د کب د میاشتې د دوویشتمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې که وخت و نو د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو.
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې نن هم اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې د انتخاباتو په هکله د اسلامي ایران د بهرنیو چارو د وزیر محمد جواد ظریف څرګندونو ته انعکاس ورکړی او لیکلي یې دي: د فیصلې کولو لپاره په غرب او شرق پورې پیئلي نه یو.
خارجه وزیر زیاته کړه د ۲۰۱۳کال کې په انتخاباتو کې د ایران دولس ۷۳فی صدي شتون لامل شو دایران استازي دنړۍ دشپږو قدرتونو په وړاندې په اقتدار سره خبرې وکړای شي اوپه خبرواترو کې د خپل ولس لیدتوګې اوحقوق اثبات کړائ شي .
د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون د خارجه وزارت دنوي پورټل دافتتاح په دستورو کې د دې خبرې په کولو سره چې ولس په انتخاباتو کې په پراخ ګډون سره حکومت او حاکمیّت ته قدرت او اقتدار ورکوي ، وویل ، ځيني غلط فکر کوي چې ایران د ۲۰۱۳کال له انتخاباتو وروسته دخبرواترو میز ته کیناست ، خو دغه لوديځوال او په تیره بیا امریکایان وو چې کله ئې ولیدل ، بندیزونه، دایران ولس له حاکمیّته نشي جلاکولی ، نو دخبرواترو میز ته کیناستل .
جواد ظریف زیاته کړې ، د ۲۰۱۳کال کې په انتخاباتو کې دایران دولس ۷۳فی صدي شتون لامل شو دایران استازي دنړۍ دشپږو قدرتونو په وړاندې په اقتدار سره خبرې وکړائ شي اوپه خبرواترو کې د خپل ولس لیدتوګې اوحقوق اثبات کړائ شي .
دایران خارجه وزیر وویل ، دایران ولس به یو ځل بیا د ۲۰۱۷کال په انتخاباتو کې درایو په صندقونو کې په پراخ شتون سره دیني ولسواکي دنړیوالو نندارې ته وړاندې کړي .
ټاکل شوې ده دایران دولسمشرۍ د دولسم پړاؤ او دغه راز د ښآرونو اوکلو دانتخاباتو پنځم پړاؤ په یو ځاي د راتلونکي مئ میاشت په نولسمه نیټه ترسره شي .
جوان:
له تهرانه چاپیدونکې جوان ورځپاڼې بیا د سوریې په پلازمینې دمشق کښې د بي بي سکینې د روضې په زیارتوالو باندې د ترهګرې حملې او ورته د ایران د اسلامي جمهوریت د غبرګون خبر سره د پيښې د ځاې له انځوره راخیستی او لیکلي یې دي: ترهګرو د موصل بدل په دمشق کښې واخیسته.
د خبر په بله برخه کښې دې پیښې ته د ایران د غبرګون په هکله لیکلي دي: د ایران دبهرنیو چارو د وزارت ویندوی بهرام قاسمی دسوریې په پلازمینې دمشق کښې د ترهګرو ډلو دجنایت په غندلو سره وویل د بې ګناه خلکو د وینې تویول په سوریې کښې د ټروریسټانو اخری حربه ده .
هغه د دمشق دترهګرې حملې د وژل شویو کسانو چې دعراق او دسوریې ښاریز وو له کورنیو ، دسوریې له ملت او حکومت سره د خواخوږۍ د څرګندولو په ترڅ کښې وویل ړنده ټرورونه ، وژلې او د ماشومانو او دښځو په شمول د بې ګناه خلکو د وینو تویول د هغو ترهګرو اخری حربه ده چې په بیلابیلو ډګرونو کښې یې له شرمونکو او بیا بیا ماتیو خوړلو وروسته خپله روحیه له لاسه ورکړی ده .
بهرام قاسمی وویل ترهګر او دهغوې ښکاره او پټ ملاتړی هیوادونه په ښه ډول پوهیږی چې په پوځی جبهې کښې د ډیرو ماتیو په درشل کښې دی او په کامل ډول د تباهۍ او د له مینځه تلو په حال کښې دی له دې کبله دداډول انسانی غمیزو په رامینځته کولو سره په سوریې کښې د ثبات دتحقق ، د اووربند ددوام او د خبرو او د صلحې د بهیر د له مینځه وړلو کوشش کوي.
جمهوري اسلامي:
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې خپل وړومبی خبر د ملګرو ملتو یو رپورټ ته ځانګړی کړی چې وايي: ترټولو ستر انساني کړکیچ، ۲۰ میلیونه افریقایان ګواښي.
