځولو باندې د لا زياتې څارنې او د هغو د کنټرولولو په اړه د قوانينو د تصويب اصلي خنډ بولي.

--------