تاریخ پاڼه شماره ۳۳۰
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې څلور ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له څوارلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له دولسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو سلو شپږ ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه دولسم هجري قمري کال د جمادي الاول په څوارلسمه نیټه، د دیارلسمې قمري پیړۍ یو محدث او واعظ حاج ملا اسماعیل سبزواري په تهران کښې وفات شو. هغه د ایران په شمال ختیځ کښې په سبزوار کښې زیږیدلئ ؤ. حکمت او فلسفه يې د ایران له مشهور فیلسوف حاج ملا هادي سبزواري زده کړل. ملا اسماعیل سبزواري د خپلو دیني زده کړو د بشپړولو لپاره د عراق نجف اشرف علمیه حوزې ته لاړ او د اجتهاد درجې له ترلاسه کولو وروسته، بیرته تهران ته راستون شو . له دغه نامتو څیړانده ډیر تالیفات پاتې دي چې له هغو څخه (مجمع النوریّن) او (نوادر الاثار) ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
یو سلو دولس کاله وړاندې، د دیارلس سوه شپږ ویشتم هجري قمري کال د جمادي الاول په څوارلسمه نیټه، د ایران یو ریاضي پوه په نجم الدوله مشهور میرزا عبدالغفار تهراني وفات شو. میرزا عبدالغفار د زده کړو له هماغه پیله په ریاضیاتو کښې ډیره دلچسپي درلوده. هغه دغه علم په هغه وخت کښې د دارالفنون په شان په مشهورو ښونځیو کښې زده کړ او د ریاضۍ په زمینه کښې يې څیړنې او مطالعو ته مخه کړه. نجم الدوله تر کلونو پورې په دارلفنون مدرسې کښې د ریاضیاتو معلم ؤ. له دغه ایراني ریاضي پوه څخه د (بدایة الحساب) او (اصول هندسه) په شان تالیفات په یادګار پاتې دي.
««««««««««««
نهه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په دولسمه نیټه، د مصر نامتو مبارز او د اخوان المسلمین تنظیم جوړونکئ حسن البنا د انګلستان او د مصر د هغه وخت د باچا فاروق په ګډې دسیسې سره شهید کړائ شو .
هغه په پوهنتون کښې د زده کړې په وخت د استعمار او د هغه د کورنیو ګوډاګیانو پر ضد خپلې مبارزې پیل کړې او په نولس سوه اته ویشتم میلاديی کال کښې یې په مصر کښې د اخوان المسلمین د ټولنې په جوړولو سره ، د انګلستان د استعمار لخوا له اسلام او د هغوئ له دیني ضد ګروهنو سره مقابله شروع کړه .
دغه ټولنې په چټکۍ سره د سوریې ، لبنان ، اردن او فلسطین په شمول د سیمې په ډیرو هیوادونو او د افریقا د شمال په ځینو هیوادونو کښې نفوذ وکړ او حسن البنا په اسلامي نړۍ کښې شهرت وموند .
په نولس سوه اته څلویښتم میلادي کال کښې د مصر د هغه وخت حکومت د باچا فاروق د حکومت د نسکورولو د دسیسې او د دغه هیواد د لومړي وزیر د ټرور په تور اخوان المسلمین ټولنه ړنګه کړه او د دغه ډلې ډیر غړي یې ونیول او د دغه ډلې مشر حسن البنا یې شهید کړ .
له دې سره سره اوس هم د اخوان المسلمین په نوم یا د حسن البنا له تفکراتو په الهام اخیستلو سره په مصر او نورو اسلامي هیوادونو کښې په فعالیت بوخت دی .
««««««««««««
نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجری لمریز کال د سلواغی د میاشتې په څلورویشتمه نیټه، مجاهد عالم آیت ا... شیخ سلمان خاقانی وفات شو. آیت ا... شیخ سلمان خاقانی په دولس سوه درې نوېم لمریز کال کښې د عراق په یوه جنوبی ښار کښې وزیږید. له ماشومتوبه وروسته، په دیارلس کلنۍ کښې د دینی علومو د زده کولو لپاره نجف اشرف ته ولاړ. هغه په همغه حال کښې په نورو فعالیتونو کښې له ګډونه غافل نه ؤ پاتی او په اجتماعی، سیاسی او ادبی ټولنو کښې یې ګډون کاوه. آیت ا... خاقانی په درې څلویښت کلنۍ کښې د خپل پلار چې د خرمشهر له عالمانو څخه ؤ، له وفاته وروسته په همدې ښار کښې استوګنه شو او په خرمشهر کښې د دیرشو کالو په اوسیدو کښې د ارزښتناکو خدمتونو او د خلکو د لار ښونې سرچینه شو. د تپلی جنګ له پیلیدا وروسته د هغه کور د بی کوره خلکو لپاره د پناه ځائ ؤ تر دې چې د هغه په کور باندې د توپ او هاوان ګولئ ولګیدې او د خپل ټاټوبی پریښودو ته مجبور شو. د جنګ په بهیر کښې، د آیت ا... خاقانی کور، جومات او کتابتون وویشتل او وران کړائ شول او هغه قم ته هجرت وکړ. بالاخره دغه د مقاومت او زهد او تقوا بیلګه د دیارلس سوه شپږ شپیتم لمریز کال د سلواغی په څلورویشتمه نیټه په شپږ اویا کلنۍ کښې په قم کښې وفات شو.
««««««««««««
او له ننه نهه کاله پخوا، د دوه زره اتم میلادی کال د فرورۍ د میاشتې په دولسمه نیټه، د لبنان د اسلامی مقاومت غورځنګ حزب الله یو مشر عماد مغنینه چې په حاجی رضوان مشهور ؤ، د سوریې په پلازمینې دمشق کښې ټرور او شهید شو .
عماد مغنیه د هغه بم په وسیله چې د صهیونیسټ رژیم عواملو د هغه په ګاډي کښې ایښئ ؤ، ټرور شو .
شهید مغنینه په نولس سوه دوه شپیتم میلادي کال کښې د لبنان په جنوب کښې د صور ښار په یوې روحاني کورنۍ کښې وزیږید .
هغه د پوهنتون د زده کړو له ختمولو وروسته څه موده د فلسطین له ازادي غواړي تنظیم پي ایل او سر ه ملګرتیا وکړه .
خو عماد مغنیه په لبنان د صهیونیسټ رژیم له حملې او له دغه هیواد څخه د فلسطین د ازادي غواړي تنظیم پي ایل او د ځواکونو له وتلو وروسته د لبنان له امل غورځنګ سره یوځائ شو .
څه موده وروسته او د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ له جوړیدا وروسته عماد مغنینه په دغه انقلابي غورځنګ کښې شامل شو او د صهیونیسټ رژیم پر ضد یې مبارزې ته دوام ورکړ .
عماد مغنینه د هوش او زړورتیا په دلیل ډیر ژر په حزب الله کښې پرمختګ وکړ او د صهیونیسټ نیواکګرانو پر ضد د ځینو مهمو عملیاتو پلانونکئ ؤ .
په همدې دلیل د عماد مغنیه نوم په رسمي ډول د صهیونیسټ رژیم د ټرور په لیسټ کښې شامل شو .
شهید عماد مغنیه د دوه زره شپږم میلادي کال په دوبئ کښې د لبنان په درې دیرش ورځني جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم په ماتې کښې مهم رول درلود .
په همدې وجه صهیونیسټانو له هغه سره ژوره کینه لرله تر دې چې د ټرور له رودې په کار اخیستلو سره یې د لبنان د اسلامي مقاومت دغه غوره بچئ شهید کړ .
ذیشان حیدر بنګش