تاریخ پاڼه شماره ۳۱۴
نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې اتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د ربیع الثاني د میاشتې له اته ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د جنورۍ له اووه ویشتمې نیټی سره برابره ده.
««««««««««««
اته سوه کاله پخوا، د شپږ سوه اته دیرشم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، په ابن عربی مشهور یو نامتو مسلمان پوه او عارف ابوبکر محی الدین محمد په دمشق کښې وفات شو. هغه په پینځه سوه شپیتم هجری قمری کال کښې د نننۍ اسپانیا په اندلس کښې وزیږید او د دود علومو له زدکړې وروسته یې تزکیه نفس او سیر و سلوک ته مخه کړه. ابن عربی د تیونس، مکی ، بغداد او حلب په شمول ډیرو هیوادونو او ښارونو ته سفرونه وکړل او په هر ځائ کښې یې زیات احترام او قدرونه وشوه. هغه یو ډیر زیارکښ پوه ؤ چې ځینو سرچینو یې اثار له پینځو سوو کتابونو او رسالو زیات ذکر کړی دی چې له هغو څخه یو یعنی (تفسیر کبیر) یوازې ځان ته څو ټوکه لری. همداراز د هغۀ په لنډو او اوږدو اثارو کښې (فصوص الحکم) په نوم کتاب باید یو مهم اثر وګڼو، ځکه چې په دغه کتاب کښې د هغۀ عرفانی افکار او نظریات په کوټلی توګه راغونډکړائ شوی دی.
««««««««««««
یو سلو دوه کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ دیرشم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، مشهور ایرانی لیکوال او شاعر ادیب الممالک فراهانی وفات شو. هغه په دولس سوه اووه اویایم قمری کال کښې وزیږید او له لیکنې سره یې مینه لرله، نو ځکه یې د ادب، مجلس او آفتاب په نوم د ورځپاڼو د خپرولو دنده په غاړه واخیسته. هغه د دغه کار ترڅنګ سیاسی فعالیتونو ته هم مخه کړه او د مشروطه انقلاب په بهیر کښې د انقلاب له مجاهدینو سره یوځائ شو او د ازادی غوښتونکو مرستې ته یې مخه کړه. ادیب الممالک د شعر د مختلفو قالبونو په ویلو کښې خاصه توانمنی لرله او د پخوانیو استادانو د رودې خیال یې په ښه توګه ساته. هغه له هغو شاعرانو څخه ؤ چې د لومړی ځل لپاره یې ټولنیز او سیاسی په تیره بیا د وطن دوستۍ مضامین او مفاهیم په خپلو شعرونو کښې وکارول. د ادیب الممالک زیاتره شعرونه په خپله د هغه د سیاسی مبارزو او ټولنیز ژوند انعکاس دی.
««««««««««««
اووه اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه یو شپیتم هجری قمری کال د ربیع الثانی د میاشتې په اته ویشتمه نیټه، فاضل فقیه او عالم آیت ا... احمد علی آرانی وفات شو. هغه په دولس سوه نهه اویایم قمری کال کښې د ایران په مرکز کښې د آران او بیدګل ښار په یوې فاضلې او روحانی کورنۍ کښې وزیږید. احمد ډیر ژر د دینی درسونو زده کړې له خپل پلار او د خپل ښار له ځینو عالمانو پیل کړې او نولس کلن ؤ چې زده کړو ته د دوام لپاره کاشان ښار ته ولاړ. په هلته کښې هم د فقې او د فقې د اصولو له زده کولو وروسته په عراق کښې د نجف اشرف دینی علمیه حوزې ته ولاړ او د هغه ښار له لویانو یې ډیر علمونه حاصل کړل. آیت ا... آرانی خپل ښار ته له ستانیدا وروسته د خلکو په مینځ کښې د اسلام تبلیغ، د دینی درسونو زده کولو او کتاب لیکنې ته مخه کړه. هغه یو پرهیزګاره او ساده کس ؤ او له خلکو سره ملګری ؤ او تل یې له بی وزلو سره مرسته کوله. د (نهج الرشاد فی شرح الارشاد) او (سبیل الجنان) کتابونه د دغه ستر عالم له قلمی اثارو څخه دی.
