تاریخ پاڼه شماره ۳۳۹
نن د سه شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې دریمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له در ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له یویشتمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
شپږ نوي کاله پخوا، د دولس سوه نهه نوېم لمریز کال د کب د میاشتې په دریمه نیټه، په ایران کښې د انګلیستان د لاسوهنو او ښکیلاکی سیاستونو په دوام کښې، لندن په ایران کښې د خپل یوه ګوډاګی ټیټ رتبه پوځی، رضاخان او سید ضیاء الدین طباطبایی په ملاتړ سره کودتا وکړه.
د دغې کودتا د پلی کیدو طرحه په تهران کښې، پخوا د انګلیسی چارواکو لخوا برابره شوه او د ښارو له امنیتی مسوولینو سره هم لازمه غږملتیا شوې وه.
له همدې امله کودتا چیانو له لنډې نښتې وروسته، پلازمینه ونیوله او احمد شاه قاجار د ویرې او اړتیا له امله، له کوم غبرګون پرته رضا خان د قواوو ستر قومندان او د هغه ملګری، سید ضیاءالدین طباطبایی د لومړی وزیر په توګه وټاکه.
رضا خان د انګریز حکومت د حکم منلو او د ایران د خلکو د آزادی غواړو غورځنګونو د ځـپلو له امله، په هیواد کښې د قدرت د تمرکز او د انګلیستان د ناروا ګټو د خوندیتوب د عامل په توګه، د دغه هیواد له سخت ملاتړه برخمن ؤ.
څلور کاله وروسته،رضاخان د ایران باچاهۍ ته ورسید او تر دیارلس سوه شلم لمریز کال پورې یې په ایران کښې په ځپونکی ډول د انګلیستان د ګټو ملاتړ او ساتنه وکړه.
خو د دویمې نړیوالې جګړې په بهیر کښې، جرمنی ته د رضاخان د ګروهنې له امله، انګلیستان هغه له باچاهۍ څخه لیرې او جلاوطنه کړ.
««««««««««««
نهه پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه اته پنځوسم میلادي کال د فرورۍ په یویشتمه نیټه، د مصر او سوریې خلکو په یوه ټول پوښتنه کښې د (عرب متحده جمهوریت) تر عنوان لاندې د دواړو هیوادونو اتحاد او یووالی ته مثبته رایې ورکړه. هغوی همداشان د مصر د هغه وخت ولسمشر جمال عبدالناصر د دغه نوی جوړ شوی جمهوریت د وړومبنی مشر په توګه غوره کړ. څه موده پس یمن هم په عرب متحده جمهوریت کښې شامل شو. د دې جمهوریت جوړیدل خصوصاً د صهیونیسټی رژیم په وړاندې د عربو هیوادونو د اتحاد لپاره وو.
په عرب متحده جمهوریت کښې داسې بیل بیل حکومتونه وو چې کړنلاره یې په تیره بیا په بهرنی سیاست کښې د یوې لوړې شورا لخوا غږمله کیده. خو دغه اتحاد له دریو کالو زیات دوام ونه کړ او په متحده عرب جمهوریت باندې د مصر مشری د سوریې د نارضایتۍ او له دغه اتحاده یې د وتلو او بالاخره په نولس سوه یو شپیتم میلادي کال کښې د هغه د ړنګیدو سبب شوه.
««««««««««««
څلور څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه درې اویایم میلادي کال د فرورۍ په یویشتمه نیټه، د لیبیا د هوایي چلند هغه مسافري الوتکه چې مصر ته روانه وه، د صهیونیسټ رژیم د پوځ د جنګي الوتکو لخوا نسکوره شوه. دغه غیر پوځي الوتکه د لیبیا له پلازمینه طرابلس څخه د مصر پلازمینې قاهرې ته روانه وه چې په لاره کښې د موسم د خرابۍ په وجه ترې لاره ورکه شوه او د مصر د شمال د سینا دشتې ته ورسیدله. په هغه وخت کښې دغه سیمه د صهیونیسټ رژیم په نیواک کښې وه او د دغه رژیم پوځي الوتکو سره له دې چې د لیبیا دغه الوتکه مسافر وړونکې وه، ورباندې برید وکړ.
د یادې الوتکې د نسکوریدو له امله د هغې له یو سلو دیارلسو سپرلیو څخه یو سلو اته کسان ووژل شول. دغه نه توجیه کیدونکي جنایت د نړۍ د عامه افکارو قهر او د هیوادونو د هوایي چلند د نړیوال سازمان (ایکاو) غندنه په ځان پسې ولرله.
««««««««««««
درې دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه دوه شپیتم لمریز کال د کب د میاشتې په دریمه نیټه، پر ایران د عراق د تپلی جنګ په بهیر کښې د ایرانی جنګیالیو لخوا د خیبر عملیات پیل شول. د دغه عملیاتو په بهیر کښې چې د ایران په جنوب لویدیځ هورالهویزه سیمه کښې پیل شول، ایرانی ځواکونه د سیمې له اوبو او جبو تیرشول او د عراق په جنوب ختیځ کښې یې له بصرې ښار سره نږدې د مجنون تیلی ټاپوګانې ونیولې. د خیبر د وچې او اوبو په عملیاتو کښې کارول شویو پوځی تخنیکونو د نړۍ د پوځی کارپوهانو حیرانتیا راوپاروله. دغو عملیاتو ثابته کړه چې د ایران مسلمان ځواکونه د صدام له رژیم سره د لویدیځو هیوادونو له مرستو سره سره، د عراق د یرغلګر پوځ په نسبت د کتنې وړ برترۍ او لوړوالی څخه برخمن دی.
««««««««««««
او له ننه اوولس کاله پخوا، د دوه زرم میلادي کال د فرورۍ په یویشتمه نیټه، د نړۍ په مختلفو هیوادونو کښې په لومړي ځل ( د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ) ونمانځل شوه.
دا نوم د ملګرو ملتو د علمي، روزنیز او کلتوري سازمان (یونیسکو) د پریکړې لمخې، د نولس سوه نهه نوېم میلادي کال په نومبر کښې کیښودل شو او د ملګرو ملتو عمومي ټولنې هم دوه زره اتم میلادي کال (د ژبو نړیوال کال) وباله. د مورنۍ ژبې پر ساتنې او پیاوړتیا دا ډول ټینګارونه په دې وجه دي چې د نړۍ د پیژندل شویو شپږ زره ډوله ژبو کابو نیمایي ژبې په مختلفو وجوهاتو په تیره بیا په ډول ډول طریقو سره د نړیوالو ژبو د ورتپل کیدو په وجه د نابودیدو له خطر سره مخ دي. حال دا چې هره ژبه د ځمکې د یوه ډله اوسیدونکو د کلتور، آدابو او تاریخ یوه ټولګه لري او ژبنۍ ډول والئ د انسان د کلتوري خزانې د ساتنې په معنا دی.
په دې وجه یونیسکو د مورنۍ ژبې د نړیوالې ورځې په توګه د فرورۍ د یویشتمې نیټې په ټاکلو سره د ځایي او ملي ژبو په ساتنه او پراختیا ټینګار کړئ او ټول خلک یې د خپلې مورنۍ ژبې پیاوړې کولو ته هڅولي دي.
ذیشان حیدر بنګش