Jan 16, 2017 11:42 Asia/Kabul
  • ایرانی شخصیتونه، نړیوال  و یاړونه
    ایرانی شخصیتونه، نړیوال و یاړونه

د ایرانی شخصیتونو، نړیوال ویاړونو په یو بل مطلب سره ستاسو ګرانو دوستانو په خدمت کی یو. پدی مطلب کی د ایران د یو مشهور او ویاړمن شخصیت«سید علی همدانی» په هکله، چی د اتمی هجری قمری پیړۍ مشهور عارف ؤ؛ خپل بحث ته دوام ورکؤو. هغه شخصیت چی خپل ټول عمر یی په کشمیر او تاجیکستان کی د اسلام د تبلیغولو، او د حق او حقیقت د لیوالو د روزلو او تزکیې په لاره کی ولګاوه، او د تصوف سلسلې«کُبرَویه» له مشرانو څخه شمیرل کیږی. عالمانو او پوهانو هغه«سلطان العارفین»، او د کشمیر خلګو هغه د اسلام بنسټ ایښودونکئ«علی ثا

ومو ویل چی ایرانی عارف ،میر سید علی همدانی، په ۷۱۴ هجری قمری کال کی په همدان ښار کی دنیا ته راغئ، او د تحصیل د مقدماتو له تیرولو وروسته یی، د سترو استادانو د درس ټولګیو ته لاره وموندله، او د دغو مشرانو په نزد یی، علم؛ معرفت؛ حدیث؛ حکمت او عرفان زده کړ، او په تزکیه؛ معنوی لوړاوی، او ملکوتی سلوک کی د هغوی تر اغیزی لاندی لاړ. نوموړئ د هغه وخت د مشهورو عارفانو په نزد د سلوک د مراحلو له تیرولو وروسته، د خپلو استادانو له خوا پدی وګمارل شو، چی له ایران څخه په بهر کی د لیوالو په روزنې او د اسلام دین په تبلیغولو لاس پوری کړی. هغه دغه دنده د عمر تر پایه پوری په غاړه واخیستله، او خپل ټول عمر یی د اسلام دین په تبلیغولو، او د شاګردانو او مینانو په روزلو کی تیر کړ. همداراز  میر سید علی همدانی د خپل ژوندانه په اوږدو کی، دری ځلې کشمیر ته سفر وکړ. په ټولو منابعو او اسنادو کی لیکل شوی دي، چی له ایران، عراق، کابل، قندهار، او بخارا څخه د سیدانو؛ عالمانو؛ هنر مندانو؛ صنعتګرانو څخه زیات شمیر کسانو، پدغو سفرونو کی له میر سید علی همدانی سره ملګرتیا کړې ده، او د هغوی زیاترو کسانو د کشمیر په خاوره کی استوګنه غوره کړې ده، او په اوس حال کی هم د هغوی بچیان او اولادونه، د کشمیر په خاوره او د هندوستان په نورو سیمو کی اوسیږی.    

  د زیاترو تاریخ لیکونکو په باور د هنر خاوندانو او صنعتګرانو، د میر سید علی همدانی په ملګرتیا د خپلو سیمو هنرونه، او لاسی صنایع کشمیر ته یووړې، او د کار؛ هڅې؛کوښښ د حلال رزق د ګټلو د ضرورت په هکله، د میر سید علی له تعلیماتو څخه په استفادې سره، دغه هنرونه او صنایع د کشمیر په خاوره کی دائیمی پاتی شوې، او پراختیا یی وموندله. له دغې مودې څخه وه، چی د کشمیر درې اقتصاد او ټولنیزو حالاتو، د پام وړ پراختیا وموندله. د سید علی همدانی له مړینې وروسته؛ د هغه زوی«سید محمد همدانی» د خپل پلار لارې ته دوام ورکړ، او کشمیر ته په سفر کی یی د عالمانو، زاهدانو، او د تخصصی کارونو او صنایعو د خاوندانو یو شمیر نور کسان، له ځانه سره کشمیر ته بوتلل.  

