تاریخ پاڼه شماره ۳۳۷
نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې لومړی نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له یویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له نولسمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
یو زرو یو سلو اتلس کاله پخوا، د درې سوه شلم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په یویشتمه نیټه، په ابن جزّار مشهور مراکشی طبیب، فلاسفر او جغرافیا پیژاندی ابوجعفر احمد بن ابراهیم قیرواني وزیږید. هغه طبابت له خپل پلار او تره او همداشان اسحاق بن سلیمان څخه زده کړ او خپل عمر یې په ګوښیتوب او د باچاهۍ له درباره لیرې تیر کړ.
ابن جزار یو نیک او خیر ښیګړه غوښتونکئ طبیب ؤ او (طب الفقرا) کتاب یې ولیکه او د بې وزلو درملنه به یې وړیا کوله. هغه کابو شل کتابونه لیکلي چې له هغو یواځې (رسالة فی الابدال الادویه) او (زاد المسافر) ترلاسه شوي دي. هغه تقریباً په څلور سوم هجري قمري کال کښې وفات شو.
««««««««««««
پینځه سوه څلور څلویښت کاله پخوا، د څوارلس سوه درې اویایم میلادی کال د فبرورۍ په نولسمه نیټه، یو پولینډی ریاضی پوه او ستورپیژاندی نیکولس کوپرنیکس وزیږید. هغه په لومړیو کښې د نجوم زده کولو او وروسته طب ته مخه کړه او د زده کړو په پائ کښې په روم کښې د ریاضیاتو پر تدریس بوخت شو. نیکولس په عین حال کښې د نجوم له مطالعې لاس وانه خیست او د ستور پیژندنې په اثارو کښې له یوې مودې مطالعې وروسته په پینځلس سوه درېم میلادی کال کښې د لمر په شا او خوا د ځمکی د ګرځیدو د حرکت اصل او همداراز دغه موضوع چې ځمکه په څلورویشتو ساعتونو کښې یو ځل په خپل چاپیریال راګرځی، کشف کړ. نیکولس د پینځلس سوه درې څلویښتم میلادی کال د مئی د میاشتې په څلورویشتمه نیټه مړ شو. په هغه وخت یې د (دوران اجسام آسمانی) تر عنوان لاندې د خپلو نظریو په هکله د یوه کتاب له خپریدا جلا څو ورځې تیرې کړې وې.
««««««««««««
شپږ شپیته کاله پخوا، د نولس سوه یو پنځوسم میلادی کال د فرورۍ په نولسمه نیټه، مشهور فرانسوی لیکوال او منتقد آندرې ژایډ په دوه اتیا کلنۍ کښې مړ شو. هغه په اتلس سوه نهه شپیتم میلادی کال کښې په پیرس کښې وزیږید خو زیاتره عمر یې د افریقا په شمال په تیره بیا په الجزائر کښې تیر کړ او د هغې سیمې د خلکو د ژوند په اړه یې خپل مشهور داستانونه ولیکل. (کلیوال ساز) د هغه یو ډیر په زړه پورې اثر دی. د هغه له نورو اثارو څخه (ځمکني نعمتونه او خوراکونه) او (د خزان پاڼې) ته اشاره کولائ شو. هغه په نولس سوه اووه څلویښتم میلادی کال کښې د ادبیاتو په څانګه کښې نوبل جایزه ترلاسه کړه.
««««««««««««
اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د کب د میاشتې په لومړی نیټه، د اسلامي انقلاب ارواښاد مشر امام خمینی (رح) د ایران د اسلامي جمهوریت د ساتندویه شورا د لومړني پړاؤ فقیهان وټاکل. د ساتندویه شورا اصلي دنده، د اسلام له احکامو او د ایران د اسلامي جمهوریت له اساسي قانون سره د اسلامي شورا (پارلیمان) د مصوبو د ټکر نه لرلو څیړنه ده. د دې شورا غړي د فقیهانو او حقوق پوهانو له دوو شپږ کسیزو ډلو جوړیږي.
د ساتندویه شورا فقیهان د انقلاب رهبر ټاکي او حقوق پوهان یې د قضائیه قوې د مشر په وسیله اسلامي شورا ته ورپیژني او بیا د پارلیمان د استازو په رایو سره انتخابیږي. همداشان د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون له مخې د ولسمشرۍ، پارلیمان او د رهبرۍ د خبرګانو شورا په انتخاباتو او هر ډول ټول پوښتنې باندې څارنه د ساتندویه شورا په غاړه ده.
««««««««««««
نهه ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه شپږ شپیتم هجري لمریز کال د کب د میاشتې په لومړی نیټه، د ایران په خلاف د عراق د پخواني رژیم د تپلي جنګ په بهیر کښې د ایران یوه مسافري الوتکه د صدام رژیم د جنګي الوتکو لخوا د دوو توغندیو هدف وګرځیدله او نسکوره شوه. په دغه پیښه کښې د اسلامي انقلاب په ساتندیه ځواک کښې د امام خمینی(رح) استازی حجت الاسلام فضل ا... محلاتي د نهه دیرشو نورو مسئولانو او د پارلیمان د استازو په ګډون شهید شو.
شهید محلاتي د ظلم په خلاف د مبارزې یو مخکښ ګڼل کیده. د امام خمینی په وینا، هغه د انقلاب یو ځلانده شخصیت او د اسلامي انقلاب له کامیابۍ نه د مخکښې دوران د مبارزې په سختو کلونو کښې د امام له ثابت قدمو ملګرو څخه ؤ. د اسلامي انقلاب ارواښاد مشر امام خمینی د حجت الاسلام محلاتي او د هغه د ملګرو له شهادت وروسته په یو پیغام کښې وفرمایل: هیله ده چې متعال خدائ دې عزیزانو ته چې د دې جنایت له امله یې د هغه په لور پرواز کړئ دی، خپل خاص محفل ته د ننوتو اجازه ورکړي او حجت الاسلام شیخ فضل ا... محلاتي ته چې خپل عمر یې د انقلاب په لاره کښې ولګاوه، د اسلام د لومړني وخت د شهیدانو محضر ته د ننوتو اجازه ورکړي.
په هر حال د ایران د مسافري الوتکو په نسکورولو کښې د صدام د رژیم جنایت د ایران خلاف تپلي جنګ په بهیر کښې په ملکي خلکو باندې د حملې او د نړیوالو حقوقو د خلاف ورزۍ له ډیرو پیښو، یوه پیښه وه.
««««««««««««
او له ننه شپږویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه نهه شپیتم هجري لمریز کال د کب د میاشتې په لومړی نیټه، ایرانی لیکوال او محقق حجت الاسلام مصطفی زماني په اته پنځوس کلنۍ کښې وفات شو. هغه د ډیرو دیني علومو له زدکړې وروسته اته کاله د امام خمینی(رح) د فقهې او اصول فقه له درسونو ګټه پورته کړه او بیا یې د کتابونو لیکلو ته مخه کړه.
هغه څه موده وروسته خپل لومړنی لیکلئ کتاب د (ابراهیم بت شکن یا قهرمان توحید) په نامه خپور کړ. ارواښاد مصطفی زماني د خپلې مبارزې او ظلم دښمنې روحیې په وجه څو ځلې د باچا رژیم د عواملو لخوا ونیوئ او زنداني شو. هغه پخپل برکتناک عمر کښې ټول ټال پنځوس کتابونه لیکلي دي او پخپلو آثارو کښې یې په ټولنیزو او اخلاقي زمینو کښې د اسلام د دین لیدتوګې او اسلامي معارف خپاره کړي دي .
ذیشان حیدر بنګش