««««««««««««
څلور څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه درې اویایم میلادی کال د جنورۍ په اووه ویشتمه نیټه، د څلورو کالو له خبرو اترو وروسته د امریکا او شمالی ویتنام تر مینځ د اور بند تړون په پاریس کښې لاسلیک شو. د دغه تړون په اساس چې د پاریس تړون په نوم مشهور شو، امریکا ومنله چې خپل ځواکونه به له جنوبی ویتنام څخه وباسی. که څه هم د دغه تړون له لاس لیکیدا وروسته د امریکایی ځواکونو او شمالی ویتنام تر مینځ اور بند ونه شو خو په نولس سوه پینځه اویایم میلادی کال کښې امریکا د ډیرو تلفاتو او مالی تاوانونو له امله د جنوبی ویتنام پریښودو ته مجبوره شوه. د پاریس تړون د په ویتنام کښې د امریکا د سلطه غواړو او لاس وهونکی سیاستونو لپاره لویه ماته وه چې له نولس سوه څلور شپیتم میلادی کاله په ویتنام کښې پیل شوی وو. د دغه تړون له لاسلیکیدا د جنوبی ویتنام څخه د ټولو امریکایی عسکرو تر وتلو پورې کابو دوه کاله وخت تیر شو او بالاخره د نولس سوه پینځه اویایم میلادی کال د اپریل په نهه ویشتمه نیټه جنوبی ویتنام د شمالی ویتنام د ځواکونو لخوا آزاد او د ویتنام ټاټوبئ بیا متحد شو.
««««««««««««
اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې د میاشتې په اتمه نیټه، د باچا رژیم د لومړي وزیر شاه پور بختیار په حکم سره په پوځ کښې له دربار سره اړونده تالي څټو په تهران کښې د خلکو عامه وژله وکړه . په دغه ورځ، په درست هیواد کښې په خونړیو اعتراضونو او مظاهرو کښې په لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شول. د تهران ولس هم په داسې حال کښې چې د تهران پوهنتون په جومات کښې پرلتۍ وهونکو روحانیونو سره د یو ځائ کیدا لپاره د تهران پوهنتون په لور خوځیدلي وو، د ژاندار مرئ یا ګارډز د ودانۍ له بّره پوړونو ورباندې پولیسو یرغلونه وکړل او د تهران ښار د اخ و ډب او نښټو په ډګر بدل شو. دغه خوځښت پراخ نړیوال انعکاس وموند او ځینو خبري آژانسونو دغه پیښه د وږی د میاشتې د اوولسمې نیټې وژلې ته ورته وبلله .په دغه ورځ د پام وړ ټکئ د خلکو غږملتیا او یوه خوله کیدا وه ځکه چې د وژلو له پیلیدا یواځې یو ساعت وروسته د روغتونونو لارې او پوړونه د خلکو له خوا د وینې او نورو روغتوني شیانو له ډالۍ کونکو ډک شول.
««««««««««««
او له ننه څلور کاله پخوا، د دیارلس سوه یو نوېم هجري لمریز کال د سلواغې په اتمه نیټه، د ایران اسلامي جمهوریت د خپلو لومړنیو فضائي څیړنو په دوام کښې ژوندۍ موجود له یوه توغندي سره یو ځائ فضا ته ولیږه. دغه ژوندئ موجود یوه بیزو وه چې په سلامتیا سره بیرته مځکې ته راستانه کړائ شوه. دغې بریالۍ آزموینې یو ځل بیا د امریکا او د هغې د متحدانو د ظالمانه بندیزونو د خورا سختو شرائطو د اعمالیدا په وخت د ایران د اسلامي جمهوریت فضائي بریالیتوبونه د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړل.
ذیشان حیدر بنګش