Feb 23, 2017 16:05 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۴۲

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې شپږمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له شپږ ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له څلور ویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

یو زرو یو سلو اته پنځوس کاله پخوا، د دوه سوه اتیایم هجري قمري کال د جمادي  الاول  په شپږویشتمه نیټه، عرب  لیکوال  او  شاعر  ابن  طیفور  وفات شو.   هغه  په دوه سوه څلورم  قمري کال کښې وزیږید. ابن طیفور د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته، په  بغداد کتابت  مشغول  شو.

هغه په دې ښار کې د هغه مهال د علم او ادب ډېر شخصیتونه سره وپېژندل او دا چې ډېر درک او ذوق یې درلود، د پراخ علم اولطیفې طبعې په څنګ کې یې شعر هم وایه او له دې کبله ډېر مشهور شو.

ابن طیفور د لیکوالۍ او شاعرۍ په برخه کې، ډېر آثار هم له ځانه په یادګار پریښي دي چې   د شعر  دیوان  او بغداد ته  یې اشاره کولائ شوو.

««««««««««««

درې اتیا کاله پخوا، د ۱۳۵۵ سپوږمیز کال د جمادی الاول په ۲۶مه نېټه،په اصول فقه کې یو محقق شخصیت او ستر فقیه او مرجع، آیت الله علامه میرزا محمد حسین نائینی وفات شو.

هغه په ۱۲۷۶ سپوږمیز کال کې د ایران په یوه مرکزی ښار، نائین کې په یوه روحانی کورنۍ کې وزږید.

هغه خپلې لومړنۍ زده کړې په خپل زږنځی کې پای ته ورسولې او لوړې علمی زده کړې یې په نجف ښار کې ترسره کړې.

دغه ستر عالم د میرزا شیرازی په څیر له وتلیو عالمانو ګټه پورته کړه او په ریاضیاتو ، حکمت ، فلسفې ، عرفان او فقه کښې یې ډیر مهارت او د نجف د علمیه حوزې په عالمانو کښې یې خورا ښه مقام درلوده .

د آیت الله نائینی له مهمو تالیفاتو تنبیه المه و تنزیه المله کتاب دی چی د قاجار لړۍ په وخت د مستبدو واکمنانو د کړاوونو او واکوالۍ او په دی اړه او د دین په هکله د فقهاو او عالمانو د رول په اړه دی .

نوموړی ددغه کتاب په لیکلو سره د هغه له ظلم سره په مقابله کښې ډیر اغیزمن ګام پورته کړ .

د آیت الله نائینی له نورو اثارو چی د هغه شاګردانو راټول کړی دی وسیله النجات ته اشاره کولای شو .

آیت الله نائینی په ایران کې د مشروطه نهضت له سترو عالمانو څخه دی.

««««««««««««

اته شپیته کاله پخوا، د ۱۹۴۹میلادی کال د فرورۍ په ۲۴ نیټه د اژه سمندرګی په رودس جزیره کښې د مصر او صهیونیسټی رژیم د استازو ترمینځ د اوربند او جنګ د بندیدو تړون لاسلیک شو. د ویلو ده چې په ۱۹۴۸ میلادی کال کښې په نیواکی فلسطین کښې د صهیونیسټی حکومت له جوړیدو وروسته مصر د څو نورو عربی هیوادونو په ملګرتیا له صهیونیسټ رژیم سره جګړه پیل کړه. خو د دغه رژیم ځواکونو د عربانو په تیت پرکو قواو باندې په حملې سره چې پرمختللی تجهیزات یې نه درلودل، د مصر او لبنان خاورې ته نفوذ وکړ او د عربی هیوادونو ځواکونو ته یې ماتې ورکړه. بلآخره د ۱۹۴۹ میلادی کال په جنورۍ کښې جنګ ختم شو او د ملګرو ملتو په دخالت سره د همهغه کال د فرورۍ په ۲۴ نیټه د مصر او غاصب صهیونیسټ رژیم ترمینځ د نښتې د ختمیدو تړون وشه او نورو عربو هیوادونو هم ورسره موافقه وکړه. د دغه تړون له مخې د نیواکی فلسطین په لویدیځ کښې د غزې تړانګه د مصر په برخه شوه.

««««««««««««

درې دیرش کاله وړاندې، د ۱۳۶۲ هجری لمریز کال د کب یا حوت د میاشتې په شپږمه نیټه د عراق جنګی الوتکو د ایران کوهدشت، سقز، پل دختر او مهاباد ښآرونه بمباری کړل. په خیبر نومې عملیاتو کښې د اسلام د جنګیالیو له بریالیتوب او په مجنون جزیرو سیمه کښې د عراق د پوځ له ماتې سره په یو وخت د عراق د بعثی رژیم پوځ د ایران د مختلفو ښارونو استوګنې سیمې بمباری او په توغندیو ویشتل پیل کړل. په دې مینځومان کښې خرم آباد او بروجرد ښارونه په څلورو توغندیو ولګیدل او کوهدشت، سقّز، پل دختر او مهاباد ښارونه هم د عراقی الوتکو لخوا بمباری شول. پر دغو ښارونو د بوږنونکې بمبارۍ له امله کابو پنځوس ښاریز شهیدان شول او له څلورو سوو زیات نور ژوبل شول.

««««««««««««

او له ننه درې دیرش کاله پخوا، د ۱۳۶۲ هجری لمریز کال د کب د میاشتې په شپږمه نیټه د عاشورا د ۳۱م لښکر قایم مقام مشهور قومندان سردار حمید باکری د ایران د اسلامی جمهوریت په خلاف د عراق د بعثی رژیم د تپلی جنګ په څلورم کال شهید شو. هغه د صدام د بعثی رژیم خلاف جنګ کښې د ایرانی جنګیالیو په بریالیتوب کښې موثر رول درلود. حمید باکری بلآخره له ډیرو میړانو وروسته په مجنون جزایرو کښې په خیبر عملیاتو کښې شهید شو.

 

ذیشان حیدر بنګش