تاریخ پاڼه شماره ۸
نن د نهې ورځ یا سه شنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وري د میاشتې اتمه نیټه ده چې د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د جمادي الثاني یا څلورمې خور له ۲۹ او د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ له ۲۸ نیټې سره برابره ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۴۹ کاله اګاهو د ۱۸۶۸ میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۲۸ نیټه په ماکسیم ګورکي مشهور تکړه روسي لیکوال الکسي ماکسیموویچ پشکوف وزیږید. ګورکي پنځه کلن و چې پلار یې وفات شو او د سخت فقر او غریبۍ په وجه مجبور شو چې د زده کړې سره سره کار هم وکړي.
هغه کیسه لیکل ډیر زر پیل کړل او کله چې په تفلیس کښې د اورګاډو په یو ورکشاپ کښې په کار اخته و، وتوانیده چې خپله وړومبی کیسه د تفلیس په ځايي ورځپاڼه کښې خپره کړي. هغه له همهغه وخته د ځان لپاره د ماکسیم ګورکي مستعار نوم غوره کړ چې د تریخ نصیحت په معنا دی. دوه کاله پس د هغه کیسې د کتاب په شکل خپرې شوې او ډیرې کامیابې شوې او نوم یې ورو ورو د نړۍ د مشهورو لیکوالانو ترڅنګ راغی.
هغه په خپلو آثارو کښې په ژورې کتنې سره د روسیې د خلکو ژوند ته پاملرنه وکړه او د ټولنیزو ستونزو د هواري لپاره د ګټه ورو لاروچارو په لټه کښې شو. د (مور) په نوم د هغه په مشهورې کیسې چې د تزاري استبداد خلاف د روسي کارګرانو د مبارزو په ستاینه کښې دی، فلم جوړ شو او د روسیې او د نړۍ د ډیرو هیوادونو د خلکو د پام وړ وګرځید. د ګورکي له نورو کتابونو څخه (ماشومتوب)، (زما پوهنځي) او (میراث) ته اشاره کوی شو.
هغه په ۱۹۳۶ میلادي کال کښې مړ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۳۱ کاله پخوا د دیارلس سوه اووم هجری قمری کال د جمادی الثانی دمیاشتې په نهه ویشتمه نیټه، د ملکم خان له خوا د قانون په نوم ورځپاڼه خپره شوه. دغه اقدام په هغه زمانه کښې په ایران کښې د اصلاحاتو لپاره یوه قوی او سیاسی حربه وه. د ورځپاڼې لیکلو ته د ملکم خان مخه کول په اصل کښې د هغه ګوښه کولو او مغضوبیت په وجه وو. احتمال شته چې ملکم خان دغه ورځپاڼې ته د لوستونکو د لا زیات پام اړولو او پراختیا لپاره دغه ورځپاڼه په وړیا توګه د لوستونکو په واک کښې ورکوله. د قانون ورځپاڼې اصلی موضوعات په دا ډول دی. « له استبدادی حکومته نیوکه، د واکمنانو د اصلاح کولو ضرورت او د قانونی عدالت رامینځته کول، ګوندی تعلیمات او اتحاد، اتفاق او قانون غوښتنې ته د خلکو رابلل، د ملی موخو په پرمخ بیولو کښې د روحانی پرګنې دملاتړ جلبول او د ښځو ټولنیزو حقوقو ته پام کول . په بله وینا، دغه موارد په دې ډول خلاصه کولی شو: د ایران په ټولنه کښې د ترقۍ، عدالت او اتفاق پیدا کول.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۷۸ کاله مخکښې د ۱۹۳۹ میلادی کال د مارچ د میاشتې په ۲۸ نیټه په اسپانیا کښې کابو د دوه نیمو کالو جنګ وروسته د جنرال فرانسیسکو فرانکو په مشرۍ سلطنت غواړی پر جمهوریت غواړو برلاسی شول او د دغه هیواد پلازمینه مډریډ ښار یې ونیوه.
