Mar 04, 2017 16:45 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۵۰

نن د شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې څوارلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له پينځمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له څلورمې نیټې سره برابره ده.

یو زرو لس کاله پخوا، د څلور سوه اته ویشتم هجري قمري کال د جمادي الثاني يا څلورمې خور د مياشتې په پينځمه نيټه، مشهور ايراني شاعر او ليکوال ابوالحسن مهيار ديلمي وفات شو. هغه په  لومړیو کښې زرتشتي  ؤ خو د خپل استاد سيد رضي چې د هغې زمانې يو لوړ رتبه عالم ؤ، د ارشاداتو او لارښونو تر اغیز لاندې  اسلام  قبول  کړ او مسلمان شو. ديلمي تر مودو مودو له سيد رضي څخه  د علم، پوهې  او  شاعرۍ  د فنونو زده کړې  وکړې او څه موده پس د خپلې زمانې يو ستر شاعر شو او د اسلام د مبين دين د پيشوايانو  په  مدح کښې يې زيات شعرونه وويل. د مهيار ديلمي له اثارو څخه  د هغۀ  د شعرونو ديوان  ته اشاره کولئ  شوو چې څلور  ټوکه  لري او  په  عربۍ ژبه دی.

««««««««««««

اته سوه اتلس کاله پخوا، د شپږ سوه شلم  هجري قمري کال د جمادي الثاني يا څلورمې خور د مياشتې په پينځمه نېټه مسلمان فقيه او محدث ابن قدامه مقدسي په دمشق کښې وفات شو. هغۀ مقدماتي زدکړې په دمشق کښې تکميل ته ورسولې او هم هلته يې د قران او حديث زدکړې ترلاسه کړې. بيا بغداد ته لاړ او د هغه ټاټوبي له علماو يې هم علمي فېض حاصل کړ. له ابن قدامه مقدسي څخه ګڼ شمېر تاليفات په يادګار پاتې دي چې له هغو څخه د اصول فقه په باره کښې «روضة الناظر»کتاب ته اشاره کولئ شوو .

««««««««««««

اووه سوه یو نوي کاله پخوا، د شپږ سوه اووه څلویښتم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې په پینځمه نیټه، په ابن  داوود حلي مشهور یو نامتو فقیه او ادیب حسن بن علی بن داوود حلي د عراق په مرکز حله ښار کښې وفات شو. هغه له ماشومتوبه په خپل زیږنځائ کښې چې په هغه وخت کښې د پوهې او علم ځائ ؤ، د سید بن طاووس او محقق حلي په شان له سترو عالمانو د اسلامي علومو زده کړې ته مخه کړه او د فقې او اصولو، تفسیر، ادبیات، عقایدو د اصولو او منطق په علومو کښې ډیر مهارت ترلاسه کړ. ابن داوود حلي په دغو ټولو څانګو کښې کتابونه لیکلي دي او ګڼ شاګردان له هغو څخه ګټه پورته کوي. د دغه نامتو عالم تر ټولو مهم کتاب  (الرجال) دی چې د حدیث د راویانو د پیژندګلوئ په اړه دی. د ابن داوود حلي له نورو کتابونو څخه (ارجوزة فی الکلام)، (تحصیل المنافع) او (جواهر الکلام فی الاشباه و النظائر) ته اشاره کولائ شو.

««««««««««««

اووه سوه شپږ شپیته کاله پخوا، د شپږ سوه دوه اویایم هجري قمري کال د جمادي الثاني يا څلورمې خور د مياشتې په پينځمه نيټه، د ايران يو تکړه شاعر او  عارف مولانا جلال الدين محمد بلخي چې په مولوي مشهور ؤ، د نننۍ ترکيې په  جنوب کښې د پخواني ايران  په  يو  ښار قونيه کښې وفات شو.

مولوي  د اوومې هجري قمري پېړۍ يو ډېر ستر او تکړه شاعر او د اسلامي نړۍ يو متفکر او عارف ګڼل کيدۀ. هغه په 604 هجری قمری کال کښې د اوسني افغانستان د شمال په بلخ کښې وزېږېد. مولوي يوه موده وروسته له خپل پلار سره قونيې ته لاړ او د پلار له وفاته وروسته د زدکړو د دوام لپاره حلب او دمشق ته يې سفر وکړ. دغه نامتو شاعر قونيې ته له ستنېددو وروسته په تدريس، وعظ او خطابت باندې لاس پورې کړ ان تردې چې په 642 کال کښې د هغې زمانې له مشهور عارف شمس تبريزي سره يې ملاقات وشو. دغه کتنه او اشنائي د مولانا جلال الدين په روح کښې يو ستر انقلاب رامنځته کړ او هغۀ سملاسي د تدريس مسند پرېښود او له دې وروسته يې د نفس په تذکيې او اصلاح لاس پورې کړ او خپل تل پاتي اثار يې هم په همدغه دوران کښې وليکل. د مولوي  تر ټولو مهم اثر «مثنوی معنوي» دی. همدارنګ « فيهِ ما فيه»، «مکتوبات مولانا»او «رباعيات»د دغه ستر ايراني شاعر او عارف له نورو اثارو څخه دي.

««««««««««««

نهه څلویښت کاله پخوا، د 1346 هجري لمريز کال د کب د مياشتې په څوارلسمه نېټه د ايران وزيراعظم او يو سياسي شخصيت ډاکټر محمد مصدق وفات شو. هغه په 1261 هجري نمريز کال کښې په تهران کښې وزېږېد. مصدق په  1299 هجري نمريز کال کښې د ماليې د وزير، د بهرنيو چارو د وزير او بياپه ملي پارلېمان کښې د تهران د خلقو د استازي په پوسټونو غوره شو خو له دې وروسته د يوې مودې لپاره له سياسته څنګته شو. مصدق په 1322 هجري نمريز کال کښې يو ځل بيا د سياست ډګر ته راستون شو او د ملي پارلېمان په څوارلسمه او شپاړسمه دوره کښې د ايران د تېلو د ملي کولو لپاره يې هلې ځلې وکړې. هغه د 1329 کال د کب په نهويشتمه نېټه د آيت ا... کاشاني په مشرۍ د اسلامي ډلو او په پارلېمان کښې د نورو ملي ډلو په ملاتړ سره په ملي پارلېمان او سنا کښې د ايران د تېلو د ملي کېدو د قانون په تصويبولو کښې کامياب شو. په همدې لړ کښې مصدق د 1330 هجري نمريز کال د غوئي په مياشت کښې د دغه قانون د اجرا کولو او د تېلو له شرکت څخه د برطانيې د لاس د لنډولو لپاره د ايران وزيراغظم شو. خو د 1332 هجری شمسی کال د زمري د مياشتې په اتويشتمه نېټه د امريکائي کودتا په دوران کښې له خپلو يو شمېر ملګرو سره ونيوې او بيا بندي شو او له محاکمې وروسته په درې کاله  بند محکوم شو. مصدق د محکوميت د دوران له تېرولو وروسته د تهران په لويديځ کښې يو کلي ته جلاوطن شو. هغه له څو کالو جلاوطنۍ وروسته په داسې يوه ورځ وفات شو.

««««««««««««