تاریخ پاڼه شماره ۳۴۰
نن د چهارشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې څلورمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له څلور ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له دوه ویشتمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
دوه اویا کاله پخوا، د دیارلس سوه درویشتم لمریز کال د کب دمیاشتې په څلورمه نیټه، ستر فقیه او عالم آیت ا... سید محمد مهدي درچه ای له نړۍ سترګې پټې کړې. هغه په کابو دولس سوه څلویښتم لمریز کال کښې له اصفهان سره نزدې د دُرچه کلي په یوې علم او تقوا لرونکې کورنۍ کښې زیږیدلئ ؤ. سید محمد مهدی په لس کلنۍ کښې د پلار تر مړینې پورې، د هغه له علمه استفاده وکړه او ورپسې له خپل ورور سره یو ځائ د دیني علومو د زده کولو لپاره اصفهان ته لاړ. آیت ا... درچه ای په دغه ښار کښې له ډیرو تنګڅو سره سره، په جدیّت سره د فقې او د فقې د اصولو زده کولو ته مخه کړه او په دولس سوه یو اویایم لمریز کال کښې د لا زیاتو زده کړو لپاره د عراق نجف اشرف ته لاړ. هغه په دغه ښار کښې هم تر اوو کلونو پورې له غوره استادانو استفاده وکړه او وروسته بیا اصفهان ته ستون شو او د اسلامي علومو تدریس ته یې مخه کړه او لسګونه شاګردان يې وروزل. همداراز د آیت ا.... دُرچه ای په کتابونو کښې (کتاب الطهاره) ، (کتاب الصلاة) او (یک دوره اصول) نومې آثارو ته اشاره کولئ شو.
««««««««««««
نهه پنځوس کاله پخوا، د نولس سوه اته پنځوسم میلادي کال د فرورۍ په دوه ویشتمه نیټه، هندي عالم، خطیب او سیاستوال ابو الکلام احمد آزاد په اویا کلنۍ کښې وفات شو.
ابو الکلام تکړه ویناوال او د خپل وخت له ځینو لویدیځ پلوه روڼ اندو مسلمانانو سره مخالف ؤ.
هغه په عین حال کښې له سید جمال الدین اسد آبادي په پيروۍ سره په اسلام کښې له دیني اصولو او قوانینو سره سره د اجتهاد او د هغو د راژوندي کیدو غوښتونکئ ؤ.
ابو الکلام آزاد د هند د مسلمانانو د ویښتیا او د بریتانوي ښکیلاک پر وړاندې د مبارزې لپاره خپل سیاسي فعالیتونه، له اوولس کلنۍ پيل کړل او د خپرونو له لارې د هغه د نیوکو ډکو ویناوو په ډاګه کیدو سره، څو څو ځله بندي شو.
هغه له مهاتما ګاندي سره اوږه په اوږه د هند د خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړه.
آزاد د هند له خپلواکۍ وروسته، د پارلمان غړی او د ښوونې او روزنې وزیر شو.
له هغه ډیر آثار پاتې دي چې د ( ترجمان القرآن ) تر عنوان لاندې څو ټوکه تفسیر سربیره، ( اسلامي یووالی)، ( هند خپلواکي واخیسته)، ( جګړه د اسلام له نظره) او د حضرت امام حسین (ع) په اړه د ( شهید اعظم) کتابونو ته اشاره کولائ شو.
««««««««««««
اووه دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه اته پنځوسم هجري لمریز کال د کب د میاشتې په څلورمه نیټه، د ایران د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون په تصویبیدا او د اسلامي شورا له جوړیدا وروسته، د اسلامي انقلاب د ارواښاد لارښود حضرت اما م خمینی لخوا په یوه حکم کښې، آیت ا... محمد حسیني بهشتي د اسلامي انقلاب له بریالیتوب وروسته د ایران د سترې محکمې د لومړني مشر په توګه وټاکل شو. دغه ټاکنه، د ایران له اسلامي نظام سره د سمون خوړونکي قضایه قوې د جوړولو او برابرولو په خاطر د اسلامي جمهوري نظام له تثبیتیدا سره په یو وخت ترسره شوه. آیت ا... بهشتي چې د اسلامي انقلاب یو خورا متفکر او ځانګړی شخصیت ؤ، د دیارلس سوه شپیتم هجري لمریز کال په چنګاښ میاشت کښې د منافقینو د انقلابي ضد او ترهه ګرې ډلګۍ د عواملو په لاس شهید شو.
