تاریخ پاڼه شماره ۳۴۳
نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې اوومه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له اووه ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له پینځه ویشتمې نیټې سره برابره ده.
««««««««««««
دوه سوه شپیته کاله وړاندې د ۱۱۷۸ سپوږمیز کال د جمادی الاول په ۲۷مه نېټه، مسلمان محدث، عبدالکریم بن احمد حلبی وفات شو.
هغه په خپل وخت کې د اوسنۍ سوریې په حلب ښار کې مشهور محدث و.
حلبی فقه، اصول فقه، تفسیر، حدیث او د خپل وخت نور دود علوم له خپل پلار او د هغه وخت له نورو لویانو څخه ترلاسه کړل.
هغه له څه وخت وروسته ړوند شو، خو خپله روحیه او هیله یې له لاسه ورنکړه او تر پخوا ډېر د حدیثو په علم کې مشغول شو.
له حلبی څخه ډېر آثار او تالیفات پاتې دی چې ادعیه السفر کتاب ته یې اشاره کولای شوو.
««««««««««««
درې شپیته کاله مخکښې د ۱۹۵۴ میلادی کال د فرورۍ په ۲۵ نیټه د سوریې په غرونو کښې د دغه هیواد د هغه وخت د پوځی ولسمشر ادیب شیشکلی د ډیکټاټور حکومت په خلاف د آزادی غواړو وسله وال جنګ پیل شو. دې جګړې د سوریې د خلکو له تیرو جګړو سره بنیادی او ژور توپیرونه لرل ځکه چې په دې جګړه کښې د کارګرانو، بزګرانو، محصلینو او حتی زده کونکو په شمول وطن دوستو ډلو هم فعال شتون او ملګرتیا درلودله. د سوریې د خلکو د ۱۹۵۴ کال پاڅون بلآخره د خلکو او پوځ په یووالی سره کامیاب شو او ورپسې د سوریې د خلق ګوند مشر هاشم اتاسی د دغه هیواد ولسمشر غوره شو او د شیشکلی حکومت وپرزید.
««««««««««««
یو شپیته کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور دیرشم هجری لمریز کال د کب په اوومه نیټه، د ایران یو اوسمهاله شاعر او ادیب علامه علی اکبر دهخدا وفات شو. هغه په دولس سوه اته پنځوسم لمریز کال کښې په تهران کښې وزیږید او د تهران د پخوانی سیاسی ښوونځی لومړنی فارغ التحصیل ؤ. دهخدا له ځنډ پرته د لومړنیو زده کړو له بشپړولو وروسته اروپا ته ولاړ او پینځه کاله یې څیړنه او پلټنه وکړه. ایران ته د هغه راستنیدل د آزادی غواړو افکارو د ځلیدا او په ایران کښې د مشروطیت د غورځنګ د مبارزو له پیلیدا سره هم مهاله وو . دهخدا، چې د هغه وخت له ظلمونو او ستمونو سره سخت مخالف ؤ، د مبارزانو سره یوځاې شو او د تُندو او طنزی مقالو لیکل یې پیل کړل.
د سبک او سلیقې له نظره د دهخدا ادبی او انتقادی کارونه، کم ساری وو او په طنز لیکنه کښې د هغه نوښت، د فارسی ژبې په ادبیاتو کښې یو نوی مکتب رامنځته کړ.
دهخدا د شعر په برخه کښې هم پیاوړی اثار لری، چې په روان او زړه پورې بیان سره ویل شوی دی. دهخدا د (امثال و حکم) کتاب په راغونډولو کښې، چې د فارسی د څلورویشت زرو متلونو ټولګه ده، په فارسی ژبه کښې یې وړومبنی فولکلوریکه فرهنګ نامه ولیکله. خو د دهخدا تر ټولو لوې او وروستۍ علمی او ادبی اثر د هغه (لغت نامه) ده، چې دومره پراخه، دقیقه او غنی ده، چې کولای شوو هغه په وروستۍ پیړۍ کښې د فارسۍ ژبې یوه لویه لاسته راوړنه وګڼو.
په لسګونو ټوکو کښې د دهخدا لغتنامه، د فارسی ژبې د ادبیاتو په تاریخ کښې ډیر ارزښتمن اثر ګڼل کیږی.
««««««««««««
څلور ویشت کاله پخوا، د دیارلس سوه یو اویایم لمریز کال د کب د میاشتې په اوومه نیټه، اوسمهاله عالم او فقیه، آیت ا... میرزاهاشم آملی وفات شو.
هغه د ایران د یوه شمالی ښار، آمل اوسیدونکی ؤ او د زده کړې لپاره د قم علمیه حوزې ته ولاړ او د دغې حوزې د هغه مهال له مشهورو استادانو یې علم زده کړ. آیت ا... آملی له لږ وخت وروسته د اجتهاد درجې ته ورسید. هغه وروسته د خپل دینی علم د بشپړولو لپاره، په عراق کښې د نجف اشرف علمیه حوزې ته ولاړ او په مختلفو دینی علومو کښې یې له مهارت وروسته تدریس ته ملا وتړله. د آیت ا... آملی د درس حوزه، د دینی علومو د طلابو او فاضلانو د پام وړ وګرځیده او ډیرو زیاتو کسانو له دوی څخه ګټه پورته کړه او لوړو علمی درجو ته ورسیدل. دغه مسلمان فقیه چې خپل ټول عمریې پرهیزګارۍ، تقوا، رښتینولۍ او تر وروستۍ کچې د نفس په پاکۍ کښې تیر کړ ، هیڅ دنیاوی ښکلاوو ته یې پام نه کاوه.
د آیت ا... آملی له اثارو ( کشف الحقایق) کتاب ته اشاره کولای شو.
««««««««««««
او له ننه درویشت کاله مخکښې د ۱۹۹۴ میلادی کال د فرورۍ په ۲۵ نیټه یو تندلاری صهیونیسټ د اردن سیند په لویدیځه غاړه کښې د الخلیل ښار د حضرت ابراهیم علیه السلام په حرم کښې په روژتی لمونځ کونکو پرله پسې ډزې وکړې او ۲۹ تنه یې شهیدان او ګڼ شمیر یې زخمی کړل. دا بوږنونکې وژله چې یوځل بیا یې له مسلمانانو سره د صهیونیسټانو دښمنی څرګنده کړه، د اسلامی نړۍ له تیز او قهرجن غبرګون سره مخ شوه. داشان چې لویدیځ حکومتونه مجبور شول له تل ابیب سره د جوړجاړی مذاکرات د څه مودې لپاره وځنډوی. د روژې په مبارکه میاشت کښې د لس هاو لمونځ ګزارو بې رحمانه وژله سبب شوه چې د فلسطین نیواکی خاوره تر څو میاشتو ناکراره شی او فلسطینیانو له صهیونیسټی رژیم سره مقابله سخته کړه. دې غبرګونونو ته په پام سره تل ابیب ترهګر کس ونیوه او محاکمه یې کړ. خو د قدس نیواکګر رژیم بلآخره په دې ادعا سره چې بریدګر لیونی و، د هغه له سزا کولو یې ډډه وکړه.
ذیشان حیدر بنګش