 نږدی ټولو سرچینو، کشمیر ته په سفر کی د میر سید علی همدانی سره د ملګرو کسانو شمیر، ۷۰۰ کسان یاد کړی دي. همداراز هغوی باوری دي، چی د هغه ملګرو د ایران هنر او لاسی صنایع، په کشمیر کی رواج کړې، ترڅو د حلالې روزۍ او د خدای په لاره د انفاق په وسیله، پخپلو پښو د ولاړې او ایډه آلې ټولنې د رامنځته کولو په هکله، د میر سید علی همدانی مفکورې ته د عمل جامه ور واغوندی. سرچینی ټینګار  کوی چی د شال اوبدلو صنعت د نابودیدو په حال کی ؤ، چی میر سید علی همدانی کشمیر ته لاړ، او کشمیر ته د هغه په رسیدو، او د دوی د افکارو په رواجیدو، او د نوموړی له پروګرامونو څخه د سلطان قطب الدین په بی دریغ ملاتړ سره، شال اوبدلو یو ځلې بیا رونق وموند، او دغه صنعت د کشمیر د صادراتو په چارو کی د دغې سیمې د خلګو د اقتصادی اړتیاؤو د یوې پوره کونکې سرچینې په توګه را څرګند شو.

میر سید علی همدانی د خپل ژوندانه اړتیاوی د خولۍ اوبدلو له لارې پوره کولې، او پدی کار سره یی ټولو خلګو، صوفیانو او عالمانو ته، د کار؛ کوښښ او د حلال روزۍ د لاسته راوړلو تعلیم ورکاوه. د خولۍ اوبدلو صنعت د میر سید علی همدانی له مړینې وروسته؛ هماغه شان د کشمیر د یو لاسی صنعت په توګه دوام وموند، او تر اوسه پوری دغه کار د کشمیر د خلګو د عاید یوه لار ده.

 میر سید علی همدانی د کشمیر خلګو ته پخپلو تعلیماتو سره، هغه ټاټوبئ په یو وړه ایران باندی واړاوه. په کشمیر کی د شال جوړونی صنعت، پدغه صنعت کی د میر سید علی همدانی د خدمتونو له کبله، تر اوسه لاهم د امیری کار په نامه یادیږی. نه یواځی شال جوړول او خولۍ اوبدل؛ په کشمیر کی د میر سید علی همدانی په وسیله رائیج شول، بلکه د ایران نورو سیمه ایزو  لاسی صنایعو هم، د نوموړی له خوا په هغې خاوره کی پراختیا وموندله، داسی چی د پروفیسور شمس الدین احمد؛ نشاط انصاری؛ فاروغ بخاری؛ ډاکتر اقبال او محب الحسن په شان د کشمیر زیاتره تاریخ څیړاندی، په کشمیر کی د لاسی صنایعو پیدایښت، میر  سید علی همدانی ته نسبت ورکوی.

فرانسوی ایران پیژاندی«هانری کربن»، میر سید علی همدانی په کشمیر کی د زیاترو هنری چارو د رواجیدو او پراختیا عامل، بللئ دئ.

له ایران څخه کشمیر ته د علومو؛ کلتور او نویو ارزښتونو له منتقلولو څخه ورتیر، میر سید علی همدانی په کشمیر کی د ایرانی هنرونو او صنایعو په خورولو سره، یوه بیله فضا رامنځته کړه، او په حقیقت کی د کشمیر هنرونو او لاسی صنایعو، دغه ټاټوبی ته د ده او د نوموړی د ملګرو په ورتلو سره، رونق وموند، او تر اوسه پوری یی د هندوستان د دغې سترې برخې اقتصادی رونق ساتلئ دئ. د وړیو او وریښمی ټوکرانو، او په ډیرو ښکلیو او ډول ډول رنګونو او نویو طرحو سره د غالیو اوبدل، همداراز د لرګیو او کاغذ په مخ رنګ کاری، او په لرګیو پر مخ کیندنی، د دغو صنایعو له جملی څخه دي.

