Jan 30, 2017 16:01 Asia/Kabul
  • دلمر په رڼا کې(۹۱)دمیرمنوحقوق داسلامی انقلاب دمعظم لارښود له نظره (۱)

دتهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو دخپرونې په دې شیبو کې د لمر په محضر یا رڼا نومې دلړۍ له ننني پرورګام سره ستاسو په خدمت کې یوو په دغه نننۍ برخې کې داسلامی انقلاب له نظره دمیرمنو دحقوقو په باب له لومړني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ

   داسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په دې اند دی چې  لودیځوال  دښځې  دطبیعت  دپيژندنې  او    دمیرمنې  له جنس سره  دچلند دڅرنګوالي په زمینې کې  لویدیځوال   له افراط او  تفریط سره   مخامخ دي .   داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په نظر کې  سره له دې چې   لوديځ   په دایمي ډول  دمیرنې اوسړي دحقوقو دبرابرۍ ډنډورې  وهي ،  خو اساسا  میرمنې لودیځي نظر،  دنابرابرۍ  او نا انډولتوب باندې مشتمل یو تفکر دی .  حضرت آیت ا... العظمی سیدعلی خامنه اي  باوري دی چې  میرنې ته  دلودیځوالو نظر  دمیرمنو  په باب دلودیځي شعارونو څخه  نشي معلومیدلی  ځکه  چې دغه شعارونه  پوچ اوچټي دي  او   واقعیَت څخه لیرېدي  او  په دوي  ( داسلامی انقلاب معظم لارښود) په دې  اند دي چې  میرمنې ته  لودیځ نظر باید  په لودیځي  ادبیاتو کې  ولټول شي .

       میرمنې  د انساني ټولنې  یوه مهمه برخه جوړوي. دوي  دټولنې دنوروغړو په څیر ،  هغه  که دکورنۍ په چاپيریال کې وي او که  په ټولنیز چاپيریال کې  دپام وړ  حقوق کیدلی شي  چې   داسلام په پاک دین کې  دخداوندمتعال له خوا  په  ډير خاص ظرافت او  دهراړخیز انصاف اوعدالت په رعایتولو سره  وضع شوي دي .  خو ممکنه ده  په ذهن کې داپوښتنه  مطرح شي چې  په اسلامی هیوادونو  کې میرنې هما غه راز  دخپلو حقوقو په چخټي کیدا ولې ګیله منې دي .؟ په ځواب کې باید وویل شي چې  دا داسلام مشکل نهدی ،  بکلې ، دهغو کسانو له خوا دی چې  ددیندارۍ ادعاګانې کوي ، خو  په عمل کې  ورته پابند نه دي . په هراسلامی هیواد کې  حکومتونه او  قضائي ادارې ،که  حقیقتا  دین  دالهي  فرامینو مدار اوعامل شي اولازمه تقوا ولرل شي ، نوهیڅکله هم بیا په هغو هیوادونو کې  دمیرمنو  حقوق  نه چخڼي کیږي . له دې امله  ددې کتونکي  یوو چې  په سعودي عربستان کې   چې داسلام دپاک دین دساتنې له ټولو زیاتې ډنډورې وهي ، خو  په عمل  کې  دمسلمان په ظاهر سره د    وهابیانو ځيږ ه او  وچه  لیدتوګه او دیني  انحرافاتو په دلیل  ، میرمنه  په دغه هیواد کې  له خپلوترټولو عادي  کورنیو ، اوټولنیزو  حقوقو همن محرومه ده .

 لودییځي  اواروپائي هیوادونه هم  چې هڅه کوي ،   دقوانینو او  مقرراتو او دندو اوحقوقو له پلوه  د ښځې اوسړي  ترمینځ  دیوه واحد او  ورته   وضعیت   دبریښولو هڅه وکړي  او دښځې اوسړي   په طبعیي او نفساني  فرق سترګې پټې  کړي ،  نه دي توانیدلي   د میرمنو حقوقو وساتي  ،نو ځکه   په لودیځ  کې  د کور په چاپیریال کې  وي او که د ټولنې په سویه ، دمیرمنو  په حقوقو دسترګو پټول  ډير اندیښمنونکي دي .

