Mar 09, 2017 10:34 Asia/Kabul
  • تاریخ پاڼه شماره  ۳۵۴

نن د چهار شنبې ورځ، د دیارلس سوه پینځه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې اتلسمه نیټه ده چې د څوارلس سوه اته دیرشم هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې له نهمې او د دوه زره اوولسم میلادي کال د مارچ له اتمې نیټې سره برابره ده.

اووه سوه نهه دیرش کاله پخوا، د 699 هجری قمری کال د جمادي الثاني يا څلورمې خور د مياشتې په نهمه نېټه د اومې هجري قمري پېړۍ شاعر او محدث  ابن فرح اشبيلي وفات شو. هغه د پخواني اندلس او د اوسنۍ اسپانيا په جنوب کښې په اشبېليه کښې وزېږېد او په دغه ښار باندې د اسپانيا د فوځ د حملې په وخت د اسپانيا د عسکرو په لاس اسير شو.  خو يوه موده پس له اسارته وتښتېد او مصر ته لاړ. ابن فرح په مصر کښې د قاهرې له مشهورو عالمانو څخه  علمي فېض حاصل کړ او يوه موده پس دمشق ته لاړ او هلته يې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ.ابن فرح اشبيلي بيا په دمشق کښې د حديثو په علم کښې د يو تکړه عالم په توګه تدريس شروع کړ او زيات شمېر شاګردان يې له علم او پوهې څخه برخور شول. له دغه نامتو محدث څخه د احاديثو په شرح کښې مشهورې منظومې په يادګار پاتې دي چې د شعري اصولو له لحاظه هم د پام وړ دي.

««««««««««««

نهه څلویښت کاله پخوا،  د ۱۹۶۸  کال  د مارچ  په  اتمه  نیټه، د مورو آزادي غواړې جبهې   د فیلپاین  د وخت  د ولسمشر مارکوس دیکتاتوري رژیم په ضد وسله واله مبارزه پیل کړه . فرډينانډ مارکوس  په بشپړ ډول له امریکا سره اړونده ؤ او دهغهد استبدادي حکومت  په پړآؤ کښې  د فیلپاین په زرګونو مسلمانان  دحکومتي  ځواک په لاس ووژل او یا بندیان  شول . دمورو آزادي غواړي جبهې  چې دمسلمانو دحقوقو دترلاسه کولو لپاره ئې مبارزه کوله ، دمارکوس رژیم یوه خورامخالفه  مهمه چریکې جبهه وه   . په ۱۹۸۶کال کې دمارکوس له څنګةکیدو وروسته  له حکومت سره ددغې جبهې په مذاکراتو پسې  لورو د اوربند او سولې د تړون موافقه  لاسلیک کړه ،خو  ددغه تړون اجرا له ډيرو مشکلاتو سره مخامخ  شوه تر دې چې  په ۱۹۹۶کال کې  د فیلپاین د حکومت او  د مورو آزادي غواړي جبهې ترمینځ یو نوی تړون لاسلیک شو. ددغه تړون په اساس دمینداناؤ مسلمان میشتې سیمې کې مسلمانانو کورواکي ترلاسه کړه .

««««««««««««

شپږ کاله پخوا، د 1389 هجري نمريز کال د کب د مياشتې په اتلسمه نېټه ايرانی  کتاب پيژاندی  ډاکټر ايرج افشار وفات شو. هغه په 1304 هجري نمريز کال کښې د ايران په يزد ښار کښې وزېږېد. افشار په تهران پوهنتون کښې د حقوقو په څانګه کښې زدکړې وکړې او ((په ايران کښې اقليتونه)) ترعنوان لاندې د ډاکټرۍ په دوره کښې يې خپله رساله وړاندې کړه. هغه  په۱۳۳۱کال کښې «فرهنگ ايران زمين» نومې مجله شروع کړه. هغۀ له تدريس نه علاوه د ايران پېژندنې او کتاب پېژندنې په باره کښې يو لړ ارزښتناک تحقيقات ترسره کړل چې دغه تحقيقات په معتبرو  او بهرنيو نشرياتو کښې خپارۀ شوي دي.

د ډاکټر ايرج افشار د مقالو ټولګه له دوو زرو نه په زياتو مقالو مشتمله ده. همدارنګ هغه کتابونه چې دغه محقق د ايران د  کلتور، تاريخ  او ادب په څانګو کښې خپارۀ کړي دي څه د پاسه درېۍ سوه ټوکه دي. له دې امله ډاکټر افشار د ايران د کتاب پېژندنې د پلار په توګه ياديږي. د هغه له کتابونو څخه د «پژوهشهای ايران شناسی»، «گلگشت در وطن» و «ياد يار مهربان» نومونه اخېستې شوو.

««««««««««««

پینځه کاله پخوا، د دیارلس سوه نوېم هجري لمریز کال د کب د میاشتې په اتلسمه  نیټه، د ایران یوه  تکړه لیکواله او مترجمه  سیمین دانشور وفات شوه. دانشور په دیارلس سوم هجري لمریز کال کښې په شیراز کښې وزیږیده. هغې لومړنۍ زده کړې د مهر آیین په یوې انګلیسي مدرسه کښې ترسره کړې او د ډیپلوم په وروستي امتحان کښې یې په ټول هیواد کښې لومړی درجه ترلاسه کړه. وروسته په فارسي ادبیاتو کښې د زده کړې د دوام لپاره د تهران پوهنتون د ادبیاتو ښونځي ته ولاړه. دانشور په دیارلس سوه شلم هجري لمریز کال کښې د خپل پلار له مرګ وروسته، د مقالو لیکنه پیل کړه. په دیارلس سوه اووه ویشتم لمریز کال کښې یې د (آتش خاموش) په نوم د لنډو کیسو یوه ټولګه خپره کړه. په دیارلس سوه اته ویشتم لمریزکال کښې د فارسي ادبیاتو د دکترا په مدرک سره له تهران پوهنتونه فارغ التحصیل شوه او په دیارلس سوه نهه ویشتم کال کښې یې له آل احمد سره واده وکړ.

دانشور د سکالر شپ په ترلاسه کولو سره سټنفورډ پوهنتون ته ولاړه او تهران ته له راستانیدا وروسته يې د ښکلیو هنرونو په لیسه کښې په تدریس بوخت شوه او له دیارلس سوه اته دیرشم هجري لمریز کاله د تهران پوهنتون استاده شوه.

 

ذیشان حیدر بنګش