د نړئ ترټولو سرکش حکومت پخپله د امریکا حکومت دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i171858-د_نړئ_ترټولو_سرکش_حکومت_پخپله_د_امریکا_حکومت_دی
پارس ټوډې- د پاکستان تکړه ژورنالیسټ او مهشور شناندي حامد میر د ډونالډ ټرمپ د جنګ غواړي خوي په ضد دامریکا د میلیوني لاریونونو کرکه او غوسه د رژيم د بدلیدا لپاره د یوې حقیقي  غوښتې په معنا وبلله  او وې وئيل؛د امریکا په ټولنې کې د ټرمپ په ضد احساسات زیات شوي دي او دوي د خپل سرکش ولسمشر د درملنې غوښتنه کوي.
(last modified 2026-03-31T06:49:31+00:00 )
Mar 31, 2026 11:12 Asia/Kabul
  • د نړئ ترټولو سرکش حکومت پخپله د امریکا حکومت دی

پارس ټوډې- د پاکستان تکړه ژورنالیسټ او مهشور شناندي حامد میر د ډونالډ ټرمپ د جنګ غواړي خوي په ضد دامریکا د میلیوني لاریونونو کرکه او غوسه د رژيم د بدلیدا لپاره د یوې حقیقي  غوښتې په معنا وبلله  او وې وئيل؛د امریکا په ټولنې کې د ټرمپ په ضد احساسات زیات شوي دي او دوي د خپل سرکش ولسمشر د درملنې غوښتنه کوي.

پارس ټودې راپور ورکړی، د پاکستان مشهور ژورنالیسټ او د جیو نیوز خبری چینل نامتو اینکر حامد میر د ؛سرکش ټرمپ معالجې؛ په عنوان سره  په یوه یاددښت کې لیکلي دي،  د امریکا خلک مودې کیږي، چې  له  خپل ولسمشر ټرمپ څخه کرکه کوي، خو د مارچ په ۲۸ نیټه  دغه کرکه او نفرت  په یوه عمومی  ولسی پاڅون  بدل شوی دی. هغه زیاته کړې ده، په یوې ورځې کې،میلیونونو امریکایان د امریکا  په لسګونو ښارونو کې واټونو ته راووتل  او  د پاچائي نه غواړو ؛ ګو ټرپ ګو؛ په څير شعارونه پورته کړل. ټرمپ چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ په لومړیو کې  ئې له اسرائيلو سره په ملګرتیا سره پر ایران حمله وکړه او د ایران خلکو ته ئې وئیلي وو، د نظام د بدلولو لپاره  واټونو ته ووځئ،خو یوازې  په څلورو اونیو کې  د همدغه کرغیړن ټرمپ په ضد د امریکا خلک د خپل هیواد  د لسګونو ښارونو واټونو ته ووتل  او د ګو ترمپ ګو ،چغې ئې پورته کړې . ددغه عمومي پاڅون تر ټولو لوي دلیل  د ایران په ضد دټرمپ جنګ دی   چې همدغه  د امریکا  خلکو ته د اقتصادي شاکونو  د رامینځةکیدا سبب شوی دی.

حامد میر په دغه یاددښت کې مخکې لیکلي دي، ټرمپ په دې اند ؤ چې د اسلامی انقلاب د رهبر امام خامنه اي له ترور وروسته  به ایران کې نظام بدل شي او هماغه ډول چې امریکائي شرکتونو د ونزویلا د ولسمشر له نیول کیدا وروسته  ددغه هیواد تیلی زیرمې لوټ کړې  ،، همدغه پيښه به په ایران کې هم رامینځة شي. خو د ایران په باب د ټرمپ ټول اټکلونه د اوبو به سر ځلوب شو. ایران د  هرمز تنګي کنټرول پخپل لاس کې واخست او په درستې نړئ کې د تیلو بحران رامینځة شو. ددغه جنګ په اوږدیدا سره له ډونالډټرمپ څخه عمومي خپګانونه  په نفرت او کرکې بدل شول.  اروپائي هیوادونو  هم دایران په ضد د ټرمپ له جنګ سره له یوځاي کیدا ډډه وکړه.

د پاکستان د ټیلییویژني چینلونو دغه تکړه مجری  زیاته کړې ده،په فارس  خلیج هیوادونو کې د امریکاپه پوځي اډو باندې حملې پيل کړي دي چې چې د یوه زبرځواک په توګه  ئې د امریکا اعتبار هم تاواني کړ. هغه وئیلي دي، د امریکا یو مشهور څيړاند او نظریه وړاندې کونکي نوام چامسکي  کلونو مخکې یو کتاب لیکلی  چې  د ؛ باغي  حکومتونو ؛په عنوان سره ئې ترجمه خپره شوې ده. چامسکي په په دغه کتاب کې لیکلي دي ، امریکا؛ ایران ،عراق اوشمالي کوریا د باغي هیوادونو په توګه اعلانوي،خو په حقیقت کې پخپله امریکا د نړئ ترټولو باغي او یاغي حکومت دی  چې  دهیڅ یوه نړیوال قانون پیروي نه کوي.