تاریخ پاڼه شماره ۱۰
نن د رجب د میاشتې لومړنی نیټه ده چې له رحمت او فضیلته ډکه میاشت ده.
دغه میاشت له ورپسې دوو نورو میاشتو یعنی شعبان او رمضان له میاشتو سره کمال ته د انسان د رسیدو او خدائ پاک ته د هغه د نږدې کیدو لپاره د ځان د اصلاح کونې یو روزنیز پړاؤ دی. د خدائ ګران رسول (ص) د رجب د میاشتې په اړه وفرمایل: (د رجب میاشت د خدائ یوه ستره میاشت ده او هغه میاشت ده چې په حرمت او فضیلت کښې ساری نلري او په دې میاشت کښې له کافرانو سره جنګ حرام دی. رجب د خدای میاشت ده، شعبان زما او رمضان زما د امت میاشت ده.
د رجب په میاشت کښې روژه نیول ډیر ثواب لری او په ګڼ شمیر روایتونو کښې په دې میاشت کښې پر روژه نیولو او له خدائ پاک څخه د مغفرت پر غوښتلو زیات ټینګار شوې دی. د رجب د میاشتې په اووه ویشتمه نیټه د حضرت محمد مصطفی (ص) د بعثت له برکته ډکه پیښه رامینځته شوې ده او د رجب د میاشتې دیارلسمه نیټه، د حضرت امام علی (ع) د ولادت مبارکه ورځ ده.
هیله من یوو چې تاسو هم د دغې مبارکې میاشتې له معنوی برکتونو څخه تر هر څه زیاته استفاده وکړی شئ.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= یو زرو درې سوه یواتیا کاله پخوا، د اووه پنځوسم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په لومړی نیټه، د یو روایت له مخې د خدای د ګران رسول (ص) یو قدرمن لمسی او د هغه حضرت له اهلبیتو څخه پینځم امام حضرت امام محمد باقر (ع) نړۍ ته سترګې رڼې کړې. هغه حضرت ته (باقر) لقب ورکړی شو چې د علومو د څیرونکی په معنا دی، ځکه چې حضرت امام محمد باقر (ع) د خپلې زمانې علمی مشکلات او پیچلتیاوې په دقت او ظرافت سره تجزیه او تحلیلولې. د هغه حضرت د امامت په پړاؤ کښې له شپږ نوېم هجری قمری کال څخه چې د بنی امیه کورنۍ د پائ او د هغوئ د حکومت د کمزورۍ کال ؤ، یو فرصت رامینځته شو چې هغه قدرمن امام د مسلمانانو د فکری او کلتوری بنیادونو په مضبوطولو لاس پورې کړی. په دغه زمانه کښې او همداراز د هغه حضرت د زوئ حضرت امام جعفر صادق (ع) د امامت په پړاؤ کښې زیات علوم وغوړیدل او د دغو دواړو بزرګوارانو شاګردانو ځینې علوم پراخه کړل او نوی علوم یې هم رامینځته کړل. حضرت امام محمد باقر (ع) زیاته خندانه څیره لرونکئ او ښه چلند کوونکئ ؤ. هغه حضرت به له حاجتمنو سره په مرستو، بخښلو او نېکۍ او د ناروغانو پر پوښتنې زیات ټینګار کاوه. د هغه حضرت اخلاقی نصیحتونه او سپارښتنې د هغه په عمل او کردار کښې څرګندې وې او پخپله یې تر ټولو وړاندې په هغه څه باندې عمل کاوه چې فرمایل یې. د حضرت امام محمد باقر (ع) د ولادت د کلیزې په مناسبت د مبارکۍ ویلو تر څنګ له هغه حضرته یوه وینا نقلوو چې فرمایی: ( هر کس چې نیک اخلاق او د مهربانۍ او رفاقت د صفت لرونکئ وی، ټول خیرونه او نیکۍ ورته ورکړل شوې دی او په دنیا او آخرت کښې به له هرې سوکالتیا او ارامتیا څخه برخمن وی او هغه کس چې له اخلاقو بې برخې وی، لار به یې د بدیو په لور وی).