په اسپانیا کښې ناارامی هغه مهال پیل شوه چې د دغه هیواد ظالم باچا دیارلسم الفانسو د جمهوری غواړو تر دباو لاندې استعفا ورکولو ته مجبور شو او په اسپآنیا کښې جمهوری حکومت جوړ شو. خو څه موده پس د جنرال فرانکو په مشرۍ د دغه هیواد پوځیانو د سیاسی او اقتصادی ګډوډیو په پلمه د جرمن نازی او ایټالیایی فاشسټ په مالی او تسلیحاتی ملاتړ سره له جمهوریت غواړو سره جنګ پیل کړ او جمهوری غواړی له ځینو اروپآیی هیوادونو د مرستې له ترلاسه کولو سره سره ونه توانیدل چې د سلطنت غواړو په وړاندې مقاومت وکړی. د جمهوری غواړو له ماتې وروسته جنرال فرانکو قدرت ترلاسه کړ او ۳۶ کاله یې پر اسپانیا ظالم او ځپونکی نظام واکمن کړ.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۷۶ کاله پخوا د ۱۹۴۱ میلادی کال د مارچ د میاشتې په ۲۸ نیټه انګریز لیکوالې ورجینیا وولف ځان ووژه.
هغه په ۱۸۸۲ کال کښې زیږیدلې وه او له ماشومتوبه وتوانیده چې د خپل پلار له شخصی کتابتون او معلوماتو چې یو ادبی لیکوال او منتقد و، ګټه پورته کړی. وولف ډیر زر لیکنه پیل کړه او د (میرمن ډالووی) ، (څپې) او (د سمندری فانوس په لور) په شان کتابونه یې ولیکل خو د هغې روانی یا نفسیاتی ناروغۍ چې په ځلمیتوب کښې پرې اخته شوې وه، کله کله د هغې د کار مخه نیوله. دغې انګلستانۍ لیکوالې بلآخره د همدغې ناروغۍ له امله ځان وژنه وکړه.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه ۱۹ کاله مخکښې د ۱۳۷۷ هجری لمریز کال د وری د میاشتې په اتمه نیټه ستر فقیه آیت ا... سید جواد حسینی شاهرودی وفات شو. آیت ا... سید جواد حسین آل علی شاهرودی په ۱۳۰۸ لمریز کال کښې په نجف اشرف کښې د علم، تقوا او فضیلت په یوې خاونده کورنۍ کښې دنیا ته راغی.
هغه د دینی او ابتدایی علمونو سریزې له خپل پلار او نورو استاذانو زده کړې او بیا د حضرات آیات سید محمد شاهرودی او سید ابوالقاسم خویی د فقهې او اصولو په درسونو کښې یې ګډون وکړ.
آیت ا... آل علی شاهرودی د فتوا ورکونکې کمیټې غړی او د حاج آیت ا... العظمی سید محمود شاهرودی د دفتر او بعثې مسئول و او بیا د هغوی زوم هم شو. هغوی په ۱۳۵۴ لمریز کال کښې په عراق کښې پر استوګنو ایرانیانو باندې د بعث حکومت د دباو په وجه کویت ته کډه وکړه او د دینی شعایرو درنښت او تبلیغ او تدریس او د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته یې مخه کړه.
آیت ا... شاهرودی په ۱۳۷۰ کال کښې په تهران کښې استوګن شو او یو مجهز او سنبال روغتون یې جوړ کړ. د دغه بزرګواره عالم ځینی تالیفات چاپ شوی دی چې پکښې د ځینو نومونه په دا ډول دی: په دوو ټوکو کښې المُحاضرات فی التاریخ و الحدیث، الامام المهدی و ظهوره، آدابُ الحرمین او داسې نور.
دغه بزرګواره عالم بلآخره د ۱۳۷۷ لمریز کال د وری د میاشتې په اتمه نیټه په ۶۹ کلنۍ کښې وفات شو او د قم په مذهبی ښار کښې د حضرت معصومه(س) د پاک حرم په انګړ کښې خاورو ته وسپارل شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*