Mar 04, 2017 16:43 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۴۹

نن د جمعې مبارکه ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې دیارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له څلورمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له دریمې نیټې سره برابره ده.

درې سوه څوارلس کاله وړاندې، د ۱۷۰۳ میلادي کال د مارچ په دریمه نيټه، بریتانوی پوه(( رابرټ هوک)) مړشو. هغه  په  ۱۶۳۵  میلادي کال کښې د بریتانیا د سویل په یوې سیمه کښې وزیږید. هوک  د  فزیک په برخه کښې څیړنې او ازموینې ته مخه کړه.

نوموړي ډير اوزارونه اختراع او اصلاح کړل. هغه په خپل بشپړ ټیلیسکوف سره  وتوانيد چې  د لومړي  ځل  لپاره  د  ژوندیو موجوداتو  واحد وویني او هغه یې حجره ونوموله.

هوک په  ۱۶۶۵  میلادي  کال  کښې د ( میکروګرافیا)  په  نوم  خپل  ستر اثر خپور کړ او په  هغه کښې  یې  د وړو زره بیني  موجوداتو په  زړه  پورې انځورونه انځور کړل.

رابرټ  هوک د هوا پيژندنې علم په برخه کښې هم  نوې لاسته راوړنې ترلاسه کړې.
په  دې  برخه کښې د  هوک  له  اختراعاتو، باد سنج  او  ساعتي هوا سنج، باران سنج او رطوبت سنج ته اشاره کولائ شوو.

هغه ډير  وړاه  لاسي  او دقیق ساعتونه جوړ کړل او د ځینو نجومي کارونو لپاره یې وسایل جوړ کړل.

هوک  په  ۶۸  کلنۍ کښې مړ شو.

««««««««««««

یو سلو نهه دیرش کاله وړاندې، د ۱۸۷۸ میلادي کال د مارچ  میاشتې په دریمه نيټه، له  روسیې  څخه په جګړه کښې د عثماني امپراتورۍ له ماتې وروسته، دواړو هيوادونو په سان ستفانو نومي ځائ کښې په همدې نامه تړون لاسلیک کړ.

پر عثماني امپراتورۍ د روسیې برید په بالکان کښې د عثماني امپراتورۍ تر ولکې لاندې سیمو کښې د روسیې د تمو له امله ؤ. روسیې  په  همدې  لړ کښې د ۱۸۷۷ میلادي کال په اګست کښې پر دریو هيوادونو، له صربستان، بلغارستان او رومانیې سره چې د عثماني امپراتورۍ تر ولکې لاندې وو، د یووالي تړون لاسلیک کړ او ژمنه یې وکړه چې هغوئ خپلواک کړي.
پر عثماني امپراتورۍ د روسیې برید هم له همدې امله ترسره شو.
د عثماني امپراتورۍ  د کمزورتیا له  امله، روسانو  وکړئ  شول چې په جګړه کښې په  چټکۍ سره پر مختګ وکړي او د عثماني دولت  د سولې غوښتنه وکړه.
د سان  ستفانو تړون  په  پایله کښې صربستان او رومانیا له عثماني امپراتورۍ بيل او خپلواک شول او بلغارستان هم کورنۍ خپلواکي ترلاسه کړه.

««««««««««««

درې شپیته کاله وړاندې، د ۱۳۷۵ هجري قمري  کال  د جمادي الثانی  په څلورمه  نيټه، د اسلام  د فدایانو د جمعیت رهبر، سید مجتبی نواب  صفوي او یاران  یې شهیدان کړائ شول.

سید مجتبی نواب  صفوی په ۱۳۰۳ لمریز کال  کې په  تهران کې وزیږید او د لومړنیو زده کړو له  بشپړولو  وروسته  یې آبادان  ته  سفر  وکړ.