د خبر په دوام کښې لولو چې ملګرو ملتو خبرداری ورکړ چې نړۍ له ۱۹۴۵ کال څخه ترټولو ستر انساني بحران سره مخامخ ده او صومالیا، کینیا، یمن او سوډان هیوادونه له لوږې او ناروغیو د خپلو څه باندې شل میلیونه خلکو د ژغورنې لپاره مرستو ته سخته اړتیا لري.
په انساندوستانه چارو کښې د ملګرو ملتو استازي سټیفن اوبرین د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې په کینیا، یمن، سویلي سوډان او صومالیا کښې د خلکو په ژغورنه کښې مرسته وکړي. هغه وویل: مونږ په یو له یو مهم تاریخي پړاوه په تیریدو یو او د کال په دې وړومبیو کښې، د ملګرو ملتو د سازمان د جوړیدو له وخته له ترټولو ستر انساني کړکیچ سره مخامخ یو.
په صومالیا کښې له شپږو میلیونو زیات خلک خوراکي مرستې ته اړتیا لري چې دا شمیر د دغه هیواد له نیمايي نفوسو زیات دی.
همدې ورځپاڼې په یو بله برخه کښې ایران ته د ایربس شرکت د یوې بلې الوتکې د سپارل کیدو خبر راخیستی او د ایران د هوائي چلند د شرکت (هما) د عامل مدیر له قوله یې لیکلي دي: د ایر بس څلور نورې الوتکې به په ۹۶ لمریز کال کښې ایران ایر ته وسپارلې شي.
هغه په دې خبرې سره چې د ایربس دریمه الوتکه چې ۳۳۰ ډوله ده، د روانې میاشتې په ۲۹ یا ۳۰ نیټه ایران ته سپارله کیږي، وویل: له ایربس شرکت سره د شوي تړون له مخې ایران ایر ته په راتلونکي ۹۶ کال کښې څلور ۳۲۱ ډوله الوتکې ورکول کیږي.
فرهاد پرورش ایران ته د دویمې ایربس الوتکې د راتګ د مراسمو ترڅنګ خبریالانو ته وویل: ایربس ۳۳۰ ډله الوتکه په اوږدو الوتنو کښې روزانه ۱۴/۱۵ ساعته الوت کولی شي او وړومبۍ الوتنه به د مشهد سپيڅلي ښار ته کوي.
هغه وویل چې ایران ایر به په لس کلن پړاو کښې له ایربس فرانسوي شرکته ټولې پیرلې الوتکې ترلاسه کړي.
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې له پاکستان څخه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د افغانستان د شکایت په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپانې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغانستان د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د پاکستان به اړه رسماً شکایت کړی دی او هغه هېواد یې د ترهګرو په ملاتړ او افغانستان کې د سیاسي بې ثباتۍ په رامنځته کولو تورن کړی.
په سرمقاله کې وړاندې په دې اړه راغلي چې د افغانستان دا ګام په کور دننه ستایل شوی خو سرمقاله لیکونکي پوښتنه مطرح کړې چې ایا امنیت شورا ته شکایت به د افغانستان له امنیت او د پاکستان د لاسوهنې له مخنیوي سره مرسته وکړي؟
د سرمقاله لیکونکي په باور، دا یو ګام دی خو د دې لپاره چې زموږ دغه ګام اغېزناک او ګټور ثابت شي باید نړیوال ملګري ولرو او دغه شان د خپل شکایت په تړاو پوره شواهد او اسناد راسره موجود وي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم د خپلې نننۍ ګنې سرمقاله همدې موضوع ته ځانګړې کړې او هیله یې ښودلې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به د پاکستان په وړاندې د افغانستان د شکایتونو په اړه رغنده پرېکړې وکړي.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي چې امنیت شورا باید داسې پرکړې وکړي چې له مخې یې پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي او د افغانستان او افغانانو پر وړاندې یې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونو ته متوجه کړي.
ویسا:
ویسا خپلواکه ورځپاڼه هم د خپلې نننۍ ګڼې په سرمقالې کې تر یو بریده همدې موضوع ته تم شوې.
ویسا د موضوع په تړاو لیکلي، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان استازي شکایت هېڅکله هغه پایله نه لري چې افغانان ترې تمه لري.
ځکه د سرمقاله لیکونکي په باور په امنیت شورا او په ټوله کې پر ملګرو ملتونو د امریکا نفوذ دی او پوښتنه یې مطرح کړې چې که امریکا د امنیتي تړون په پاس څه نه کوي نو په ملکرو ملتونو کې به کومه تمه ترې پوره شي؟
سرمقاله لیکونکي دغه شان لیکلي چې په امنیت شورا کې د روسیې او چین دریځ هم له ورایه ښکاره دی چې د پاکستان په خلاف نه دي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*