Dec 26, 2016 11:21 Asia/Kabul
  • اسلامی بشری حقوق

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د اسلامی بشری حقوقو په نامه دلړۍ له ننني ۳۷مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو . او په ننني مطلب کې به هم د حقیقت موندنې او فریاد کونې یا انصاف غوښتنې د تعلیماتو په چوکاټ کې درسره غږیږو نوترپایه راسره مله ووسئ .

دوستانو !  داسلامی بشری حقوقو په تیر پروګرام کې    د اسلام له نظره  د سیاسی آزادیو  دبحثونو په باب درسره وغږیدو ،   په اسلامی  نظام کې  د کسانو   مسئولیت  دحکومت له مسئولیّته  جلا نه دی.  که حکومتونه  ټولنه  اداره کوي،  نو خلک  هم  د هماغې ټولنې  اړونده  اوذینفع   غړي دي  او د واکوالانو دچلند او  عملونو اوکارونو  ښې اوبدې نتیجې   هغوي ته متوجه  کیږي .  پر دې بنسټ،  د عقل دحکم په اساس !  د ټولو خلکولپاره دا  حق او  دنده  رامینځةکیږي چې د واکوالانو  پر کار دې څارنه وشي څو   دحق اوعدالت او تقوا  له لارې دهغوي دغړیدو مخه ونیول شي .

    دوستانوپه سیاسی ژوند کې  دحکومت او واکوالانو پر کړنو د څارنې حق او  د واقعیتونو او حقایقو  بیانول ، په ټولنیز سیاسی ژوند کې  د انسانانو یو خورا مهم اساسی حق  حسابیږي . په ټولنې کې  د دغه ډول حقوقو منل او رعایت کول ،د سیاسی آزادۍ دیوه مهم مورد په توګه ،  دبیان او کرکتنې د آزادۍ  په رسمّیت پيژندنې په معنا دی .قرآن کریم   هم  دا حق   په رسمیّت پیژندلی دی .  په قرآن کریم کې    د امرباالمعروف اونهي از منکر  په څير د تعلیماتو  او دغه راز د حقیقت موندنې  او انصاف غوښتنې  د ضرورت   په  تعلیماتوکې د بیان  دحق  په چوکاټونو کې  دڅارنې  حق  ته ډير پام  شوی دی .  په دغې برخې کې  په دې باب دقرآن کریم  دآيتونوپه توضیح سره  درته د قرآن کریم  له نظره   د سیاسی آزادۍ د ډول  په بیانولو سره  له مونږ سره د یوځاي کیدا بلنه  درکوو .

         خوږو دوستانو ،  په قران کریم کې  په امر باالمعروف اونهی از منکر   چارو کې دخلکو هراړخیزه  څارنه مطرح شوې ده .دقرآن کریم له نظره ،امر باالمعروف او نهی از منکر ، د ډله ایزې څارنې په توګه  ، نه یوازې  دخلکو  یو حق  ،بلکې  دهغوي یوه  واجبه چاره  حسابیږي .  قرآن کریم  په ځينو آیتونو کې  د امر با المعروف او نهي از منکر  له لارې  او  ځينو  نورو موردونو کې   د دغې فرضیې د پریښودو بدو پایلو ته   دخپلې څارنې د  حق اعمالولو ته   د خلکو  هڅونې   روښانه کړي دي  . حضرت لقمان حکیم خپل زوي  ته په سپارښتنې کې دقرآن کریم د لقمان سورې  ۱۷آیت څخه په استفادې سره  خلک  دغې څارنې ته هڅوي  چې فرمائي:؛ائ زویه ! لمونځ  قایم کړه ، او  امر باالمعروف او نهي از منکر ترسره کړه  او  دهغو کړاؤنو اومصیبتونو  په وړاندې چې  د تا په برخه کیږي ، استقامت وکړه  چې دغه  چاره   یو اساسی کار دی :::::: 

دقرآن کریم له نظره دمومنانو ډله ایزه څارنه  له هماغه شان اهمیّته برخمنه ده چې  اسلامی امت  دهغوپه سبب برلاسه امت کیږي ..لکه څنګه چې  دقرآن کریم  د آل عمران سورې  په یوسل لسم آیت کې راغلي  دي ،؛ تاسو خورا ښه  امت یاست چې   دخلکو داصلاح لپاره  امر باالمعروف او نهي از منکر  کارونه کوئ  او پر خداي ایمان لرئ   ::::::

 د آل عمران سورئې  په یوسل څلورم آیت کې هم د  امر باالمعروف او نهي از منکر    د امر په چوکاټ کې  څارنه ،په ډله ایز ډول  واجبه او لازمه معرفی کوي. چې ښئ  دغه ټکی اساسی دی چې که څه  دغه څارنه  ډله ایزه ده ، خولازمه ده  په اورګاني ډول هم  دخاصو کسانو له خوا  تعقیب شي . دآل عمران سورئې په یوسل څلورم آیت  کې راغلي دي ،؛ باید  په تاسوکې داسې ډله وي   چې   دنیکۍ بلنه و رکړي او  امر باالمعروف  او نهي از منکر  ته مخه کړي  چې  هغوي ژغورل شوي  دي ::::::

 او په نهایت کې  دقرآن کریم یوه بل آیت ته هم اشاره کولی شو  چې  امر باالمعروف  اونهي از منکر چارې سره نزدې ارتباط  له حکومت او ټولنیز سیاسی ژوند سره ښائي  .