ورپسې د خپلو زده کړو ددوام لپاره یې نجف اشرف ته هجرت وکړ او هلته یې د نجف اشرف علمی حوزې له مدرسینو څخه علمی ګټه پورته کړه،

هغه په نجف کې له څلور کاره اوسېدو وروسته، د آیت الله سیدابوالحسن اصفهانی په امر، د مبارزې لپاره ایران ته راغی او د جمعیت فدایان اسلام په جوړېدو سره یې له بدغواړو او غړیدلو سره مبارزې ته مخه کړه.

د احمد کسروی، عبدالحسین هژیر، علی رزم آرا او حسین علاء په شان د ښکیلاک د ګوډاګیانو ترور، ددې جمعیت د سیاسی فعالیتونو څخه دی.

بالاخره دغه نه ستړی کېدونکی مجاهد له خپلو درېیو ملګرو سره یې چې خلیل طهماسبی، مظفر علی ذولقدر او سید محمد واحدی نومېدل د د پهلوی رژیم په محکمه کې کې محکوم او د ۱۳۷۵ سپوږمیز کال د جمادی الثانی په ۴مه سهار په ډزو وویشتل شول او له ډېرو شهیدانو سره یوځای شول.

په دې توګه د جمعیت فدایان اسلام د لس کاله سیاسی او ټولنیز فعالیت دوسیه وتړل شوه او د پهلوی د تورې کورنۍ په دوسیه کې یوبل جنایت هم ثبت شو.

««««««««««««

او له  ننه پینځه ویشت کاله وړاندې، د ۱۹۹۲ میلادي کال د مارچ په دریمه نيټه، د یوې  ټول  پوښتنې په ترسره کيدا سره،  د  بوسنیا هرزګوینیا جمهوریت  خپلواکي، په  دې  ټول  پوښتنه کښې د پوښتل شویو کسانو په نږدې  سل  په سلو تاییدیدا سره  پر ځایښت وموند او دغه هيواد له یوګوسلاویا څخه له سلووینیا او کروایشیا وروسته بيل شو.
د  بوسنیا هرزګوینیا جمهوریت کابو ۵۱ زره ۱۲۹ مربع کیلومیټره  پراخوالی لري او له  شمال  او  لویدیځ  څخه  له کروایشیا، له ختیځ څخه  له  صربستان او له سویل ختیځ څخه له مونته نګرو جمهوریت سره ګډه پوله لري.
په  ۱۹۹۱  میلادي کال کښې  د خپرو شویو احصاییو  له مخې، د دغه هیواد ۴۴ سلنه خلک مسلمان دي  او د بالکان په دې جمهوریت کښې تر ټولو ستره قومي ډله جوړوي.

د بوسنیا هرزګوینیا د خپلواکۍ اعلان، د اروپا د وروستي تاریخ د یوې سترې تراژدۍ پیلامه وه.

په  بوسنیا کښې استوګن صربیان چې په ټول پوښتنه کښې یې برخه نه وه اخیستې، د صربستان  د پوځ  په  ملاتړ  سره، په  ټوله  بوسنیا کښې د دغه هيواد د مسلمانانو پر ضد بې رحمه او څاروي ډوله جګړه پیل کړه.
صربیانو په دې جمهوریت کښې د تاؤ تریخوالي، عام وژنې، ډله ایز او فردي شکنجو په اعمالولو سره  او همداراز  د دې  جمهوریت  د بیخ بینايي  ودانیو او ملي پانګو تخریبول  او  په  بوسنیا هرزګوینیا کښې  د مسلمانانو نسل  وژنه پیل کړه.

د صربیانو له  خوا د مسلمانانو له عام  وژلې  او ۴۳  میاشتنۍ جګړې  وروسته چې  د دوه لکه پنځوس زره کسانو د وژلې او د کابو یومیلیون او پنځه لکه مسلمانانو د کډه کيدا  لامل شوه، بالاخره  د ۱۹۹۵ میلادي کال په وروستیو کښې د نړیوالې ټولنې په مداخلې سره، د  (ډیټون)  د سولې تړون  لاسلیک شو او  په  بوسنیا کښې د جګړې  اور مړ شو.

 

ذیشان حیدر بنګش