Feb 23, 2017 16:03 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۴۱

نن د پنجشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې پینځمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له پینځه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له درویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو درې سوه څلور اویا کاله پخوا، د څلور شپیتم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې په پینځه ویشتمه نیټه، دریم اموي خلیفه معاویه بن یزید په شکمنه توګه وفات شو. هغه د خپل پلار یزید بن معاویه له مرګ وروسته حکومت ته ورسید خو په دې وجه چې د پیغمبر اکرم (ص) اهل بیت یې حق باله، د حکومت دوام ته یې ګروهنه نه درلوده. دویم معاویه په یوې خطبې کښې له حضرت امام علی (ع) سره د هغه د نیکه معاویه جنګ او له حضرت امام حسین (ع) سره د هغه د پلار یزید جنګ وغنده. هغه وویل: ( یزید په ډیر بد مرګ او رسوایۍ سره د خدائ په لور ولاړ، هغه د پیغمبر (ص) ناموس ته زیان ورساوه او د هغوئ بې حرمتي یې وکړه او کعبه یې وسوځوله او زه هغه څوک نه یم چې ستاسو واکمني وکړم او ستاسو مسئولیت وزغمم، اوس تاسو پوه شئ او ستاسو خلافت). د یزید زوئ معاویه له خلافت وروسته ګوښې ته شو او څو ورځې وروسته په شکمنه توګه مړ شو او مروان بن حکم د هغه په ځائ د خلافت واګې په لاس کښې واخیستې.

««««««««««««

اووه سوه پینځه نوي کاله پخوا، د شپږ سوه درې څلویښتم هجري قمري کال د جمادي الاول  په  پینځه ویشتمه نیټه، د عربو یو ادیب او عالم  ابن یعیش   د نننۍ سوريې  په  یوه  ښار حلب کښې  وفات شو .  هغه  په حلب، موصل  او دمشق  ښارونو کښې  نحو  او حدیث  زده کړل  او د زده کړو د مرحلو له بشپړولو وروسته  يې  تدریس  ته  مخه  کړه. د ابن یعیش  زیات شهرت  د نحو  په  علم  کښې  ؤ  او  ډيرو شاګردانو د دغه  لوئ عالم له محضره  علم زده کړئ دی  او هر یو  يې  د خپل  وخت  د عالمانو په  لیکه  کښې شامل شوئ  چې  له هغو څخه، د اوومې هجري قمري  پيړۍ  مشهور ادیب  او  مورخ   ابن  خلکان  ته اشاره کولئ  شو .

««««««««««««

دوه سوه اتلس کاله  پخوا، د اوولس سوه نهه نوېم میلادي کال د فرورۍ په درویشتمه  نیټه، د نیپولیّن  بنا پارټ  په  لاس  د مصر په نیول کیداپسې ، هغه پر شام چې له سورئې ،لبنان، اردن او فلسطین جوړ شوی ؤ ، حمله پیل کړه .. پر مصر دنیپولیّن حملې دانګلستان په مستعمرو کې دغه هیواد ته ستر ګوزار ورکول وو ،خو په شام دنیپولیّن دحملې دلیل ، چې دعثمانی امپراتورۍ دحدودو یوه برخه وه ، له فرانسې سره دعثمانی پاچا دجنګ اعلان ؤ . په دغې حملې کې که څه هم نیپولیّن په پیل کې ځینی بریالیتوبونه ترلاسه کړل ، خو له عثمانیانو دانګلستان او روسیې دملاتړ په دلیل او همداراز په فرانسې کې دحالاتو ترینګلتیا، هغه مجبوره کړڅو خپل هیواد ته ستون شی او په شام کې دعثمانیانو اوفرانسې جنګ ، عملا دفرانسې دپوځ په شاتګ سره پای ته ورسید.

««««««««««««

اته شپیته کاله پخوا،  د دیارلس سوه اویایم هجري قمري کال  د جمادي الاول په پینځه ویشتمه نیټه، ستر  دیني  مرجع ، عالم  او  نامتو استاد  آیت ا...میرزا محمد فیض قمي  د ایران په یوه مذهبی ښار قم کښې وفات شو .  هغه  په همدا قم کې زیږیدلی ؤ  او له کلونو کلونو مطالعې او څيړنووروسته  اجتهاد ته ورسید. آیت ا..  فیض قمي  بیا دعراق نجف اشرف علمیه حوزې ته لاړ  او دآخوندخراساني  په څیر دوخت له لویو عالمانو ئې علم زده کړ . هغه په ۱۳۳۳قمری کال کې  کې خپل زیږنځاي قم ته بیرته راستون شو  او د دغه ښار په علمیه حوزې  کې ئې  د دیني علومو د محصیلینو روزنې او  تدریس ته مخه کړه . دغه  رباني عالم  داسلام د لارې په لوړتیا کې له زیاتو هلوځلو او مجاهدت وروسته    په همداسې ورځ له نړۍ سترګې پټې کړې .

««««««««««««

دوه شپیته کاله پخوا، د نولس سوه پینځه پنځوسم میلادي کال  د فرورۍ  په درویشتمه نیټه،  فرانسوی  لیکوال، شاعر  او سیاستوال  پال کلوډل  مړ شو.

هغه په اتلس سوه اته شپیتم میلادي کال کښې وزیږید او په ځوانۍ کښې د سیاسي  علومو ښوونځي ته  ولاړ.

کلوډل  تر  نولس سوه پینځه دیرشم میلادي کاله پورې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت  د کارمند په توګه  د نړۍ په  مختلفو هيوادونو کښې ماموریتونه کړي  دي  خو له  دې کال  وروسته  یې ادبیاتو ته مخه کړه.

کلوډل  د  شعر،  ډرامې او کیسو په  شان په  مختلفو ادبي  برخو کښې فعالیت کاوه  او  د هغه  آثارو  له  مسیحي  روحانیت  او عرفان څخه بيلګه اخیستې ده.

د کلوډل له  آثارو څخه  (د شاعرۍ هنر)، (ستر آثار)، (د ختیځ معرفت) او (مریم  عذرا ته  د جبرائیل زيری)  ته  اشاره کولائ شو.

««««««««««««

او له ننه اووه څلویښت کاله پخوا، د نولس سوه اویایم  میلادي کال  د فرورۍ په درویشتمه نيټه، د  ګویان  د حکومت  له ګورنر جنرالۍ څخه  جمهوري  ته له بدليدا وروسته، دغه  ورځ  د دغه  هيواد ملي  ورځ  ونومول شوه.

د یادونې ده چې د ګویان سواحل  د پینځلسمې میلادي  پيړۍ په وروستیو کښې د اسپانیايي کاشف له  خوا کشف شول.

ورپسې د اوولسمې میلادي  پيړۍ  په لومړیو کښې، د انګلستان  ښکیلاک پر هغو ولکه پيداکړه او دغه سلطې تر نولس سوه شپږ شپیتم میلادي کاله پورې  چې ګویان  خپلواکي ترلاسه کړه، هماغه شان  دوام  وموند.

دغه  ټاټوبی چې د سویلي  امریکا په  شمال  او د اطلس سمندر په څنډو کښې پروت دی، نهه سیمې  لري  چې هره سیمه  یې  د یوه  وزیر لخوا اداره کيږي.

 

ذیشان حیدر بنګش