Feb 13, 2017 11:05 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۳۱

نن د دوشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې پینځه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له پینځلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له دیارلسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه کاله پخوا،  د اته دیرشم هجري قمري کال  د جمادي الاول  د میاشتې په پینځلسمه نیټه،  د  یو  روایت له مخې د پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی (ص) په اهلیبیتو کښې د زین العابدین لقب  لرونکی حضرت علی  بن الحسین (ع)  په  مدینې کښې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه حضرت د شهیدانو د سردار حضرت حسین بن علی (ع) زوئ ؤ او په علم، تواضع، مهربانۍ او د خلکو په خیال ساتنه کښې د خپل وخت سرخیل ؤ.

د حضرت امام زین العابدین (ع) یوه ځانګړتیا ډیر زیات عبادت او شپې روڼول وو او د خدائ تعالی په درګاه کښې د اوږدو سجدو کولو په وجه د سجاد یعني ډیر سجده کونکئ او همداشان د زین العابدین یعني د عبادت کونکو زینت  او  ښکلا په  لقبونو مشهور شو.

حضرت امام سجاد (ع) د خپل پلار حضرت امام حسین (ع) له ستر پاڅون وروسته چې له ظلم او فساد سره د مقابلې لپاره وشه، د دغه ستر غورځنګ پیغام  رسونکئ  شو او په  مختلفو موقعو  یې  د امویانو جنایتونه په  ډاګه کړل. حضرت سجاد (ع)  د کربلا  له  پیښې  وروسته  څه  باندې  پینځه دیرش کاله  ژوند وکړ او  د روایتونو له  مخې د اموي هشام بن عبدالملک لخوا شهید کړائ شو. د ویلو ده چې د امام سجاد علیه السلام عرفاني دعاګانې د صحیفه  سجادیه تر عنوان لاندې  یو کتاب کښې راغونډې شوې دي چې یو ډیر معتبر اخلاقي او  عرفاني کتاب  دی.

د امام سجاد علیه السلام  د نیکمرغه  زوکړې  د کلیزې په  مناسبت  د مبارکۍ په ویلو سره د هغه حضرت یوه ګرانبیه وینا نقلوو چې فرمایی: پر تا د لوئ خدائ  حق  دا دی  چې  د هغه  عبادت وکړې او ورسره شریک جوړ نه کړې او که  په  اخلاص سره  داسې  وکړې  نو خدائ به  دې  دنیا او آخرت  دواړه ښه کړي.

««««««««««««

یو زرو څلور سوه کاله  پخوا، د اته دیرشم  هجري قمري کال  د  جمادي الاول  د میاشتې په پینځلسمه نیټه، د حضرت  علی (ع)  وفادار  ملګری  او  د  اسلام مشهور سردار محمد بن ابوبکر  د  عمرو عاص  له  ځواکونو سره په جنګ کښې شهید شو.

محمد بن  ابوبکر  چې  د  حضرت امام  علی (ع)  لخوا  د مصر واکمن ټاکل شوئ ؤ، په دغه هیواد کښې له یو لړ غلبلیو او بغاوتونو سره مخ  شو. اموي واکمن  معاویه  هم  له  فرصته  په ناوړې استفادې سره عَمرو عاص له شپږو زرو عسکرو سره  مصر ته  ولیږه.

محمد بن ابوبکر له خپلو دوو زرو ځواکونو سره د عمرو عاص مقابلې ته ورغئ خو ماته  یې وخوړله او له نیولو وروسته یې په اور وسوځوه او شهید یې کړ.

««««««««««««

دوه سوه اته کاله پخوا،  د دولس سوه دیرشم  هجري قمري کال  د  جمادي الاول د میاشتې په پینځلسمه نیټه، په میرزائ  بزرګ  مشهور میرزا محمد حسن شیرازي  چې  د اسلام یو ستر مرجع ؤ، په شیراز کښې وزیږید. هغه په شل کلنۍ کښې د اجتهاد درجې ته ورسید. میرزائ شیرازي په دولس سوه نهه پنځوسم هجري قمري کال کښې په عراق کښې  د نجف اشرف علمیه حوزې  ته  لاړ  او د شیخ  مرتضی انصاري د درس په ټولګی کښې یې ګډون وکړ او د خپل استاد له وفات وروسته یې د مسلمانانو دیني مرجعیت او مشري  په  غاړه  واخیستله.

