د وري د میاشتې د څوارلسمې نیټې ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام مو چمتو کړی دی. عزیزانو په دې نني پروګرام کښې هم وړومبی د تهران چاپ او ورپسې به د ځینو بهرنیو ورځپاڼو مهم مطالب او خبرونه به درسره شریک کړو>
د تهران چاپ ورځپاڼو په سر کښې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې په خپل وړومبي مخ یې په غټو ټکیو لیکلي دي: د وري له دوویشتمې نیټې څخه د ولسمشریزو انتخاباتو د داوطلبو کاندیدانو نوم لیکنه پيلیږي.
خبر زیاتوي چې د ایران د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو د کمیټې مشر وویل: د روان ۱۳۹۶ لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۲ نیټه به چې د امام علي علیه السلام د ولایت له کلیزې سره برابره ده، د ولسمشرۍ د ټالټاکنو د دولسم پړاو لپاره د کاندیدانو نوم لیکنه پیل شي چې یوازې د کورنیو چارو د وزارت د انتخاباتو په کمیټه کښې به تر پنځو ورځو جاري وي.
جمهوري اسلامي په همدې تړاو د امام رضا علیه السلام د پاک حرم د زیارتوالو په ستره غونډه کښې د انتخاباتو د سالمې او قانوني سیالۍ په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د سپارښتنو خبر هم سره د دوي له انځوره چاپ کړی او د معظم رهبر له خولې یې په غټو ټکو لیکلي دي: ټول دې ګډون وکړي او زوږناک انتخابات دې ترسره کړي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي همداشان وفرمایل:په انتخاباتو کښې د قانون په اصل باندې عمل ضروري دی. د ایران ګران ولس به په ټولټاکنو کښې په حقیقي ځلا سره خپل پرتم دښمنانو ته څرګند کړي.
جمهوري اسلامي ورځپاڼې په یو بل خبر کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د وړومبي مرستیال اسحاق جهانګیري له قوله لیکلي دي: امریکا په نویو بندیزونو سره په نړیواله فضا کښې خپل اعتبار له مینځه وړي.
خبر زیاتوي چې د ولسمشر وړومبي مرستیال وویل: دا چې امریکایان پر خپل غلط کړچار ټینګار لري، د هغوي د فطرت له امله دی او زمونږ حکومت او خارجه وزارت به د امریکې نوې بندیزونه وڅیړي او مناسب غبرګون به ورته وښئي.
اطلاعات:
له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې د خپلو بهرنیو خبرونو په برخه کښې یې د افغان ځواکونو په بریدونو کښې د طالبانو د ډلې د ۲۷ غړو د هلاکت خبر ورکړی دی.
خبر د افغانستان د دفاع وزارت د خبرپاڼې په اساس زیاتوي چې د دغه هیواد امنیتي ځواکونو د طالبانو خلاف بیلابیل عملیات کړي چې پکښې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۷ زخمي شوي او همداشان شپږ تنه ژوندي نیول شوي دي. دا عملیات د قندهار، هلمند، ننګرهار او قندوز په شمول د افغانستان په یولسو ولایتونو کښې ترسره شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت همداشان اعلان وکړ چې په دغو عملیاتو کښې د محمد په نامه هغه کس چې په قندهار کښې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو ماسټرماینډ و، وژل شوی دی.
اطلاعات همداشان لیکلي چې د امریکې د نړیوال امنیت مرکز وايي: سعودي عربستان ایټمي وسلو ته د لاسرسۍ په تکل کښې دی.
په خبر کښې لولو چې د امریکې د نړیوال امنیت او علومو مرکز د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره وویل: سعودي عربستان د ایټمي وسلو ترلاسه کولو په لټه کښې دي. یاد مرکز په دې لړ کښې په ایټمي کلب کښې د یو نوي غړي د شاملیدو په عنوان سره د سعودي رژیم د هلوځلو یادونه وکړه.
د دې رپورټ له مخې د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ایشوا کړه چې عربستان نیغ په نیغه ایټمي وسلو ته د رسیدو لپاره ګام نه شي پورته کولی ځکه چې دا کار تاوان لري او په سیمه کښې د ایټمي وسلو د سیالۍ د زیاتیدو سبب کیږي. د یاد مرکز په بیانیه کښې راغلي دي: عربستان غواړي په راتلونکو څو کلونو کښې ۱۶ ایټمي ري ایکټرونه جوړ کړي.
همدې ورځپاڼې د پاکستان د پنجاب صوبې په سرګودها سیمه کښې په یو زیارت کښې د شلو کسانو د بوږنونکې وژلې خبر راخیستی دی.
د خبر په تفصیل کښې لولو: دپآکستان دپنجاب صوبې په سرګودها کې په ۹۵شمالی سیمې کې په یوه زیارت کې چې په ګدی نشینۍ له یوې مودې راهسې شخړه روانه وه د دوو لورو ترمینځ په اخ وډب او د ډنډو او چاقوانو په ناتار کې شل کسان په بوږنونکی ډول وژل شوی دی .
راپورښئ د سرګودها ډویژن ډپټی کمیشنر لیاقت علی چټه ویلی دی ، د دغې درګاه د منجوروالي په سر د دوو ډلو ترمینځ له یوې مودې راهسې شخړه روانه وه او بیګا دیوې ډلې یوشمیر مریدان هلته موجود ؤ چې ویل کیږی هغوی ته نشه ای شیان ورکړل شوی او له دې وروسته پر هغوی په ډنډو او چاقوانو او خنجرو سره یرغل شوی چې ویل کیږی د درو ښځو په شمول پکې شلو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی . هغه ویلی دی ، چې د شخړې په وخت دوه نورې ښځې او دوه سړي چې ټپی شوی وو له هغه ځایه په تښته بریالي شوی او د شخړې اطلاع ئې پولیسو ته ورکړې ده .
