Dec 10, 2016 12:00 Asia/Kabul
  • حدیث هدایت  (۱۲۶)
    حدیث هدایت (۱۲۶)

د هدایت حدیث په یو شمیر تیرو مطلبونو کی مو، د ژبې د موضوع په باره کی یو لړ حدیثونه وڅیړل، او ومو ویل چی یو ارزښتمن نعمت چی متعال خدای ج انسان ته ور بخښلئ، د ژبې نعمت دئ؛ چی کنټرول او ساتنه یی زیات اهمیت لری. د دروغ؛ غیبت؛ تهمت؛ او چغلې په شان ستر ګناهونه د انسان د بدن د دغه وړه غړی حاصل دئ. د راز ساتل، او په مقابل کی د راز افشاء کول هم؛ د ژبې له نورو کارونو څخه دي، چی پدغه مطلب کی یی څیړو.

 د متعال خدای ج یو صفت راز ساتل او د عیبونو پټول دي. د خدای بی نهایته علم په ټولو نړیوالو احاطه لری، او پروردګار له ټولو اسرارو آګاه دئ، خو د هغه ذات له خوا د عیبونو او رازونو پټ ساتل، له ستایلو څخه لا زیات دي. مؤمن انسان هم چی د خدای بنده او د ځمکې په خاورینه کره کی د هغه ځای ناستئ دئ، باید د متعال خدای ج په شان، د رازونو ساتونکئ وی او د نورو عیبونه وپوښی. حضرت امام رضا ع په یو روایت کی فرمایلی دي:« مؤمن به هیڅکله رښتنئ مؤمن نه وی، مګر دا چی دری ځانګړنی ولری: د پرور دګار له یو سنت، د پیغمبر له یو سنت او د خدای له یو سنت څخه برخور وی؛ مګر د خدای سنت دا دئ چی اسرار او رازونه وساتی. د خدای د رسول ص سنت دا دئ، چی له خلګو سره مدارا او  ګذښت وکړی، خو د امام سنت هم د سختیو او مشکلاتو په وړاندی صبرکول دي.

 د رازونو او اسرارو د ساتنې په هکله ډیر روایتونه نقل شوی دي. د عیبونو د پټ ساتلو په هکله دومره زیات ټینګار شوئ، چی حضرت امام صادق ع دغه مسئله د هغې وینې په شان بللې، چی د انسان په رګونو کی جریان لری. انحضرت فرمایی:« ستا راز ستا د وینې په شان دئ، نو باید ستا له رګونو څخه په غیر ځایونو کی جاری نه شی.» یعنی هماغه ډول چی په رګونو کی روانی وینې، د ژوندانه عامل دي، او له رګونو څخه په وتلو سره د انسان ژوند په ټپه دریږی او زیات امکان لری، چی انسان ومری د هغه رازونه هم، که له بدن څخه یی ووځی؛ او د نورو په واګه کی کښیښودل شی، د هغه عادی ژوند لرزیدونکئ و کمزوری کوی، او د هغه عزت او پټ له جدی خطر سره مخامخوی. له بلې خوا باید دیته مو پام وی؛ هغه څوک چی نشی کولای خپل راز وساتی، طبعاً نشی کولای د نورو رازونه هم وساتی. ځکه نو په مقابل کی خلګ هم د هغه راز او سر پټ نه ساتی. حضرت امام رضا ع د خپلو رازونو په ساتنه کی ناتوانو کسانو ته د پام لرلو په منظور، په حکیمانه وینا کی فرمایی:« امین ستا په نسبت خیانت نه کوی، ته یی چی خیانتکار ته دی امانت(خپل راز) وسپاره.»

پدی اساس د اسلام په مکتب کی د خلګو راز د امانت په شان دئ، او افشا کول یی په امانت کی خیانت کول دی. حضرت امام علی ع د دغه مطلب په بیانولو کی فرمایی:« هغه راز چی تاته سپارل کیږی مه افشا کوه، چی د رازونو افشاکول خیانت دئ.» د حضرت پیغمبر ص له قوله هم نقل شوئ، چی ویی فرمایل:« هر کله چی یو کس یوه خبره بل چا ته کوی، بیا خپلو شاو خوا ته ګوری(چی بل څوک یی وا نه وری) هغه خبره د امانت په شان ده.» ځکه نو دغه خبره باید د نورو کسانو په نزد ونه ویله شی.

یو بل مهم ټکئ دا دئ، چی هغه کس چی د خلګو رازونه افشا کوی، متعال خدای هم سریع الحساب دئ، او د هغه رازونه د نورو په نزد افشا کوی. امام علی ع په یو ګرانبیه روایت کی، دغې مسئلې ته اشاره کړې او فرمایی:« هر څوک چی د خپل مسلمان ورور له رازونو څخه پرده پورته کړی، متعال خدای د هغه عیبونه او رازونه افشا کوی.» له همدې رویه هیڅوک حق نه لری د نورو رازونه په هر دلیل افشا کړی. په یو حکایت کی راغلی دي:«یو عالم کس، خپل یو همراز ته لیک لیکه. یو بل کس د هغه ترڅنګ ناست ؤ، او د سترګو له کنج څخه یی د هغه لیک لوسته. هغه عالم په قهر شو، او ویی لیکل: که زما ترڅنګ یو غل نه وای ناست، او زما لیکنه یی نه وای لوستلای خپل ټول اسرار او رازونه می لیکل.» هغه کس چی په پټه توګه یی لیک لوسته؛ وویل:«په خدای باندی قسم؛ ما ستا لیک نه لوسته. و یی ویل: ای نادانه! نو له کم ځایه پوه شوې چی ستا یاد په لیک کی شوئ دئ؟»

 مؤمن انسان د خپلو رازونو په ساتلو سره خپل موقعیت ساتی. ځکه چی د ژوندانه د ځینو خصوصی رازونو افشا کول، کله کله د حسد؛ کینې؛ او ناوړو سیالیو سرچینه ګرځی، او انسان د حسدو کسانو تر حملې لاندی نیول کیږی، او مصالح او ګټی یی په خطر کی لویږی. حضرت امام علی ع پدې هکله فرمایی:« د تا راز؛ ستا د خوښۍ او خوشحالۍ پانګه ده، پدی شرط چی پټ یی کړې، او که هغه افشا کړې؛ زیات امکان لری ستا د هلاکیدو سبب وګرځی.»

انحضرت په یو بل ځای کی فرمایی:« د خپلو رازونو په نسبت بخیل اوسه، او هغه مه افشاکوه.» حضرت امام علی ع په یوه بله وینا کی فرمایی:« د عاقل ټټر د سِر او راز ګنج دئ». اصلاً پداسی یوه زمانه کی چی دوستۍ او دشمنۍ ټاکلې پوله نه لری، باید خپل رازونه نورو ته ونه وایو. ځکه چی هدفمن انسان باید، ترڅو پوری چی کار یی ټینګتیا نه وی موندلې، او نتیجې ته نه وی رسیدلئ، خپل هدف نه بیانوی.

حضرت امام صادق ع د راز د څرګندولو د اندازې لپاره د یو معیار په بیانولو ګی فرمایلی دي:«خپل دوست او ملګرئ، له خپلو شخصی رازونو څخه مه خبروه، مګر په هغو چارو کی چی که ستا دښمن ورڅخه خبر شو، ستا لپاره کوم زیان ونه لری، ځکه چی ډیر امکان لری د انسان دوست یوه ورځ د هغه دښمن شی! او له دې کبله چی د هغه په کمزورو ټکیو باندی خبر دئ، له هماغې لارې څخه په انسان باندی حمله کوی.»

 

ټیګونه