تاریخ پاڼه شماره ۳۱۳
نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې اوومه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له اووه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له شپږ ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو څلور نوي کاله پخوا، د اتلس سوه درویشتم میلادی کال د جنورۍ په شپږویشتمه نیټه، انګریز طبیب او د چیچک د ویکسین کشف کوونکئ اېډورډ جینر مړ شو. هغه په اوولس سوه نهه څلویښتم میلادی کال کښې وزیږید او په پینځه څلویښت کلنۍ کښې په هندوستان کښې د خپلې استوګنې په وخت د چیچک د ویکسین په کشفولو بریالئ شو. جینر په اوولس سوه شپږ نوېم میلادی کال کښې د وړومبی ځل لپاره د چیچک مایه د انسان په مټ کښې تزریق کړه. هغه باوری ؤ چې د چیچک د مایې تزریق کول په انسان کښې د وړه چیچک د راپیدا کیدو سبب کیږی او همدغه موضوع به د بیمارۍ په وړاندې د بدن د مصونیت سبب شی. د جینر له طریقې څخه په استفادې سره په میلینونو کسانو د چیچک په شان له خطرناکې ناروغۍ څخه نجات وموند.
««««««««««««
یو سلو یوولس کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه ویشتم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، له مشروطه انقلاب سره د محمد علیشاه له سختو مخالفتونو وروسته د مشروطه غواړو د قدرت د زیاتیدو په وجه قاجار باچا بلآخره له مشروطه اساسی قانون سره خپل موافقت اعلان کړ. داشان محمد علیشاه چې مخکښې یې د ایران له مبارزو او مشروطه غواړو خلکو سره مقابله کړې وه، هغوی ته تسلیم شو او د خپلې خوښې خلاف یې د اساسي قانون د اجرا د لازموالی په هکله خپل لیک ملی شورا ته واستوه او داشان د کوچنی استبداد یو کلن پړاؤ پائ ته ورسید.
««««««««««««
څلور اتیا کاله پخوا، د دیارلس سوه یوولسم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په اوومه نیټه، یو ستر ایرانی عالم آیت ا... سید محمد باقر حجتی مازندرانی وفات شو. هغه په دولس سوه اته څلویښتم هجری لمریز کال کښې د ایران له شمالی ښار بابل سره نږدې په داسې حال کښې وزیږید چې پلار یې له لاسه وړکړئ ؤ. د آیت ا... حجتی کورنۍعلم او فضیلت لرونکی کورنۍ وه او هغه په همدې لاره کښې خپل سفر پیل کړ. په لومړیو کښې یې د خپلې سیمې له استادانو مقدماتی علوم زده کړل او وروسته نجف ته ولاړ. دغه تکړه عالم په دغه سپیڅلی ښار کښې تر شلو کلونو پورې له قدرمنو استادانو څخه استفاده وکړه او بالاخره د خپل ښار د خلکو په غوښتنه د هغوئ ټولنیزو او دینی مسئلو ته د رسیدلو لپاره بابل ته ستون شو. آیت ا... حجتی مازندرانی په دې ښار کښې د اسلامی علومو تدریس او د علمیه حوزې د اداره کولو تر څنګ د بهائیت د انحرافی فرقې سره مبارزه پیل کړه. (حاشیه بر عروة الوثقی) د دغه نامتو عالم له کتابونه څخه دی.
««««««««««««
اووه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه پنځوسم میلادی کال د جنورۍ په شپږویشتمه نیټه، په هندوستان کښې جمهوری نظام اعلان شو او دغه ورځ د هندوستان ملی ورځ ونومول شوه. له نیواکګر انګلستان څخه د هندوستان له خپلواکۍ وروسته جواهر لعل نهرو لومړی وزیر شو او راجندرا پرساد د هندوستان د لومړی ولسمشر په توګه غوره شو. د هند ډیموکریسی پارلمانی ده او ولسمشر یو تشریفاتی رول لری او اجرایی قدرت د لومړی وزیر په لاس کښې دی. هندوستان د هند د لویې وچې تر ټولو پراخ او زیات نفوس لرونکئ هیواد دی او له پاکستان، چین، نیپال، بنګلادیش، بوټان او میانمار سره ګاونډی دی. د هندوستان نفوس کابو یو ملیارډه او پنځوس ملیونه کسان دی چې د نفوس له دغه شمیرې سره له چین وروسته د نړۍ دوهم تر ټولو زیات نفوس لرونکئ هیواد دی.
««««««««««««
او له ننه درې دیرش کاله پخوا، د څوارلس سوه پینځم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه، ستر شیعه فقیه آیت ا... العظمی حاج سید احمد خوانساري وفات شو. حضرت آیت ا... العظمی سیداحمد خوانساری په دیارلس سوه نهم قمري کال کښې په خوانسار کښې وزیږید. سید احمد پخپل زیږنځائ کښې له لومړیو زده کړو وروسته د تحصیلاتو د دوام لپاره اصفهان ته او له هغه ځایه نجف اشرف ته لاړ. هغه د نجف په علمیه حوزه کښې څو کاله پس د اجتهاد لوړې درجې ته ورسید. آیت ا... خوانساري په دیارلس سوه پینځه دیرشم قمري کال کښې ایران ته راستون شو. هغه په زهد، پرهیزګارۍ او له نفساني خواهشاتو سره په مبارزه کښې کم سارئ او ډیر مشهور ؤ او د امام خمینی (رح) ترڅنګ د هغوئ شتون د ایران اسلامي غورځنګ پیاوړئ کړ. دغه رباني عالم بالاخره د دیارلس سوه درې شپیتم هجري لمریز کال د مرغومی په نهه ویشتمه نیټه په شپږ نوي کلنۍ کښې وفات شو.
ذیشان حیدر بنګش