Feb 16, 2017 16:11 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۳۴

نن د پنج شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د سلواغی د میاشتې اته ویشتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له اتلسمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له شپاړسمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

شپږ شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه ویشتم  هجري  لمریز  کال د سلواغې  د میاشتې  په  اته ویشتمه  نیټه، ایرانی  فقیه  او  متکلم  آیت ا... میرزا علی اکبر نوقانی  وفات  شو.

هغه  په  دولس سوه یو شپیتم  هجري  لمریز کال  کښې  د  ایران  د شمال په مشهد مقدس ښار کښې زیږیدلئ ؤ. آیت ا... نوقانی له لومړیو زده کړو وروسته ادبیات، فقه  او اصول  له  تکړه استادانو زده کړل. هغه په شپږویشت کلنۍ کښې د خپلو زده کړو د بشپړولو په  موخه  په  عراق  کښې  د نجف  اشرف علمیه حوزې ته لاړ او هلته یې د سترو استادانو له  محضره ګټه  پورته کړه او لوړو علمي درجو ته  ورسید.

دغه تکړه مجتهد د شاعرۍ ذوق هم  درلود او په نسخ او نستعلیق خطونو کښې یې تجربه درلوده. د (تعلیقاتي بر شرح نهج البلاغه) او (سه مقاله نوقانی)  او ( رد عقاید مادیون) کتابونه  د  آیت  ا...  نوقانی  له  آثارو دي.

««««««««««««

درې دیرش کاله پخوا، د نولس سوه څلور اتیایم میلادي کال  د فرورۍ په شپاړسمه نیټه، د لبنان په جنوب کښې د جبشیت ښارګي د جمعې امام  او د صهیونیسټي رژیم په خلاف په دغه سیمه کښې د اسالمی مقاومت د غورځنګ  یو  بنسټګر  شیخ  راغب  حرب  د  دغه  رژیم  د ځواکونو په لاس شهید شو. هغه چې د لبنان د سویل یو فعال او مبارز عالم ؤ، له شهادت مخکښې  یو ځل د خپلو مبارزو او د نیواکګرو صهیونیسټانو په خلاف پاڅون  ته  د  لبنان  د جنوب د خلکو د بلنې په وجه صهیونیسټي تالي څټو نیولئ  ؤ چې  د خلکو د  پراخو اعتراضونو او کاربندیز  په  وجه  آزاد  شو.

خو د  صهیونیسټ  رژیم  لخوا  د لبنان  د سویل  د  نیواک په خلاف  د شیخ راغب  د فعالیتونو دوام  سبب شو چې   د دغه رژیم  عاملانو  هغه  شهید کړ. د دغه  مسلمان  مبارز  د جنازې  په  وخت  د جبشیت  ښارګي  د  ځوانانو او د قدس  د  نیواکګرو ځواکونو تر مینځ  سختې نښتې وشوې چې  پکښې  د لبنان یو شمیر  مسلمان  او مظلوم خلک شهیدان شول.

««««««««««««

اته ویشت کاله  پخوا، د دیارلس سوه اووه شپیتم  هجري  لمریز کال د سلواغې د میاشتې په  اته ویشتمه  نیټه، په  نیویارک کښې  د  ایران  او د عراق  د بعثي  رژیم درې اړخیزې خبرې اترې پیل شوې. په  داسې شرایطو کښې  چې  د  دیارلس سوه اووه شپیتم لمریزکال  په  وږی  او  لړم  میاشتو کښې له  جنګ وروسته مذاکراتو کومه خاصه نتیجه نه وه ورکړې او حتی د خبرو اترو  د ماتې  ناکامیدا  امکان  هم  ؤ، د ایران اسلامي جمهوریت نړیوالې ټولنې  او  ملګرو ملتو په تیره بیا خپله  د دغه  سازمان سرمنشي ته خپل  ښه نیت ثابت کړ او له هغه اعتماده یې مثبته او ښه نتیجه واخیستله چې په سرمنشي باندې یې څرګند کړئ ؤ او د دې کار پایله د ایران د اسلامي جمهوریت په ګټه د نړیوالې فضا بدلیدل وو. په خبرو اترو کښې رامینځته شوې  وقفې ته  په  پام  سره  سرمنشي  له  امنیت  شورا سره ځینې  مشورې وکړې او ورڅخه یې وغوښتل چې له بندونه  د مذاکراتو د ایستلو لپاره دې ورته لا زیات اختیارات  ورکړل شي چې امنیت شورا له دغې غوښتنې سره موافقه  وکړه. په  دې  لړ  کښې د اووه شپیتم لمریز کال  د سلواغې  په  اته ویشتمه  نیټه، په نیویارک کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي په شتون سره د ایران  او عراق  درې اړخیزې  خبرې  اترې وشوې. له  دغو مذاکراتو څخه چې د ملګرو ملتو د سرمنشي د څرګند وړاندیز او د هغه له  ټینګار سره سره په نیویارک کښې د مذاکراتو دوام ته د عراقیانو د بیزارۍ او کرکې په  وجه دا ځل  هم   ډیر  دقیق  او په لنډه موده کښې ترسره شول، مطلوبه  نتیجه  ترلاسه  شوه.

