Jan 19, 2017 09:52 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۰۷

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې لومړی نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له یویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له شلمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

یو سلو اوولس کاله پخوا،  د   نولس سوم  ميلادي کال  د جنورۍ په شلمه نيټه، انګريز ليکوال  او شاعر جان  راسکين  مړ  شو. هغه  په  نولس سوه اتلسم ميلادي  کال کښې په يوې سرمايه داره کورنۍ کښې وزيږيد او د  مور پلار  تر نظر لاندې  يې تعليم  او تربيت  وشو. راسکين  له خپل  تعليم سره سره شاعري هم پيل کړه.

هغه په هنر کښې د نظر خاوند ؤ او په  (ماډرن انځورګرو) نومې کتاب کښې يې  د هنر په  باره کښې خپل نظريات بيان کړل.

 د دغه انګريز ليکوال له نظره د هنر ارزښت مخاطبانو ته د لوړو افکارو وړاندې کول دي  او لوړ هنر باید د الهي عالَم  او  دنيا ترمینځ يو پل وي. راسکين  (د معمارۍ اووه  څراغه)  نومې کتاب کښې د معمارۍ هنر د ديني او اخلاقي عقائدو او ملي غوښتنو بيانوونکئ بولي.

هغه  د ټولنیزو او اقتصادي مسائلو په اړه اخلاقي نظريات  لرل  او  له راتلونکو صنعتي پرمختګونو څخه انديښمن ؤ.

 د دغه انګريز ليکوال له نورو کتابونو څخه  (تر آخري  دمه)،  (ونيزي کاڼي) او  ( د هغه وروستي په لور) کتابونو ته اشاره کولئ شو.

««««««««««««

اووه شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په یویشتمه نیټه، ستر عالم آیت ا... محمد نهاوندی وفات شو. د ربانی عالم د آیت ا... میرزا عبدالرحیم نهاوندی زوئ آیت ا... محمد نهاوندی په نجف اشرف کښې وزیږید. هغه په فاضلو اخلاقو، عملی او علمی کچو کښې د خپل پلار په څیر د څوارلسمې قمری پیړۍ له لویو عالمانو ګڼل کیږی. د عربۍ مبسوط تفسیر او د فارسۍ مبسوط تفسیر او د نفحات الرحمن په نوم د دغو دواړو کتابونو ټولګه د هغه له آثارو څخه دی.

««««««««««««

دوه پنځوس کاله پخوا، د دیارلس سوه درې څلویښتم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په لومړی نیټه، د شاه رژیم وزیراعظم حسن علی منصور د محمد بخارایی په نوم د یو مبارز په لاس په انقلابی توګه اعدام شو. حسن علی منصور له امریکې سره له تړلی عناصرو څخه ؤ. هغه د کیپیچولیشن د قانون په تصویبولو سره په ایران کښې امریکایی سلاکارانو ته له قضایی تعقیب څخه پناه ورکړه. د دغه قانون په تصویبیدو سره د ایران له عدلیې څخه د هغو امریکایی مامورانو او کارګزارانو د سزا کولو اختیار، چې په ایران کښې جرم کوی، واخیستئ شو. له دې سربیره حسن علی منصور ترکیې ته د ایران د اسلامی جمهوریت د بنسټ ایښودونکی حضرت امام خمینی (رح) په جلاوطنۍ کښې اغیزمن رول لره. ترکیې ته د امام خمینی (رح) د جلاوطنۍ زیاته موده نه وه تیره چې حسن علی منصور د هغه وخت د پارلیمان مخې ته د یو مسلمان مبارز محمد بخارایی په ‌ډزو ولګید او بیا څو ورځې وروسته مړ شو.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په لومړی نیټه، د ایران د ولس او د اسلامی انقلاب د غورځنګ د څپو په وړاندې د پهلوی رژیم د حکومت د ستنو په لړزیدا سره د شاه رژیم د جیلونو دروازې خلاسې شوې او د ایران مسلمانو خلکو خپل فرزندان چې له مودو راهسې د رژیم په زندانونو کښې تر شکنجې لاندې وو، له بنده ازاد کړل. د همدې ورځې له ماسپښینه وروسته، د هوایی پوځ ګڼ شمیر افسرانو او کارکوونکو په لاریونونو لاس پورې کړ او د ایران له مسلمان ملت سره یې د خپل پیوستون اعلان وکړ. همدا راز په دغه ورځ د ایران مطبوعاتو په سترو عنوانونو سره ولیکل: (امام خمینی (رح) به څو ورځې وروسته ایران ته راستون شی). دغه خبر د ایران په خلکو کښې ډیر زیات شور او شوق رامینځته کړ او ټولو هڅه وکړه چې ځانونه د انقلاب د ستر رهبر حضرت امام خمینی (رح) تاریخی او بې نظیره هرکلی لپاره اماده کړی.

 

ذیشان حیدر بنګش