تاریخ پاڼه شماره ۹
نن د شورو ورځ یا چارشنبه د ۱۳۹۶ هجري لمریز کال د وري د میاشتې نهمه، د ۱۴۳۸ هجري قمري کال د جمادي الثاني یا څلورمې خور له دیرشمې او د ۲۰۱۷ میلادي کال د مارچ د میاشتې ۲۹ نیټه ده.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۴۴۴ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۵۷۳ ميلادی کال د مارچ په نهويشتمه نېټه د فرانسې د باچا نهم شارل لخوا د پروټېسټانو په ګټه د ازادۍ فرمان نومې تاريخي فرمان جاري کړ. د دغه فرمان له مخې د فرانسې پروټېسټانو چې د دغه هېواد له کېتولېکانو سره په څلورم جنګ کښې کامياب شوي وو د خپلو مذهبي مراسمو د جوړولو ازادي ترلاسه کړه.
د کېتولېکانو او پروټېسټانو ترمېنځ څلورم مذهبي جنګ د ۱۵۷۲ ميلادي کال د جولائي له شپاړسمې نېټې څخه شروع شوی ؤ او په لاروشل جنګ مشهور دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۳۴۱ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۶۷۶ ميلادی کال د مارچ په نهويشتمه نېټه له عثماني امپراطورۍ سره د پولېنډ جنګ د دغې امپراطورۍ په کاميابۍ او د عثماني لخوا د يوکرائن ټاټوبي د يو لړ برخو په نيولو سره ختم شو. دغه جنګ له ۱۶۷۱ کال څخه د پولينډي قزاقانو په شورش او له هغوي څخه د عثماني امپراطورۍ په ملاتړ سره شروع شو.
عثماني ځواکونو يو ځل په لمبرګ جنګ کښې له پولېنډيانو څخه ماتې وخوړه خو بالاخره يې برياليتوب ترلاسه کړ.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۲۴۵ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۷۷۲ ميلادی کال د مارچ په نهويشتمه نېټه سوئيډني متفکر او عارف «امانوئل سودنبرگ» ( Emanuel Swedenborg ) مړ شو. هغه ۱۶۸۸ کال کښې وزېږېد او د رياضۍ په څانګه کښې له زدکړو وروسته يو ماهر انجنئير شو. البته سودنبرګ د خپلو فلسفيانه او عارفانه تفکراتو په وجه مشهور دے.
دغه سوئيډني متفکر د خپلې فلسفې اصول له مادی دنيا څخه پرې کېدنه او د معنوي عالم په مشاهده کښې ډوبېدل معرفي کړل. هغۀ عقيده لرله چې هغه څه چې په مادي دنيا کښې موجود دي د معنوي برتر عالم يو سېمبول دے. په همدې لړ کښې سودنبرګ دا عقيده لرله چې انسان هر څومره پاک او شريف وي هومره د خدای پاک موجودګي لا ښه درک کولې شي. دغه سوئيډني فلاسفر د خپلو افکارو د بيانولو لپاره له پنځوسو ټوکو نه زيات کتابونه وليکل چې ترټولو مهم يې په اتو ټوکو مشتمل ((د ملکوت د عالم رازونه)) نوميږي .
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۱۵ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۹۰۲ ميلادی کال د مارچ په نهويشتمه نېټه فرانسوي ليکوال «مارسل امې» ( Marcel Aymé ) وزېږېد. هغۀ وړومبې د انجنئيرۍ په څانګه کښې زدکړې حاصلې کړې خو د بيمارۍ په وجه يې هغه څانګه پرېښوده. امې بيا جرنلسټۍ ته مخه کړه او ورو ورو يې ليکوالي شروع کړه او يو مشهور ليکوال ترې جوړ شو.
د هغۀ له اثارو څخه ((شنه اسپه))، ((څلور حقيقتونه)) او ((ښکلی تصوير)) نومې کتابونو ته اشاره کولې شوو. امې د 1967 کال په اکتوبر کښې مړ شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه ۲۳ کاله وړاندې د ۱۳۷۳ لمریز کال د وری د میاشتې په نهمه نیټه آیت ا... علی اکبر مرندي وفات شو. میرزا علی اکبر مرندی د شیعه مجتهد او عارف ملا علی زوی او د سلوکی سید علی قاضی له شاګردانو و. هغه په تبریز کښې د هغه وخت له مرجع آیت ا... انګجی څخه په فقه کښې ګټه پورته کړه او په ۱۳۶۰ قمری کال کښې نجف ته لاړ او هلته له علامه طباطبایی او د هغه له ورور سره لس کاله انډیوال و.
په نجف اشرف کښې یې د سید ابوالحسن اصفهانی، نائینی، آقا ضیا عراقی، کمپانی او بادکوبه ای په شان د وخت له مراجعو علمی ګټه پورته کړه او له سید ضیا او اصفهانی څخه یې د اجتهاد اجازه ترلاسه کړه.
په معنوی چارو کښې هم د سید علی قاضی خاص شاګرد و. په ۱۳۷۶ کال کښې تبریز ته ستون شو او تدریس یې پیل کړ او بیا یې ډیره موده په مرند کښې استوګنه غوره کړه او معنوی تدریس او ارشاد ته یې مخه کړه.
هغه د ۱۳۷۳ لمریز کال د وری میاشتې د نهمې نیټې پیشمنی مهال وفات شو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*