Feb 15, 2017 11:01 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۳۳

نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې اووه ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له اوولسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له پینځلسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو یو سلو اووه څلویښت کاله پخوا، د دوه سوه یو نوېم هجری قمری کال د جمادی الاول په اوولسمه نیټه، یومشهور عرب نحوی او لغت پیژاندی ابوالعباس احمد بن یحیی ثعلب وفات شو. هغه چې ایرانی الاصله ؤ، په دوه سوم قمری کال کښې په بغداد کښې وزیږید. ثعلب د خپلې ښې حافظې په مرستې سره د هغه وخت له استادانو څخه ډیر ژر حدیث، د قرآن قرایت، د عربو لغت او د نحو علوم زده کړل. هغه له نحو او عربو ادبیاتو سره ډیره مینه درلوده او د هغو د زده کولو لپاره یې پریمانه جدیت ښوده او له کلونو کلونو پرله پسې مطالعو وروسته، په دې څانګه کښې یو نامتو مقام شو. له هغه څخه په یادګار پاتې آثارو کښې (مجالس ثعلب)، (کتاب الفصیح) او (قواعد الشعر) ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

نهه سوه اته اتیا کاله پخوا، د څلور سوه پنځوسم قمری کال د جمادی الاول په اوولسمه نیټه، د اسلام او ایران یو لوی پوه او فیلسوف ابو حامد محمد غزالی نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه له ابو نصر اسماعیل څخه فقه زده کړه او په لنډ وخت کښې د خپل وخت په دودو علومو کښې سرخیل شو او په دې ډول په اته ویشت کلنۍ کښې یو ډیر ټولو لوی مسلمان فقیه شو. د امام محمد غزالی شهرت لامل شو چې خواجه نظام الملک هغه د تدریس لپاره د بغداد نظامیه مدرسې ته وبولی. غزالی دغه بلنه ومنله، خو په څلور سوه اته اتیایم قمری کال کښې یې د فکری او روحی بحران له امله تدریس او بغداد د حج په نیت پریښود او ورپسې په بیت المقدس کښې استوګن شو. له دې وروسته هغه خپل وطن ایران ته راستون شو او د علم او پوهې د څیړاندو روزنې ته یې مخه کړه. امام محمد غزالی وطن ته له راتلو یو کال وړاندې خپل ارزښتمن اثر یعني (احیاء علوم الدین) نومې کتاب ولیکه . د دغه لوی ایرانی فیلسوف او پوه په نورو آثارو کښې (کیمیای سعادت)، (نصیحة الملوک) او (مقاصد الفلاسفه) نومې کتابونو ته هم اشاره کولای شو.

««««««««««««

یو سلو اتیا کاله پخوا، د دولس سوه اته پنځوسم قمری کال دجمادی الاول په اوولسمه نیټه، په هدایت حسینی مشهور یو مسلمان فقیه او عالم سید محمد علی شا عبدالعظیمی وزیږید. هغه د زده کړو لپاره نجف اشرف ته ولاړ او تر کلونو پورې یې د لوی فقیه شیخ مرتضی انصاری په محضر کښې څیړنې او مطالعې وکړې. دغه لوی عالم چې د حدیث او رجال په علومو کښې له ډیرې پوهې برخمن ؤ ، یو لړ تالیفات لری چې له هغو څخه (وسیلة الرضوان) نومې کتاب ته اشاره کولی شو .شاه عبدالعظیمی په دیارلس سوه درې څلویښتم هجری قمری کال کښې په نجف اشرف کښې له نړۍ سترګې پټې کړې.

««««««««««««

اته دیرش کاله پخوا،  د دیارلس سوه اووه پنځوسم هجري لمریز کال د سلواغې  په  اووه ویشتمه نیټه، د پهلوي رژیم یوشمیر مشران له محاکمې وروسته  د ایران  د خلکو په خلاف  د خیانت او جنایت په جرم  اعدام  شول. که څه هم  د ایران  د مسلمان ولس له  نظره  د پهلوي  د استبدادي  رژیم  د مشرانو جنایت او پیئلتیا حتمي او قطعي وه خو د ایران د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمینی (رح) په حکم  د اسلامي انقلاب  محکمه جوړه شوه او د هغو یوشمیر کسانو پر  تورونو غور وشه چې  د ولسي ځواکونو په  لاس نیول شوي وو.

په لومړنی محاکمه کښې د پوځ  هغه څلور قومندانان چې د خلکو په وژله کښې یې اغیزمن  رول  درلود، په  اعدام  محکوم  شول. له  هغو یو کس  د باچا د استخباراتو او امنیت  د ادارې  (ساواک)  مشر نعمت ا... نصیري ؤ چې د دغه ویرونکي او ځپونکي سازمان په څه باندې دیارلسې کلنې مشرۍ په موده کښې یې  په  زرهاو ایراني مبارزان  نیولي او شکنجه کړي او له  هغو یې ډیر وژلي  وو.

په  ور وپسې  محاکمو کښې هم د پهلوي فاسد رژیم څو نور لوړ پوړي چارواکي  محاکمه  شول  چې  تر ټولو مهم  پکښې  د باچا وزیراعظم امیر عباس هویدا ؤ چې دیارلس کاله یې ایران  د باچا  تر څارنې  لاندې  او د امریکې  د ګټو  په  اساس  او  همداشان  د خلکو په  ځپلو سره  اداره کړی ؤ.

««««««««««««

او له ننه اته ویشت کاله  پخوا، د نولس سوه نهه اتیایم  میلادي کال  د  فرورۍ په  پینځلسمه نیټه، د  شوروي  د  سره  پوځ  لخوا  د  افغانستان  له پوځي نیواک لس کاله وروسته، د افغان مجاهدینو د مقاومت او میړانې له امله، د دغه  هیواد  تیریګر عسکر له  افغانستانه  ووتل.

په  نولس سوه نهه اویایم  میلادي کال کښې  د افغانستان  له  نیولو د شوروي موخه، په کابل کښې  د  ماسکو د لاسپوڅي حکومت تثبیتول او د آسیا د سویل  پر  لور  د شوروي  د  نفوذ  پراختیا وه.

د شوروي دغه اقدام چې په سیمه کښې یې د امریکا ګټې په خطر کښې غورځولې، د واشنګټن له سخت غبرګون او له افغانستان څخه  د شوروي د شاتګ  لپاره  د  امریکا د حکومت لخوا  له  اقداماتو سره  مخ  شو.

له بل پلوه د روسانو له خوا د افغانستان د نیواک له پیله، د دغه هیواد مسلمانو  مبارزو خلکو د شوروي  د تیریګرو  پوځیانو  پر ضد  مقابله  پیل  کړه  او  بالاخره له لس کلن مقاومت وروسته، مسلمان خلک د افغان مجاهدینو په  مرسته  وتوانیدل،  د شوروي  تیریګر پوځ له افغانستانه وباسي.

دا په  داسی حال کښې  ؤ چې  ماسکو هم  په خپل  بهرني سیاست کښې  د  بدلون او  درنو لګښتونو او  مرګ  ژوبلو په  زغملو سره، له  افغانستانه  له  تیښتې پرته  بله  لاره  نه  درلوده.

له افغانستان  څخه  د شوروي  ځواکونو  د  وتلو  ورځ،  د افغانستان  د ملي ورځ  په  نوم  نومول شوې ده.

 

ذیشان حیدر بنګش