««««««««««««
یوولس کاله پخوا، د دوه زره شپږم میلادي کال د فرورۍ په دوه ویشتمه نیټه، د بغداد په شمالي ښار سامرا کښې د امام حسن عسکری (ع) او امام هادي (ع) په سپیڅلي حرم کښې د سختې بم چاودنې له امله، د مسلمانانو دغه سپیڅلي ځائ ته ډیر زیانونه ور ورسیدل.
دغه دوه قدرمن امامان، د خدائ د رسول (ص) لمسیان او د ډیر لوړ علمي مقام او د پریمانې تقوا لرونکي وو.
ځکه د مسلمانانو په ځانګړې توګه د شیعیانو په نزد له پریمان منزلته برخمن دی.
له همدې امله، د دغو قدرمنو امامانو د مرقدونو د یوې سترې برخې ړنګیدا د نړۍ د مسلمانانو او شیعیانو غوسه راوپاروله.
د امام هادي (ع) او امام حسن عسکري (ع) په مرقدونو کښې د بمونو اېښودو پر مهال د سامرا ښار امنیت د نیواکګرو امریکایي عسکرو په لاس کښې ؤ.
له همدې امله، ځینې کارپوهان په دې باوري دي چې د دغه سپیڅلي ځائ د چاودنې غمیزې عاملین، د امریکا له امنیتي ځواکونو سره غږمل وو او د دغه اقدام موخه هم دغه وه چې د عراق سني او شیعه مسلمانان په خپلو کښې و جنګیږي او مذهبي جګړې رامنځته شي.
خو د عراق د خلکو په ځانګړې توګه د تشیع عالمانو په هوښیارۍ سره چې خلک یې زغم ته راوبلل، دغه دسیسه شنډه پاتې شوه.
««««««««««««
او له ننه اووه کاله پخوا، د دیارلس سوه اته اتیایم هجري لمریز کال د کب د میاشتې په څلورمه نیټه، د جند ا... په نوم د ترهه ګرې ډلګۍ سرغنه عبدالمالک ریګي چې په پاکستان کښې دیره ؤ، د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو د وزارت د مامورانو په لاس وینوئ شو . دغه ورانکار او ترهه ګر د ډیرو امنیتي اقدماتو له ترسره کیدا وروسته نیّت درلود، د یوې مسافري الوتکې په وسیله په اماراتو کښې له دوبۍ قرقیزستان ته لاړ شي څو له یوه لوړ پوړي امریکايې چارواکي سره کتنه او خبرې اترې وکړي. خو د ایران اسلامي جمهوریت د امنیتي مامورانو په هوښیارۍ سره د ایران د ټاټوبي په فضا کښې د هغه وړونکي الوتکه وپیژندله او هغه یې مجبوره کړه څو د ایران په جنوب کښې د بندر عباس بندر په هوايي ډګر کښې کوزه شي او وروسته ریګي ونیول شو. عبدالمالک ریګي د بم چاودنو، عامې وژلې او د عامو خلکو د برمتګرۍ پشمول ډیر ز یات جنایتونه کړي وو. هغه حتی پر خپلو خپلوانو هم رحم نه کاوه. عبدالمالک ریګي له نیول کیدا وروسته د هغه له ترهه ګرې ډلګۍ د امریکا او صهیونیسټي رژیم په وسله والو او مالي ملاتړونو چې د ایران د جنوب ختیځي سیمو د ناکرارولو لپاره وو، په دغو سیمو کښې د مذهبي اختلافاتو د راپورته کولو اعتراف وکړ. دغه ترهه ګر له نیول کیدا څلور میاشتې وروسته د دیارلس سوه نهه اتیایم هجري لمریز کال د غبرګولې په دیرشمه نیټه په دار وځړول شو. د عبدالمالک ریګي اعترافاتو په ښه توګه ښودلې چې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په باب د امریکايي حکومت ادعاګانې تر کومه حده پوچې، دروغجنې او دوکه ورکونکې دي.
ذیشان حیدر بنګش