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= یو زر پنځه اویا کاله پخوا، د درې سوه درې شپیتم هجری قمری کال د رجب د میاشتې په لومړی نیټه، یو نامتو لویدیځوال عالم نعمان بن محمد تمیمی وفات شو. هغه په دوه سوه نهه پنځوسم هجری قمری کال کښې وزیږید او ډیر زر یې اسلامی روایتونه او تعلیمات زده کړل. نعمان بن محمد لومړی د مالکی مذهب منونکئ ؤ خو څه موده وروسته نوی راڅرګندې شوی اسماعیلی فرقې سره یو ځائ شو او د هغوئ له قانون جوړوونکو څخه شو. نعمان بن محمد د فاطمی واکمنانو په زمانه کښې یو لړ مهم پوسټونو ته ورسید. له هغه څخه د (دعائم الاسلام)، (شرح الاخبار) او (التوحید و الامامه) په شان زیات شمیر کتابونه په یادګار پاتې دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= درې سوه نهه دیرش کاله پخوا د یو زر نهه نوېم هجری قمری کال د رجب دمیاشتې په لومړی نیټه، په محقق خوانساری مشهور ایرانئ حکیم او فقیه حسین بن محمد وفات شو. دغه مسلمان عالم د دینی علومو له نامتو استادانو څخه ؤ او زیات شمیر شاګردان یې وروزل. له محقق خوانساری څخه د قران شریف یوه ارزښتناکه ترجمه او پر معتبرو اسلامی کتابونو د شرحو په اړه یو لړ ارزښتناک کتابونه په یادګار پاتې دی.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۶۱ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۸۵۶ ميلادی کال د مارچ په دېرشمه نېټه کريمه نومې جنګ چې له يوې خوا د روسيې او له بلې خوا د فرانسې، برطانيې، عثماني، اسټريا او پروشيا ترمېنځ رامنځته شوی ؤ د پېرس د تړون په لاسليکېدو سره ختم شو.
دغه جنګ د اروپا له ختيځ په تېره بيا د بالکان له ټاپووزمې څخه د روسيې د لاسونو د لنډولو په خاطر شروع شو او سريزې يې د جنګ له شروع کېدو نه دوه کاله مخکې د عثماني امپراطورۍ او فرانس او برطانيې ترمېنځ د قسطنطنيه د معاهدې په لاسليکېدو سره رامنځته شوې وې. د پېرس د سولې د تړون له مخې توره بحيره ازاده سمندري لاره اعلان شوه او رومانيه هېواد هم جوړ شو او کورنۍ خپلواکي يې ترلاسه کړه.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۱۳۷ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۲۵۹ هجری شمسی کال د اوري د مياشتې په لسمه نېټه د قاجار د زمانې مورخ، اديب او شاعر مېرزا محمد تقي سپهر کاشاني چې د لسان المُلک لقب يې لرۀ وفات شو. هغه په کاشان کښې وزېږېد او مختلف علوم په تېره بيا ادبيات يې زده کړل. سپهر کاشاني په ځوانۍ کښې د کاشان د واکمن ملازم شو او يوه موده پس د فتحعلي شاه قاجار په بلنه تهران ته راغی او په درباري کارونو بوخت شو. د ورپسې باچا يعنې محمد شاه په زمانه کښې د دغه ايراني اديب او مورخ پوسټ لوړ کړی شو او د دربار منشي او خزانه دار شو. په دغه دوران کښې د هغۀ ترټولو مهم کار د محمد شاه په غوښتنه د ناسخ التواريخ نومې کتاب ليکنه وه. دغه کتاب د حضرت آدم (ع) له زمانې څخه تر ۱۸۵۷ميلادي کال پورې د انسان تاريخ دی.