 دغه هنرونه، او صنایع د پرله پسی پیړیو په اوږدو کی رائیج شوی، او تر اوسه لاهم دوام لری. پدغو صنایعو او هنرونو کی غور کول کولای شی د ایران او هندوستان؛ په تیره بیا د کشمیر ټاټوپی ترمنځ د نږدیو اړیکو د علت او څرنګوالی په موندلو کی، د څیړاندو لارښوونکی وی. ایرانی کلتور له دغو هنرونو، کسبونو او صنایعو په ملګرتیا د کشمیر خاورې ته ورغلئ دئ، داشان چی په کشمیر کی زیاتره شته کارونه؛ تر اوسه لاهم په ایرانیو نومانو سره رواج لری. لکه: کباب پزی، زرګری؛ کاغذ سازی؛ نمد سازی؛ زری دوزی؛ کوزه ګری او زیاتره نور نومونه.  د کشمیر پاچاهانو د دغوصنایعو له پراختیا څخه هرکلئ وکړ، او د خپل هیواد په ګوټ ګوټ کی یی هغو ته پراختیا ورکړه. د مثال په توګه سلطان زین العابدین، له سمرقند څخه چی په هغه وخت کی د ایران جزء ؤ؛ د  صحافۍ؛ کاغذ جوړونې؛ غالۍ اوبدلو، د کتاب د پوښ جوړولو، د قلمدان جوړولو او د قلمی کیندنو په زمینه کی یو شمیر د هنر خاوندان، سرینګر ته ور وبلل. ده همداراز یو شمیر کشمیریان ایران ته ولیژل؛ ترڅو دغه کسبونه او صنایع په ښه توګه زده کړی، او خپل هیواد ته بیرته ستانه شی. پدې توګه د کشمیر صنایع او هنرونه ، له ایرانی هنرونو او صنایعو سره ګډ شول، او د هند په شمال کی د ایرانی کلتور د پراختیا او نفوذ لپاره زمینه برابره شوه. زیاتره څیړاندی باوری دي چی له همدی کبله؛ د کشمیر د شال اوبدلو صنعت، د«پشمینه» او «توس» په نومونو سره په ټوله دنیا کی مشهور شوئ دئ.

 میر سید علی همدانی، کشمیر ته پخپل دویم سفر کی؛ د اسلام د تبلیغولو لپاره؛ لدّاخ ته په سفر لاړ. ده له هغه ځای څخه د یو ډول وزې له لنډو او نښلیدلو وریښتانو څخه یو رنګ وړی، له ځانه سره راوړل؛ او له دغو وړیو څخه یی شال جوړ کړ. دغه کار د کشمیری شال په کیفیت او نرم والی کی حیرانونکی بدلون رامنځته کړ. دغه ډول شال تر اوسه لاهم ډیر ګران بیه او ارزښتمن کشمیری شال دئ، ځکه چی ډیر ګرم او پاسته شال دئ، او هر څومره چی عمر ورباندی تیریږی، لا ښکلی؛ شفاف، او  ارزښتمن کیږی. دغه اقدام؛ د کشمیر د شال اوبدلو صنعت، یوې نوې مرحلې ته ورساوه، او تر اوسه یی د دغه ټاټوبی په اقتصادی چارو کی مثبت او مهم رول لوبولئ دئ. پدی اساس، میر سید علی همدانی، نه یواځی د هندیانو لپاره یو دینی عالم دئ، بلکه داسی یو هنرمند، اوصنعتګر دئ؛ چی ویی کړای شول د هغې سیمې اقتصاد ته بدلون ورکړی او د هغه د غوړیدنی سبب شی. له همدی کبله، د کشمیر د تاریخ زیاتره څیړاندی وایی؛ کله چی میر سید علی همدانی کشمیر ته راغئ، د دغه ټاټوبی د اقتصادی ډیوالیتوب دوره پایته ورسیدله، او نتیجه یی د کشمیر د خلګو په فکر، کلتور، ژوند او اقتصادی چارو کی یو انقلاب ؤ.

 د هغه څه په اساس چی څیړاندو او محققانو بیان کړی دي؛ کشمیر ته د میر سید علی همدانی د ورتلو په وخت، ۱۲ زره مجسمه جوړونکی؛ د بت جوړولو په کار لګیا ؤو، او زیاترو دغو کسانو؛ بت جوړول د یو کار او کسب په توګه منلی ؤو. د میر سید علی همدانی او دهغه د ملګرو په کوښښ سره، کشمیری ډبری توږونکو بت جوړونکو، په ډبرو باندی د ښکلیو او برجسته خطونو په کاږولو، او په قبرونو؛ جوماتونو، ماڼیو او خانقا ګانو کی د هغو په استفادی باندی لاس پوری کړ، او له دې لارې څخه د ایرانی- اسلامی معمارۍ هنر هم، په هغه ځای کی مخ په غوړیدو شو.

دغه ستر او بی ساری شخصیت، هر هغه موضوع چی د هغې د ردولو په تکل کی ؤ، د هغې پر ځای یو بل څیز ثابتاوه او ټاکه. هغه پدې مدبرانه  رودې سره؛ له ایرانی کلتور او تمدن سره د کشمیر د خلګو له مقابلې څخه مخنوئ وکړ، او د دغو دواړو سیمو د کلتورونو ترمنځ یی رغونکئ تعامل او مناسبات رامنځته کړل.  

   

  

 

ټیګونه