 بیا  هم  قرآن کریم  د حج  سورئې  په  یوڅلویښتم آیت کې فرمائي ؛:    مومنان هغه کسان دي  چې که  هغوي ته پر مځکې قدرت ورکړو ،نو لمونځ قایموي  او زکواة ورکوي    او امر باالمعروف  اونهي از منکر کوي  او  د چارو نتیجه  له خداي سره  ده .:::::: 

  په دغه آیت کې لمونځ ته په عبادي اړخ ،زکواة  ،اقتصادي اړخ  او امر باالمعروف  او نهي از منکر  او ټولنیز  اړخ  کې ورته پام شوی دی ، چې  په اسلام  کې د  ادارو  او ډله ایزې څارنې  په توګه  د امر باالمعروف اونهي از منکر   د اهمیّت  ښودنه کوي . 

         په دې باب ډير زیات آیتونه   هم شته دي چې  ټولوته   امر باالمعروف  او     نهي از منکر  فریضې  ته  د مخه  کولو  سپارښتنه کوي . خو د دغو آیتونو ترڅنګ   په قران مجید کې نور آيتونه هم شته چې  د دغې فریضې  لا سختې نتیجې  غوږونو ته رسوي . چې په هغو کې  : دقرآن کریم دحود سورې په یو سل شپاړسم آیت کې راغلي دي ؛؛   ولې په تیرو پیړیو   او مخکینیو قومونو کې قدرت لرونکي  پوهان نه وو چې پر مځکې  دفساد مخنیوی وکړي ؟   مګر یو لږ شمیر هغه کسان  مونږ وژغورل .  او هغو کسانو چې ظلم ئې کاوه د خوندونو او لذتونو پيروي ئې کوله   او ګناهګار وو  او نابود شول . :::::::

 دغه آیت    په ټولنو کې  له فساد سره  دمبارزه کونکو  غوره عالمانو نه شتون   د هغو ټولنو  دتباهۍ  عامل معرفي کړی ،  له دې لارې  په  دې اساسي ټکي  ټينګار کوي چې   چپتیا ،بې پروائي  او نه څارل ،  دټولنو دتباهۍ او نابودۍ  لامل کیږي .  پر دې اساس  په ځينو نورو آیتونو کې  ددغې څارنې  په پریښودونکو لعن   اونفریّن  کیږي  او رټل کیږي . لکه څنګه چې  دقرآن کریم د مائده سورئې  په ۷۸ او  ۷۹ آيتونو کې  لولو.:؛      هغه کسان چې  له بني اسرائيلو کافر شول  ،د داؤد ا و  عیسی ابن مریم  په خولې ورباندې لعن  او نفرین وشول .   دا په دې خاطر  وه چې  ګناه ئې کوله  او تیري ئې کول . دوي  له هغو ځيږو عملونو څخه چې  ترسره  ئې کول ئې ، یو بل ئې نه منع کاوه .څومره بد  کارونه ئې کول . :::::::::  

  هغو آیتونو ته په پام سره   چې مو بیان کړل،د امرباالعمروف او نهي از  منکر  ډير مهم څارونکی مقام اواهمیّت   ښکاره کوي .  دقرآن کریم له نظره ، که  دغه  څارونکي   چاره ، په ښه ډول   په ټولنې  کې  او  دخلکوپه  عمومي ژوند کې  پلي  شي ،  نو  له هغې ټولنې  فساد اوتباهي ټغر ټولوي .  په دې  توګه  دغې جمع بندۍ ته اشاره کیدلی شي چې     قرآن کریم  د څارنې  حق  په رسمیّت پيژندلی، په نتیجې  کې  د  سیاسی آزادۍ  یوه بل ډول   دقرآن کریم په آيتونو کې خپل  مفهوم پيداکوي .  التبه   دڅارنې  پر حق  په دغو آیتونو  استدلال   په پیل کې  په دې اساس معنادار  کیږي چې  څارنه د امر باالمعروف او نهي از منکر  له لارې  له  معروف او منکر  سره  اړونده ده  او پر دې اساس  یوازې  د شرعي چارو په چوکاټ  او محدودې کې  نه  وي  او دوهم،   د امر باالعمروف او نهي از منکر  دنده  کیدا  ،  دڅارنې له حق  سره  ډغره  نه وهي .  په بله وینا ،  امر باالمعروف او  نهي از منکر  یوه داسې شرعي دنده ده چې  نتیجه ئې  د خداوندمتعال له خوا  د  هراړخیزې یا ډله ایزې څارنې  دحق   په رسمیّت پيژندل دي. .