محمد تقي کاشاني د ناصرالدين شاه په زمانه کښې د دربار ډېرو اوچتو پوسټونو ته ورسېد ان تردې چې په ۱۲۵۹ ه.ش کال کښې وفات شو. د هغۀ له نورو کتابونو څخه : «آئينه جهان نما» او د شعرونو ديوان «فی مناقب الائمة الاطهار » نوميږي.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۵۶ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۳۴۰ هجری شمسی کال د اوري د مياشتې په لسمه نېټه مشهور ايراني عالم آيت ا... العظمی سيد حسېن طباطبائي بروجردي وفات شو. هغۀ په خپل پلارني وطن بروجرد کښې د اسلامي علومو د مقدماتو له زدکړې وروسته د عراق د نجف اشرف علميه حوزې ته لاړ او د دغه ديني مرکز له لوړرتبه استادانو څخه د علمي فېض حاصلولو ورسته ايران ته راستون شو او په علمي او اجتماعي فعاليتونو يې لاس پورې کړ آيت ا... بروجردي په ۱۳۲۴ هجری شمسی کښې مشهد مقدس ښار ته او بيا د قم مقدس ښار ته لاړ او د علمي مرجعيت مقام ته ورسېد. د هغۀ تر نظر لاندې د قم علمي حوزې او دغه مهم علمي او ديني مرکز زياته پراختيا پېدا کړه.آيت ا... بروجردی په هم هغه زمانه کښې دا فرصت پېدا کړ چې په نړيواله سويه د اسلام غني کلتور معرفي کړي او د اسلامي مذهبونو د وحدت او نزدېکت لپاره د اسلامي نړۍ د نورو عالمانو او متفکرانو په ملګرتيا سره يو لړ مثبت ګامونه پورته کړي. د آيت ا... العظمی بروجردي له مهمو اقداماتو څخه د اسلام د عالمانو د مهمو او ارزښتناکو اثارو احياء، د ګڼ شمېر علمي او ديني کتابونو تاليف، د ايران په مختلفو ښارونو کښې د جوماتونو جوړولو او همدارنګ د جرمني په هامبورګ کښې د جومات جوړولو او د اسلامي انقلاب د ارواښاد ستر رهبر حضرت امام خمېني (رح) په شمول د نامتو شاګردانو تربيت ته اشاره کولې شوو.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= ۳۹ کاله پخوا په داسې يوه ورځ د ۱۳۵۷ هجری شمسی کال د اوري په لسمه نېټه د شاه د رژيم په خلاف د تبريز د خلقو د پاڅون په څلوېښتمه ورځ د ايران د څو ښارونو خلقو په احتجاجي اقداماتو لاس پورې کړ. د ايران د تبريز خلقو د ۱۳۵۶ ه.ش کال د سلواغې د مياشتې په نهويشتمه نېټه د قم د خلقو په ځپنې باندې په احتجاج کښې چې د امام خمېني (رح) په خلاف د شاه د رژيم سپکاوے يې ونۀ زغمۀ پاڅون وکړ چې په نتيجه کښې يې ګڼ شمېر کسان شهيدان، زخميان او يا ونيوې شول. په همدې دليل د يزد خلقو د تبريز د شهيدانو د څلوېښتۍ په مناسبت د دغه ښار د جامع جومات په يوه شانداره غونډه کښې له جلاوطنۍ څخه د امام خمېني (رح) د ستنېدو او د شاه د رژيم د نسکورولو غوښتنه وکړه.
همدارنګ په مشهد مقدس ښار کښې د خلقو مظاهرې د شاه د رژيم له ځواکونو سره د خلقو په نښتو بدلې شوې. په دغه حال کښې د تهران او د ايران د څو سترو ښارونو بازارونه د شاه د رژيم په ساډوبۍ باندې په اعتراض کښې وتړل شول.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*
= او له ننه ۳۸ کاله وړاندې په داسې يوه ورځ د ۱۳۵۸ هجری شمسی کال د اوري د مياشتې په لسمه نېټه په ايران کښې د اسلامي انقلاب له کاميابۍ او د پهلوي رژيم له ختمېدو وروسته په ايران کښې د حکومتي نظام د ټاکلو لپاره عمومي او ستره ټول پوښتنه يا رېفرېنډم شروع شو. دغه رېفرېنډم د ايران د مسلمانو خلقو د تاريخي او بې څاري هرکلي په وجه تر دوو ورځو پورې جاري وو چې پکې اتۀ نوي اشاريه دوه فيصدو ګډون کوونکو په ايران کښې داسلامي جمهوري نظام ټينګښت ته مثبته راې ورکړه.
*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/*