      دتاریخ پاڼو  ته په لیدو سره  پوهیږو چې  په اروپا کې  دبشری حقوقو  زمزمې   له اولسمې پيړۍ  وروسته پیل شوي دي .  د اولسمې  او اتلسمې پيړیو  لیکوالانو او متفکرانو په خلکو کې  په یوې عجیبه مخینې  اونوښت سره    دانسان  نه سلبیدونکي ،فطري او طبعیي  حقوقو په باب  خپل افکار خپره کړل .  ژان ژاک روسیو  او ولټر او منتسکیو  ددغو  متفکرانو او لیکوالانو  برخه دي .  د عمل  هغه لومړنۍ نتیجه چې  د  انسان  د طبیعي  حقوقو  د پلویانو  دافکارو له خپریدو  ترلاسه شوي ،  دا وه  چې  په انګلستان کې  د ملت او  حاکمه پلاوي ترمینځ یو اوږد کشمکش  رامینځة شو  او  په نهایت کې ملت بریالی شو  ، په  ۱۶۸۸کال کې  د حقوقود یوې  اعلامیې   دخپرولو په اساس  دخپلو سیاسی اوټولنیزو حقوقو یوه برخه  وړاندیز کړي .

 خو   هغه   چې  په نړۍ کې  د:بشری  حقوقو :  په اعلامیې  مشهوره شوه ،   هغه څه دي چې    دفرانسې دستر انقلابه وروسته  د حقوقو  داعلان په نامې سره خپره شول . خو دشلمې پيړۍ  ترلومړنیو پورې  دبشری حقوقو  په شاوخوا کې هرڅه  چې بحث شوي ،  دحکومتونو  په وړاندې دملتونو له حقوقو او  داربابانو اوټيکدارانو په وړاندې دزحمتکشو او کړیدلو پرګنو  له حقوقو سره اړونده دي .

په شلمې پيړۍ کې وه چې  دلومړي ځل لپاره  دسړي دحقوقو په وړاندې  دښځې  دحقوقو موضوع   مطرح شوه .  دامریکا دمتحده ایالتونو  حکومتونوسره له دې چې په اتلسمې پیړۍ کې  ئې دبشری عمومي حقوقو دخپلوالکۍ د په اعلانولو سره  اعتراف کړی ؤ ،  په ۱۹۲۰ کال کې  ئې په سیاسی حقوقو کې دښځې او سړي  دبرابرۍ قانون تصویب کړ  او همداراز  فرانسې   په شلمې  پيړۍ کې  دې کار ته تسلیم شوه .

 په هرحال  په شلمې پيړۍ کې په درستې نړۍ کې   دحقوقو اودندو له  نظره  دسړي او میرمنې  په اړیکو کې  د ژور بدلونونو پلوي ډيرې ډلې اوټپلې رامینځة شوې . .  د  نولسمې اوشلمې پيړیو   بدلونونه اوماشیني سسټم او  دکارګرانو په تیره بیا  دمیرمنو  د کارکسب له لاسه ورکول او  ډير بد وضعیت ، له هرڅه زیات لامل شو  چې  د ښځو دحقوقو  په موضوع  څيړنه وشي .

 آلبرماله ، د : البرماله  تاریخ:  نومې دخپل کتاب  په شپږم ټوک کې داسې لیکلي دي؛؛؛؛ ترڅو چې  حکومتونو   دکارګرانو  او  له  هغو سره دټيکدارانو دچلند  اوکړنو  په حال احوا ل او  رودو پام  نه درلود،نو پانګوالو هرڅه  چې  غوښتل  ترسره کول ئې . دکارخانو او شرکتونو مالکان اوخاوندانو  میرمنې اوواړه ماشومان   په ډیرو کمو تنخواګانو سره  په کار ګمارل ،  او ددې لپاره چې دهغوي دکار ساعتونه زیات وو ،  غالبا   په ډول ډول ناروغیو سره لاس اوګریوان  کیدل او  په ځوانیو کې مړکیدل . 

      داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا...العظمی سیدعلی خامنه اي  په اروپائي  هیوادونو او لودیځ  کې  دمیرمنو دحقوقو دچخڼي کیدو په باب  په دې اند دی چې ؛  په لویدځي نړۍ   او اروپائي  هیوادونو کې  چې  دمیرمنو دحقوقو ددفاع  مدعیان دي ،  تقریبا   ټوله خبرې ئې دروغ دي .د وروستۍ  پيړۍ ترلومړیو لسیزو پورې  چې تمامه شوې  ، میرمنو نه یوازې کوم حقوق  نه درلودل ، بلکې  د ټاکنې حق ،   او دمالکیّت حق ئې  هم نه درلود. یعني میرمن دخپلو موروثي مالونو  خاونده هم نه وه،  دهغې شتمنې او  شیان د خاوند په اختیار کې ول .  په اسلام کې د میرمنې بیعت ، دمیرمنې مالکیّت ، په ټولنیزو او سیاسی  اساسی ډګرونو کې  دمیرمې شتون  تثبیت شوی دی .:  جاءکه المومنات یبایعنک علی  ان لایشرکن  باا.... :::: میرمنې به راتلې   له پیغمبر اکرم سره به ئې بیعت کاوه . پیغمبراکرم  ونه فرمائيل چې  سړي دې راشی او بیعت دې وکړي  او  په دې اساس  هر څه چې  هغوي  رائ ورکړې ،  او هرڅه چې   هغوي  ومنل ، میرمنې هم مجبورې وې  وې مني :   نه  ،داسې نه ده ، وې فرمائيل ،  میرمنې   دې هم بیعت وکړي ؛ هغوي هم د دغه حکومت  په منلو کې ،  ددغه  سیاسی اوټولنیز نظم په منلو کې  ګډون وکړي .:::    لودیځوال په دې زمینې کې  له اسلامه  کابو  یو زر درې سوه کاله  وروسته پاتې دي  او له دې سره سره  دغه ټوله بې ځایه   ادعاګانې کوي.::::: 

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  همداراز باوری دی چې  لودیځوال دمیرمنې دطبیَت  په پيژندګلوۍ  او   دښځې له جنس سره  دچلند په څرنګوالي کې  له افراط اوتفریط سره  لاس اوګریوان دي .   د اسلامی انقلاب دمعظم  لارښود په لیدتوګې کې  سره له دې چې  لوديځ په دایمي ډول  دمیرمنې اوسړي دحقوقو دیوشانوالي  ډنډورې وهي ، خو اساسا  میرمنې ته دلوديځ نظر  یو نابرابر او نا انډوله  نظردی .  حضرت آيت ا.... العظمی سید علی خانه اي  په دې اند دی چې   میرمنې ته دلودیځ  نظر  دمیرمنو په باب  د لودیځوالو په شعارونو کې نشي   مشحص کیدلی ،ځکه چې  د دوي  شعارونه تش ډډ اوپوچ دي  او  دواقعیتونو په اپوټه دي  او داسلامی انقلاب معظم لارښود په دې اند دی چې  میرمنې ته  د لودیځ نظر ، باید دلودیځوالو په ادبیاتو کې ولټول شي .

        حضرت آیت ا... العظمی سید علی خانه اي  چې پخپله  بیلابیل کتابونه او په تیره بیا  ناولونه لولي ،  او  داروپاپر مشهورو کتابونو اونمایشنامو بشپړ  اشراف لري او  لولي ئې ،  باوري دی ،   هغه کسان چې له اروپائي ادبیاتو سره ، له اروپائي  شعرونو سره ،  او له اروپائي کیسو اوډرامو سره بلد دي ، پوهیږي چې  په اروپائي فرهنګ اوکلتور کې  له مینځنیو پيړیو څخه او  له هغو وروسته داوسنۍ پیړي ترمینځیوپورې  میرمن د دوهمې درجې   یوموجود دی .  هرهغه څه  چې ددې په اپوټه ادعاکوي  ،  چټي  خبرې کوي . تاسو د  انګلستان دشکسپیّر  مهشورو ډرامو ته فکر وکړئ ، وبه وینئ   چې  میرمنې  ته په دغو ډرامو کې  په کوم نظر سره  او  په کومو لوديځي  ادبیاتوسره ، فکر کیږي . سړی  په لوديځي ادبیاتو کې  دمیرمنو  سرور اوارباب  او دهغې  اختیار لرونکی دی،چې د دغه کلتور اوکلچر مثالونه او د هغو اغیزې   نن سبا  هم پکې پاتې دي .::::::

