Feb 08, 2017 12:01 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۲۶

نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې شلمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له لسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له اتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

دوه سوه دوه نوي کاله پخوا، د اوولس سوه پینځه ویشتم میلادي کال د فرورۍ په اتمه نیټه، له رومانوف کورنۍ څخه  د روسيې دریم امپراتور ستر پيټر (  Peter the Great ) په درې پنځوس کلنۍ کښې مړ شو. هغه  په  شپاړس سوه شپږ نوېم  میلادي کال کښې د ایوان الکسي یویچ  له مړینې وروسته، امپراتورۍ ته ورسید.

هغه باوري ؤ چې تاودو اوبو ته رسیدل  به  روسیه  په  یو نړیوال  سوداګري او سمندري  قدرت  بدل  کړي. په  دې  وجه  یې خپلې هلې ځلې د بالټیک سمندر او تور سمندر سواحلو ته وروګرځولې. ستر پیټر همداشان  هڅه  وکړه  چې  د عثماني امپراتورۍ  د  قلمرو او د پولینډ او سویډن هیوادونو له  لارې  د اروپا په لور پرمختګ وکړي او یو لړ بریاوې هم ترلاسه کړي. هغه له پرمختللو اروپايي هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره  په روسیه کښې ځيني اصلاحات وکړل.

ستر پیټر  یو  ډیر  قهرجن  او بې رحمه کس  ؤ چې خپلو اهدافو ته  د رسیدو لپاره به یې له  هیڅ  کاره  ډډه  نه کوله  او په  همدې  وجه  د  هغه  د امپراتورۍ په  پړاؤ  کښې  د خلکو سر او مال او آزادي  د هغه  له  تیریو په امان کښې نه وو.

««««««««««««

څلور پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه درې شپیتم میلادی کال د فرورۍ په اتمه نیټه، جنرال عبدالسلام عارف د عراق د بعث ګوند د څو افسرانو په ملتیا په یوې خونړۍ کودتا کښې د هیواد د چارو واګې په لاس کښې واخیستې. هغه د عراق د هوایی ځواک په مرستې سره د دفاع وزارت ماڼۍ چې د عراق د هغه وخت ولسمشر عبدالکریم قاسم پکښې اوسیده، بمباری کړه او هغه یې ونیوه او چرماری یې کړ او ځان یې د عراق ولسمشر وباله.

د ویلو ده چې عبدالکریم قاسم هم په نولس سوه اته پنځوسم میلادی کال کښې د عراق د وروستی باچا ملک فیصل په خلاف له خونړۍ کودتا او د باچاهی کورنۍ د یوشمیر غړو او د هغو د خپلوانو له وژلو وروسته قدرت ته رسیدلئ ؤ.

عبدالسلام عارف په نولس سوه شپږ شپیتم میلادی کال کښې په یوې شکمنې هوایی پیښې کښې ووژل شو او د هغه ورور عبدالرحمان عارف د هغه پر ګدۍ کښیناست.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه پنځوسم لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران له اسلامی انقلاب سره د هوایی ځواک د کارکوونکو د یوځای کیدا په اعلان او له امام خمینی (رح) سره د هغوئ په بیعت پسې د باچا د ګارډ مزدورانو په شپې په تهران کښې د هوایی ځواک پر یوې اډې برید وکړ.

د دغه خبر له خپریدو سره، د ایران مسلمان خلک، د هوایی کارکوونکو د مرستې لپاره، چې د مقاومت په حال کښې وو، د تهران ښار له هر لوری د هوایی ځواک د اډې په لور روان شول.

انقلابی او مسلمان خلک، چې ابتدایی او کمې وسلې یې په لاس کښې وې، په خپلې میړانې سره، د باچا رژیم د مزدورانو برید له ماتې سره مخامخ کړ او په دې توګه په ایران کښې د باچا رژیم د نسکوریدو لپاره د خلکو د مبارزو وروستۍ پړاؤ پیل شو.

««««««««««««

یو دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور شپیتم لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شلمه نیټه، د عراق د پخوانی رژیم د پوځ پر سنګرونو، د ایران میړنیو جنګیالیو، د دواړو هیوادونو په جنوبی پوله ایزې سیمې کښې، د (اتم ـ والفجر) عملیات پیل شول.

په دغه عملیاتو کښې، په زرګونو ایرانی پوځیان د اروند له څپانده سینده تیر شول او د عملیاتو په لومړۍ ورځ یې د عراق په جنوبی ختیځ کښې د فاو ښار ونیوه.

دغه عملیات دومره ناڅاپی او له پوځی پلوه سخت او بریالی وو، چې د نړۍ د پوځی او سیاسی کار پوهانو د حیرانتیا او د عراق د پخوانی رژیم دغافلګیره کیدو سبب شو.

د اتم ـ والفجر عملیات، د ایران پر خاوره د صدام د نیواک د پائ ته رسیدو او دغه هیواد ته رسیدلی زیانونو ته د غاړې ایښودو په موخه تر سره شول او پر عراق یې د ایران پوځی غوره والی، د عراق د پوځی تیری په شنډولو سره څرګند کړ.

د فاو ښار د نیولو په بهیر کښې، د زرهاو  عراقی پوځیانو په وژلو او ټپی کیدو سربیره، د دغه هیواد شپږ سوه ټانکونه او پوځی ګاډی او د دغه هیواد پینځه څلویښت الوتکې له مینځه ولاړې.

««««««««««««

او له ننه شل کاله پخوا، د دیارلس سوه پینځه اویایم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په شلمه نیټه، د ایران د نوی فرش پلار استاد ابوالفتوح عرب زاده وفات شو. په رسام مشهور استاد ابوالفتوح عربزاده په دولس سوه درې نوېم لمریز کال کښې په تبریز کښې وزیږید. سید ابوالفتوح عربزاده چې د ایران د نوی فرش د پلار لقب ورکړئ شوې ؤ، له ماشومتوبه له طرحو او رنګونو سره بلد شو او دغه هنر یې له خپل پلار څخه زده کړ. هغه په تبریز کښې پر فرش او په تهران کښې پر کاشیانو رسامی او طراحی پیل کړه. هغه له دې سربیره د موسیقۍ، ډرامه، مجسمه جوړونې، خطاطی، رنګی او روغنی رسامی په شان له نورو هنرونو سره مینه درلوده. رسام عربزاده په دیارلس سوه درې اویایم لمریز کال کښې د خپلو په لاس اوبدلو فرشونو څخه د شپږ شپیتو فرشونو په ډالئ کولو د تهران د ښار والئ په ملګرتیا د رسام عربزاده د فرش د هنری او کلتوری ارګان په نوم د یوې کمیټې د جوړولو لومړنی بنسټونه کیښودل. قفس رنګ ها، خم معرفت، ساحل خیال او فتح سومنات د هغه د فرشونو د طراحۍ له اثارو څخه دی.

 

ذیشان حیدر بنګش