Feb 14, 2017 11:07 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۳۲

نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې شپږ ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له شپاړسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له څوارلسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

نهه اویا کاله  پخوا،  د نولس سوه اته دیرشم میلادي کال د فرورۍ په څوارلسمه  نیټه،  د فلسطینیانو د عامې  وژلې  په  دوام  کښې د پالماخ  ترهه ګرې  ډلې وسله  والو صهیونیسټانو  د نیواکي  فلسطین  په  شمال  کښې د سعسع  کلي د اوسیدونکو  وژله  پیل کړه. په  دغو عملیاتو کښې چې تر څو ورځو پورې روان  وو،  د هغوئ  پر اوسیدونکو شل کورونه  وران  شول او کابو شپیته فلسطنیان چې په  هغو کښې ښځې او  ماشومان هم تر سترګو کیدل، ووژل. صهیونیسټانو تر مودو مودو پورې د سعسع کلي عامه وژله د فلسیطینیانو د وژلې لپاره  د بیلګې  په  توګه  یادوله.

««««««««««««

دوه اویا کاله  پخوا، د نولس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال د فرورۍ په څوارلسمه نیټه،  په  دوهم  نړیوال  جنګ کښې د جرمني د مورچو په ضد د امریکا  او انګلستان  یو  زر اووه سوه درې اویا جنګي الوتکو د نړۍ خورا سترې او زیاتې مرګ ژوبلې لرونکې بمبارۍ پیل کړې. په دغو بې رحمه بمباریو کښې چې تر درو ورځو پورې يې دوام  درلود، د جرمني څو  صنعتي ښارونه  له  خاورو سره خاورې  شول او د جرمني د ښارونو له یو لک پنځوس زره  کسانو تر دوه نیم  لکه  پورې کسانو خپل  ژوند له لاسه ورکړ.

««««««««««««

څلور پنځوس کاله  پخوا، د نولس سوه درې شپیتم میلادي کال  د فرورۍ په څوارلسمه نیټه،  یوه انګریز سرجن  مارټن سکاټ انسان ته د بډوری پیوند ولګاوه. په  دغه  ورځ  په  انګلستان کښې د لیډز ښار په یوه روغتون کښې پروفیسر سکاټ د یوه هغه سړي بډوری یا پختورګی چې تازه مړ شوئ ؤ، واخیست  او د آپریشن  په  وسیله  يې یوه  بل  ناروغ  ته  ولګاوه  او دغه راز دغه  پیوند په  بریالیتوب  سره  ترسره شو.

««««««««««««

نهه ویشت کاله  پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم  هجري  لمریز کال د سلواغې په شپږ ویشتمه نیټه، ستر  فقیه  او مجاهد  عالم  آیت الله  سید عباس مُهري  وفات  شو .

آیت الله  سید عباس مهري  په  خپل  زیږنځائ  فارس کښې له  لومړنیو زده کړو وروسته  نجف اشرف  ته  لاړ.

هغه  په  نجف کښې د سید محمود شاهرودي، سید محمد باقر محلاتي او سید محمد تقي  بحر العلوم  په  څیر  له  استادانو  زده کړې وکړې  او  د یو شمیر مؤمنانو د اصرار  له  امله  د دین  د  تبلیغ  او  د خلکو د لارښونې  په  موخه کویټ  ته  لاړ.

آیت الله  مهري په کویټ کښې  د اقامت  او د امام خمینی  په  مشرۍ  د اسلامي نهضت  په کلونو کښې په بیلابیلو مناسبتونو کښې په  ویناؤؤ، مراجعو او عالمانو ته  د لیکونو او تلګرافونو د لیږلو او  د اعلامیو او  د امام خمینی او نورو لویانو  د کیسټونو  او پیغامونو په خپرولو سره یوه شیبه  هم  له پاڅون او فعالیت  غافل  نه  شو او  د  ظلم  په  مقابل کښې پاتې شو.

په دې مینځومان کښې په کویټ کښې  د ایران  سفارت  د  هغه  په  وړاندې پراخ  فعالیت  پیل کړ او خلک يې  د تطمیع  او تهدید او د هغه  پر  ضد د ډول ډول  آوازونو په خپرولوسره له نوموړي، جومات او پارلمان لیرې کولو ته وهڅول .

په  کویټ کښې د  هغه  کور سر بیره  پر دې  چې له ستمشاهي رژیم سره د مبارزې  د  ډولونو په اړه د سلا مشورو مرکز ؤ، په نجف اشرف کښې د امام خمینی  او  په  ایران ، اروپا  او  نورو  سیمو کښې د  هغه  د پیروانو تر مینځ  د اړیکو  واسطه  ګڼل کیده.

هغه  مهال  چې امام خمینی  غوښتل، له  نجف کویټ  ته  لاړ  شي، ټاکل شوې وه  د  آیت  الله  مهري  په  کور کښې  واوسي  چې  د کویټ  دولت له ممانعت سره  مخ  شو او دا چاره عملي  نه  شوه .

د انقلاب  له  بریالیتوب وروسته، حضرت امام، آیت الله مهري د کویټ د جمعې  د امام  په  توګه  وټاکه  خو  د  آیت  الله  مهري  په جلاوطن کیدا سره د جمعې لمونځ  ادا نشو .