لیاقت علی چټه دغه راز وئیلی دی چې د دغه زیارت دمنجورعبدالوحید پشمول اوه کسان نیول شوی دی او په هغو کې ځینو کسانو په لومړنیو پلټنو کې په دغه جنایت اعتراف هم کړی دی . په سیمې کې د روغتونونو چټیانې کینسل شوی او بیړنۍ حالت پکې اعلان شوی دی .
ځيني راپورونه داهم ښئ چې په دغه ځاي کې کوم زیارت او هدیره نشته او یوشمیر کسانو پخپلې هجرې کې دغه شان مریدان ساتل ا او د جادو منتر دنده ئې روانه کړې وه .
او د بحرین حکومت د دغه هیواد د مشهور عالم آیت ا... عیسی قاسم د استازي عبدا... الدقاق تابعیت هم لغوه کړ. عبدا... الدقاق د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د شیخ عیسی قاسم استازی دی چې د بحرین د جنايي محکمې څلورمې څانګې یې په یو حکم کښې تابعیت لغوه کړ او د لس کاله بند سزا یې ورته واوروله. د آل خلیفه رژيم محکمې همداشان عبدالامیر العرادي د تابعیت په لغوه کولو او لس کاله بند او هاني شاکر یې هم د تابعیت د لغوه کولو ترڅنګ په ۱۵ کاله بند محکوم کړ.
په دې منځومان کښې دملګرو ملتو د سرمنشي ویاند په یوه خبري غونډه کښې په بحرین کښې د حکومت د مخالفانو خلاف له ترسره شویو اقداماتو اندیښنه وښودله او د دغه هیواد حکومت یې ملي خبرواترو ته وباله.
په عین حال کښې د بشري حقوقو اوو سازمانونو د بحرین د آل خلیفه رژيم د مخالفانو خلاف د پلان شویو شکنجو په هکله یو رپورټ خپور کړ او د هغو د سمدستي بندیدو غوښتنه یې وکړه.
اطلاعات همداشان لیکلي چې د عراق ځانګړو امنیتي ځواکونو د موصلِ قدیم او د نور جومات په سیمه کښې چې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابوبکر بغدادي د خلافت د اعلانولو ځاې و، د خپلو پرمختګونو په دوام کښې په سړکونو کښې او کور په کور جګړه پیل کړې ده. د عراقي ځواکونو یو قومندان ویلي چې فیډرل پولیسو د موصل قدیم په سیمو کې داعشي ترهګر کلابند کړي او په څو راتلونکو اونیو کښې به د دغه ښار بشپړه ازادي اعلان کړي.
کابل چاپ:
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د نړۍ دريو هېوادونو ته د ولسمشر غني د سفر د پیل او دغه شان د ډیورنډ کرښې په اوږدو د روسیې او پاکستان له خوا د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته د روزنځایونو د جوړولو په تړاو یو شمېر مطالب لیکلي دي.
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سره مقاله کې لیکلي، ولسمشر غني درېيو هېوادونو ته د سفر په ترڅ کې اسټرالیا ته رسیدلی دی.
په سرمقاله کې راغلي ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشر دا سفر د حکومت د بهرنۍ پالیسۍ د پنځمې کړۍ برخه بولي خو سر مقاله لیکونکي پنځمه کړۍ پرېښې او په سرمقاله کې د بهرنۍ پالیسۍ د لومړې کړۍ او پاکستان، سعودي او چین ته د ولسمشر د سفرونو جاج اخیستی او هغه یې ناکامه بللي دي.
د سرمقاله لیکونکي په باور په داسې حال کې چې افغانستان د یوې بلې نیابتي جګړې په ډګر د بدلېدلو په حال کې دی، حکومتی بیا هم د خپلو کورنیو او بهرنیو پالیسیو د بریا ډنډورې وهي.
د سرمقالې لیکوال پوښتنه مطرح کړې چې ایا دا په دې معنا نه ده چې پهلوان ژوندۍ خوښ دی؟
هېواد دولتي ورځپاڼې بیا اسټرالیا، اندونیزیا او سینګاپور ته د ولسمشر غني دغه سفر چې له اسټرالیا څخه یې پیل کړی خورا اغېزمن بللی دی.
د هېواد سرمقاله لیکونکي لیکلي چې د ولسمشر دې سفر ته ډېرې هیلې راټوکېدلې دي او تمه ده چې دغه سفر به یې سترې لاسته راوړنې ولري او د افغانستان د ناورین د مخنیوي لپاره به ګټور تمام شي.
په سرمقاله کې راغلي چې ولسمشر به په دغه سفر کې د یادو هېوادونو له چارواکو سره د کتنې او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا پر سر پر خبرو سربېره له یو شمېر سوداګرو سره هم وګوري او په افغانستان کې به یې د پانګونې لپاره وهڅوي.
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه څه نه دي لیکلي خو په خپل یو مطلب کې دا موضوع راخیستې چې پر ډیورنډ کرښه دې د روسي او پاکستان د اقداماتو مخه ونیول شي.
په مطلب کې د پکتیا د ولایتي شورا د ځینو غړو په حواله راغلي چې روسي او پاکستاني چارواکي ډیورنډ کرښې ته نېږدې د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته روزن ځایونه او مرکزونه جوړوي.
دوی اندېښنه ښودلې چې که د دغه اقدام مخه ونه نیول شي په افغانستان کې به امنیتي وضعیت له جدي ګواښ سره مخ شي.
*/*/*/*/*/*/*/*