پیاوړې حافظه او روان  بیان  د میرزائ  شیرازي  له  څرګندو ځانګړتیاو وو. هغوئ  همداشان سیاسي  مسایلو ته  هم  پام  درلود او په  مختلفو موقعو به یې  په سیاسي چارو کښې مداخله کوله چې پکښې د تنباکو د بایکاټ په هکله  د  هغه  د فتوا  صادریدل،  په  ایران باندې د لا زیاتې سلطې لپاره د انګریز استعمار د ماتې سبب شول.

له  میرزائ  شیرازي  څخه ډیر آثار هم په یادګار پاتې دي چې له هغو څخه (حاشیه بر نجات العباد) ته اشاره کولئ شو. هغه په  دیارلس سوه دولسم هجري قمري کال کښې  وفات  شو.

««««««««««««

یو سلو څلور  دیرش کاله پخوا، د اتلس سوه درې اتیایم  میلادي کال  د فرورۍ د میاشتې په دیارلسمه نیټه، جرمن آهنګ جوړونکئ او موسیقي پوه رچرډ واګنر په  اویا کلنۍ کښې مړ  شو. هغه په اتلس سوه دیارلسم میلادي کال کښې له زیږیدا څو میاشتې وروسته، خپل پلار له لاسه ورکړ. واګنر له موسیقۍ سره  د ګروهنې له امله  له  ځوانۍ څخه  د اوپرا  (OPERA) په  لیکلو او د ننګ په جوړولو بوخت شو او خپل  ډیر اثار یې  له  ځانه  په  یادګار  پریښي دي .  واګنر دغه  راز  په  جرمني کښې  د اتلس سوه پنځوسمې میلادي لسیزې په  وروستیو کښې د سیاسي بدلونونو  په  بهیر کښې  له انقلابیانو سره یوځائ شو چې د هغوئ د ماتي له کبله تر دیارلسو کلونو پورې د جرمني پریښودو ته  مجبور  شو.

««««««««««««

او له ننه اته ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم هجري لمریز کال  د سلواغې  په  پینځه ویشتمه نیټه،  د اسلامي  جمهوریت  بنسټګر حضرت  امام خمینی (رح)  د (شیطانی آیت) نومې  د سپک ناول  لیکونکي  سلمان  رشدي د مرتد کیدا حکم  صادر کړ. سلمان رشدي  پخپل  وخت  کښې اسلام ، قرآن  او پیغمبر اکرم (ص) او د مسلمانانو نورو ډیرو سپیڅلتیاؤ ته په  جاهلانه  او کم  عقلانه  رودې سره سپکاوي وکړل. په  پراخه سویه  د شیطاني آیات  نومې کتاب تالیف او خپریدا چې د لودیځي حکومتونو له ډیر زیات ملاتړي او مثبت  نظر سره  ترسره  شو،   د آزادۍ په پوښښ سره د مسلمانانو په ضد د لودیځ  د نوي کلتوري دسیسې ښودنه وه. خو د دغه لیکوال  په  ضد د حضرت امام خمینی (رح)  روښانه  او جوتې فتوا له صادریدا څخه   د اسلامي نړۍ ډیرو عالمانو، اسلامي کنفرانس  موسسې  او  نورو ډیرو آزاد فکره پوهانو چې د اخلاقي مقام او حرمت ته يې اهمیت  ورکاوه، ملاتړ وکړ. دا په داسې حال کښې وو چې لویدیځو حکومتونو د قلم  د آزادۍ  د دفاع په پلمه، د سلمان رشدي څخه خپلو ډیرو زیاتو تبلیغاتي او سیاسي ملاتړونو ته مخه کړه.

 

ذیشان حیدر بنګش