د قرآن کریم په ځينوآیتونو کې  دحقیقت موندنې  دضرورت  له پلوه  دبیان  پر حق ټينګار شوی دی .  دمثال په توګه ، لکه چې   زمر سورې  په  اولسم اواتلسم آیتونو کې هم لولو ؛::::   ائ  پيغمبره، هغو بندګانو ته ځيری ورکړه چې  خبرې ئې آوریدلي ،خو   دهغو له خورا ښو خبرو   پيروي کوي ، دوي  هغه کسان دي چې  خداوند  هدایت  کړي دي  او  هم هغوي دعقل خاوندان دي :::::::

       په دغه آیت کې هغو کسانوته ځيری  ورکول کیږي چې  دخبرو له آوریدو وروسته له هغو غوره خوښوي  . نو  واضحه ده چې د غوره خبرو د ټاکنې په بڼه کې  سمه ده چې  کسان  دخپلو خبرو د بیانولو  اجازت ولرل شي . پر دې اساس  په  دغه آیت کې  د ضرورت  له پلوه  د  بیان د آزادۍ   له حقیقته پیروي  مطرح شوې ده .

 په  دې باب  په یوه بل آیت کې یعني  دنحل سورې  په ۱۲۵آیت کې  هم  راغلي دي ؛::::    د خپل پروردګار لارې ته  په حکمت او   او نیک پند سره  بلنه ورکړه او  له هغوي سره  په لاښې رودې سره چلند وکړه .::::::

 په دغه آیت کې پيغمبر اکرم(ص) ته له خپلو مخالفانو سره دخبرواترو او مخامخیدو لپاره   درې رودې بیان شوي دي   . یعني حکمت ، موعظه  او ښې خبرې . بې شکه  په دغو  کې هره یوه روده  ، پيغمبر اکرم (ص) خپلو  مخالفانو ته  د نظر د څرګندولو اود بیان اجازت ورکوي . په بله وینا،  د دغو درو رودو  تحقق  د هغوي  لپاره دبیان د  آزادۍ  په منونکي ډلې کې  دی .

 په یوه بل آیت کې هم  یعني دتوبې سورې په شپږم آیت کې  هم دحقیقت  موندنې  له پلوه  دبیان  دآزادۍ  په رسمیّت پيژندل لیدلی شي  لکه چې فرماي؛؛   او که  یو مشرک تاسو ته پنا  راوړي ، نو  هغه ته پناه ورکړه څو الهي کلام واوري ، وروسته  هغه    خپل کور ته ورسوه ،   دا  (آزادي ) په دې دلیل دی چې    هغوي یو ناپوه قوم دی . 

 په دغه آیت کې  هم مشرکانو ته  د بیان او دنظر وړاندې کولو  اجازت ورکړل شوی دی ،  دغه کسان  اجازت لري چې  اسلامی ټاټوبی ته  وارد شي ، دالهي کلام  په آوریدو او د خپلې لیدتوګې  په مطرح کولو سره  په دغه حقیقت پوه شي .  په دغه آیت اونورو  آیتونو کې  دقت  دا اساسي ټکی  رابرسیره کوي چې  قرآن کریم   حتی د مشرکانو اومخالفانو لپاره هم دبیان آزادي  په رسمیّت پيژني  چې  په ښې رودې سره حقیقت ته د رسیدو په خاطر  په ټولنې کې  د مسلمان لپاره دغه آزادي  په رسمیّت پيژندل کیدلی شي .

دحقیقت موندنې لپاره  دبیان  پر آزادۍ سربیره ،  په قرآن کریم کې  د  اپیل یا انصاف غوښتنې لپاره هم دبیان آزادي  مطرح شوي ده .  قرآن کریم  دکسانو د ناسم چلندونو بیان   په څرګنده توګه  د اپيل په بڼه کې  جایز ګڼي . لکه چې   د نساء سورې  په ۱۴۸آیت کې   راغلي دي ؛: :خداوند نه  خوښوي چې په ښکاره  د چا  بدګوئي وشي  مګر هغه څوک چې پرې ظلم شوی وي  او خداي  ټوله خبرې آوري  او ورځيني  خبر دی .::::::    

 ددغه آیت په اساس کله پر چا ظلم کیږي، مظلوم کس د اپیل یا انصاف غوښتنې لپاره  د هغه په نسبت دظالم کس  دناسمو چلندونو نندارې ته  د وړاندې کولو  هڅه کوي .  په دې توګه  دهغو کسانو لپاره دبیان حق   چې  په ټولنې کې له ظلم اوکړاؤ سره  لاس اوګریوان کیږي ،په رسمیّت پيژندل کیږي

  نوموړو  آیتونو ته په پام سره ، دې کلي  نتیجې ته  اشاره کولی شو چې  دقرآن کریم له  لیدتوګې  په  ټولنې کې  کسان ، د اپیل  او انصاف غوښتنې  په خاطر  په ټولنیز سیاسی ژوند  او  ټولنې کې  دشویو ظلم اوکړاؤ  دبیانولو او  د حقییقت  دکشفونې په خاطر  د خپلو لیدتوګو اونظرونو   دبیان له حقه برخمن  دي ، په نتیجې کې د ټولنیزې سیاسی آزادۍ  دغه برخه  هم دقرآن کریم له نظره  د منلو وړ بلل کیدلی شي .

 (سیماب)

**********************************************

 

ټیګونه