داسلامی انقلاب دمعظم لارښود په  نظر کې ،  په اوسنۍ نړۍ کې  هم  په لودیځ او اروپا کې  کله میرمن اوسړی وادونه کوي ،  او دخاوند کور ته ځي ، حتی دهغې  دکورنۍ نامه هم بدلیږي  او دسړي  دکورنۍ نامه پر ځان کیږدي .  ښځه ترهغه  وخته دخپلې کورنۍ  نامه لري چې تر څو ئې واده  نه وي کړی .  داسلامی انقلاب  معظم لارښود  په دې اند دی چې  دغه لوديځوال  رسم  دی ، په داسې حال کې چې  زمونږ  په هیواد ایران  کې   هیڅکله هم داسې نه  وه او  اوس هم  داسې نه ده .، میرمن  حتی  له واده وروسته هم  دخپلې کورنۍ  هویّت  ساتي .

           داسلامی انقلاب  دمعظم لارښود په نظر کې   په لودیځ کې   دمیرمنې حقوقو ته  دبې پامۍ یو بل مثال  هم دمیرمنې  شتمنیو او  املاک ته  بې پامي ده .  حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي  دلودیځي ښځې  دچخڼي شویو حقوقو په باب  په لودیځي سرچینو کې  په څيړنو سره  فرمائي؛په  اروپائي کلتور کې  کله میرمن ،پخپلوټولو  املاکو  او شتمنیوسره واده کوي ،  او د خاوند کور ته ور ځي ، نو نه یوازې دهغې جسم اوبدن دخاوند په اختیار کې ورځي ،بلکې  دهغې ټولې شتمنۍ او املاک هم  چې له خپل پلار او کورنۍ هغې ته رسیدلی وي ، دهغه دخاوند  سره  اړوندیږي .  دا یوداسې حقیقت دی چې  لوډيځوال  ترې انکار نشي کولی .  د ا دلودیځي کلتور یو مثال دی . په لوديځي کلتور کې میرمن کله دخاوند کور ته ورتللئ ، نو   خاوند  په حقیقت کې د هغې دژوند او هرڅه  اختیار  درلود.. نوځکه  کله  چې تاسو په لویدځي کیسو او لوديځي شعارونو کې   ډير زیات وینئ چې خاوند  دیوه اخلاقي  اختلاف په خاطر خپله ماندینه  وژني  او هیڅوک پرې ملامت هم  نه کوي ، جینۍ  د پلار په کور کې  هم  دهیڅ ډول ټاکنې حق نه درلود.

 البته   په هماغه وخت کې    هم  په لودیځوالو کې  دمیرمنې اوسړي معاشرتونه تریوه حده پورې آزاد وو ، خو  د واده او دخاوند دټاکنې اختیار په ی وهیړ دپلار په اختیار کې ؤ .   په هماغو ډرامو کې  چې  اشاره موورته وکړه ،  هغه څه چې  تاسو ئې وینئ ، همدا دی ،   یوه جینۍ ده  چې   واده  ته  مجبوره شوې ده ،  یوه ښځه ده چې دخپل خاوند په لاس وژل  شوې ده ، یوه کورنۍ ده چې  پر ښځې پکې  په نهایت کې سخت دباؤنه اچول کیږي ، هغه څه چې   موجود دي ،همدغه شان دي . دا دلودیځ ادبیات دي . داوسنۍ پيړۍ ترمینځنیو پورې  همدغه  کلتور  دوام  درلودلی دی . که څه هم  دنولسمې پيړۍ  په وروستیو کې د میرمنې د آزادۍ په نامه  ځيني حرکتونه پیل شوي دي .

دوستانو  په دې اړه به  نور په راتلونکي پروګرام کې درسره وغږیږو ،نو ترهغه وخته په نیاؤمن خداي سپارو .

(سیماب)

***********************************************

 

ټیګونه