د ملګرو ملتو د سرمنشي تر څارنې لاندې او د دواړو هیوادونو تر مینځ د اوربند له  ټینګیدا وروسته  د ایران  او  عراق  ترمینځ  د خبرو اترو په بهیر کښې بندون  له  نړیوالو دباؤنو سره سره،  د پینځه سوه اته نوېم  پریکړه لیک د  مفادو  په  اجرا کښې  د عراق  د بعثي  رژیم  د ځنډ ښودونکئ ؤ.

««««««««««««

پینځه ویشت کاله پخوا، د نولس سوه دوه نوېم میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په شپاړسمه نیټه، د لبنان  د حزب ا... انقلابي غورځنګ  مشر حجت الاسلام  سید عباس موسوي،  د  دغه  هیواد په  سویل  کښې د قدس د نیواکګر رژیم  په  هوایي  برید کښې شهید شو.  هغه  د  لبنان  د سویل د یو مبارز عالم شیخ راغب حرب د شهادت د کلیزې له مراسمو د ستانیدا په  وخت د صهیونیسټي  رژیم  د تیروګرو الوتکو له  حملې سره  مخ  شو.  په دغو ترهګرو عملیاتو کښې  د سید عباس موسوي د ښځې، زوئ او دریو ملګرو په شمول  د هغه  ځینې  نزدې کسان هم  شهیدان  شول. دغه  جنایتکارانه  اقدام د نړۍ  په  مسلمانانو کښې د قدس  د نیواکګر  رژیم  په  خلاف  د کرکې او قهر یوه څپه  راپورته کړه  خو د  بشري  حقوقو لویدیځو مدعیانو نه  یواځې  د حجت الاسلام موسوي  وژله  ونه غندله  بلکې  په  دروغو تبلیغاتو سره یې هڅه وکړه چې  د  صهیونیسټانو دا  غیر انساني کار توجیه کړي. که  څه  هم  تل ابیب د لبنان د حزب ا... غورځنګ د مشر په وژلو سره نیت درلود، د صهیونیسټو نیواکګرو  په  خلاف  د دغه  غورځنګ  مبارزه خرابه کړي خو دغه  هدف  یې پوره  نشو ځکه چې د سید عباس موسوي  له  شهادت  وروسته،  حجت  الاسلام  سید حسن نصر ا...  د  لبنان  د  حزب ا... د مشر په توګه غوره شو او دغې  ډلې  د ترهګرو نیواکګرو  په  خلاف  مبارزه  په کلکه جاري وساتله تر دې چې د دوه زرم  میلادي کال په  مئی میاشت کښې  یې  د  صهیونیسټي  رژیم پوځیان  د  لبنان  له  جنوبه  وشړل.

««««««««««««

او له  ننه  اوولس  کاله پخوا،  د دیارلس سوه اته اویایم هجري لمریز کال د سلواغې  د  میاشتې په اته ویشتمه نیټه،  آذربایجاني ادیب  او  مورخ  استاد محمد دیهیم  تبریزي  وفات  شو. هغه  په  دولس سوه شپږ اتیایم لمریز کال کښې  په  تبریز کښې زیږیدلئ ؤ.

استاد  محمد دیهیم  تبریزي  د خپل پلار په لارښوونه زده کړه پیل کړه او د ادب  او  ریاضۍ څانګې یې زده کړې. هغه بیا د کلتوري  فعالیتونو تر څنګ ورځپاڼه  لیکنه  او  خبریالي  پیل  کړه  او  له دیارلس سوه یوولسم  لمریز کاله یې خپل  مطبوعاتي خدمات  پیل کړل. هغه  له  مطبوعاتي مسئولیت  سربیره په  مهمو ماډرنو سیاسي  ډګرونو کښې هم  شتون  درلود او  په  دیارلس سوه پینځه ویشتم  لمریز کال کښې یې له  آذربایجانه  د ډیموکراټ  فرقو  په  شړلو کښې  ډیر کوشش وکړ. دیهیم بالاخره په دیارلس سوه پینځه دیرشم لمریز کال کښې تهران  د خپلو سیاسي  او  کلتوري  فعالیتونو لپاره  غوره  کړ.

د دیهیم  په  تل پاتې ادبي فعالیتونو کښې د مولوي، صائب او آذربادګان ادبي  ټولنو جوړولو ته  اشاره  کولائ شو او ورسره یې په تهران کښې د پینځلسو نورو ادبي  ټولنو په برابرولو کښې هم فعال رول درلود. له هغه ګڼ شمیر آثار په یادګار پاتې دي چې جبر، شرعیات، هندسه، دستور زبان فارسي، تعلیمات  مدني او  حسابِ  نو هر یو په دوو ټوکو کښې او  هم  (تاریخ) په  دریو  ټوکو کښې او  همداشان  پینځو ټوکو کښې (تذکره شعرای آذربایجان)  شامل  دي.

استاد  محمد دیهیم  تبریزي  بالاخره د دیارلس سوه اته اویایم هجري  لمریز کال  د  سلواغې  په  وروستیو کښې  په  دوه نوي کلنۍ کښې په تهران کښې وفات شو.

 

ذیشان حیدر بنګش