Feb 26, 2017 11:11 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۴۴

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې اتمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الاول د میاشتې له اته ویشتمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د فرورۍ له شپږویشتمې نیټې سره برابره ده.

««««««««««««

دوه سوه پینځلس کاله پخوا، د  اتلس سوه دویم میلادي کال د فرورۍ په شپږویشتمه نیټه، مشهور فرانسوی شاعر او لیکوال ویکټر هوګو وزیږید.

هغه یو آزادي غواړی ادیب او د بې برخو او کړیدلو پرګنو په ګټه د ټولنیزو اصلاحاتو پلوي ؤ.

هوګو په  ۲۵ کلنۍ کې د فرانسې اکاډمۍ غړی شو او له هغو سره هممهاله په مقننه غونډه کې د غړي په توګه وټاکل شو.

هغه د دریم نیپولین د حکومت پر مهال، د هغه له ظالمانه سیاست سره د مخالفت له امله، د سیاست له ډګر  څنګ ته شو او ۲۰ کاله یې په جلاوطنۍ کې تېر کړل.

په همدې وخت کې ویکتور هوګو ارزښتمن اثار ولیکل.

په حقیقت کې کولای شوو، چې هغه په دې دوره کې د رمانتیزم د مکتب مخ کښ وبولو، ځکه دغه مکتب د هغه په وسیله وغوړید.

ددې فرانسوي لیکوال له  مشهورو اثارو(( بې وزلان)) او (( د نوتردام ملاکړوپی))،(( هغه سړی چې خاندي)) او (( سمندري کارکوونکي)) ناولونو ته اشاره کولای شوو.

ویکټر هوګو په  ۱۸۸۵ کال کښې مړشو.

««««««««««««

شپږ نوي کاله پخوا، د نولس سوه یویشتم میلادی کال د فبرورۍ په شپږویشتمه نیټه، د ایران او پخوانی شوروی اتحاد ترمنځ د دوستۍ تړون لاسلیک شو.

په دې تړون کې، چې د شوروی له انقلابه څلور کاله وروسته شوی ؤ، مسکو اعلان وکړ، چې د ایران په اړه د تزاری روسیې له ښکیلاکی سیاسته پیروی نه کوی.

له همدې امله، شوروی ټول هغه تړونونه، چې روسیې له ایران سره کړی وو او د ایران پر زیان وو، لغوه کړل.

همداراز مسکو له تهران سره د دوستۍ په تړون کښې، هغه تړونونه، چې تزاری روسیې د ایران پر ضد له درېم دولت سره لاسلیک کړی وو، بې باوره وبلل.

البته شوروی د ایران په شمال لویدیځ او ختیځ کې د قفقاز او ترکستان سیمې ایران ته بیا ورنه کړې.

په دې تړون کښې د ایران تر ټولو مهمه ژمنه، د ایران له خاورې د شوروی پر ضد فعالیتونو لپاره نورو هیوادونو ته د اجازې نه ورکول وو، ځکه هغه مهال شوروی د لویدیځو قدرتونو تر ګواښ لاندې ؤ.

««««««««««««

یو دیرش کاله وړاندې، د ۱۳۶۴ لمریز کال د کب په ۸مه، نامتو ایرانی سندرغاړی استاد  غلام حسین بنان له یوې اوږدې ناروغۍ وروسته وفات شو.

استاد بنان د ۱۲۹۰ لمریز کال په غوايي میاشت کې وزږید ، په هغه کې د موسیقۍ وړتیا په ځوانۍکې ښکاره شوه او د پلار تر روزنې لاندې ونیول شو.

استاد بنان په ۱۳۲۱ لمریزکال کې په ایران رادیو کې ویاندويي پيل کړه او په ۱۳۲۳ کال کې د موسیقۍ د ملي ټولنې له جوړیدو وروسته، په دې ټولنه کې هم دهنر والو د روزنې پر تدریس لګیاشو.

بنان نه یوازې په موسیقۍ او د ایران په دودیزو او کلاسیکو سندرو کې استاد و، بلکې د ایران په پرمخ تللې موسیقۍ او نویو نغموکې هم پوره لاس بری و.

د ایران له راډیو سره د مرحوم بنان دملګرتیا لاسته راوړنه شاوخوا ۴۵۰ ترانې دي، چې د ایران د موسیقۍ په ډګر کې د نورو ګټورو اثارو په شان پاتې دي.

««««««««««««

او له ننه دیرش کاله پخوا، د ۱۳۶۵ لمریز کال د کب دمیاشتې په اتمه نیټه ، د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله وال پوځ یو مهم قوماندان حسین خرازي په سپیڅلی دفاع کښې شهید شو. شهید خرازي د اسلامي انقلاب له  بریالیتوب یو کال وروسته ، په ګنبد او ترکمن صحرا کښې د انقلاب  ضد ترهه ګرو ډلو په  دسیسې سره  دغې سیمې ته  ولیږل شو او د سیمې په یوه چورلیز کښې ئې د ځواکونو قومانده په غاړه واخیسته او وروسته  تر څو میاشتو پورې ئې په کردستان سیمې کښې د اسلامی  نیالګی څخه  په دفاع کښې سرښیندنې نندارې  ته وړاندې کړې . شهید حسین  خرازی  د جنګ  له پیلیدو او د خرمشهر له نسکوریدا سره په  یو وخت ، خوزستان  ته  ولیږدول شو او په خط شیر سیمې کښې يې د بعثي تیریګرو قواؤ سره په مقابلې کښې د بسیجي ځواک قومانده په غاړه واخیسته. د ثامن الائمه، فتح المبین ، بیت المقدس ،خیبر، بدر او والفجر ۸ او کربلا ۴ او ۵ په  نامه  سخت  عملیات  د اسلام  د دغه لوړ او نامتو سردار د ښې  قوماندې ، نوښت ،خلاقیّت  او سرښیندنو  ډیرې صحنې  په یادګار لري. د دې  په تر څ کښې هغه  د ۱۳۶۲ لمریز کال   د کب په  میاشت کښې د خیبر په نامه په عملیاتو کښې هم خپل ښئ لاس د خپل سپیڅلي  ټاټوبي په دفاع کښې قربان کړ . بالاخره  د اسلام  دغه  میړنی او شجاع  قوماندان  په کربلا  ۵ نومې سترو عملیاتو کښې  په  داسې حال کښې چې  د امام حسین  د څوارلسم  لښکر قومانده يې په غاړه درلوده، د ۱۳۶۵ لمریز کال د کب  د میاشتې  په  اتمه  نیټه  شهید شو . یاد او خاطره يې تل ژوندۍ

 

ذیشان حیدر بنګش