Feb 02, 2017 14:57 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۲۰

نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادی الاول د میاشتې له څلورمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له دویمې نیټی سره برابره ده.

««««««««««««

اته سوه درې اتیا کاله پخوا، د پینځه سوه پینځه پنځوسم هجری قمری کال د جمادی الاول د میاشتې په څلورمه نیټه، نامتو مسلمان تاریخ لیکونکی او ادیب ابن اثیر جزری په عراق کښې وزیږید.

ابن اثیر، په موصل، شام او بغداد کښې د خطیب طوسی په شان له عالمانو علم زده کړ.

هغه د تاریخ په اړه له څېړنې او مطالعې سره زیاته مینه درلوده او له همدې امله، هغه اثار چې له نوموړی پاتې دی، غالبا د تاریخ په اړه دی چې تر ټولو مهم یې (الکامل فی التاریخ) نومیږی.

دغه کتاب د مختلفو تاریخی پیښو په اړه له پیله د کتاب د لیکلو تروخته، د اوومې قمری پیړۍ په لومړیو کښې دی او ابن اثیر په دقیقه او پراخه توګه تاریخی پیښې بیان کړې دی.

له هغه وخته چې ابن اثیر د مغلو د ولکې په وخت کښې ژوند کاوه، کتاب یې د مغولو د پړاو په برخه کښې مهمه تاریخی سرچینه ګڼل کیږی.

هغه په شپږ سوه دیرشم قمری کال کښې د عراق په موصل ښار کښې وفات شو.

««««««««««««

اووه  شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم قمری کال د جمادی الاول د میاشتې په څلورمه نیټه، په سردار کابلي مشهور د افغانستان یو نامتو مسلمان  عالم  حیدر قلی خان افغانئ وفات شو.

هغه د ریاضۍ، ستورپیژندنې، تاریخ، جغرافیې، فلسفې له علومو او همداراز له  عربي ادبیاتو سره  هم  بلد ؤ.

سردار کابلی د پیغمبر (ص) له کورنۍ سره ډیره مینه درلوده او د حضرت علی (ع)  د فضایلو په اړه یې کتاب لیکلئ دی.

له سردار کابلي څخه  نور ارزښتمن کتابونه  هم  په  یادګار  پاتې دي چې پکښې د ( شرح  دعای  ندبه) او ( مناظرات ) کتابونو ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال د سلواغی په څوارلسمه نیټه، په داسې حال کښې، چې ایران ته د امام خمینی (رح) د راستانیدا په وخت له شوره ډک جشنونو په ټول هیواد کښې دوام درلود، حضرت امام خمینی (رح) په یوه مطبوعاتی مرکه کښې د ایران راتلونکی اسلامی نظام دریځ روښانه کړ او په ډاګه یې کړه، چې ژر به د انقلاب لنډمهاله دولت جوړ کړی.

هغه په دې مرکه کښې په ډاګه کړه، چې لنډمهالی حکومت به د ټول پوښتنې لومړنی کارونه برابر کړی تر څو د اساسی قانون له جوړیدو وروسته، هغه ټول پوښتنې ته وړاندې کړی.

امام خمینی (رح) همداراز، د باچا رژیم لاسپوڅی لومړی وزیر شاپور بختیار دولت ته، خبرداری ورکړ، چې د خلکو د ځپلوپه دوام کښې به د جهاد حکم ورکړی.

امام همداراز له پوځ څخه وغوښتل، څو له ولس سره یوځائ شی.

له بلې خوا اعلان وشو، چې ترهغه مهال پینځه دیرش زره امریکایان له ایران څخه ووتل او لس زره نور په بیړه له ایرانه ووځی.

««««««««««««

اووه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اته شپیتم لمریز کال د سلواغی په څوارلسمه نیټه، د ایران د فارسی ژبې او ادبیاتو وتلی استاد، ډاکټر سیدحسن سادات ناصری په افغانستان کښې د یوه علمی ماموریت په بهیر کښې وفات شو.

استاد ناصری خپل عمر د فارسی ژبې او ادب ښوونې او تدریس ته وقف کړ او په کلتوری، ادبی او دینی برخو کښې یې ارزښتمن آثار په یادګار پرېښودل چې پکښې (سرآمدان فرهنګ و هنر ایران) کتاب او د (صائب تبریزی) دیوان سمولو ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

او له ننه درویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه اویایم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په څوارلسمه نیټه، یو نه ستړی کیدونکئ عالم آیت ا... شیخ عبدالرسول قایمی وفات شو. عبدالرسول قایمی په اصفهان کښې د ماشومتوب او ځلمیتوب له پړاؤنو وروسته د دینی علومو د زده کولو لپاره د اصفهان علمیه حوزې ته ولاړ او څو کاله وروسته د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ. آیت ا... قایمی په نجف کښې د آیت ا... سید ابوالحسن اصفهانی له محضره استفاده وکړه او څو کاله وروسته د هغوئ په حکم سره د کمیونیسټانو او بهایت په ضد د تبلیغ لپاره آبادان ته ولاړ. هغه د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه مخکښې،د مبارزانو او مجاهدینو تکیه وه. ډیرو هغو کسانو چې ظالم رژیم تر تعقیب لاندې وو، د هغه په وسیله له هیواده وتل. آیت ا... قائمی چې د سید ابوالحسن اصفهانی، سید حسین بروجردی، سید محسن حکیم، سید ابوالقاسم خویی، سید محمد رضا ګلپایګانی او حضرت امام خمینی (رح) لخوا د پوره واک استازی ؤ، په دیارلس سوه شپیتم لمریز کال کښې اصفهان ته ولاړ.

 

ذیشان حیدر بنګش