Mar 05, 2017 11:06 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۵۱

نن د یکشنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې پینځلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له شپږمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له پینځمې نیټې سره برابره ده.

یو سلو نوي کاله پخوا، د 1827 ميلادي کال  د مارچ  په پينځمه نيټه ایټاليايي فيزيک  پوه  اليګزينډر وولټا په دوه اتيا کلنۍ کښې مړ شو. هغۀ په پوهنتون کښې له  تدريس  سره  په  يو  وخت  په مطالعې او تحقيق لاس پورې کړ او د بريښنا د مقدار د اندازې  د آلې په جوړولو کښې کامياب  شو. وولټا يوه  موده  پس  بريښنايي پيل ايجاد کړ چې خپله د هغۀ په نوم يعنې وولټا پيل  ونومول  شو. نن  هم  د بريښنا د توانمنۍ  د اندازې اخيستو واحد د هغۀ  په  نوم  نومول کيږي.

««««««««««««

یو سلو نوي کاله پخوا، د 1827 ميلادي کال د مارچ  په  پينځمه  نيټه، فرانسوی  رياضي پوه پئير لاپلاس مړ شو. هغه په 1749ميلادی کال کښې وزيږید او له لومړیو زده کړو  وروسته  يې  د ریاضياتو په  تدريس لاس پورې کړ او د  خپل عمر زيات کلونه يې د رياضۍ او  نجوم  په علومو کښې په مطالعې او تحقيق کښې تیر کړل. لاپلاس په دې نظريې باندې ټینګار کاوۀ چې ځمکه  ميلينونه کاله  مخکښې  له نمر څخه جدا شوې او ورو ورو يې پوسته سړه او سخته شوې ده. د هغۀ له اثارو څخه د نړۍ د منظومي نمائش او د احتمالاتو تحليلي فرضيه  نومونه  اخیستلئ شوو.

««««««««««««

څلور شپیته کاله پخوا، د 1953 ميلادي کال د مارچ په پينځمه نيټه، د پخواني شوروي مقتدر او مستبد مشر جوزف سټالين په څلور اويا کلنۍ کښې مړ شو.هغه په  1879 ميلادي کال کښې په جارجيا کښې وزيږيد او له کميونيسټي افکارو سره له اشنائۍ وروسته له بلشويکانو سره ملګرئ شو. سټالين   د  تزاري روسيې د حکومت په خلاف د سياسي فعاليتونو په خاطر په 1913 کال کښې سائبیريا ته جلاوطن شو او په 1917 کال  کښې د شوروي انقلاب  تر کاميابۍ پورې هلته کښې ؤ.  هغه  د  لينن  د  واکمنۍ په پړاؤ  کښې لوړو پوسټونو ته ورسيد او د هغۀ  له  مرګه  وروسته  د کامنف او زينوويف په اتفاق  سره  د شوروي  مشري  په  لاس کښې واخيسته. خو سټالین په 1927 کال کښې د تروتسکي په  شمول  د خپلو نورو  حزبي سيالانو په حذفولو سره د کميونيسټ ګوند او شوروي  هيواد بې مقابلې   مشر شو.  هغۀ  د ګوند په دننه او بهر کښې د خپلو مخالفانو ختمولو او حذفولو ته په بې رحمۍ سره دوام  ورکړ او د دويم نړيوال جنګ په بهیر کښې یې د وزيراعظمۍ او د  ټولو قواو د ستر قوماندان  پوسټونه  هم  په  غاړه  واخيستل. سټالين  د خپل  مرګ تر وخته  پورې  په  تشدد او قوت سره په شوروي باندې ډيکټاټوري او ساډوبي مسلطه کړه.

««««««««««««

یو دیرش کاله پخوا، د دیارلس سوه څلور شپیتم هجري لمریز کال د کب د میاشتې په پینځلسمه نیټه، نامتو ایرانی محقق او فقیه علامه ذبیح الله محلاتي وفات شو. استاد ذبیح الله محلاتي په دولس سوه یو اویایم هجري لمریز کال کښې وزیږید او مقدماتي علوم یې په خپل زیږنځائ کښې زده کړل. وروسته د نجف علمیه حوزې ته ولاړ  او د عبدالحسین رشتي، سید حسن صدر، سید محمد فیروز آبادي، شیخ محمد جواد بلاغي، میرزای ناییني او سید ابو الحسن اصفهاني په شان سترو عالمانو او محدثانو له محضره ګټه پورته کړه. علامه محلاتي د نجف په علمیه حوزه کښې له یوولس کاله اقامت او د اجتهاد د اجازې له ترلاسه کولو وروسته سامرې ته ولاړ او د شیخ آقا بزرګ تهراني په محضر کښې یې د زده کړو بشپړولو ته مخه کړه. هغه څه موده وروسته په دغه ښار کښې د خپل درس حلقه جوړه کړه او کتابونه یې ولیکل. علامه محلاتي په سامرې کښې له پینځه ویشت کاله اقامت وروسته، په دیارلس سوه اووه ویشتم هجري لمریز کال کښې تهران ته راغئ او خپلو څیړنو او تالیفاتو ته یې دوام ورکړ. په شپږو ټوکو کښې د دایرة المعارف ریاحین الشریعه، په اتو ټوکو کښې وقایع الایام، په دولسو ټوکو کښې کشف الغرور او داسې نور د هغه له آثارو څخه دي. دغه علمي شخصیت بالاخره د دیارلس سوه څلور شپیتم لمریز کال  د کب د میاشتې په نیمایۍ کښې په درې نوي کلنۍ کښې وفات شو.

««««««««««««

او له ننه څلور کاله پخوا، د دوه زره دیارلسم میلادي کال د مارچ د میاشتې په پینځمه نیټه، د وینزویلا ولسمشر هوګو چاوز مړ شو. هوګو رافائل چاوز فریاس چې د نولس سوه څلور پنځوسم میلادي کال د جولایي په اته ویشتمه نیټه زیږیدلئ ؤ، د وینزویلا څلور شپیتم ولسمشر ؤ. چاوز د بولیواري انقلاب د مشر په توګه پیژندل کیږي او د سوشل ډیموکریټک سیاستونو، د نیو لیبرالي له  نړیوال کولو او د متحده ایالتونو د بهرني سیاست سره  د  مخالفت او له فلسطین او ایران سره د ملاتړ په وجه مشهور ؤ. هغه د پینځم جمهوري غورځنګ بنسټګر ؤ او د سرطان  د ناروغئ له امله په دوه زره دیارلسم میلادي کال کښې په اته پنځوس کلنۍ کښې مړ شو.

هوګو چاوز په نولس سوه اته نوېم میلادي کال کښې د لومړي ځل لپاره د وینزویلا ولسمشر شو او د دوه زره دویم او دوه زره شپږم میلادي کلونو په ټول ټاکنو کښې بیا پر دغه پوسټ غوره شو. هغه د دوه زره دولسم میلادي کال په ټول ټاکنو کښې د څلورم ځل لپاره بریالئ شو خو د ناروغئ له امله د دوه زره دیارلسم میلادي کال د مارچ په پینځمه نیټه مړ شو. 

 

ذیشان حیدر بنګش