دغه  بزرګواره  عالم  د اسلام  په  لاره  کښې له کلونو مجاهدت  وروسته، په همدې  ورځ  د دیارلس سوه شپږ شپیتم کال  د  سلواغې  په شپږ ویشتمه نیټه په دوه اویا کلنۍ کښې  وفات  شو.

««««««««««««

دولس کاله پخوا،  د  دوه زره پینځم میلادي کال  د فرورۍ  په  څوارلسمه  نیټه، د لبنان  پخوانی لومړی وزیر رفیق حریری د لبنان  په  پلازمینې  بیروت کښې  په کار بم  چاودنه  کښې ووژل شو. هغه  د لبنان  یو ډیر شتمن  تاجر  ؤ او د وژل  کیدو په  وخت  یو شپیته  کلن  ؤ. رفیق حریري  له نولس سوه دوه نوېم میلادي  کال  راهسې یعني  د لبنان  له  داخلي جنګونو لږ  وروسته  تر نولس سوه اته نوېم میلادي کاله پورې او بیا له دوه زرم میلادي کاله تر دوه زره څلورم کاله پورې د دغه هیواد لومړی وزیر ؤ. رفیق حریري په لبنان کښې د سوریايي ځواک د شتون د دوام مخالف ؤ، په همدې وجه د هغه له مرګ وروسته، امریکا او فرانسه مدعي شول چې د سوريې عواملو حریري ترور کړئ دی. د دغو هیوادونو په دباؤنو سره د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې یوه محکمه  د رفیق حریري  د ترور پر دوسیې د څیړنو ماموره شوه. دغه  محکمه د یوشمیر شاهدانو له دروغجنو شاهدیو ایشوا کیدا وروسته ونه توانیده، سوريې ته کوم تورونه متوجه کړي. په عین حال کښې، د رفیق حریري د ترور محکمې د امریکا د نفوذ په اعمالیدو سره هڅه کوله، د لبنان د اسلامي مقاومت  ځینې غړي  د هغه  په  ترور کښې په  لاس  درلودلو تورن کړي.

په دې توګه  د رفیق حریري  شکمنه  وژله چې د ځینو مدرکونو او سندونو په اساس د صهیونیسټ رژیم د جاسوسي ادارې موساد په وسیله پلان او اجراشوې، په  لبنان  کښې  د بحران  د رامینځته کولو او د دغه رژیم پر مخالفانو د دباؤنو لپاره په  یوې  پلمې بدله  شوه.

««««««««««««

او  له  ننه شپږ  کاله  پخوا،  د  دوه زره یوولسم میلادي کال د فرورۍ په څوارلسمه نیټه،  د بحرین  د دیکتاتور آل  خلیفه  رژیم پر ضد د دغه  هیواد ولس آزادي غواړئ پاڅون  پیل  شو. په  نولس سوه یو اویایم میلادي کال کښې د بحرین د خپلواکۍ له وخته د دغه هیواد خلکو د ډیموکراسۍ او آزادۍ غوښتنه کوله. په دې مینځومیان کښې اهل تشیع  چې  د بحرین  زیاتره جمعیت جوړوي، تل  له  توپیر او نابرابرۍ سره مخامخ  دی. په  همدې  وجه  په ځلونو د آل  خلیفه  د هغه  وهابي رژیم  په  ضد ولسي پاڅونونه  شوي دي چې  ډیر  زیات له آل  سعود رژیم سره اړونده دي. د بحرین  اوسنۍ امیر شیخ حمد بن عیسی آل  خلیفه، په  نولس سوه نهه نوېم میلادي کال  کښې قدرت ته له رسیدو وروسته  د سیاسي اصلاحاتو لپاره ډیرې ژمنې ورکړې  خو  پر  یوې يې هم عمل ونه کړ  او  هماغه  راز قدرت  د هغه  په  کورنۍ کښې موروثي دی. د دوه زره یوولسم میلادي کال له لومړیو راهسې په څو عربي هیوادونو کښې د انقلابونو اوج ته په رسیدا پسې د بحرین ولس هم  پخپل هیواد کښې  د توپیر د ختمولو او د ډیموکراسۍ د ټینګولو غوښتنه وکړه. خو دغه  ولسي پا څون د آل خلیفه او آل سعود رژیم  د ځواکونو په لاس  وځپل شو. په عین حال کښې د بحرین ولس د سلګونو شهیدانو او ټپیانو په ورکولو او دغه راز د ډیرو سختیانو په زغملو سره،  هماغه راز خپل پاڅون ته دوام ورکوي څو خپلو رواؤ او انساني حقوقو ته  ورسیږي. خو لکه  څنګه  چې امریکا په  بحرین کښې  د سمندري پینځم کنډک مرکز لري او د بحرین  د حکومت  بشپړ  ملاتړ کوي. لویدیځوال  حکومتونو او رسنیو هم  د بحرین   د ولس په آزادي غواړو غوښتنو او د دغه  هیواد د ولس د غورځنګ په وسیله په بدلونونو سترګې پټې کړي او  د دغه  هیواد د ولس  استبدادي  ضد چغو ته  هیڅ  پام  نه کوي.

 

ذیشان حیدر بنګش